د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د مور په څېر خوږه پښتو

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_0schrijven455.jpg



دپلرونو اونيکونوله وخته راته داسي ډېرمتلونه پاته دي هغه دچا په خبر چې له ډېرو پخو خبرو سره لا ټانټي ژويې چې هر متل يې په خپل ځاى کې ځانته مفهوم اوځانګړنې لري دبيلګي په ډول په يو متل کې داسي ويل شويدي چې ( هرچاته اور له خپلي لمني ور پورته کيږي ) نوکه د همدې متل په اړه باندي لږ فکر وکړو رښتيا هم نن ورځ  چې پښتو ژبي ته کوم تاوانونه  رسيدلي دي اويا يې د پښتو ژبي د پرمختګ مخه ډب کړيده هغه هم د ځينو هغو پښتنو کړنې دي چې يواځي د پښتون په نوم ياديږي ولي هيڅ کړه ،وړه اوخبره يې دپښتو په پښتني چوکاټ کې نه راځي
نوله ټولودرنو پښتنو قلموالو اوپه پښتو مينو پښتنوڅخه داهيله کوم چې لومړى ټول پښتانه د خپلي ژبي له حقوقو څخه خبرکړي اود پښتو ژبي د چوپړکولو لپاره يې وهڅوي څو خپلي ليڅې رابډ وهي اوپه دې لاره کې نه ستړي کيدونکې منډې ترړې وکړي.
هسي نه چې پښتوخواره ده  پښتو د نړۍ په مخ د ډيرو بدايه ژبو په کتار راځي ولي نن ورځ ځيني پښتانه وروڼه يا خو خوار، بيده ،بي احساسه او يا د بي پښتوکيدلو پولي ته رسيدلي دي چې دڅه مالي اومادي ګټو لپاره يې خپلي درني او د مور په څير محبوبي اوخوږي ژبي ته شا کړيده  لومړى خو په پښتو ژبه خبرې نکړي اوکه يې بيا چېري په پښتو ژبه خبرې وکړي  هغه به داسي وي  چې ټولې به د پرديو ژبو تر اغېزي لاندي وي او پردي لغات ( ويوکي ) به ور پکې په پريمانه کچه کاروي چې حتى په ځينو به يې دا ګمان لا هم وکړي چې کيداى شي دغه سړى به  بله ژبه وايې .
همدا رنګه د افغانستان دولسمشراو نورو دولتي مشرانو په ځانګړي ډول پښتنو وزيرانو او رئسانو څخه دا غوښتنه کوم چې دخداى لپاره دا له پښولويدلي پښتو نوره تر پښو مه لاندي کوى  او دخپلو ځانې ګټو لپاره پښتو ته شا مه ورګرځوى دغه پښتو په ټولو پښتنو باندي د مور په څېر حق لري لږ له خدايه  و ويريږى په خپلو دفترونو او ادارو کې مو چې تر کومي کچي پوري وس کيږي دفتري ليکل موپه پښتوکړى او نور تر لاس لاندي پښتانه مامورين موهم د پښتو ليکلو ته مجبور کړى او په ځانګړي ډول دهيواد له ولسمشر څخه مو دا هيله ده کوم څوک چې په هر ځاى کې په دولتي دنده باندي ګمارل کيږي بايد کم تر کمه دهمغه سيمي په ځانګړي ډول پښتو او دري ژبو باندي دومره خو وپوهيږي چې کله دمراجعينوپه ډله کې کوم پښتون يا دري ويونکى ورته راځي او له هيڅ  ډول  ستونزي  سره مخ  نشي .
خو په اخير کې دخپلو هغو سيموله قلموالو او په پښتو ژبه مينو وروڼو څخه دا هيله کوم چې دخپلي سيمې له ادارو څخه په هره ميا شت کې يو ځل ليدنه وکړي ، په هر دفتر يا اداره کې چې کوم پښتون مامو يا مسؤل  وي او په خپلو دولتي پاڼو کې بله ژبه ليکي هغه دي يو ځل له همدې کړني څخه په نرمه او پسته وينا را وګرځوي او که د دوهم ځل لپاره يې بيا هم داسي ناوړه کار وکړ، نو د خپل پښتني غيرت له مخي دي هغه دهمغه دفتر په  دننه کې داسي  و خرپوي چې بل پښتون  بيا داسي جک ونه وهي او که يې هلته وس ورباندي  ونه رسيږي نو هر کله چې له دفتر څخه دباندي  را ووتى د خپلو پښتنو زلميانو په مټ دي هغه ته يو ځل داسي پروت ورکړي چې بيا په ټول وخت ورته خپله پښتو ژبه داسي بي ارزښته ښکاره نشي. 


پښتو يې مور که يې عزت نکړي خواريږي پسي
يا به  ناپوه  وي يا به  دې  ټکـــي ته پام نکـــــــــوي
( هــــــمزه ) پښــــتو بولي ( رمـــــــانه ) دجــنت له ژبو
خـــو زما د درو زرو مامور يې احـــترام نه کـــــوي

ليکوال عبدالباري ( رمان )
د ګيلان ولسوالي دشينکۍ کلى

پښـــــــتون

درته وايم نيمـــــــــــګړتياوې پښـــــتنوکې
پښتانه وي خـــــوڅه نه ليکي پښــــــتوکې

وزيران کـــــه ريســــان چـــې پښــــــــــتانه وي
پښـــــتو نشـــته دري ليــــکي کاغـــــــــذوکې

لاس دې مات مغزى دې مات تم پښتون يې
ستا خــــدمت پښتوته ښــــيه خــپلو کړو کې

نه همــــت نه دې وجــــدان دا تقضــــــا کـــړي
چې پښــــتو مې لــــږ رواج شي دفـــــــتروکې

تش په نوم باندي پښــــــتون يې بي هـــــمــــــته
خـــــپل اولاد ته پښــــــتو نه وايې کــــــورو کې

ما ( رمـــــان ) بس د( هـــــــــــمزه ) لاس نيوى کړي
وي په خـــــوله به مې پښــــتو دمرګ سلـــګو کې
 

اساسي برخه: دمتلونو کیسې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1350

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1334

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1489

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2015

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6236

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…