د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

څوارلس کاله!

ټک ټک ټک، دروازه وازه شوه. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته . وعلی، وعلیکم، وعلیکم اسلام، وعلیکم اسلام ورحمت الله وبرکاته. شاګردانو کینئ. د تباشېر په اخیستو یې خپلو ګوتو ته وکتل. سر یې وخوځاوه. نیټه یې پر تخته ولیکله. مخ یې زده کوونکو ته را و ګرځوه.
احمده زویه! ننی عنوان د څه شي په اړه دی؟
ـ سوله.
یو څو ثانې چوپ شو.
اه! سولې! مړه یو درپسې، خو په ګوتو نه راځي.
هه هه هه ریښتیا چې نه راځي.
لومړی به تاسو ماته د سولې په اړه ووایي، چې سوله څه ته واي؟
مجیب: سوله یعني کراري. په ډاډه زړه خپل کار ته تللی او بیرته کورته راتلل.
همایون: امنیت، پيسې او خوشحاله ژوند.
ګل رحمان: عدالت. وروګلوي. اتفاق.
سیداحمد: حق حقدار ته سپارل. د مظلوم سره مرسته کول او د ظالم د ظلم مخنیوی کول.
ظاهر: د فساد، غلا... نه شتون.
حزب الرحمان: د امریکا وتل او موږ خپلو کارونو ته پریخودل.
فرید چې ددي ټولو خبرې اوریدلي او زړه یې د حکومت د کړنو نه تر خولې راغلی و ، نو سور او شین کیدو، چې زما وار به کله راځي؟ لاس یې پورته کړ.
فریده ته څه نظر لري؟
ده به یوه اصطلاح ډیره کاروله، چې ژوند ښکلی دی، دا یې وویل. ودریده. ستونی یې صاف کړ. ټولو ښي خبرې وکړي، خو زه غواړم له استاده یوه پوښتنه وکړم، که اجازه وي.
استاد: مهرباني.
ـ موږ وایو چې اسلام د سولې دین دي، نو بیا ولې دا څوارلس کاله کیږي چې د سولې کلیمه شته، خو خپله نشته؟ موږ بیا ولي وایو چې د افغانستان اسلامي دولت؟ ځانونو ته مسلمانان وایو او بیا هم سوله نه راځي، ولي؟ موږ ولي هر ځل بل چا پسې منډي وهو، چې موږ ته سوله راولئ.
استاد هم همدي خبرو ځورولو، نو یې داسې پيل وکړ:
تاسو چې څه وویل همدغه ته سوله وايي. موږ ځانونو ته مسلمانان وایو، خو عملونه مو د مسلمانانو نه دي. اسلام مو تش په نوم خپل کړی. د عمل په ډګر کې هیڅ نه یو. موږ حسد لرو، کینه لرو، حرص لرو... او غټ مشکل مو د توحید د کلمي لاندې ژوند نه کول دي.
د فرید خبره، موږ همیشه وایو چې د افغانستان اسلامي دولت، خو داسې کارونه به په افغانستان کې وګوری، چې اسلام د هغو په ضد را پورته شوی.
په اسلامي دولت کې غلا نشته. ظلم نه شته. سود نشته. فساد نشته. بی ځایه قتل نشته... بلکې دلته وروري ده. سوله ده. خوشحالي ده. په ډاډه زړه تګ راتګ دی. یو له بله سره مرسته کول دي...
ټنګ ټنګ ټنګ، د تفریح زنګ ووهل شو. غالمغال شو او د ټولګیوالو په منځ کې ګونګوسی شو، ولا ریښتیا وايي، که اسلام وي، نو سوله خپله راځي.
 
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…