د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دا والي خو هیڅ نه مني

یوه دوست می چی څو کاله پخوا یی د جلال آباد په پی آر ټی کی دنده درلوده راته کیسه کوله چی یوه ورځ دپی آر ټی د سیاسی چارو مسئول ډیر په غوسه دفتر ته رادننه شو اوپه داسی حال کی چی له ډیری غوسی یی مخ سور تاویده او ریږدیدا اخیستی وو پر مایی سترګی راوویستی او وی ویل دا والی به نور ونه زغمل شی ،دا خو هیڅ هم نه منی ،چی هر څه ورته وایی او شنه څراغونه ورته ښیې بیا هم هماغه خپله خبره کوی، چی زه یی نه شم منلای او دومره راته ارزښت نلري چی د خپلی کورنی او ځان تاریخ تور کړم.دوست می زیاته کړه  چی ما ورته وویل خیر دې وي جناب بیا څه ستونزه ده او څه نه مني ،چارواکئ بیا سور او شین شو او راته یی وویل،چی ورشم راته وایی د ولسوالیو له یوی پروژی سره هم  مرسته نه کوئ ،خو دا څو ورځی دی چی زه ورته وایم دپوهنتون او لیسو د نجونو یوه میله جوړه کړه اوموږ هم میلمانه کړه ،له موږڅخه دی د ښځو لپاره یو پارک وغواړي موږ به درته پریمانه پیسی درکړو او پارک ورباندی جوړ کړه ،موږ هم هسی چاته پیسی نشو ورکولای خو دئ وایی چی زه دا کار نشم کولای دا په موږ پښتنو کی سم کار نده چی په ښځو له چا نه مرسته وغواړو او د ښځو تر پارکه موږ ډیری نوری اساسی اړتیاوی لرو د هغو لپاره مرسته وکړئ ،خو ما ورته وویل چی موږ هم خپل مجبوریتونه لرو یو ځل باید د مرستو لپاره لاره پرانیستل شی بیا به نورو پروژو لپاره هم مرستی وغواړو ،په تیره اونی کی یی هم میټنګ را خراب کړ همدا یی ویل چی د شپی او خپل سری عملیات مه کوی او بندیان مو چی نیولي بیرته یی خوشی کړئ ما له ولس سره وعده کړیده او تاسی باید ما بد لوظه نکړئ .دوست می راته ویل چی ما ورته وویل زه به ورسره خبره وکړم خو سر صاحب په ډیره غوسه راته وویل نوره خبره ختمه ده او باید چاره یی وکړم که نه نو زما کارونه به همداشان وروسته پاتی وي زه هم مسئولیت لرم او د بریالیتوب لپاره باید کار وکړم نه چی هر څه دی دده په خوښه وی.

دوست می راته ویلې چی هغه ورځ می په یوه بهانه اجازه واخیسته او مخامخ د ولایت مقام ته روان شوم ،کله چی می د والی صاحب دفتر کی اجازه وغوښته نو سکرتر وویل چی والی صاحب نن څوک نه ګوري او پ آر ټی والاو سره یی جنجال شوئ ،ما ډیر کوښښ وکړ چی ورشم خو بریالی نه شوم ،بیا څه وخت وروسته اعلان وشو چی والی صاحب کابل ته تبدیل شو.
هغه ویل که څه هم چی حاجی صاحب دین محمد د مرستو جلبول او ننګرهار ولایت له لاسه ورکړل خو افغانی ملی او اسلامی غرور یی وځلاوه ،د ننګرهار پت او عزت یی وساته او امریکایانو ته یی وښودله چی افغانان اړ خلک دی خو ډیر باعزته او سرلوړي.
اوس اوس چی ننګرهار بیا یوه متدین ،مخلص ،کارپوه ،ولس دوسته اوباعزته والي ته اړتیا لري هیله من یم چی د ولسمشر به دده خواته ډیر پام وی او دده په ګومارلو به ننګرهار له تیرو ناخوالو راوباسي او له راتلونکو سترو ستونزو سره به د علمی او منطقی مقابلی په توګه خپل ملی مسئولیت تر سره کړي.
 
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1775

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1727

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1981

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2547

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6771

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…