د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

کوچنی عملي

b_150_100_16777215_00_images_stories_01rafiullah-roshann.jpg
 
 
تر لوستلي ځايه يې د کتاب په منځ کې  د کيڼ لاس د شهادت ګوته کېښوده او په نورو ګوتو يې کتاب بند ونيوه، د سر طرف ته د راځړېدلې کورتۍ جېب ته يې ښي لاس ور وغزاوه ، ماهم څاره چې څه کوي د تورو نصوارو نيم پاکټ يې ځنې را ووېست، کتاب يې ددې په خاطر چې صفحه يې ځنې غلته نشي، پړمخې خلاص په فرش کېښود،په يو لاس يې پاکټ ونيو او دبل لاس دوه ګوتې يې ور دننه کړې.
په زړه کې مې ورته ډېر قهر راغی خوپه خوله مې هېڅ ورته ونه ويل ځکه پوهېدم چې يواځې خپله مني،کنه بار بار مې ورته ويلي چې داهېڅ  ښه عمل ندی، ګوتې يې له پاکټه را ووېستې ګرد چونډی يی خولې ته دننه کړ او د لاس په يوه څنډه يې مخ ته زور وکړ ترڅو چونډی يوڅه هوار کړي ،زما په لوري  يې را وکتل  او ويې ويل: 
پوهېږې پرون مې ټوله ورځ کې ايله يو سيګرټ څکولی دی، هغه هم سهار وختي .
زه چې له مخکې ورته غوصه وم ورته ومې ويل: بد دې کړي،کمعقله ته لا په خپلو دې بدو کړنو او اعمالو فخر هم کوې ،خبرې مې اوږدې کړې ، ورته ومې ويل: ګوره په دې کې نه ثواب شته،نه ځواني ،نه انرژي اونه درباندې څوک ښه وايي اوپه دې هم ښه پوهېږې اوهرځای به دې لوستي هم وي چې (سليم عقل په سالم بدن کې وي) ته خوښه هوښيار يې،ښوونځی دې لوستی اوس لوړې زده کړې کوي اوبيا شرعيات وايي ، بيا ولې داسې کوي؟
په داسې حال کې چې سخت ټوخي نيولی و او سينه يې شغېده ،ځواب يې راکړ:
هو څنګه چې تاته وويل کټ مټ همداسې ده او زه دې له خبرو سره همغږی يم، خو کاش وروستی فکر لومړی وای،ته پوهېږې! کله چې مې په لومړيو وختونوکې سيګرټ څکول فکر مې کاوه چې داټول خلک به ماته ګوري او وايي به چې فلانی خو سيګرټ هم څکوی ،ځان راته دنورو خکلو په وړاندې ډېر غټ او د احترام وړ ښکارېده ،ترټولو قېمتي سيګرټ به مې اخستل او د ځان ښودلو لپاره به مې يې قوطۍ هم په لاس کې نيولې وه، خو اوس چې يې سينه راخرابه کړه،غاښونه مې تور او ژېړ شول، نو په خپلو پخوانيو جاهلانه کړو وړو ډېر پښېمانه يم او ځانسره وايم چې هغه وخت هم خلکوماته د شتمن،ښه ځوان او يوه ښه شخصيت په صفت نه راکتل بلکې هغوی ماته په نفرت او ترټولو دبد انسان په صفت راکتل ځکه چې ما د نورخلکو په پرتله په ډېر کوچنيوالي کې نصوار او سيګرټ کول.
رفيع الله روشن
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…