د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه له نظره شوه! لنډه کيسه

b_150_100_16777215_00_images_Rafiullah-roshan.jpg

 

 

درېو خواو ته لوړ او جګ اواز شيندونکي  لاوډسپيکرونه نسب شوي و ډيجيټل مستې موسيقۍ د غوږونو پردې لړزولې په ګڼه ګوڼه کې جوړې کوچنۍ حلقې کې يوه غوښنه اوهډوره  پېغله چې څاک داره بې لستوڼو کالي يې  په تن و،دمستې اسپې پشان په شڼا او شرنګا تاوېده،په واده کې راټولو شوو ټولو خپلوانو اوکليوالو ښځو اونجو ورته له حيرانۍ ګوتې چيچلې،يوې به ويل :
 وۍ پلار مړې شې په دې نڅا  تورې سترګې به دې وخوري،بلې به ويل نجلۍ نده سم لاټوده ،يوې  له لرې له خندار سره په لوړه چيغه وويل نه نه!په بيټريو تاوېږي.
له حلقې په يوڅه فاصله کې دوه درې سپين سرې مېرمنې هم سره جوختې ولاړې وې، دې يوې په خپل يوه غوږ کې ګوته ايښې وه شايد د لوړې موسيقۍ وجه وه،بله سپين سرې چې دنڅېدونکې نجلۍ مور وه ، کله به يې چې ميداني نجلۍ وليده چې چورلېږي ټنډه به يې يوڅه پراخه شوه له غونجو شونډو به يې خندا لاره وکړه خو بېرته به لږه تُرشه شوه خپلو دواړو ورسره ولاړو په غاښ برابرو ښځوته يې وويل:دې بچه مړې ته مې څو دفه ويلي چې ډېره نېغه نېغه مه کېږه له نظره به شې،اوس خو دخلکو سترګې ندي سم بمونه دي بمونه،ترڅو په ځان پوهېږي په هوابه دې کړي خو داچېرته زماخبرې اوري،بيابه يې پړه دنجلۍ په ملګرو هم واچوله ويل يې خو دا جنوکۍ يې هم نه پرېدي په دوۍ کې همدا لږه ښه پوهېږي.
درېيمې سپين سرې هم په خبرو کې برخه واخسته دواړوته يې وويل:
وۍ بس کړی نو دکلي په ودونوکې خو همدا خوند وي ،نور په کلي کې څه دي همدا د ښاديو ورځې دي چې پېغلې پکې زړونه تشوي.
ورته مخامخ ولاړې   دنګې زړې چې په زنه يې درې غبرګ شنه خالونه ښکارېدل وويل: دايې چېرې زده کړې ،داخو په رښتياهم داسې ده لکه د ګډېدو سبق يې چې ويلی وي.
دنجلۍ مور په يوڅه غرور اندازه ډول ځواب ورکړ:
وۍ خورې! خدای دې دا ټي وي ګان واخلي خوټوله ورځ پکې بې پرتوګه او بې کميسه ګډېږي دوی هم ورته ګوري او ورنه يادوي يې،داخو لاپرېده چې اوس يې هغه وړکۍ لوېشتينکه هم پېخې کوي،کشره لور مې درته يادوم ،هغه خوپه ټولو ګرانه هم ده چې په ټي وي کې بدله (سندره) راشي او جنکۍ ورسره تاوېږي داهم دټولو په مخ کې پورته شي او هماغه شان ورته ګډا کوي.
په ميدان کې د تاوېدونکې پېغلې پشان څو نورو چې ځانونه يې تر وروستۍ کچې سينګار کړي و په نکريزو سرو   لاسونو  يې ورته ګرمې چکچکې وهلې اودهغې د لا تشويق کولو لپاره يې پرې ګلونه پاشل،نجلۍ ډېره ستړې شوې وه دتاوېدو په حال کې به يې له بدنه وتونکې خولې په شاوخوا ولاړوتماشبينو ور پاشل کېدې،دنڅاګرې  کورنۍ ته کومې  نږدې نجلۍ غوښتل چې نوره يې کېنوي همدا چې لاسونه يې وروغځول  ترڅو يې قابو کړي داچې دنجلۍ لاسونه خوی ول له کنټروله ووته او په يوه بغل ډېره کلکه ولګېده ،دنجلۍ زيات وزن او په ډېر سرعت سره تاوېدل ددې سبب شول چې له پرېوتو سره يې مخ دومره سخت په ځمکه ولګېد چې له تندي او پوزې يې وينې جارې شوي چپه پښه يې هم  دوه ځايه ماته شوه په واده کې د لس ثانيو مخکې حالت په کړيکو او ژړاګانو بدل شو،ټولو چيغې کړې:
هلۍ موټر راولۍ!
د زوم لپاره ګلپوش شوي موټر کې يې واچوله ترڅو يې روغتون ته رسوله هغې خپل پور پرې کړی و،څو دقيقې لانه وې تېرې چې مړی يې په کور ننوېست.
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1437

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1398

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2085

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6322

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…