د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

قضاوت !؟

 
زموږ کلي ته نږدي یوه غونډۍ وه چې ټوله کرونده به تري ښکاریده دخان صاحب سره ‌‌‌ډیر کلیوال ناست ؤ دنوموړي خبرو ته د هر سړي غوږ ؤ کله کله به دخان صاحب دخبرو سره دغوا رمباړي هم ګډې شوې پداسي حال کې چې خان خبرو ته د پای ټکی نه وه ایښی عثمان چې خلکو به اکا باله دکلي له لوري راغی موږ ته یی سلام وکړ. 
په ناستو خلکو کې یو چا د سلام جواب ورکړ. د خان صاحب  په تندي یو ویښته نه وو پر لنډه سره کړي ږیره يي دغوړوالي نښې له ورایه ښکاریدې ،عثمان اکا ته  یی برګ برګ کتل، تا ویل کومه غټه غلطې یی کړي وي. دیو څه وخت لپاره چوپه چوپتیا وه عمثان اکا هم حیران حیران کتل یو ناست کس چوپتیا ماته کړه خان صاحب خیرت خو به وي!؟ اکا کومه غلطي کړي ده ، دخان صاحب تندی ګونځې شو ښه شيبه يې خوله خلاصه وه، په قهرجن لوړ غږ يې وویل:زوی یي حرامه ګټه کوي دامریکایانو سره مزدورۍ کوي. سپين ږيري عثمان اکا په خواره خوله زیاته کړه جیوالیتوب کوي. 
  ناستو خلکو سرونه وځړول دهو په علامه  یی وښورول،د وسلوالو له امله د نوموړي زوی هم کلی ته نه شوی راتلی د دوی په وینا کافر شوی ده دکلونو په تیریدو سره د خان صاحب په ښارکې لوی سرای ؤ چی امریکایانو په کرایه کړ. مایي علت وپوښت؟ دی په ویاړلي لهجه وویل: ای ساده ګله د کافرانو پيسي دي موږ به له غریبانو سره مرسته وکړو. خان صاحب د وسلوالو  جوبونه هم ډکول. یو ه ورځ دخان صاحب په حجره کې وم شا خوا یی ډیر خلک ناست وه  د نوموړی د ښه سړیتوب کیسې یی کولي تر څنک یی هغه وسلوال هم وه چې د عثمان اکا زوی یی کافر باله دوی ویل د جنت دروازه به سخیان خلاصه وي دخان صاحب د سخا او قضاوت ستاینه یی کوله دحجري نه د راتلو په وخت کې هر یو په خپله لار ولاړ. زما په ذهن کې دعثمان اکا او دنوموړی د زوی څیره راتیره شوه.
 
 
 
 
 
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…