د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په لنډیو کې طنزی او خندونکی توکي

لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي چې شاعر یې مالوم نه دی او د پښتني ژوند ډیري خواوي په کې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي
لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي.
 
ته د ګودر غاړی ته راشه
ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
 
لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه (۹)څپې او دویمه برخه یې دیارلس ((۱۳)) څپې وې
 
په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
 
پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو
 
 او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږي او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پرې ماتوي . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی.
 
 
ګودرته راغلی برابره
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
 
 
لنډۍ ځانګړي ښکلا لري او د هر پښتون تنده پرې ماتېږي او په ژوند کې مينه ، ښکلا ، مېړانه، ننګ  په ښکاره توګه بيانوي.  
 
چم ته انګرېز راغی عالمه
دپښتنوپۀ ملک جال وغوړاونه
 
 
د لنډیو یوه ځانګړتیا دا ده  چې زیاتره يې د ښځو او پيغلو له خوا  چې  د ټولنې محرومه  برخه ده ویل شوی دی  نو یوه لویه برخه يې د ټولنې کرغیړنو دودونو  ته ګوته نیول شوی  او هغه يې په طنزي توګه ویلي او غندلي دي.
 
 
د شين کيدو اميد مې نشته
اشنا په دښته د ملتان کرلې يمه
 
 
 
 
پټى دې ګرو کړه ما واده کړه
که مې تر کاله زوى رانه ووړ ګرمه يمه
 
 
اود لنډیو یوه  بله برخه چې  د ځوانانو  لخوا ویل شوی ډیر يې د ناوړه دودونو لکه د لوړ ولور د انجلی خوا راضی کول  او د ژوند نورو ناخوالو نه ګیله ده
 
که مور او پلار دی خداي رضا کړل
د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه
 
ځان خوبۀ ستادپلارنوکرکړم
 پۀ نوکرۍ کې بۀ دې تش ديدن کومه
 
 
لنډۍ یا ټپۍ هم لکه نور ټولنیز ادبیات د ټولنیزو ستونزو او فسادوتو یادونه او غندنه کوی او په ملنډو هغه یادوی
 
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل
د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
 
 
طنز چې  دټولنې او اخلاقي خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي
 
یا په بله وینا:
 
 ویلای شو طنزد زورکونکو او زورواکانو  باندی نیوکې  دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي. لکه دا لاندی لنډۍ.
 
 
ځوانانوننګ راباندې وکړئ
 پلارمې ظالم دی ماښامارلره لېږينه
 
 
 
 
ځوانانوننګ راباندې وکړئ
 پۀ سورسالوکې مې بلالره لېږينه
 
 
ښه طنز ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده ښه خړوبولای شي او  په رساتوګه يې دټولنې له سياسي، مذهبي، کلتوري،  اواقتصادي حالاتو څخه خبروي. لکه دا لنډۍ
 
 
پردنياتول دسړونشته
تول دپيسودی مسليان خانانوينه
 
 
 
 
ځوانانوزورپۀ بزګرۍ کړئ
 سپينې پايڅې دزروڅلي ورانوينه
 
ځواني دزرو روپواس دی
 دبېلتانۀ پېټې چې وړي سوده بۀ شينه
 
 
طنزپر ژوند   عارفانه خندا ژړا ده . د ژوند د تضادو او نا ناخوالو لڅونه ده، چې ټولنیزي موخې لري لکه دا لنډۍ:
 
 
پرمادې زر شيندلي نه دي
 
چې دڅراغ په رڼا غواړې ديدنونه
 
 
طنز د پوه خلکو لپاره  ویل کیږی  یانی په خوشالۍ او ملنډو سره  د هغه چا    په رمز  پوهول دی چې په  رمزپوهیږی
 
 
څوک چې پۀ سروشونډوعادي شي
 
 قندوشکرې تويوي چې ترخۀ دينه
 
 
  یوازې پوه او هوښيار خلک له طنز نه خوند اخیستلای او پر پوهیدلای شي  او ناپوه یې یوازې خندنی اړخ ګوري خو د ټولنې ټول خلک پوهان نه دي.
 
 
پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه
 
دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات بۀ شينه
 
 
طنز د هجو یو ډول دي خو د هجو توندي اوتیزي نه لري.
یانی هجو  مخامخ   د چا عیونه ورته  وایي یا مخامخ  له چا نه بې پردې پلپوت کوي او هغه چا ته ویل کيږی چې  په رمز نه پوهیږی.
 
 
پرځان دګلولښته نه اخلې
 
پرمادې تېرکړل دکوتکوګوزارونه
 
 
 
 
جانانه دادې څۀ عادت دی
 
چې پټه پټه ياري کړې خورې قسمونه
 
 
 
 
پرېږده چې لوی ښامار مې وخوري
 
پۀ پاړوګر اشنامې ډېره نازېدمه
 
 
هجو ویونکی د خلکو بې خبري ، ولس غولونه،تعصب  خدای نا ډره  دینپالو له   کړو نه پرده پورته کوی اومخامخ هغوی غندي .
 
 
چۍ اوږه نه خورۍ بوئ ترې نه ځۍ
 
چۍ يارۍ نه کړې څوک پرې نه وائ تهمتونه
 
 
 
 
ټال ته ختم بنګړي مې مات شول
 
ګناه دې يارده چې کوي اشارتونه
 
 
هزل بیا هغه  دی چې پر چا باندی بد وایي  
 
 
چې پر زينه ختلى نه شې
 
نامردې ولې دې ګيبى پرتوګ کاونه
 
 
هزل د وییپوهنې  په اساس هغه شوخی ته وایي چې د جد(پند)  ضد وی
 
 
پيزوان مې ستا په برېت کې بند شو
 
تر دروازې پورې بندۍ درسره ځمه
 
 
دا هزل بله مانا ده  په شعر او نثر کی   توندې  لوڅي او بدي  خبرې کول: 
 
 
په مادې څه بلا ده کړې
 
په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه
 
 
 
 
پر ما دې کلى ګماني کړ
 
نامردې مه خوره تر منګې لاندې څرخونه
 
 
 هزل په شعر او نثر کې  هغو توکو ته هم وایي چې د هغه ویل د اخلاق او ادب خلاف وي  :
 
 
پۀ مناسب دې نۀ پوهېږم
 
وايه پۀ کوم بارخودې خولۀ ولګومه
 
 
 
 
پۀ خپله خولۀ چې سوال ونۀ کړې
 
پۀ هغه دغه خولګۍ کله درکومه
 
 
 
 
اول دې لوبې راسره کړې
 
اوس دجستوپرڅوکوځې چې پېغله يمه
 
 
 
 
بيابۀ زۀ تورکميس ونۀ کړم
 
زمادسپيني سينې رنګ يې واړاونه
 
 
 
 
ټينګه مې مه نيسه پۀ غېږ کې
 
تي مې واړۀ دي سږنۍ بالغه يمه
 
 
 
 
خوله به د خدای په رضا درکړم
 
منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه
 
 
 
 
جانان مې خولۀ کې ژبه غواړي
 
پۀ خونديې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه
 
 
 
 
څانګې راښکته شه خولۀ راکړه
 
 کۀ زۀ درپورته شم راماته بۀ دې کړمه
 
 
 
هزل  د عامو او منځنیو خلکو لپاره هم ویل کیږی چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده:
 
 
حلوا دشونډو راته کېږده
 
زۀ لۀ پردېسۍ ستړی راغلی یمه
 
 
 
 
څوک بۀ دې مړکړي ښکليه ياره
 
 پردۍ بړستنې جګوې شمارې خالونه
 
 
یا هغه لنډی چي په کښي ټوکې شوی او موخه یې د جانان خوشالول او د هغه خندول دی لکه:
 
 
تا چې کوڅه کې ټوخى وکړ
 
زه په توده بړستن کې نيغه کيناستمه
 
جانانه راشه چې خولۀ درکړم
ماښام مې مړ پۀ خوب ليدې ووېرېدمه
 
څنګه دې خواره کړم خاونده
 چې همسايه مې دخولګۍ تمه لرينه
 
حسن دې ورځ پۀ ورځ زياتېږي
 زکات يې باسه چې نظرنۀ شې مينه
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…