د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

قاتلانو ته اتلان وایی؟!

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01kalam.jpg

 

 





 د کابل اَ سمان کي ځای ځای وریځي وي. فضا يي په خړو خاورو پټه وه .د فطرت زخمي زخمي غرونو د لمر دوړانګو سره په مخه ښه کوله.  د میوند په واټ کي  داَزادي څلي سره موږ دریو ملګرو د ژمنې سره سم  د بل ملګري د لیدو لپاره د انتظار شیبي شمیرلې .یوڅه وخت لپاره چوپه چوپتیا وه ،زموږ یو ملګري چوپتیا ماته کړه او داسي یي وویل:
موږ د خپلو اتلانو ارمانونو ته درناوۍ ونه کړ. د میوند اتلانو د څه لپاره مبارزه وکړه هغه سپيڅلي اَرمانونه او سرښندنې اوس کومې دي  دمیوند واټ ړنګواو ویجاړو دیوالونو ته یی  اشاره وکړه اوزیاته یی کړه چې هیواد د مور حیثیت لري مګر موږ دخپل مور حق ادا نکړ، داحترام په سترګه مو ورته ونه کتل.په سکه اولادونو مو بوره کړه له ټپونو څخه یي لا تراوسه څاڅکۍ څاڅکۍ ویني بهیږي. مور مو دواړه لاس په تندي په چیغو چیغو ژاړي په ټپونو یی مالګي دوړه وو، پاتې سکه زامن یی دخپلو وروڼو قاتلانو ته اتلان وایي! بل ملګري یي خبره پري کړه اوزیاته یي کړه: دلته یو وخت توپير دهرچا دوژلو ستره فتواه وه.هر څه له خپله لاسه ؤ اوزیاته یی کړ اللهج فرمایی((تقدیر په تتبیر سمیزي)) ما ورته دهو په علامه سر وخوځاوه اوزیاته می کړه  که هر څوک وغواړی الله ج دهغه حالت بدلوي، موږ چې لا خبرو ته د پای ټکی نه ؤ ایښی ،یو بوډا سړي یوه ماشومه نجلۍ ترلاس نیولې وه. داسي ښکاریده چې ښايي معصومي نجلۍ وړاندي په څه ژړلي وي، په بڼو يې اوښکې ځنځولۍ وي شاته یی یوه ښځه  چې په تن یی افغاني دبرم او عظمت څخه ډکې جامې په ځان وي  په بوډا پسي پښه نیولې راتله له ورایه ښکاریده چی  بي کسه او بي وسه ځوانه پښتنه کونډه کي یوه نړۍ شرم رانغاړل شوی ؤ .زموږ په لوري را راون ؤه. بوډا مو ږ ته نژدي شو دستړیا نښي له ورایه پکي ښکاریدي بوډا په داسې حال کې چې لاسونه یی رپیده ورو یی وویل: دالله ج په نامه موږ د خپلې وسې په اندازه مرسته وکړه د بوډا څخه مې دخیرات غوښتلو علت وپوښت؟ " بوډا په ژړغوني لهجه وویل: له هلمند څخه راکډه شوي یو دقمبر په څلور لاري کي ځای پرځای شوي یو، مجبور یم بچیانو چی خیر وغواړم. ځوان زوی مي ناپیژاندو وسلوالو په ډزو وواژه.نه پوهیږم چې عسکرانو(عسکرو) وویشت طالبان ؤ اوکه امریکایان ؤ .خو رانه یی واخيست بیایی داسمان په لوری ۰وکتل اوپه لږ شان لوړ اَوازیی وویل: زما زوی خو چیري په میږی هم پښه نه وه ایښي هر چا چې  راسره دغه ظلم کړی دی خدایه ته ورته جزا ورکړې له همدې سره یی سترګې د ژړا څخه ډکې شوی نور څه یې ونه ویل د لستوڼي په څنډه يي د سترګو اوښکې وچولي بیا یی نږور ته دتلو اشاره وکړه" داَزادي څلي هم  د دوي دمظلومیت ننداره کوله په ژوره چوپتیا کي ډوب وه دوی روان شول.زموږ د ‌ذهن فضا یي په تورو لړو او توفانونو پټه کړه. او دخفګان د سیلابونو څپي پکي پيل شوې. د دوی په حالاتو مې دواړه سترګې د اوښکو څخه ډکې شوې داَسمان سترګو هم ژړل  تالندي له هبته ډک غږونه کول.

 

اساسي برخه: لنډی کيسی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…