د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د واده سامان / لنډه کيسه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01noorshah-noorani.jpg

 


 


هغه له ټولو وروڼو مشر و، پلار يې په داسې مهال وفات شو،  چې دى لا دې ځوانۍ مرحلې ته نه و رسيدلى. پدې وخت کې يې دکورټول درانه غمونه دده په اوږه پراته وو، نور وروڼه يې کوچني وو ، مور به يې هر وخت مرجان ته ويلي خداى مو د دومره وسي کړي, چې يو ځل تاته واده وکړو، چې د کور ميرمنه مو پيدا شي زه هم دادى ناروغه يم په کور کې دکاليو مينځلو هم څوک نشته.
 مرجان به مور ته په غوسه ناک اندازه سره وويل مورې ! ته داسې خبرې کوې ، چې زما په تصور کې هم نه راځي مونږ غريبان خلک يو نن سبا د ښځو ولور ډيرلوړدى، زمونږ له وسه تيره ده، خو خداى مهربان دى وخت به راشي  مرجان خشتمالي کوله پدې به يې دکور ټول مصارف پوره کول، ده په کلي کې  ډير سنګين خوى کولو د ښواخلاقوڅښتن و او په هرچاباندې ګران و، په غم اوښادۍ کې به يې دهر کليوال سره مرسته کوله يوه ورځ داسې هم راغله، چې يوې کليوالې جينې ورباندې زړه وبايله او د ده خوى او اخلاقو سره يې مينه پيدا شوه ، مرجان غريبۍ او بيوسۍ ځپلى و دمينې په کيسه کې هم نه و، د وخت په تيريدو سره يې دمقابل لوري څخه دمينې او محبت پر له پسې سيګنالونه ترلاسه کړل ورو ورو هم دده په زړه او وجود کې د مينې جذبو غزونې پيل کړي داسې وخت راغى، چې  مرجان له مور سره هم د واده په خبرو باندې بلد شو، مور به يې هر وخت ورته ويل مرجان زويه خداى مهربان دى اوس خو د وروڼه هم لويان شول، دوى به هم په خوارۍ اومزدورى باندې پيل وکړي  کله موچې پيسې پيدا کړي انشاالله ستا دخوښې واده به درته وکړم  وروڼو يې مرجان ته هميش ډاډ ورکاوه ته زمونږ مشر ورور يې مونږ درې واړه دملي پوځ په ليکوکې شامليږو يوې خوا به دګران هيواد څخه دفاع کوو له بلې خوابه  ښه معاش لاسته راوړو که خداى کول  کار به موجوړ شي، تاته به ډير ژر دواده  بندوبست وکړو دوخت په تيريدو سره دمرجان مينه له عاطفې سره زياته شوه، د مينې جذبو او احساساتو دې حد ته ورسول ،چې ديوبل کورته جرګه ور وليږي، يوه ورځ مرجان مورته په څه خواريو له حيا نه په ډک انداز سره دکوژدې خبره وکړه مور يې  موسکى شوه  او ورته يي وويل مرجانه زويه ! لکه چې واده تا دزړه کيږي ؟ مرجان ورته وويل نه مورې داخبره نه ده خواخر... موريې  ورته وويل: پدې کې شر م نشته داخو د ثواب کار دى ستا ژوند به هم ورسره جوړ شي زمونږ کور به هم پرې ښکلى شي، ته چې له کومې جينۍ سره کوژدن غواړي هغې سره به انشاالله نامزاد شي.زه ورپسې جرګه ور ولم مرجان موسکۍ غوندې شو زړه يې دمينې غزونې وکړي او عاطفه يې سترګه ته ودريده په ذهن کې يې دهغې ډولۍ دراوړلو صحنه ترسيم شوه. نوسمدستي يې په خوله کې کيسه راغوټه کړه مورته يې وويل: که څه هم په پښتنوکې دجينۍ خوښول دشرم خبره ده، خوداسلامي له نظره روا کار دى. چې دواړه لوري بايد سره رضايت ولري .مور يې ورته وويل:مرجانه زويه! هو پخوا په پښتنوکې ډير شرم و، خو اوس داخبره لږه غوندې نرمه شويده. خلک هوښيار شول ،هغه رواجونه ورو ورو دمينځه تلو په حال کې دي . ځينې  پښتانه له دې خبرې انکار نه کوي ځکه داخو نامشروع کار نه دى بلکي ثوا ب لري ته چې په کلي کې په کومه جينۍ لاس کيښود هغه به انشاالله درته نامزاده کړم  دمرجان دزړه مينه له عاطفې سره ورځې تربلې د زياتيدو په حال کې وه ، په مسلسله توګه يې يوبل ته يې دمينې څرکندونې کولې .مرجان باالاخردعاطفې مينې تر دې حده ورساوه چې زړه په ټوکر کې ونغاړي او مورته ووايي همداسې يې وکړل، مورته يي خبره خوله کې راغوټه کړه يوځل يې وژويله او بيا يې ورو غوندې ورته وويل مورې!  ژوند همداسي نه تيريږي زه بايد واده وکړم مور يې په ځواب کې ورته وويل داخو ډيره ښه خبره ده زويه زه له اوله تاته دواده خبره کوم  ستا ويل دي زمونږ منل.
-خوشحاله اوسي مورجانې قربان خوهغه د پلاني لور... مرجان ګونګى شو خبره يې په ستوني کې بنده شوه، مور يې غږ پرې وکړ مرجانه زويه! خبرې مه ژويه سپين او واضح ووايه پدې کې شرم نشته.  مرجان يوځل بيا خبره راپورته کړه  بير ته يې بيا ونه شول کولاى، چې د مور په وړاندې جرات وکړي او  د خپلې پاکې مينې څخه پرده پورته کړي. مور يې يوڅه د ده ګونګيو خبرو باندې پوهه شوه. نو ورته ويې ويل  ته بې غمه شه زويه ! زه  سبا ته ورځم مور يې دمرجان په غوښتنې کې ډير ځنډ ونه کړ سبا مهال د عاطفې کور ته ورغله، کله چې عاطفې دمرجان مور وليده  نو يې ناڅاپه په خوله لاس کيښود له ځان سره يې ورو غوندې وويل: خدايه خير کړې هسې نه زما په اړيکو کورنۍ خبره نشي عاطفې دمرجان له مورسره روغبړ وکړ له هغې وروسته کوټې ننوته د دروازې ترڅنګ يې غلى غوږ ونيوه ، دمرجان دمور خبروته څکه وه له ځان سره يې څوځلې د دعالاسونه پورته کړل خدايه پردې مووکړي ته مو ومه شرموې خو له خبرووروسته دعاطفې مور دمرجان مورته  دچاى ست  وکړ اوپه لوړ اواز يې عاطفې ته غږکړ هله لوري چاى ورته راوړه پدې وخت کې دمرجان مور لاس پورته کړ زه ستاسو کورته په نه خوارک راغلي يم دعاطفې مورحيرانه غوندې شوه له ځانه سره په زړه کې وويل خدايه خير کړي څه خبره به يې راوړي وي خو بيايې هم دچاى څښلوټينګارپرې وکړته چې هرڅه وايي هغه کاربه وشي دمرجان مور ورته وويل که خبره مې اوريدل کيږي خوچاى څښمه ګنې خپلې پښې سپکوم دعاطفې پلار اومور داوړو ورته وويل ولې نه په سترګودمرجان مور سمدستې يې  خبره په خوله غوټه کړه اونيغ په نيغه يې ورته وويل: دوى دواړه ورته موسکۍ شول عاطفې هم داخبره واوريده دمور اوپلارپه لور يې وکتل کله چې ددوى په شونډو يې موسکا وليده نود عاطفې زړه باغ باغ شواودخوشحالۍ دروازه ورپرانېستل شوه، يوځل بيا يې مرجان په فکر کې ورتاو شو دمينې له درده يې شونډې وچيچلې، په زړه کې يې دسپيڅلي مينتوب ويده جذبې راپورته شوې. نوهغه مهال دمرجان دمور دخبرو په ځواب کې دعاطفې مور اوپلارپه خندا سره وويل: توبه خدايه ماويل بل څه خبره ده داخو دخوښې خبرې دي  ستا زوى مرجان مونږ پيژنو په کلي اوقوم کې يې دښه سړيتوب نوم دى،  ولي به له تاسو سره  دوستي نه کوو خو تاسو به ونه کړاى شى چې زمونږ د لور ولور پوره کړى دمرجان مور ورته وويل خداى مهربان دى مرجان د لاس اوپښو سړى دى  نور زامن به مې هم په کار اخته شي اوس زلمي غوندې دي پدې خبرو سره سلا شول، داسې وخت راغى، چې مرجان ته يې عاطفه په ډير لوړ ولور نامزاده کړه د لاسنيوي يوڅه پيسې يې ورکړې. دمرجان اوعاطفې دمينې او ښکلا سلسله پسې وغځيده هيلې او ارمانونه يې خداى تعالى ور پوره کړل، مرجان به  خواري مزدوري کوله ،هغه يو ورورپه ملي اردوکې شامل کړ دوى کوښښ کوو، چې پيسې پيداکړي دمرجان سخر
ګنۍ ته يې ورکړي يو وخت خداى تعالى داسې راوست ،چې دمرجان وروردخپل نورو ملګرو سره په دنده تللى و، ناڅاپه يې موټرپه  ماين وختو اوپه هغې چاودنه کې دنورو ملګرو سره يوځاى ووژل شو. کله چې د مرجان يو ورور ووژل شو نو زړه يې ډير ودرديده له واده هم زړه تور غوندې شو بيا يې هم خپله مينه له لاسه نه شوه ورکولى ځکه  په زړه کې دمينې اوعشق نيالګي ژورې ريښې کړې وې. مور يې هم غمجنه شوه ، پدې وخت کې يې هغه بل ورور هڅه وکړه، چې په ملي پوليسو او ملي اردو کې شامل شي، مور ته يي وويل: موريې  تر ې انکار وکړ زويه! هغه بل دګلاب په شان ورور دهم د ماين په چاودنه کې ووژل شوته به هم ووژل شي همداسي خواري مزدوري کوه خداى مهربان دى ده ورته وويل پيغله ورينداره  مو داڅوکاله کيږي دپلار په کورناسته ده، له پښتنو شرم دى بايد ژريې ولور پرې کړو  مرجان ورور مو هم ورته ځوريږي  د لاس په مزدورۍ څه نه کيږي، پدې خبرو سره يې مور اومرجان ډير تر تاثير لاندې راغلل ده ته يې هم د دندې داخيستو اجازه ورکړه . دوه کاله يې په ملي پوليسو کې دنده ترسره کړه يوه ورځ په ښار کې له نورو ملګرو سره په موټر کې په ګزمه راونه و،چې نږدې پرې ځانمرګى بريد وشو. دمرجان کورته يې دځوانمرګ ورور بله جنازه وروړه.
پدې وخت کې مرجان دهغو وروڼو د معاش داخيستو له امله هم دښځې ولور لنډ کړى و. مرجان ډيرې ځلې خپلې سخرګنۍ ته  د ولور دپور خبره هم ياده کړي وه .خو سخر يې نه و ورسره منلې ددوى بنا دا وه، چې دعاطفې د زيوارتو او دسامان داخيستو پيسې نلري دوى خپلې خور لور ته ډير سامان اخلې ځکه نن سبا دستور دى بيابه خلک خبرې کوي ،چې لور ته يې کم سامان اخيستى مرجان به  هميش خپلې سخرګنۍ ته ويل : زه دسامان په کيسه کې نه يم يوازې مې  مطلب له دوستۍ څخه دى. خلک به خپل کار کوي،خو سخرګنۍ به يې ورته ويل :مونږ يوه پيسه هم نشو درته دريدلى ټولې پيسې راکړئ ،چې مونږ خپلې لور ته ښه زيوارت واخلو دوخت په تيريدو سره داسې وخت راورسيده، چې مرجان دخپلوځوانيمرګو وروڼو د معاشونوله برکته  دعاطفې ډولۍ کورته راوړه  دکالونو ارمان يې خداى پوره کړ. که څه هم دمرجان موردعاطفې راتګ خپل کورته نيک پال نه ګڼه ځکه د ولور په ګټلويې دوه ځوانيمرګ زامن دمرګ ترکومې ورسيدل ، کله کله به يې مور دخپلو زامنو تصويرونه سترګو ته ونيول رڼې اوښکې به يې بې واره په اننګيو راغلې مرجان به پرې پام شو مورې څنګه يې
 له هرڅه نه صبرښه شى دى. دي به ورته ويل: هوزويه! صبر به کوو نورموڅه وس نشته، تاته د خداى ښه ژوند درکړي له هرې بلا په امن کې اوسي مور به يې  دمرجان دتسکين لپاره هم کله کله ډاډمنې خبرې کولې هسې د وروڼو په غم کې وارخطا نشي مور به يې چې کله مرجان دخپل ځوانيمرګو وروڼودوير په ټال کې په زنګيدو شو نومور به يې سمدستې د ډاډ ورکولو په خاطرغږ پرې وکړ مرجانه زويه ! په انسان مختلف وختونه راځي ته خفه کيږه مه! خداى تعالى به ښکلي زامن در کړي خداى د ستا  په وروڼو باندې رحم وکړي ته ډير چورتونه مه واهه مرجان به ايله سر له زنګنو راپورته کړسترګې به يې په سوک وسولولې مورته به يې وويل هو مورې مونږ په خداى صبرکوو خداى مو دمل شي.مرجان به کله کله د وروڼو درانه غم بلې خواته يووړ لکه په نشه روږدى انسان زنګيدل به يې پيل کړل ، هروخت به يې د خپلو ځوانو وروڼو تصويرونه په ذهنې کې يو په بل پسې تيريدل مرجان که څه هم غمجن و، خو ځوانه مينه اوپه نام کړي عاطفه يې نه هيرولى اوپريښودلى شوه ځکه ژوند يې دمينې په تار ورسره تړلى و. مجبور و، چې له عاطفې سره خپله مينه وپالې کور ته دعاطفې په راتګ سره دمرجان هغه مينه  چې پخوا يې درلوده، کمزوري وه ځکه دمينې ليونې جذبې او احساسات يې دځوانيمرګو وروڼو درانه غم ځپلې وو. وخت ناوخت يې دخپلې سخرګنۍ دبخيلتوب خبرې هم  دعاطفې په غوږ ورتيراولې اوخپل ځوان وروڼه به يې هم ياد کړل سوړ اسويلى به يې وکيښ وبه يې ويل اخ زما ځوانيمرګ  وروڼه خو دولور د لاسه......
  مرجان به چې له بهر څخه کورته راغى دعاطفې په زيوارتو او د واده په سامان به يې  سترګې ولګيدې نود خپلو وروڼو تصويرونه به يې پکې وليدل سر به يې وخوځوه لکه ليونى سرټيټى به خپلې کوټې ننوت له مرجان سره دخپلوځوانو وروڼو غم ورځې تر بلې زياتيده يوه ورځ يې مور له دوستانو کره او عاطفه دخپل پلار کورته تللي وه مرجان يوازې په کور کې پاتې و، پدې ګوښتوب د وروڼو غم لا هم په سر اخيستى و،په ذهن يې ډير فشار و دخپلو وروڼوتصويرونو به يې سترګو ته ونيول اوبيا به يې د واده سامان ته وکتل داټول زما د وروڼو ....... پدې وخت کې په غوسه شو سمدستې يې دواده صندوقونه ،پالنګ اوټول سامان الات يې يو يوراټول کړل او په انګړکې يې انبارکړل نوسم دلاسې دتيلو ګيلن راوخيست دپاس يې تېل پرې وپاشل  ،تېلى يې ورکړ ناڅاپه دمرجان د په کور کې داورلمبې پورته شوې پدې وخت کې دګاونډيانوشور شو. هله دمرجان کور اور اخيستى .کله چې ګاونډيان دمرجان کره راغلل مرجان د اور لمبو ته ولاړدى ګاونډيانو ترې پوښتنه وکړه داولي مرجان ليونى شوى يي خپلې هستۍ ته د اور ورته کړى دى داسې څوک کوي؟ ده ورته په ځواب کې  وويل هو! زما په شان انسان بايد داسې وکړي هغه که هر څوک وي ځکه دا هر شى زما د وروڼو په وينو اخيستل شوي وو او په هر شي کې ماته  د دوى سپيڅلي څيرې ښکارېدې  مايې نوره هيڅکله دليدو حوصله نه درلوده .

 

اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…