د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ماشوم روزنه ؟!

        ملا صاحب په غمګین ارامه غږ سره پداسي حال کې وعظ  او نصیحت کاوه چې د لرګي تسبیح یی اړ ولي موږ ورته غوږ وو ویل یی دا دنیا مسافرخانه ده خو ځیني خلک یی خپل کور بولي کله کله به د ملا له غږ سره چیغې هم ګډي شوي زموږ ځوان ګاونډۍ مړ وو توره پرده پري خوره وه " كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ" په لیکل شوي وو ما ویل چې رښتیا هر ژوندی  به د مرګ څکه کوي خو زموږ هیر ده. زه د نورو په څیر لاس تر زني د فکرونو په نړۍ کې ډوب وم. خلک د و لاړیدو په حال کې وو ترڅو د جنازي تیاری ونیسي. د مړی وړوکی وراره د پلار سره راغی په ماشومانه نیمه ژبه يي وویل پلال جانه (پلار) اوس به اور ورته اچـــــــوو پلار یی داسې وښوده چې هیڅ یې نه دي اوریدلي خو د تریو تندی ګونځي يي له ورایه ښکاریدي.  ښایی د نوموړی ماشوم  په ذهن او فکر زهر لړلو سیریالونو اغیزه کړي وي زما ذهن ډیرو تيرو کلونو ته لاړهغه ورځ ته چې زموږ سپین ږیری ښوونكي په تخته ولیکل د ماشوم روزنه بیایی داسي وویل: د ماشوما نو ذهنونه دسپیني پاڼي په څیر دي هرڅه چې په ولیکل شی هغه پري پاتي کیږي که ماشوم ته ښه نظر به ذهن کی ورکړل شی په پاتي عمر کې یی دلاسته راوړلو لپاره هڅه کوي. اسلام د ماشوم په روزنه ‌ډیر تاکید کړی ده وړوکی ته باید سالمه روزنه ورکړل شي ترڅو د دوی په ذهنو کې د اخلاقي فساد زمینه برابره نشي بیا یی زیاته کړه چې" یعقوبع د حضرت یوسف ع په ورکه ډیر ژړل له ده مبارک څخه پوښتنه وشوه ای د خدای رسوله دومره ولی ژاړې د دنیا دوی ورځ ژوند به تیر شي په اخرت کی به له خپل زوی سره وویني؟ یعقوب ع ورته وویل ر‌ښتیا ده چی هلته به سره  ووینو مګر زه په دي ژاړم چې زوی مې وړوکی راڅخه بیل شو داسي نه چې بی دینه شي بیا به تل راڅخه جلاشي که ژوندی وي د هغه سالمه روزنه به څوک کوي.

اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…