د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ساړه بادونه / لنډه کیسه

b_150_100_16777215_00_images_stories_01khoshal-konari-mirzawal.jpg

 

 
 
شپه ورو ورو په پخېدو ده. چوپې چوپتیا خپل سیوری په ټول ماحول غوړولی. هلته پورته  پاس په آسمان کې د تورو ورېځو غرونه له شمال نه سوېل ته په منډو دي. کله ناکله د څوارلسمې سپوږمۍ د دغو غرونو له پېچومو سر راپورته کړي، په درنګ ساعت کې د ځمکې مخ سپین پړک  او روښانه وګرځوي،چې د سړي زړه پرې تر او تازه شي.خو بیا په دغه روښنایي او ښکلا باندې لا د سړي تنده ماته شوې نه وي، چې د واره د ورېځو لویه غونډۍ پرې خېټه واچوي، او ورسره توره تیاره د سړي پر زړه لاسبرې شي. له بلې لورې کیڼ اړخ ته د سالون د نیمکښې کړکۍ له لارې په تکې شنې ویاله کې، د جړوبي د اوبو سندریز آواز او زوږ  په زړه منگول  لګوي. خو یو نیم وخت د هغه لږشانې لرې ګاونډي همېشنۍ اپلتې چې د څښلو په وخت کې یې له خولې راووځي، د سړي د سوچونو او خیالونو ژورو مزلونو ته زیان رسوي.
په هر حال په خونه کې پرته له ما او زما له خواږه ملګري نور ټول په درانه خوب بېده دي. هغوی کرۍ ورځ په زده کړې او دندې لالهانده تېره کړې، خو زه له خپل دوست سره په خبرو اترو بوخت او لا وېښ یم. دا،  داسې ملګری دی چې خواشینۍ او یوازیتوب ته مې نه پرېږدي، او تل راسره د زړه خواله کوي. نه پوهېږم، ولې مې په دې نیمه شپه کې د تلوېزون خپرونو ته زړه وشو، خو هغه مې داسې روښانه کړ، چې ګاونډیان ترې ونه ځورېږي. د تلوېزون په روښانېدو سره مې خپل  کتاب د میز په سر  کېښود، او تر هغه ځایه چې مې لوستی وو، هغه مې په نښه کړ، او ورسره جوخت د سندربول دغې سندرې چې وایی:
مورې مورې مورې
                                                     ګرانه له هرچانه راته ځکه یې
                                                          
له ځانه سره واخیستم، او د اند و واند تنابونه مې ورو ورو غځېدل، آن تر دې چې د خپلې مور څنګ ته یې وروستم.
هسې خو مې روح و روان، هره ورځ لوړ مازیګر، لکه د مور د نورو بچو د سرګردانه ارواوو په څېر، د مور دوو سترګو دیدن ته ورځي، او د هغې سترګو ته لک څک ولاړ وي. خو داځل چې مې په هغې سترګې ولګېدې، هېښ پېښ پاتې شوم. هغه لږ څه په جګه، د سپېرو غنو، غوړاسکو، او د ګنډېریو له څانګو نه په جوړشوي چوپال او څپرګي کې، په زړو ختو کې، چې پیوندونو یې د جامو خپل رنګ په ځان کې ورک کړی وو، ناسته وه. کیڼ اړخ ته یې د اوبو د منګي څنګ ته، یوه وزه(بزه) چې له یوه ښکر سره یې شاتنۍ دوه غبرګې پښې ماتې وې، پرته وه. هغه لاس تر زنې په سوچونو او خیالونو کې ورکه وه. له ځانه او نړۍ دواړو بې خبره وه. خو ځنې وخت د څپرګي څڅوبي تنګوله. د مخ ګونځو یې د ټپي او پرهر زړه ترخې کیسې کولې. کله ناکله به یې سر راپورته کړ. شاوخوا ټول چاپیریال به یې له نظره تېر کړ. بیا به یې د سترګو نالۍ راډکې شوې، د مخ په دواړو خواوو به یې تر تر لارې جوړې کړې، او ورسره جوخت به یې سوی آه، د زړه له تله راپورته شو. سر به یې وښوراوه، او بیا به د سوچونو په وچو او لولپه دښتو کې ورکه شوه....
زړه نازړه وم. خو زړه مې تینګ کړو. ورو شانې وروړاندې شوم، او ترې ومې پوښتل:
- مورې! کلونه واوختل او لا اوړي چې ته د خپلو بچو او د وخت د ناخوالو له غمه سوځې او ځورېږې، اخیر تر کله مورې؟
هغه همداسې د خودۍ او بې خودۍ تر منځ اکربکر کې په سوچونو کې ورکه وه. هسې یې شونډې ښورولې. له ځانه سره نه وه. په دې کې غوټه شېبه واوخته. بیا یې خپل پیوندي او سوری سوری پوړنی په سر برابر کړو. د پوړني په پیڅکه یې خپلې اوښکې پاکې کړې. اوږده ساه یې واخیسته. له سوچونو راووته، او له سوړ اسوېلي وروسته یې وویل:
- زویه! د یوې مور خوښي د اولادونو په سوکالۍ کې نغښتې ده. ګوره! اولادونه څومره په خوارۍ رالویېږي. یوه مور څومره بې خوبي زغمي. سترګې یې خوب پسې ړندې شي. کلونه واوړي چې اولادونه یې ثمر ته ورسېږي....
زه هم په زړه کې مسېدلم، او د سمسور بڼ خوبونه مې لیدل. ما ویل، ګنې هر څه سم شول. خو داسې نه وه. ناببره د شمال له لورې تورې وېره وونکې او خونړۍ ورېځې راوټوکېدې. تالندې او برېښناوې شوې، چې د سړي زړه ترې، تری کاوه. ترهه او وېره مې په تن او رګونو راننوته. هڅ مې پرځای وو. خونکاره اورښتونه او جکړې په ورېدو شوې. نالۍ او ناوونو پشکې وهلې. زورور سیلابونه راووتل، او هر څه یې تالا ترغۍ کړل: کورونه ونړېدل. څاروۍ یې یوړل. رسېدلي او سمسور فصلونه یې تباه کړل. ونې یې له بېښه راووېستلې. هر څه په سپېره دښته بدل شول، او تر ټولو نازغمه داچې د اولادونو سرونه یې هم راله وچیچل…..او له دې سره یې زړه وران شو، او له خبرو ووته. 
ښایسته غوټه شېبه چوپتیا واکمنه وه. بیا یې په زوره زوره وټوخل. سپک پاڅېدم. کټوری مې له اوبو ډک کړ. اوبه یې وڅښلې. تبه یې لږه شانې جوړه شوه. بیا یې خپلې خبرې داسې وغځولې:
ټوله هستي مې برباد شوه. هرڅه وډ شول. خو خبره غوڅه نشوه. د واره له برې او کوزې خوا تاړاکونه او تالان پیل شو. زه په دې اند ووم، چې ګنې ګاونډیان به مې لاسنیوی وکړي، او مرستې ته به راودانګي. خو خبره نه وومه چې، هر یو د لستوڼي مار وو.ټک یې راکړ. نه یوازې داچې زړه خوږی یې راسره ونه کړ، بلکې هر یو د چور و چپاول، او لوټمارۍ په لټه کې ول. هغه متل دی چې وایی((چې یو مړ نشي، بل به موړ نشي)). زما له زړه وینې څڅېدلې، خو دوی مې جېبونه  لټول. په ما هدیرې ډکېدې، خو دوی مې د مړو هډوکو ته سترګې نیولې وې او هغه یې راوېستل. زما له زړه تورې لوخوړې پورته کېدې، خو دوی ورته ببوزي واهل، مسېدل او ځانونه یې پرې تودول. ما د ښه ګاونډیتوب مینه غوښته، او تمه لرله، خو دوی اوبه خړولې او کبان یې نیول. ما د یو ګوټ اوبو غوښتنه کوله، خو دوی د اوبو پر ځای زهر راکول.... او له دې سره یې د اور لمبې له ګوګله راپورته شوې. په غوسه شوه، او زیاته یې کړه:
- شیطانه کور دې خس خس شه! د ګاونډیو لمسونونو غرکه کړمه. زما په شان یې میندې بورې شه، چې زما له حاله خبر شي..... رښتیا یې ویلي چې(( سړی له خپلې لمنې اور اخلي)). خپلو بچو مې د خپلو ورونو د وژلو زمینه برابره کړه، د ثروت په لټه کې شول، او خپل مړوندونه یې پخپله پرې کړل. که دوی د اغیارو ملا نه وای تړلې. له هغوی سره یې غوږونه نه وای نژدې کړي. که دوی د پردي ډول ته نه وای نڅېدلي. ولې به مې د ځیګر ټوټې له لاسه ورکولې، او ولې به مې د هرې جونګړې څنګ ته هدیره جوړېدله. د خپلو بچو له لاسه ستي شوم. د خپلو تورغوږو بچو له لاسه میراته شومه. که دوی پردیو ته، په خپله غېږه کې ځای نه وای ورکړې، او تر خپل نغري او چرګۍ یې نه وای رارسولي، ولې به مې داحال کېده. زما په شان دې د بچو سر ته کښېني.... او له دې سره یې د سترګو نهرونه راروان شول. غریو ونیوه، او د خبرو لړۍ یې وشلېده.
تر ډېره سکوت وو، او چوپتیا خوره وه. خو د هغې د اوښکو رود له یوې شېبې نه بلې ته زیاتېده. د هغې له ګونې داسې برېښېده، لکه روح و روان یې چې له څه شي سره په خبرو او په جګړه وي. د تندي ګونځې یې نورې هم راوپړسېدې، لکه د زورونې غنې یې چې نورې هم په زړه او ځیګر ورخښې شوې وي. لکه یو لوي توپان یې چې د زړه دهلېزونو ته کوزشوی وي. د زړه مروړنې توپان. زه لا همداسې د هغې رواني توپان ته هکي اریان پاتې وم، چې هغې خوله خبرو ته برابره کړه، اوداسې یې د خبرو کونډې له تېر سره یو ځای کړې:
- وګوره! شاوخوا وګوره. ټکنده غرمه شوه. خو هېڅ ځای لوګي نه راپورته کېږي. هر څه ساړه دي. ټول تنورونه ساړه دي. زړونه یې یخ پخ دي. کټ مټ د یوه بې روحه کالبوت په شان. له ټولو تنورونو ساه ختلې. له ټولو کورونو ساه ختلې. له ټولو ونو، غنو ساه ختلې. د ټولو زړونه درېدلي.... او له دې سره په چیغو چیغو سر شوه، او په کوکو کوکو یې وژړل. 
د هغې د زړه بړاس لږکوټې وووت. د هغې ژړا لږ ه شانې کراره شوه او د زړه بوج یې یو څه کم شو، چې په دې کې یو ګوډ او معیوب بچي یې خپلې نوکې لګولې، او په سینه ښویېده،  په ګونډو چوپال ته راننوت. له تېرې ورځې راهیسې وږی وو. نهار نهور وو، او د ډوډۍ غوښتنه یې کوله. هغه پورته شوه. د چوپال په کونج کې ایښي شکور ته ورغله، هېڅ شی نه وو، ټوکرۍ تشه پشه وه، خو یوه وچه څو ورځنۍ چنډه پرته وه، هغه یې راپورته کړه، خپل بچي ته یې ونیوه، او په داسې حال کې چې د خپل پوړني په پلو یې خپلې اوښکې پاکولې، سوېل - ختیځ لور ته یې پاس آسمان ته وکتل. د تورو ورېځو غرونه یې تر سترګو شول، چې د راننوتو په حال کې وو. وډار شوه. غونی یې زیږ شو. د تېر په څېر یې د ورېځو په زړه کې تالندې او برېښناوې، سیلابونه او توپانونه تر سترګو شول. د خپلو نورو اولادونو غم ورسره شو. د هغوی مرګ ژوبله یې مخې ته نېغه ودرېده. منډه یې کړه،او په خپل ګوډ او معیوب بچي یې خپل څادر وغوړاوه، هغه یې په غېږه کې ټینګ ونیوه. بیا یې منډه کړه، او له وزې یې غېږه چاپېره کړه. ولاړه شوه، او اخوا دېخوا یې منډې رامنډې کړې. بیا یې خپله ځولۍ پاس آسمان ته ونیوه، د زړه خونه یې نوره هم ویجاړه شوه. یوځل بیا تېر مهال ته ورستنه شوه: تېرو توپانونو، د مرګ ژوبلې جکړو او د سرپو اورښتونو یې د زړه په غولي سیوری وغوړاوه. د خپلو بچو په وینو سرې ټټرې یې سترګو ته راوړاندې شوې، هغه چې بې وخته ورژېدل. د هغوی د وینو رودونو یې سترګو ته لارې وکړې. د سترګو سپین یې تک سره واوختېدل. د خپلو بچو وینې په کې ډنډ شوې. خپل ورک بچې یې په زړه راوورېدل. یو دم پاڅېده،او پرته له دې چې څه ووایي، روانه شوه. پسې غرو رغو ته شوه. فریادونو لاپسې واخیسته. له ټپي زړه او ځیګره یې سوي ځګیروي او سوي آهونه پورته کېدل. د وختونو ساړو بادونو همداسې رېږدوله. په ناوونو او شېلو کې سرکاوته روانه وه. له ځانه او جهانه بې خبره. روانه وه، او روانه وه. د خپلو بچو لټون پسې. د هغو بچو پسې چې تري تم شول. مړی او ژوندی یې ورک شو. په غرو، دښو او ساراوو کې پاتې شول. د وحشي ځناورو او سارایي مرغانو خوراک شول. د هغو مرغانو چې اوس هم د  انسانانو هډوکو پسې ګرځي او روږدي دي. 
 
۲۵ - ۰۷ – ۱۳۹۳
۱۷ - ۱۰ - ۲۰۱۴
د ګرېستېد ښار
 ډنمارک
  
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…