د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د روژې برکــت !؟

                                             
۱۳۹۲ کال وه روژه ته څو ورځي لا پاتي وي په کابل کې مې ډاکټر ته دانتظار شیبي شمیرلي یو ځوان زما تر څنګ کېناست دسر په ښوراولو یی روغبړ وکړو جګه ونه اوږده ویښتان غټې سترګې زیړ زبښلی
ښکاریدو، وار له وار یی وپوښتم چې ته هم ناروغ یی؟ ما په مثبت کې سر وخوځاوه.نوموړی ځوان سوړ اسویلی وکیــښ ویل یی روغ ځان باچا یي ده. ما ویل هو بیشکه حضرت محمد (ص )جوړ صحت او وخت په ارزښت ډیر څه ویلي دي. دی ویل خلک وایی چې وخت طلا ده، مګر په سروزروغوره ده په فرصت کې تر سرو او سپینو ښه شی پیداکولی شي خو په دغو هر څه وخت لاس ته نه راځي ما یی خبره ومنله.دواړو یوځای لابرتوار څخه معاینات رواخستل سپین ږیري ډاکټر خپلې عینکي په سترګو سمي کړي موږ دواړو ته یی ویل چې ستاسو دویني چربي شته،یوه اونۍ وروسته له روژې څخه نوي معاینات راوړي. وخت داسي تیریږي لکه دژمي مازدیګر، د ډاکټر نيټه شوه بیا هم د تیر په څیر دواړو د لابرتوار څخه معلومات وروړل ډاکټر ماته ویل چې د روژې له برکـتـه دوه ویشت فیصده چربي کمه شوي ده انشاالله د روژې تر پایی به صفر شي.کله چې یی زما دملګری معاینات وکتل سر یی دافسوس په بڼه تاوا وه نوموړی ته یی وویل ستا روژه نه وه؟ هغه په منفي کې سر وخوځاوه زیاته یی کړه: صاحب دمعدې تکلیف هم لرم ما ویل ډیر نه شي بل مې ستاسو دارو خوړل.ډ‌اکټر په لږ شان  لوړغږ وویل د ستا  دویني چربی زیاته شوي ده د شکر علایم هم شته او دزړه یو رګ دي بند شوی ده په قهرجنه لهجه یی زیاته کړه د روژې له امله دویني غوړ کمیږي معده ته ګټه لري د ټولو ناروغیو لامل چربي ده.ته پوهیږي" الهی پیغام دی چې روژه دبنده له طرفه ماته یوه ‌ډالۍ ده زه په خپله خوښه د دي قربانۍ بدله ورکوم" ما ته یی اشاره وکړه چې دنوموړی د ویني غوړوالی کم شوی ده. زما د ملګری په څیره کې دخفګان علامې پیدا شوي ساه  یی بنده بنده کیدله غریو واخیست په ژړا یی ډاکټر ته وویل زه باید د زړه عملیات وکړم ډاکتر د تایید په علامه سر وخوځاوه.

لیکوال: رحمت الله شیرزوی هیبتې

 

اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…