د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

(1_ 4_ 3) لنډه کيسه

b_150_100_16777215_00_images_Rafiullah-roshan.jpg

 

 

 
 
په يوه ناپېژانده ماحول او چاپېريال کې مو يواځې د سلام او عليکم تر بريده سره وپېژندل،هغې په يوه لوړ دولتي پوسټ کار کاوه خو زه ديوې غير دولتي ادارې مامور وم،هسې خو دواړه مامورين وو خو فرق موپه دې کې و چې دهغې موقف،رتبه،زده کړې،عمراوهرڅه تر ما لوړ و،په دوهم ځل مې بيا په يوه ځای کې وليده تر څو خبرو اترو وروسته يې خپله دفون شمېره راکړه ،راته کړه يې< که کله اړتيا پېښېده او پوهېدې چې زه مرسته درسره کولی شم ،نو په ډاډمن زړه فون راته وکړه.
څه وخت وروسته مې رښتيا هم په هماغې اداره کې چې دې پکې کار کاوه کار پيداشو او کار مې هم تر ډېره بريده په همدې پورې اړوند و،فون کول مې ورته مناسب ونه بلل،په داسې حال کې چې له يو ډول ناروغۍ سره هم لاس او ګرېوان وم، ډېر ګرځېدل هم راته ښه نه ول،خير د فون کولو پرځای مې ورتلل مناسب وبلل،همداسې سوکه سوکه ور روان شوم هغه زما له ناروغۍ خبره وه ،کله چې يې دفتر ته ورسېدم تر اجازې غوښتو وروسته يې کاري خونې ته ننوتم ،همدا چې ويې ليدم له خپل ځايه را پورته شوه ويل يې ايا دومره اړين کار و چې په داسې حال کې په خپله راغلې؟ تاته خو ما د فون شمېره درکړې وه ولې دې زنګ راته ونه واهه.
ماورته وويل خير دا مې مناسبه ونه بلله چې د يوې وړې خبرې لپاره هم درته فون وکړم،په څوکۍ د کېناستلو يې راته وويل ،خپلې خدمتګارې ته يې د چای راوړلو سپارښتنه وکړه ،بيا يې ماته وويل ښه نو وايه څه کار دې و؟ 
هغه اړين کار چې ورلپاره تللی وم ورته ومی ووايه هغې يې هم داجراء کېدو ژمنه وکړه خو له مايې هم ژمنه واخسته چې بيا ددومره کوچنۍ خبرې لپاره ځان په عذاب نکړم بلکی زنګ به ورته وهم.
دهغې له نېکو اخلاقو او واقعي خدمت نه ډېر متاثره شوم ،هغه د ځينو خلکو خبره په زړه مې راننوتله ،تر دې وروسته به مې کله کله زنګ ورته واهه پوښتنه به مې يې کوله اوس مو اشنايي ډېره زياته شوه،يوه ورځ مې زنګ ورته وواهه چې څه کار ورسره لرم راته ويې ويل : اوس خو رسميات ختم دي سهار په ۸بجې دفتر ته ځم او راشه چې له نږدې وګورو ،نه پوهېږم چې هغې ولې غوښتل ما له نږدې وګوري سره له دې چې کار تر پخواني هغه ډېر کوچنی و،سبا يې دفتر ته ورغلم دا لانه وه راغلی ،بلخوا په ماهم ددفتر دتللو ناوخته کېده ،زنګ می ورته وواهه ځواب يې هم رانکړ،فکر مې وکړ چې هرو مرو مصروفه شوې او يايې ژمنه هېره کړې،ناچاره يې له دفتره راووتم او دخپل دفتر په لوري رهي شوم،۱۵۰ مټره مزل به مې کړی و چې په مخه راغله، له ليدوسره يې رانه بخښنه وغوښته ويل يې بېرته وګرځه زه هم ورسره روان شوم ،داچې دځوانۍ جوش اوخروش و نو له دې سره په لاره ګډ تللو يوډول خوند راکاوه ،خدای شته په زړه کې مې ورته احساس پيدا شو، لنډه داچې زموږ د خبرو اړيکه په انټرنيټي اړيکو بدله شوه،زما ترڅنګ هغې هم زمالپاره يوډول احساس درلود چې زه يې په چټ او مسجونوکې دحروفو او کلماتو له استعمال څخه پوهېدم خو نه هغې دا جرئت لاره چې دزړه خبره وکړي اونه هم ما.
يوه ورځ مې دمينې دښکاره کولو څو کلمې د اعدادو په ډول په چټ کې ورته وليکلې خو هغه پرې پوهه نشوه ،بېرته يې په ځواب کې وويل چې ددې اعدادو معنی څه ده؟ داچې زه وېرېدم هسې نه چې بده يې وګڼي نو خبره مې شاته وغورځوله له ځواب ويلو يې تېر شوم،خوهغې بيا هم اسرار او ټينګار کاوه ،بالاخره مې له ځانسره پرېکړه وکړه چې معنی يې ورته وايم ،ترڅوبه دادزړه خبره په زړه کې پاتې وي راځه په خوله يې راوله ،که يې بده وبلله نو اړيکه به مودتل لپاره له منځه ولاړه شي اوکه يې بده ونه ګڼله نو دا دوستي به مو په حقيقي مينې واوړي.
همداسې مې وکړل،هغه اعداد ( ۱۴۳) چې د انګليسی حروفو له ( I love you) سره برابر و،کله چې مې ورته داسې وليکل څو دفه يې له حيرانتيا په مسج کې څڅڅڅه راوليږل خوما ځان غلی کړ،له عکس العمل څخه يې وپوهېدم چې بده يې ونه ګڼله بلکې دې هم زما له خوا دهمدې خبرې د اورېدو انتظار کاوه،خبرې مو وغزولې هغې راته ويل چې ما لاپه دې برخه کې فکر ندی کړی ،خو زه پوهېدم چې فکر يې کړی دی،يوه ورځ هغې هم راته مثبت ځواب ووايه، اوس نو اشنايي په حقيقي دوستۍ او دوستي په حقيقي مينه واوختل کله کله به يې څنګ ته ورتللم،خو ددې لپاره چې ددفتر همکاران يې په مونږ پوه نشي له ډېر کېناستلو او خبرو مې ډډه کوله.
يوه ورځ مې ورته وويل : مرغلرې! ته ولې زموږ کورته نه راځې،يوه ورځ راشه چې له خپلې کورنۍ سره دې معرفي کړم هغې هم منفي ځواب رانکړ خو ويې نه ويل چې کله راځي،څودفه مې بيا ورته وويل اخر يوه ورځ راغلله زما کورنۍ يې وليده موږ هم خوشحاله شولو او داهم خوشحاله وه،په همدې ورځو کې مې يوه ورځ بيا راوغوښته خو داښه ده چې زموږ مينه دوه طرفه وه نه به هغې اونه به ما دهغې خبره ځمکې ته غورځوله.
يوه ورځ په کور کې يواځې وم زړه مې هم ډېر تنګ و مرغلرې ته مې فون وکړ ورته ومې ويل چې کور کې هېڅوک نشته راشه چې فکر مو بدل شي،په سر کې زړه نازړه وه خوداچې زه او زما مينه ډېر پرې ګران و ويې منله خو نن نه بلکې سبا يې د راتللو ژمنه وکړه،داچې يواځې وم نور کارونه مې په شا پرېښودل ،بلا مې ورپسې کړه ،دهغې راتللوته مې اماده ګي پيل کړه، کارونه دومره نه و خو زه يو ډول ذهني وارخطا برېښېدم،هره خوابه مې چې نظر اړوه يوڅه به راته ناسم ښکاره شول،هغه به مې پرځای کړ بيا به مې بل څه ته پام شو بس ګرد تاوېدم.
بالاخره سبا شو،ټېليفون مې ورته وکړ له ژمنې څخه .
له لږ ځنډ وروسته مې بيا ورته زنګ وواهه چې غوږی يې پورته کړ ساه نيولوې وه، د بوټانو ټقايې خته پوه شوم چې راروانه ده ويل يې دېر ناراحته يې؟ دادی در روانه يم.
غوږی مې کېښود خو راياد شو چې داپوښتنه خومې ورنه ونکړه چې کوم ځای کې ده،خير هرچېرې چې وي رابه شی.
اوهو هلکه ! ته خو هم په ځآن لږ ګوتې ووهه که څه هم پاک کالي مې له سهاره اغوستي و هندارې ته ودرېدم په وچو وېښتانو کې مې ګمنز تېره کړه ويښتان مې شک شک ودرېدل خوند يې رانکړ،دهليز ته ووتم د اوبو بدنۍ ايښې وه ورغوی مې غوچ او له اوبومې ډک دواړه لاسونه مې پرې لامده کړل، ګوتې مې په وېښتانوکې تېرې کړې پرلپسې مې د وېښتانو دغوړولو تېل را واخستل دې ته مې هم د چپ لاس ورغوي کې کنده جوړه کړه کله چې مې بوتل دهندراې په رپک کېښود بې تولې شو او لاندې ځمکې ته يې ور ودانګل ،داچې سرپوښ يې ما ټينګ کړی نه و نوپه هواکې هغه هم ورڅخه والوت تېل ټول زما په کمېس راتوی شول ، اوه خدايه! دامې څه وکړل اوس خوبه مرغلره را ورسېږي اوزه نورې اوتوکړې جامې هم نلرم،دابه نو څنګه شي.
ناچاره مې هغه جامې چې سهار مې وېستې وې بېرته واغوستې هغه هم ډېرې خېرنې نه وې،سر مې شانه کړ خو له کاليو مې راضي نه وم ،نن مې بايد له نورو ورځو ځان ډېر ښکلی کړی وای ځکه اخر مې معشوقه راروانه وه او يواځې په يواځې ورسره ګورم، دروازه مې هم خلاصه پرېښوده ماويل چې ټک ټک ته يې اړتيا پاتې نشي مرغلری ته مې هم دفون پرکرښه وويل چې دروازه خلاصه ده او نېغه خونې ته راځه،زه دکوټې په منځ کې ولاړ وم د انتظار شېبې مې شمارلې د فون لوی سکرين ته مې کتل دڅه شي په ليدو بوخت وم چې دکور دروازه راخلاصه شوه کور حويلۍ نه لرله د يوې کوچنۍ خونې په اندازه دهليز و ،هغه دکور څښتن دکرايې لپاره جوړ کړی و اصلاً د هستوګنې وړ هم نه و خو موږ مجبوريت لاره چې پکې اوسېدو،دروازه چې خلاصه شوه ګورم په توره جوړه کې دنګه اودښکلي څهرې لرونکې څښتنه نجلۍ په داسې حال کې چې په ګلابي شونډو يې موسکاه جال خور کړی و دهليز ته په راختلو پاړکو (زينو) راپورته شوه.
لاهم د کوټې په منځ کې ولاړ وم ماهم د موسکا په ډول شونډې سره بېرته کړې خودهغې روب داب دومره راباندې زورور و چې د ګوتو څوکې مې ډېر په زور ورکړې او ښه راغلاست مې ورته ووايه.
دا کېناستله او زه لا ولاړ وم، ولاړم د انګړ دروازه مې قلف کړه، بېرته دمرغلری څنګ ته په راتللو کې مې دوه ژورې ساه ګانې واخستې خونې ته ننوتم دالکه د ګلانو په منځ کې چې يو تر ټولو لوړ اوښکلی وي په ناز اوکرشمو کې تر ستوني ډوبه ناسته وه ،زه يې هم تر خوا په ايخي بالښت تکيه شوم،د حال احوال پوښتنه مې ترې وکړه لاهم د غرور په اسپ ناسته وه په داسې حال کې يې د صحت ډاډ راکړ چې مخ يې دتلويزيون په لوري و ، ښه شېبه دواړه غلي و،زه ددې په هکله فکرونو واخستم له ځآنسره مې ويل چې دا خو اوس هم دفون له لارې يوډول او مخامخ بل ډول ده،بيا مې وويل ددې لپاره به داسې کوي چې ماتر خپل تاثير لاندې راولي کله به مې ويل نه ! دابه شرمېږي په همدې سوچونو اوګروهنوکې وم چې د ټيټې خندا اواز مې تر غوږو شو،خوبيا يې هم نه راکتل ،ماهم دسترګو غشي هغه لور ته مخامخ کړل چې دې هدف ګرځولی و، دادفه يې نو خندا ته تشويش کې شوم چې ښه دې به ولي خندلي وي او داولې له ماسره خبرې نکوي؟
همدې کشمکش کې وم لاس مې د بالښت په اوږه اړولی و چې له ګوتو ونيول شوم دومره لوی ټکان مې خوړ لکه برق چې نيولی اوسم زړه می درزا پيل کړه، له دې سره د مرغلرې له خولې يوه زوروره خندا راووته ،لکه لمده لښته په ملا قاطېده را قاطېده او خندل يې زه هم خپلې بې ځايه وېرې ته خندا واخستم ډېره شېبه مو وخندل خو زما خنداتر ډېره بريده له مرغلرې سره د ځان عادي کولو لپاره وه،په خندا کې مې ورته وويل ډوډۍ به وخورو بيابه خبرې کوو،موږ يو هم وږي نه و خو هسې عادت مووکړ ،مرغلرې خوبيخې بازاری خوراک وکړ هسې دګوتو څوکې به يې کاسې ته ورښکته کړې دسترخوان مې ټول کړ خبرې مو پيل کړې هغې راته کړه : ايا ته رښتيا زما ليدوته دومره تږی وې؟
ماورته وويل ولې ته يې نه منې؟
هغې وويل ولې يې نه منم چې شک مې کولی بيا له هغې ځايه تردې ځايه ستاليدو ته راتللم؟ اوهغه هم په داسې حال کې چې په کور کې دې نور څوک هم نه وي؟
او ای! ته دې دې جاموته وګوره ولې نورې جامې نه لرې ؟
ماورته وويل لرم يې خو ستا له راتلونه مخکې رانه پرې دسر غوړولو تېل توی شول،بيا يې وخندل پښې يې وغزولې څو ثانيې يې سترګې زما په سترګوکې وګنډلې له ځآنسره مې وانګېرله چې اوس به می بيا په کوم ځای نيوکه کوي ،راته کړه يې رانږدې شه او په غېږ کې مې سر کېده.
له سترګومې نظر والوت،يخ ونيوم هېڅ مې دهغې له خولې دداسې خبرې تمه نلرله ،خومايي چې حوس او غوښتنه لرله جرئت مې نشو کولی فکر ته مې وخت ورنکړ بس سر مې ورته په غېږ کې کېښود له سر کېښودو سره يې ژوره او داسې بنده بنده ساه واخستله لکه د وچې سيلې مياشت کې چې په چا د يخ اوبه واچوي،مالپاره هم همداسې و په قراره يې پښې راټولې کړې اوپه غېږ کې يې دومره کلک ونيوم چې خوله او پوزه مې دواړه بند شول، تنفس مې هم ډېر په سختۍ اخسته خو دپرېښودلو غوښتنه مې نه کوله ځکه داشېبې مې ډېرې محدودې اوحتی ثانيې بللې.
څو شېبې وروسته يې سست کړم په مخ مې يې راته لاس کېښود ويل يې : صادقه! پوهېږې چې ولې مې دومره خوښ يې؟
خپل ښي لاس مې د مرغلرې د اوږدو زلفو لاندې له غاړې تاو کړ ورته ومې ويل نه !
ويې ويل داځکه چې ته دخپل نامه په شان ډېر صادق او رېښتونی يې،کله چې په موبايل درسره خبرې کوم دخپل ځان په هکله ستا احساس له لرې محسوسوم ،ډېر وخت زه له خپل حده اوړم خو ته بيا هم سکوت اختياروې اويواځينۍ خبره چې زما دزشتوالي په ځواب کې يې کوي همدا ده چې ( له تاسره ډېره مينه لرم).
صادقه! زه ستا مينې اومحبت ته سلام کوم او داچې نن مې له هر رواج،دود او دستور له احاطې څخه پښه اړولې اودهر جبر زنځيرونه مې مات کړي داټول ستا د رېښتوني محبت نتيجه ده، او دا چې نن مې په خپله غېږه کې ستا سر ايښی داهم ستا د بې اندازې مينې محصول دی ،ګرانه!نن دخپل زړه خبره د لومړي او وروستي ځل لپاره په خوله راوړم او درته په جهر سره وايم چې زه (تنها له تاسره مينه لرم) ته زما لومړۍ او وروستۍ مينه يې.
مرغلرې زما وېښتانو ته مساج ورکاوه په ټيټ اواز يې راته خبرې کولې هغې په داسې حال کې چې د زړه درزا يې ما ډېره په اسانۍ سره حس کوله ،خپلې نازکې شونډې زما پرمخ راښکته کړې ترڅومې ښکل کړي خو ،اوښکې يې له شونډو مخکې شوې ،له سترګو يې بېلې او زماپر مخ يې خوله ولګوله،دمرغلرو ددانو پشان نورې اوښکې يې هم زماپر مخ را تويې شوې،سلګيو واخسته، ټوله لړزېده ،زه يې هم خواشينی کړم نه پوهېدم ولې داسې کوي سر مې يې له غېږې پورته کړ،هغې بېرته زما په مخ لاس کېښود او زړه پورې يې ونيوم، مرغلرې خوله زما په خوله کېښوده اوپه بند ستوني ،جال جال سترګو او خپ اواز يې داخبره وکړه : 
صادقه! کاش زه واده شوې نه وای!!!
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…