د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اخطار ( لنډه کيسه )

 

د کانکور له ازموينې وروسته په کابل کې يوه دوه کلن انستيتيوت ته بريالی شوم . زړه مې غوښتل منفقي ترې واخلم او د بل کانکور لپاره آماده ګي ونيسم ، که خدای وکړي يوه پوهنتون ته بريالي او لوړې زده کړې وکړم ، پدې اړه مې له خپلو همزولو او ملګرو سره مشورې وکړې ټولو راته ويل چې همدا ووايه ښه دی کال ته معلومه نده چې له څنګه برخليک سره به مخ شې هسې نه چې هم يو کال وخت له لاسه ورکړې او هم کال وروسته بريالی نشې ، پلار مې هم ويل زوي کيه همدا ښه دی ويي وايه ، ماويل ښه ده پلاره وايمه يې ، دويلو تابيه مې يې ونيوله .هوډ مې وکړ چې سبا به له خيره کابل ته ځم ، ورځ تېره شوه ماښام شو کور ته راغلم د کور غړي په همدې خبرو لګياوو چې عابد سهار وخته کابل ته روان دی د ټولو چورتو نه خراب وو ، له ډوډۍ وروسته مې د کابل لپاره د تللو اړين شيان برابر کړل او خپلې کوټې ته لاړم د سهار له لمانځه وروسته مې له ټولو سره خدای پاني وکړه او سړک ته ښکته شوم څو شېبې وروسته موټر راغی ، دوه درې ګړۍ وروسته په کابل کې وم .په انستيتوت کې مې د برق په څانګه نوليکنه وکړه څو ورځې وروسته درسونه شروع شول ، په مينه مينه مې خپل درسونه ويل او پدې خوشاله وم ښه وه چې منفقي مې نه وه ترې اخستې ،يو سميستر خلاص شو ، په رخصتيو کې کورته راغلم په کلي کور کې خپلو خپلوانو په درنه سترګه راته کتل چې ګواکي عابد پوهنتون وايي او که خدای کول لوی سړی کيږي ، د خلکو دې ډول چلند خوشاله کولم خو! د يو شمېر کليوالو چې خپل او لا دونه به يې نالوستي و ښه نه اېسېدم او برخورد به يې منفي وو .د رخصتۍ لس پنځلس شپې ورځې مې کور تېرې ، د دويم سميستر لپاره بيا کابل ته را غلم ، درسونه په مزه شروع وو ټولګي وال او ښونکي راغلي وو ، چېپټرونه مې واخستل وخت نا وخت به مې په وزګار وخت کې ويل ، شپې ورځې تېردېدلې د اختر ورځې يې را لنډې کړې ، کورته راغلم دوه ورځې وروسته را رسېدونکې اختر ته پوره خوشاله وم په بې صبرۍ مې ددې ورځې انتظار کاوه .دا ورځ تېره شوه ماښام شو، شپه شوه د شپې نهه بجې وې چې د کور دروازه په ډېر درز وټکېده پلارمې وويل خدای دې خير کوي چې دا به څوک وي او څه کار به يې وي ! له دې خبرې وروسته زه او پلار مې جوړه ورغلو دروازه مو ورته خلا صه کړه که ګورم شپږ اووه تنه په وسلو سمبال کسان دي . پلار مې ورته وويل ستړي مشئ خيرت خوبه وي .وسلوالو په غوسه ورته وويل دروېش ته يې ؟ پلار مې په عاجزۍ ځواب وکړ هو صيب . د ولسوالو له جملې يو بل تن را مخکې شو زوی دي څه کار کوي ؟ پلار مې په ډېره نرمه ژبه ورته وويل مصېل دی سبق وايي . دا وار ددوی قوماندان خبرې پيل کړې ماما جانه نور به څه نه درته وايو خاطر بدې وکړ و ځکه ږيره د سپينه ده کنه درسره کتلي به مو وو خو ، خبره داده چې موږ خبر شوي يو زوی د اکاډيمي پوليس وايي ، نور د زوی ته ووايه چې لاړ نشي کنه نو درته ښه به نه وي .پلار مې په بنده ژبه او تت غږ ورته وويل قوماندان صيب باور وکړی زوی مې په کابل کې د برق پنتون ( پوهنتون) وايي پوليسي موليسي نه وايي .قوماندان په ډډ غږ وويل په سترګو مو مه را ننوځه خپل کليوال دې راته ويلي چې د پوليسۍ زدکړې کوي ، که له نن پس تللی وو ژوندی به را ونه ګرځي ، که درته ګران وي دا خبرې له ياده مه وباسه ، پوه شوې .لدې سره يې نورو وسلوالو ته وويل راځۍ چې ځو همدا اخطار يې بس دی .در وازه مو ور بنده کړه او پداسې حال د کوټې په لور را وخو ځېدو چې د واړه چپ وو هېڅ مو هم نه ويل ، کله چې کور کې مور رانه پوښتنه وکړه عابده زويه پلار د خپه معلوميږي څه پېښه وه ؟ مخکې لدې چې ځواب ورکړم پلار مې راته وکتل سترګې يې له اوښکو ډکې وې او په ژړ غوني غږ يې راته وويل زويه پنتون ته نور مه ځه .پای د وردګو ملي راډيو تلويزيون ۱۳۹۲ د چنګاښ پنځمه

اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…