د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پکتیکا!!!!

د هدیري په سر د جنغوزو ونې ولاړی وي. هدیری ته نږدي وني ګڼي وي ځینو ونو ژړل مړې مړې اوښکې یی په ټټر راوني وي. له پیړیو راهیسی په نوموړی هدیره کی مړی خاورو ته سپارل کیږي. په هدیره کې د بنیادمانو له لاسه چې مړه شوی دي تر هغو یی شمیر زیات ده چې په حق مرګ مړه شوی لا تر اوسه د غه لړی داوم لري یو خدای پوهیږی چی ترڅو پوري به ادامه لري. په هدیره کی د پکتیکا د پيښي د خپلوانو ترځنګ ماشومان هم وه یوه ناوې مې له ورایه ولیده چی دوه ځلی واده شوې وه یو قبرته به ودریده بیابه بل ته پښه نیولی شوه دعا به یی وکړه نوی قبرته به دواړه لاس په تندي کیناسته دنوموړې بل خاوند د ماین په چاودنه کی مړ شوی وه. ناوې کونډه د خپلی راتلونکی په اړه د سوچو دریاب کی ډوبه وه. سپین سر ې هم د خپلو زامنو قبروته لاس په دعا وي.له بلی خوا دهدیری په منځ کې سپین ږیرو دخپلو زامنو قبرو ته مړې مړې اوښکې تویولي زه  دیو شهید قبر خوا ته ولاړ وم په هدیره کی مې چی کوم حالات ولیده په زړه کي می د خفګان سیلابونه په څپو شول دشهیدانو په قبرو ګلداري جنډی ځوړندی وي. . دلرګیو زانګو ورته تړلی وي زما د سوچونو لړۍ لا روانه وه چې دپښو ښکالو مې ترغوږو شوه. ګورم چې د یوه شهید مور راغله له ورایه ښکاریده چی ‌ډیر یی ژړلی دي دښی سترګی په بڼه کی یی یو ځلیدونکی اوښکه ځنځولۍ وه ما ورته ویل الله(ج) د هر فرعون سره سم ځمکی ته موسی هم رالیږلی هدیره کی مې نورو قبروته اشاره وکړه اوزیاته می کړه ادې دغو ټولو الله ته صبر  کړی ده ډیره تسلي می ورکړه. دشهیدانو په قبر مې د زانګو تړلو علت وپوښت؟ له سترګو یی درڼو اوښکو باران شروع شو.او ویلی زویه ناوې اولادونه غواړي ما هم په ډیرو نازولو زیارتونو باندي ډوډۍ پخي کړي ګلدارو دسمالو ته مې ‌ډیري غوټي ورکړي الله اولاد راکړ خدای ناترسه بنیادمانو رانه واخست دوی ته به خدای اولاد ورکړی. د ځمکي په سر په ځنګه ژوند کوي......
 
لیکوال : رحمت الله شیرزوی هیبتې
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…