د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

بې برکته بلا / لنډه کيسه

b_150_100_16777215_00_images_Rafiullah-roshan.jpg

 

 
  د فزيکي جوړښت له پلوه ډېره خواره او کم ځواکه وه ،کله کله به مې ورسره ټوکې کولې ،ورته ويل به مې :ګوره له پوهنتون او دندې څخه له رخصتېدو وروسته په وخت کورته ځان رسوه، هسې نه کله توند شمال را والوزي اوله ځآنه سره دې په هواکړي بيابه درپسې کوم ځايونه لټوو،دې به  خندل او زما خبروته به يې د منلو په دود سر  خوځاوه ،مګر د بدني جوړښت مخالف  د عظم،استعداد او وړتيا په برخه کې بيا آن د ډېرو ځواکمنو خلکوسره څه چې له اوسپنې سره يې هم ‌غرې وهلې او په ما يې د ډېر ګرانښت سبب هم همدا لياقت اوستونزو ته نه تسليمېدل و.
څومره ستونزمن او ددې تر توان پورته کارچې  به دې ورته وسپاره نو سملاسي به يې اقدام کاوه، عظم يې ټينګ و اوپه خپل کمزوري بدن يې دا باور لاره چې د برياليتوب تر پولې يې ملتيا کوي،نو هماغه و چې تل به يې کوټلي ګامونه پورته کول،خو هېڅکله يې هم دا تاثر چاته نه ورکاوه چې بويه دا دومره وړتيا لري،هرڅوک به يې له زکاوت او د کار دښه ترسره کولو څخه پوهېدل ،ولې  ددې ټولو وړتياوو ترڅنګ يې يوه لويه کمزوري هم لرله او هغه داچې له ډېرو هڅو سره سره يې د خپل زړه خبره چاته نه شوه کولای،هرڅه به يې په ځان اوخپل زړه کې تېرول،هېڅکله يې خپل غم له بل چاسره نه شريکوه او د دبدن د فزيکي جوړښت،وړوکوالي،بې غوښې توب اوکمزورۍ لامل يې هم همدا تنهايي وه.
مابه تل ورته ويل : دا هېڅکله هم ستا ښه صفت نشي کېدای چې ټولې ښې او بدې خبرې په زړه کې وساتې،دوستان وي دهمدې لپآره چې خپله خوښي او غمونه ورسره يوځای کړو ترڅو په خوښيوکې راسره خوښي وکړي ،په دردونوکې  ځان درمن اوپه غمونوکې مو راسره اوښکې تويې کړي اوهرکله چې خوښي او غمونه سره ووېشل شي نو ژوند هلته خوند پيداکوي.
په دې ورځو کې يې تازه  له يوه سايټ او راډيو سره د مديرې په صفت دنده پيل کړې وه په هرکار کې به يې مشوره راسره کوله، مايې هم ورځنۍ چارې ژر ژر څارلې،سره له دې چې خپله هم مصروف وم مګر بيا مې هم په دې خاطر چې خدای مکړه کومه ستونزه کې راښکېله نشي داکار مې کاوه،داچې نوې دنده يې تر پخوانۍ هغې يوڅه ستونزمنه وه  خو داچې دې له هر ډول مشکلاتوسره مبارزه کول خپل شعار ګرځولی و   په همدې خاطر تر ډېره حده بريالۍ وه.
دفون له لارې يې يوه ولايت ته دخپل رسمي سفر په هکله خبرې راسره کولې د پخوا په پرتله يوڅه خوشحاله برېښېده ماهم د ټوکې په ډول ورته وويل: اوس خوته دې يوې لويې رسنۍ مشره يې هره اونۍ به سفرونه لرې ،حساب کتاب به وي،سکرتران به وي،ژر يې خبره را قطع او را غبرګه يې کړه :
ـ  ګوره که بيا دې راته داسې وويل نوبه هماغه ورځ به مې وظيفه پرېښې وي،زه اوس هم هماغه يم کومه چې پخوا وم اوهېڅکله به بله نشم.
په خندا مې ددې د جديت ځواب ورکړ: ښه ښه سمه ده ماشومې!  بيا درته داسې نه وايم،خوګوره ته بايد ځان پوه کړې،کله چې موږ په ځان شپه او ورځ يوه کوو،زده کړې کوو اوبيا دنده اخلو داهرڅه دهمدې لپاره کوو چې يوه ورځ يې ثمره ووينو ،يوې پوړۍ ته ورسېږو او دخلکودخدمت ترڅنګ ځانته هم خدمت وکړو او ته هم نن په همدې حال کې يې،داموقف دې دخپلو هلو ځلو ثمره ده  او داهرڅه دې حق دی.
په سبا  مې غوښتل دکار په هکله يې ورسره ځينې ټکې شريک کړم اوځينې لارښوونې ورته وکړم ګرځنده فون ته مې يې هڅه وکړه خو بريالی نشوم،له شپږو مياشتو را په دېخوا دا لومړی ځل و چې شمېره يې بنده وه،بيا بيا مې شمېره ډايله کړه خو پخوانۍ ځواب مې تر لاسه کاوه،تشويش مې پيدا شو له ځانسر مې وويل :پوهنتون ته خو هم د سهار له مخې ځي او ددندې له رخصت کېدو څخه يې هم يونيم ساعت تېر دی ،نو داوخت بايد په کور کې وي،خوداچې فون يې بند دی هرو مرو څه کيسه شته،ژرمې خپله فکري انګېرنه ناسمه وبلله ،ومې ويل هغه خو هره ستونزه اوخوښي لومړی له ماسره شريکوي شايد فون يې چارج خلاص کړی وی.
مطالعه مې کوله څو دقيقې وروسته مې بيا داړيکې ټينګولو کوښښ وکړ خو داځل مې داسې احساس وکړ لکه فون يې چې خلاص شوی وی همدې کې يې زنګ تېر کړ تر څو زنګونو وروسته يې ځواب را کړ،هغه مې سلام کلام ته پرېنښوده ،پرې ورمخکې شوم :
ـ  ايا ته خوښه يې فون دې بند و زما درته ډېر تشويش و؟
په ژړغوني اواز يې وويل :هو ښه يم هېڅم ندي شوي.
ـ ووايه څه درپېښ شوي ايا چادرسره جنګ کړی؟
ـ نه زه بېخي ښه يم وروسته درته زنګ وهم.
اوس مې نوګمان پر يقين بدل شو چې حتماً کوم څه ورپېښ شوي،سکوت مې مات کړ اوبيآ مې ورته وويل ووايه   سل ځله مې درته ويلي چې هرڅه تنهاپه خپل زړه کې مه ساته ،ووايه هرڅه چې شوي وي شايد زه درسره مرسته وکولی شم.
له ژړا په ډک ستوني يې په زوره چيغه کړه زه ښه يممممممممممممممم!! او فون يې بند کړ.
حيران وم څه وکړم،مجبور شوم د پلار فون ته مې يې زنګ وواهه، ځکه بله لار نه وه راپاتې چې د سونيا له حاله ځان خبر کړم .
ـ فون زنګ تېر کړ.
ـ هلو سلام عليکم التافه!  څنګه يې؟
ـ شکر دی کاکا جانه زه ښه يم تاسو څنګه يآست،مورجانه مې او کوچنۍ سوله څنګه ده؟
ـ دخدای پاک فضل دی دواړه درته سلام کوي.
ـ عليکم سلام زما سلامونه هم ورته ووايه ! سونيا څنګه ده؟
ـ هغه هم ښه ده .
ـ له دندې به ن وي راغلې ځکه اوس خوبه ناوخته رخصت کېږي؟
ـ نه له دندې وخته راځي خو نن مې ورته وويل چې ځان دانګليسي زده کړې په کورس کې شامل کړي،دلته زموږ کورته نږدې يو کورس جوړ شوی دی.
کاکا ډېرخوشحاله و،له خبرو يې معلومېده هغه ارمانونه اوهيلې چې خپلې لورته يې په زړه کې لري نورې د ګل کېدو په حال کې دي، خو هغه په دې نه پوهېده چې همدا اوس يې لور په کوم حالت کې ده.
نورنو بېخي ګنګس شوم نه پوهېدم څه چل وکړم،اوس که کاکاته په داسې حال کې د سونيا د اوسني حالت وايم،خدای مکړه څه ورپېښ نشي ،ژر ژر مې ورسره مخه ښه وکړه.
له ځانسره مې پرېکړه وکړه چې خپله ورځم ، خو بېرته مې  وويل نو اخر چېرې ورشم،ماته خو د سونيا ځای هم معلوم ندی، زړه مې طاقت ونکړ بيامې سونياته زنګ وواهه ،هغې جواب راکړ خو بيا هم دپخوا پشان هرڅومره مې چې ورته وويل څه يې ونه ويل اخر راته غوسه شوه اوپه قهر يې فون راباندې بند کړ.
اړ وم چې  بيا يې پلارته فون وکړم،همدا چې اوکې يې کړ ورته ومې ويل :
ــ کاکا له سونيآ سره مې يو اړين کار و زنګ مې ورته وواهه خو دهغې ځواب راته سم  رانغی يوڅه خفه ښکارېده، پوه نشوم چې څه يې وويل کرښه هم جړه وه،که امکان لري يو زنګ ورته ووهئ    او ورته ووايه چې ماته زنګ ووهي اوکه خدای مکړه کومه څه خبره وه بيا مې هم خبرکړه.
څو دقيقې وروسته يې پلار راته زنګ وواهه ژر مې اوکې کړ.
ـ هلو!
ـ التافه ! سونيا کورته راغله انشاء الله خيريت دی.
ـ ايآ هغه خو ناروغه  نده؟
ـ نه ناروغه نده هسې يوڅه وېرېدلې ده.
ـ څه !! وېرېدلې؟ له څه شي وېرېدلې؟وګورۍ کاکا زما زړه راته وايي چې حتماً څه پېښه شوي خو تاسو او سونيآ يې له ماپټوئ.
ـ يوڅه يې ځان ډاډه کړ او ويې ويل نه نه هېڅم نشته هسې په هغه موټر کې چې سونيا کورته راتلله له بل موټرسره يې ټکر کړی دی او سونيا پکې هسې وېرېدلې ده.
ـ اوو زما خدايه ! داڅه اورم؟ 
 ـ  ايآ سونيا خو ټپي شوې نده؟
ـ نه نه رکه روغه ده دادی واخله خپله ورسره خبرې وکړه!
څو لحظې وروسته سونيا مبايل واخست سلام يې وکړ ويې ويل: زه ښه يم بېخي ښه يم هسې وېرېدلې يم.
ورته ومې ويل ګوره که کوم ځای دې ژوبل وي ويې وايه اوس هم لا وختي ده.
ـ نه روغه جوړه يمه داګورې نه چې د لېونيو پشان خاندم،خدای خبر تاته به مې په فون کې څه ويلي وي ،هېڅ پوهه شوې نه يم دپېښې له واقع کېدو سره سم ستا زنګ راغی.
ــ  شکر چې بلا وه او برکت يې نه و.
 
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…