د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه به نور هېڅکله مزدوري ونکړي

لنډه کيسه::: رفيع الله روشن
په ببرو او جړو وېښتانو کې يې د ګونځې ګونځې لاس ګوتې داسې ورتېرې کړې چې دپنجې په شايې دخاکستري پوستکي لاندې رګونه داسې مړه مړه په حرکت و لکه په اوبوکې چې تار پرېوتی وی،سترګې يې دهسک په لور کړې.
ـ ای خدايه! که دې ځوی راته ورغاوه، زه به دې هم شکرانه (په شيخ مکو بابا)کې  دنشکينې ډوډۍ په وېشلو ادا کړم.
بلقيسې لومړی سترګې په داسې حال کې لکه په تازه را ټوکېدلو وښو چې شبنم شوی وي،يوځل ورور ته واړولې او بيا يې د پوزې له کش کولو سره مورته وويل:
ـ ادې! ډډک اوس له پرونه ډېرښه دی ،ته چې د اوداسه لپاره تشناب ته لاړې هغه په ږيره کې چې يې لارې کړي هغه ډانګتر(ډاکټر) صيب ته مې وويل چې ورور مې ولې سترګې نه خلاصوي؟
هغه راته کړه داځکه چې موږ ورته قوي دوا ورکوو ترڅو دی ډېر وخت ارام وکړي ،که چېرې مريض ډېر وخوځېږي بيا يې مورې بېرته خېژي ،دملا څلور مور يې ژوبلې شوې دي اودملا تير ډېر حساس وي بايد پوره فکر ورته وشي داسې ناروغان بايد ډېر ټيټ او جګ نشي کنه د فلج کېدو خطر يې هم شته.
ـ هو لوري ډانګتر صيب سره دې خدای ښه وکړي چې له مونږ سره يې دومره خوا خوږي وکړه.
څلورمه ورځ سپين سرې مور په اطاق کې په برې فرشه ځمکه تسبې په لاس ناسته وه چې ډډک په حرکت راغی په ټيټ اواز يې وويل: 
ـ ابۍ ،ابۍ
ـ وی شکر خدايه! ووايه بچکه ابۍ دې له دې وچو شونډو وګرځه،ژر يې لور ته اواز وکړ:
ـ بلکيسې! وا بلکيسې! وجلکۍ ورور دې خبرې وکړې.
بلقيسه   له دوه نورو نجونو سره چې هغوی هم د ناروغانو پايوازانې وې کوټې ته را ننوته.
ـ کومه ده ابۍ تا خو ويل ډډک خبرې وکړې، داخو اوسم چپ پروت دی.
داځل ډډک په پخواني سست غږ وويل: بلکيسې!
بلقيسې ترڅنګ ولاړې ښايسته اوپه ښاري موډ برابرې نجلۍ ته مخ کړ.
ـ اخ ! شکر چې ورور مې خبرې وکړې، هغو نجونو هم ورسره دخوښۍ اظهار وکړ ،زياته يې کړه .
ـ شکر چې خدای پاک دې ورورکۍ بېرته درکړ.
دولتي روغتون و ډاکټرانو هم خپل کارونه د مسؤوليت په توګه نه پېژندل هسې بېګارونه ورته ښکارېدل،ټول په خپلو خونوکې په ګپ وشپ مشغول ول.
بس لاله ترور په کاواکه او سستو قدمونو په ډاکټر پسې روانه شوه،ترڅو يې دخپل ځوی له غږېدو خبر کړي،په دې وخت کې ډاکټر په دهليز کې مخامخ پرې راغی ،ډاکټر چې د بس لالې ترور سرو سترګوته وکتل  وارخطا شو خو ژر پوه شو چې د سرې مخې لپاره يې پکې سره دوا اچولې، ورغږ يې کړ.
ـ مورکۍ چېرته روانه يې؟
ـ هله ډانګتر صيب ځوی مې خبرې وکړې،خدای پاک دې ستا بېخ شين کړي،دماندينې لمن دې زرغونه شه، څو پرلپسې دعاګانې يې ورته وکړې، ډاکټر ورته خدای دې وبخښه مورې ستا ځوی خدای پاک ښه کړ موږ يې ورته هسې واسطه کړلو.
ډاکټر د ناروغ (ډډک) نبض وکوت مخ يې واړاوه بلقيسه داسې ولاړه وه لکه له کلي چې يوڅوک ښاري خلکو کره ولاړ شي خوهېڅ ورسره نه پېژني غلي غلي يې ډډک او ډاکټر ته کتل چې ډاکټر ورته وويل:
ـ نه مې درته ويل چې بد حال مکوئ خدای پاک مهربانه دی دادی رک روغ دی.
بلقيسه چې بيا يې بارخوګان دخوښۍ په اوښکو لامده شول ،په خپ اواز وويل:
ـ خدايزده ماکله دومره لوی غم نه و ليدلی،پلار چې مې مړ شوی و هغې وخت کې هم مور مې وايي چې ته ددوه کلونو وې.
له دې سره يې لکه په ځان کې چې جرئت ليدلی وي له ډاکټر نه پوښتنه وکړه.
ـ ورور به مې کله په خپلو پښو وګرځي؟
ـ ډاکټر وويل ډېر ژر به وګرځي.
بيا کوم فکر ورته پيداشو ډاکټريې وپوښت.
ـ ډانګتر صيب ! ډډک به څومره وخت کې د کاروبار شي يعنې مزدوري به وکولی شي؟
داځل ډاکټر فکر واخست چې اوس څه ځواب ورکړي نو ځکه يې ځواب د ډېر ځنډ لپاره له ځانسره وساته او بلقيسې ته داسې ذهنيت ورکړي چې هېڅ يې ندي اورېدلي، خو بلقيسې بيا وپوښتل.
ـ دابه کله کار وکړلی شي؟ مونږ نور څوک نلرو چې کار وکړي او ما او مور مې وساتي همدا ډډک زموږ دکورنۍ مشر دی دی به نو څه وخت ددې جوګه شي چې پيسې وګټي؟
ډاکټر د جلۍ خبرو ډېر وځوراوه خو داځل بس لالې ترور هم له څټه غږ وکړ ډانګتر صيب ډډک به کله کار وکړي.
ډاکټر بيا هم ځواب ورنکړی،خو داځل بلقيسې لږ په لوړ اواز وويل.
ـ ووايه کنه دی به کله د مزدورۍ شي؟
ډاکټر ژر ځواب ورکړ.
ـ هېڅکله هم نه !! او نور له خونې ووت!!
بلقيسه او مور يې وترهېدې چې دا ورته ډاکټر څه وويل نږدې چيغې کړي خو بلقيسې ته ژر د ډاکټر هغه خبره ورياده شوه: چې داسې ناروغان بايد ډېر جګ او ټيټ نشي کنه د فلج کېدو وېره يې هم شته.
 
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…