د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ګوانتنامو لنډه کيسه

لنډه کيسه :: رفيع الله روشن
 دسهار تر لمانځه وروسته مې ۸ مياشتنۍ لور ولوله چې ما به ورته  پيشو ويلې،په غېږ کې وه په تازه کرل شويو ونو ګرځېدم ،ولولې راته لکه د نوې په خبرو راغلې ښارو لوظ مات کړی و،په پسته او نازکه ژبه يې راته دخپل معصوم زړه خبرې له ميده ميده خندا سره ګډې کولې.
زه هم ډېر ورته خوشحاله وم،رښتياهم چې ماشومان ګلونه وي،له حوېلۍ څخه مې د نورو ماشومانو شور ماشور هم اورېده ،دپسرلي ښکلی موسم د سهار نسيم،زما د پيشو وړې خبرې او خوشګوارې فضا ډېر کيف کاوه، ناڅاپه مې د غوږونو تر پردو د ډېرو دندو موټرو اوازونه راغلل ،زړه مې بده ګواهي راکړه،همدا سې د کور شاته د مېلمنو خونې (حجرې) په لور ورغلم،زموږ د مېلمنو ځای له کوره بېرون و،ګورم چې کشر ورور مې د څوتنو بهرنيو عسکرو په منځ کې ولاړ دی،ورچټک شوم دوی ورڅخه زما پوښتنه کوله،خو فريد ځکه ورته غلی و چې نه پوهېده دوی ولې زما په اړه پوښتنې  کوي،فريد لا ورڅخه شاو خوا ولاړو عسکروته حيران حيران کتل چې زه ور ورسېدم،پوښتنه مې ترې وکړه،څه خبره ده او دوی څه غواړي؟
فريد په سترګو کې راته وويل چې ته  له دې ځايه ولاړ شه،خو دهغه الوتي رنګ او زما په اړه خفګان يې دا اجازه رانکړه چې دی د دې ځناورو په منځ کې تنها پرېږدم ،پدې وخت کې يوه لوړ عسکر چې توره تفنګچه يې له زنګانه سره ځړېدله او يو لنډ دده د دريشي په رنګ ټوپ کې په لاسونوکې نيولی و،په فريدپه انګليسي ژبه  بړچ وهل: زه تاته وايم  چېرته دی ستا مشر ورور؟
نوره نو هېڅ حوصله راپاتې نشوه،ور غږ مې کړ،دايم ستاسو په منځ کې ،ووايۍ زه ستاسو لپاره څه کولی شم؟
له دې سره فريد په ډاګ پاتې شو،ټول عسکر له مارا تاو شول،ښکته پورته يې راته کتل ددوی له منځه يو چې زما يو عکس ورسره و،ماته را نږدې شو،يوځل يې ماته وکتل او بيا په لاس کې عکس ته ،اوس زما او د عکس تر منڅ دومره فرق و چې په عکس کې مې ږيره او برېت نه ول او اوس مې ږيره او برېت ول،بې له څه ويلو يې يو ډول سپين مساله يي ولچک راواچول،هغه داسی دي څومره چې لاسونه خوځوې هغومره سره ورځي او تنګېږي،ددې حالاتو په ليدو زما په غېږ کې کوچنۍ ولولې چيغې کړې،هغه فريد راڅخه واخسته او امريکايانو ته يې عزرونه پيل کړل،خو هغوی چېرته په سينه کې زړونه لرل،لاسونه يې تر شا راوتړل ، سرته يې يوه توره خلته را واچوله،په يوه لحظه کې يو شور او چيغې جوړې شوې،هېچا کې مجال د څه ويلو يا حرکت نه و،روان يې کړم،څوقدمه يې بوتلم،بيايې ودرولم،کڅوړه يې له سره راته لرې کړه،راته ويې ويل که په کور کې چاسره ګورې او يا څه ويل لرې نو درې دقيقې وخت لرې،بيا شايد دلته رانشې.
له مانه خو هرڅه هېر ول،خو ورته ومې ويل: هو غواړم له موسره مې خبرې وکړم، د کور څلور طرفه ددوی عسکر ولاړ ول،پوهېدل چې يو خوا هم نشم تللای،اجازه يې راکړه،لومړی ځل و چې د يوه لوی مجرم په شکل په تړلو لاسونو د خپلې کورنۍ د غړيو په وړاندې مې په داسې حال کې دهغوی خواته سست قدمونه واخستل چې ټولو راته ژړل او د اوښکو سېلابونو يې په مخونو لارې جوړې کړې وې،ګورم ددوی ترمنځ مې مور په ډېر بد حالت کې پرته ده،هرڅومره چې مې زړه کلک کړ،په غاښونو مې زور راوست خو خپله ژړا مې کنټرول نکړای شوه،په چيغو مې وژړل،ډېر کوشش مې وکړ چې له مورنه مې لاسونه تاو کړم خو ظالمانو دومره مضبوط را تړلي ول چې خوځېدل هم نه،خو مور مې په هماغه حالت کې راپورته شوه او په زړه پورې يې ونيولم،زموږ په کور کې تنها زما دکورنۍ غړي ول،نور هېچاته هم د ننوتو اجازه نه ورکول کېده، هېڅوک هم نه ول چې زما مور او کورنۍ ته يې تسلي ورکړې وای،مور مې چې خوله يې زما په مخ ايښې وه، راته وويل زويه! تا داسې کومه ګناه کړې چې دوی دی په دومره بې رحمۍ رانه بېلوي،ای زويه! ستاخوبه چې چا په سترګو همداسې لاس هم کېښود نو ويل به دې چې زړه وې چوي لرې کړه لاس دې اويا چې به کوم ماشوم ستا لاس ونيو نو ورته ويل به دې چې زړه مې تنګېږي لاس مې مه نيسه،نن خو ستا لاسونه دومره کلک تړل شوي چې حتی خوځولی يې هم نشې،دوی تا چېرته وړی او ولې ووايه تا څه کړي؟
اوفف څومره لوی دروغ مې ورته وويل:نه مورې ما هېڅ ندي کړي،ته زما خبرې ته غوږ شه چې سمه دې پوهه کړم،هغه داسې ده چې ما له دوی سره دنده اخستي او هرکله چې دوی نوی شخص له ځانسره ګماري ډېر اعتماد نشي ورباندې کولی،په همدې اساس دوی د خپل ځان له وېرې داسې کوي او زه به ډېر ژر بېرته راشم،خو هغې چېرته دا منله،کوشش يې کاوه چې زما لاسونه پرانيزي ،هېڅ وس يې ونه رسېد،ژړا ،خبرې اوهرڅه رانه  وهم اخستي و،خوکله چې مې مور زما په لاس کې بندو ولچکو خوله لګوله ،له زړه مې يودم اواز را ووت اوباور دی که دا چيغه مې نه وای کړې نو همدا به مې د ژوند وروستی ثانيه وه،زړه به مې چاودلی و،نور هېڅ پوه نه شوم چې څه وشول.
يو وخت مې سترګې و غړولې  هرڅه توره تياره ښکارېدل،نه مې د چا اواز اورېده،نه مې څوک ليدل اونه هوا چلېده،داسې احساس مې کاوه لکه د شيشو په کوټه کې چې بند اوسم،ځانسره مې فکر کاوه دا به کوم ځای وي،ايا زه به يې په کومه ګناه دلته راوستی يم؟بيا مې مور  راپه زړه شوه،اوس نو د ژړا لپاره راته ښه زمينه برابره وه، په نهيلی حالت مې له ځانسره ښه ډېر وژړل،دومره مې وژړل چې نور هرڅه په سلګيو بدل شول،يو وخت مې د چا دپښو ترپا واورېده، اواز ورو ورو را نږدې کېده،ددروازې د قلپک اواز مې هم واورېد،يو وخت مې د چا لاسونه حس کړل،کڅوړه مې له سرنه لرې شوه، داچې يو دم مې رڼا وليده هېڅ مې سترګو کار نه کاوه،لاسونه مې لا هماغسې تړلي ول،مخکې ولاړې سرې امريکايۍ نجلۍ راته په انګليسي وويل: د ګونتنامو زندان ته ښه راغلې،ددې له خولې د ګوانتنامو د کلمې په اورېدلو سره وترهېدم،هغې امريکايۍ ډېرې خبرې وکړې خوزه ورته غلی وم،اخر مې ورنه پوښتنه وکړه،کېدای شي راته ووايې چې زه مو په څه ګناه دلته راوستی يم؟ايا تاسو خو غلط شوي نه ياست،داد غلطېدو خبره مې ځکه وکړه چې تاسوډېرو خت په افغانستان کې په غلطو راپورنو تکيه کوی،ګنګار او بې ګناه ته نه ګورئ مقصد يې تر ګوانتنامو را رسوئ،هغې خپل ښي لاس زما تر زنې لاندې کړ، زنګون کېشت راته کېناسته،خوله يې زما خولې ته  دومره را نږدې کړه چې نږدې وراسره ټچ  شي،ځان مې اماده کړ چې په دې سترګو يې لاړې ور تو کړم خو له دې مخکې چې زه داکار وکړم يوه ډېره درنه سپېړه مې په مخ ولګېده،چې له مخ او سترګو يې راته سپرغۍ والوځولې ،له دې سره مې خېز کړل،مېرمن مې راباندې اواز وکړ،څه در پيښ شوي چې دومره نا راحته يې؟
اخخخ شکر خدايه ډېر شکر چې را ويښ شوم،ژر مې ترڅنګ د ويدې ولولې له  لينده کۍ نه کمپله پورته کړه په خواږه خوب ويده وه،په قراره مې ښکل کړه ، مېرمن ته مې وويل ويده شه،هېڅ خبره هم نشته.
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…