د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

باور...لنډه کیسه

 
دوبۍ ته دازما لومړى سفر نه و خو لومړى ځل ووچې په يوه اسلامي نړيوال سيمينارکې مې ګډون کاوه . سيمينار ته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه عالمان رابلل شوي وو.
 دې ښار ته زما له سفر څخه زما ډېر دوبۍ مېشتي دوستان خبرشوي وو خوپرېکړه مو داوه چې له سيمينار وروسته به ددې ځای له ښکلا خوند اخلو . 
ماته لامياشت وړاندې دمقالې لپاره ( په اسلام کې دحيا او اخلاقو ارزښت )موضوع راکړل شوې وه .
دسيمينار په وروستي ماښام مې نسيم ته په تيليفون وويل چې سباراشی چې دوبۍ ښه وګورو، هغه هم زموږ له بل ملګري عزيز سره هوټل ته راغى، ووتلو ډېرې اسمانڅکې اوپارکونه مووليدل .نسيم دغرمنۍ لپاره دسمندرپرغاړه يوه لوکس او عصري هوټل ته بوتللو. 
دڅوپوړيزه هوټل لمن ترډېره دسمندر له پاسه وه ، ښکليو ځړوبيو،پارکونو او چمنونوهوټل ته لاښکلا ورکړې وه .
 په يوه لوى سالون کې له ډول ډول خوراکی توکیو او تازه ميووډک ديګي او لوښي پراوږده مېزکتار ايښي او دسالون برسرته  نرمه موسيقي غږېدله. 
نسيم دخوړو مېز ته نږدې ځاى ناستې ته وټاکه .
موږلاپه خوړو پيل نه و کړى چې شپږ اوه انجونې دديګيو مېز ته راغللې .ټولې ښکلې او تازه وې خو يوه پکې دومره ښکلې وه چې تابه ويل ددې لپاره راغلې چې ددوبۍ مصنوعي ښکلا ته ماتې ورکړي . ددې انجلۍ په ليدلو نو نورزموږخولې دچوله کېدو نه وې: عزيزسمدستي پيل کړ:(هلکانودا خو سمه پري زاده ده ) نسيم مخ راواړاوه : (ددې ځاى دناستې ګټه دې وليده داخو يې اول برکت دى ، نورې به هم وګورې )
دوی لا همداخبرې کولې چې داانجلۍ بيا راغله او دديګيو مېز ته ودرېده . نسيم په شوخۍ ددې لپاره چې داانجلۍ و پوهوي چې خبرې يې دهمدې په اړه دي کله کله دهغې خواته اشاره هم کوي په لوړغږيې  وويل : (( خلک هسی شراب یادوی والله که مې درې بوتله شراب هم دومره نشه کړی لکه دې سترګو چې همدااوس نشه کړی یم ، یاره دزرافې غړۍ هم دومره دنګه نه ده، که پدې ټوله دوبۍ کې بله ښکلې نه وي همداورته بس ده . دابه دکوم ځاى وي ؟ 
 چاپېريال عربي وو او داانجلۍ هم یوځل دهوټل له ګارسون سره  په روانه عربي وغږېده موږ ډاډه ووچې هغه په پښتو نه پوهېږي عزيز وويل:  (( ماته خو ماليزيايۍ یااندونیزیایې ښکاري )) نسيم ځواب ورکړ: (( ځه ورک شه په هغوی کې دومره لوړه ونه اومناسب اندام  له کومه شوه ؟،دهغوى مخونه خو بې نمکه  تک سپين دي، دابه مصرۍ او يا ترکۍ وي  ته يې قداو دمخ سرخي وگوره))
 نورنو دشوخۍ پيريان پرما هم راغلل:(( ماته خو پاکستانۍ ښکاري تاسو خو يې په لاسونو بنګړيو او دنکريزو نقش ته وګورئ، وربل او جامې يې هم  پاکستانۍ ښکاري)) انجلۍ بدبد راوکتل قابونه يې له کباب ډک کړل او ولاړه . ما ورپسې  دسترګو په کونج کې کتل کباب يې پر نوروښځو ووېشه او کېناسته .
لږه شېبه وروسته بيا راغله ، نسيم يې په ليدلو وويل: (( لکه چې دابدرۍ جماله کوم ديو له کوه قاف څخه راتښتولې ده، آخ خدايه دابه دکوم بختورسيف الملوک په نصيب وي))
عزيز وویل : (( ياره يوه شپه يې په يو ميليون ډالر ارزي له خداى نه جار شم چې يا يې دومره ښکلي نه واى پيداکړي او يا يې موږ ته صبر راکړى واى  )) ماته يې مخ کړ: (( که څنګه اسد استاده ؟))ماورته وويل: ((يوميليون نه ،سل ميليونه هم کم دي. پيسه  که هرڅومره ډېره شي بیاهم ټاکلی ارزښت لری او داښکلا خو نه حد لري اونه ورته څوک بيه ټاکلى شي   .))
عزیزراټوپ کړل: ((دوی زموږ داحسان پوروړي دي که موږ بدرنګه نه واى نوددوى ښکلا څه ښکارېده سپوږمۍ په تياره کې ښه ځلېږي ، ددې سپوږمۍ دځلا لپاره زموږ مخونه تور او وجود بدرنګه په کار وو ))
ماوویل : ((طبيعت سهوه شوى ندى، که ټول انسانان ښکلي واى نو نن به ولې ددې يوې په توصيف له موږ او تاسو ډوډۍ پاتې کېده  ))
 نسیم راغږ کړ:((ددې ښکلا مثال لايتناهي تقسيم دى ،که کوم تکړه هنرمند يې انځور وباسي نو نور به څوک دپيکاسو انځورونه او ميناتورۍ هم وانخلي ))
 هغې دسترګو په کونجو کې موږ ته  داسې راکتل چې  دهرباڼه په خوځېدلو يې کرکه وروله .خپل قابونه يې ډک کړل او روانه شو.ه  
 نور نو زموږ دوتلو وخت وو چې يوچا زماپر اوږه لاس کېښود، مالا مخ وراړولى نه وو چې دهغه خبرې مې غوږ ته راننوتې :(( سلام وروره! وخته مې ليدلى وې ماويل پرېږده چې ډوډۍ وخوري بيا به ورسره جوړپخير وکړم)) دقاضي پاچا په ليدلو خوښ شوم، ورپاڅېدم ستړي مه شي مې ورسره وکړه ، دستي يې وويل عمر دې ډېر دى بيګا مې په تلويزيون کې په خبرونو کې وليدلې له مشر حاجي صاحب سره مې ياد کړې حيران وم چې دلته به دې له چانمبر پيداکړم، ډېر وخت مې نه يې ليدلى )) له ستړي مه شي وروسته مې ترې وپوښتل چې ستا کور خو په کويټ کې دى دلته څه کوې؟ ويې ويل چې دزوى واده یې تيار و ،کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې دواده مراسم په دوبۍ کې جوړکړي،پرون يې همدلته واده  و، دوه درې ورځې نور هم په دوبۍ کې دی او بېرته کويټ ته ځی.
کېناستو  څه وخت مود خپل ګډکلي په اړه خبرې وکړې په وطن کې يې دخپلو دوستانو اوځمکو پوښتنه رانه وکړه  .
که څه هم دقاضی پاچازامن  په کويټ کې لوى شوي او ډېرمې  نه پيژندل خوبيا هم  ترې و مې پوښتل چې د کوم يوه واده وو اومېرمن يې دکوم ځاى ده ؟ هغه ځواب راکړ چې واده یې ددريم زوى وو اوخپله ورېره دمشر حاجي صاحب لور سارا یې ورته کړې ده سارا او دهغې کورنې مې له پخوا پېژندل ! هغه دلوړو زده کړو درلودونکې ،تکړه ليکواله او شاعره وه ما په انټرنېټ کې  دهغې ډېرمضامين اوشعرونه لوستی وو او هغې زما ، ډېر چټ مې ورسره کړى وو ،یوبل ته مو ډېر احترام اودرناوی درلود، په دې هیله وو چې کله به له نږدې وینو  ، له ده مې وپوښتل چې زوی یې او سارا چېرې دي، ويې ویل چې همدلته وو اوس ټول پارک ته لاړل ، راځه چې له ټولو سره دې معرفي کړم  ، ماویل ځه زه به دقاضی پاچامېرمن او سارا ته ددوی دواده مبارکی هم ورکړم او سارا به هم ووینم هسې مې هم دهغې لیدلو ته تلوسه درلوده ورسره روان شوم.
 دسمندر پرغاړه ټول  په پارک کې ناست وو دقاضي پاچا له خولې زمادنوم په اورېدلوټول ودرېدل، لاسونه يې پرسينه کېښودل پاچا ماته ګوته ونيوه : (اسدجان خو یواځې  زموږ دکلي نه بلکې دټوی سیمې وياړ دى په ده موسترګې هسکې دي .) له همدې سره يې دميز برسرته نجلۍ اوترڅنګ يې ولاړ  ځوان ته ګوته ونيوه : ((ساراجانه مې ورېره او اينګور ده ، حامدجان مې ځوى دى پرون ددوى واده و ))
 دنجلۍ په ليدلو زماله پښو ځمکه وتښتېده ، وارخطاشوم: ( هلکه داخو هماغه ده )، له ډېر خجالته مې پر تندي خوله راغلله . هغې هم ټکان وخوړ، سره وګرځېده .  پاچا خپلو خبروته  دوام ورکړ: (( ساراجانې ، تا خوبه استاد اسد ډېر ياداوه ښه شوه چې دواده دخوشحالۍ ترڅنګ دې دده د ليدلو خوشحالي هم پربرخه شوه )) 
سارا وارخطاشوه  ، لکه ترهېدلې هوسۍ، ژبه يې بنده بنده شوه  په حيرانتيا يې وپوښتل:(( کاکا دا ته څه وايي  دابه استاداسد نه وي ،  نه نه دا هغه نه دی ، هغه ما پخپل ذهن کې بل ډول انځور کړى دى، دا هېڅکله هم هغه ندى .)) 
 له ډېره شرمه زما سترګې پر ځمکې ګنډل شوي ،رڼاورځ راباندې تياره اوپرسر مې دردشو ، مخامخ ورته کتلى نشم. پاچا ورته په خندا وويل( نه بچى اسد همدادى تالکه چې سپين ږيرى بللى وو که څنګه ؟) دسارا پر تندي هم خوله راماته شوه په غوسه او په داسې طنز او ريشخنديې  چې بل چا نه محسوساوه او ټول بار يې يواځې زما پر اوږو و  ، ورته وويل: ((  هو  کاکا د استاد ليکنې مې ډېرې لوستې وې او اوس چې  په خوړو پسې تللم نودرې وارې مې دده فلسفي خبرې!!بیا واورېدلې اوښه شو چې ژر مې نور هم وپيژنده !.)
۱۳۹۰—۰۸—۱۲
 
اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…