د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه /شپږمه برخه

(دلنډیو یوه ټولګه او په دوو کتابونو کې پر لنډیو بحث)
 
امانتي خو اسناد خو راکړئ
خدای به کرار کړي زموږ وطن کې دا جنګونه
 
تکِ تنها ورته ولاړ یم
راباندې اوري دې د ټول جهان غمونه
 
دلته ګودر اوکلی نه شته
لیلا آیپد په لاس کې وړي نخرې کوینه
 
څنګه چې ژوند نه زړیږي، دغسې پر لنډیو باندې بحث، خبرې کول او څیړنه هم نه زړیږي. دا دی د همدې اصل پر بنا د لنډیو د مقالو په شپږمه برخه کې پر دریو کتابونو لنډ بحث کوم چې یو کتاب یې د لنډیو ټولګه ده او دوه نور کتابونه داسې دي چې اصل موضوع یې بل څه ده، خو په لنډیو باندې یې هم څنګځنی(ضمني) بحث کړی دی. هغه درې کتابونه دا دي:
ــ دمینې ټپې(دلنډیو ټولګه)، صادق الله صادق ټولونه،
ــ دپښتو شعر هندسي جوړښت،د اسماعیل یوه اثر،
ــ ادبي هڅې، د پښتون آقا شیرزاد اثر،
۱۰ــ د مینې ټپې(د لنډیو ټولګه):
دې ته مې ځکه «۱۰» شمیره ورکړه چې په تیرو مقالو کې د لنډیو ټولګې او د لنډیو په باب چې بحثونه په کې شوي وو، نه ( ۹ ) نور کتابونه او د لنډیو ټولګې مې معرفي کړې وې.(۱)
«د مینې ټپې» نومې ټولګه د ښاغلي صادق الله صادق له خوا را ټوله شوې، چې د ګودر خپرندویې ټولنې له خوا په ۱۳۸۷ ل کال کې خپره شوې ده. د ټولګې په پیل کې د خپرندویې ټولنې په راغلي «یادښت» کې داسې ښودل شوې ده چې په دې ټولګه کې راغلې لنډۍ مینې مجلې ته د بیلا بیلو اشخاصو له خوا، هغه رالیږل شوې لنډۍ دي چې د مینې مجلې په لومړیو شلو ګڼو کې چاپ شوې دي اوبیا دښاغلي صادق له خوا د مجلې له شلو یادو ګڼو نه را ټولې شوي دي او اوس «د مینې ټپې» په نامه ټولګه کې په کتابي بڼه د مینه والو خدمت ته وړاندې کیږي.
ښه خبره خو دا ده چې دا لنډۍ د اشخاصو د ملکیت په ډول نه دي ثبت شوي، بلکې د افرادو نومونه یې د رالیږونکي په بڼه ورسره ثبت کړي دي. دې موضوع ته دخپرندویې ټولنې په لنډ «یادښت» کې داسې اشاره شوې ده:
«ګودر خپرندویې ټولنې د ټپو د رالیږونکو نومونه د مینې په څیر په کتاب کې هم له ټپو سره یو ځای خپروي چې دوی هم خوشاله شي ...» (۲)
کتاب ته یې ځکه د لومړي ټوک نوم ورکړی دی چې «دمینې ټپې» د نورو ټوکونو د چاپ او خپریدو وعده یې سپارلې ده. هیله ده چې د دوی په زیار د دې سلسلې نور ټوکونه هم را ټول او چاپ شي، ګوندې د زړو او تکراري لنډیو په ډله کې یو شمیر نوې لنډۍ هم چاپ او له ورکیدو وژغورل شي.
له بده مرغه «دمینې ټپې» ټولګه له تخنیکي او طباعتي پلوه یو شمیر تیروتنې او داسې ستونزې لري چې لوستونکي له ستړیا سره مخامخ کوي. د لنډیو نا سم ترتیب او نا سم چاپ لوستونکي داسې له ستومانه کوي چې کله کله یې له لوستلو نه مخ اړوي او تیریږي ورنه. دلنډۍ دوه نیم بیتونه باید په منځ کې له لږ واټن سره داسې ولیکل شي چې متن سره ګډ نه شي او یا دواړه نیم بیتیان لاندې باندې ولیکل شي.
په اغلب ګومان په دې ټولګه کې متن سم لیکل شوی دی، خو د چاپ په وخت کې چې کوم قالب ته اچول شوي دی، په قالب کې د متن د نه ځایدو له امله په ډیرو ځایونو کې ډیری لنډۍ ګډې وډې چاپ شوي دي، لوستونکي ستړي کوي، آن تر دې چې  دکتاب له لوستلو نه تیریږي.
په دې ډول د کتاب ټولونکو او چاپوونکو خپله خواري او زحمت ته یو څه تاوان رسولی دی،هیله ده چې په راتلونکو کې خپرندويې ټولنې او اړوند مسوولین دې نیمګړتیاوو ته په پام سره  د ورته تیروتنو مخنیوی وکړي. دغه لاندې دکتاب دمتن د دوو مخونو عکس دی، خپله یې ولولئ:
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
دا هم د «دمینې ټپې» له ټولګې نه څو لنډۍ:
 
شونډې مې وچې رنګ مې تور دی
زړه کې مې اور دی ټول وجود مې سوځوینه
 
جانانه خیر دی که خزان یم
تا ته به راوړم دبهار ښکلي ګلونه
 
زما د اوښکو سور بارانه
د زړه د وینو رنګ لرې رسوا دې کړمه
 
۱۱ــ دپښتوشعر هندسي جوړښت:
دا دښاغلي یون په آثارو کې هغه علمي اثر دی چې ده د پښتو شعر دهر اړخیزې پیژندنې په برخه کې تدریساوه،بیا یې د موضوع د مهم والي په خاطر پا لا پراختیا سره د پوهنیارۍ علمي رتبې ته دلویدو له پاره یې ثبت کړ،وروسته یې په پوهنتون کې دخپل تدریس په جریان کې داستاد او زده کوونکو په منځ کې د تجربو او علمي ذخیرې د تبا دلې په ترڅ کې نور علمي مسایل هم ورباندې اضافه کړل،چې بیا یې د ډیرې اړتیا له مخې د مرستندوی درسي کتاب په بڼه استفاده ورنه شوې ده اود خلکو داړتیا او غوښتنې له مخې تر ۱۳۸۷کال پورې شپږ ځلې چاپ شوی دی.
په کتاب کې د پښتو شعر شکلي سکښت تشریح شوی او په پښتو اوعربي ژبو کې رایج شعري ډولونه په عالمانه ډول تشریح شوي دي.
د پښتوژبې د ولسي شاعرۍ د بیلابیلو ډولونو د تریح په لړ کې پرلنډۍ هم بحث شوی دی.د پښتوشعر هندسي جوړښت کوم متن چې زما په اختیار کې دی، په افغان ننګ ویبپاڼه کې آنلاین متن دی. د دې متن په ۱۳۵،۱۳۶،۱۳۷ مخونو کې پر لنډۍ باندې ډیر لنډ،خو عالمانه او له مانا ډک بحث شوی دی.
یون د لندۍ په باب د خپل لنډ بحث په ترڅ کې لیکي:
«ﻟﻨډۍ ﭘﻪ ﭘښتو ﺷـﺎﻋﺮۍ ﻛـﯥ ﺗـﺮ ټوﻟـﻮ ﻛـﻮﭼﻨﻰ ﺷـﻌﺮي ﻓـﻮرم دى، ﺧﻮ د ﻣﺎﻧﺎ د ځواک او ﻟﯧږد ﻟﻪ ﭘﻠﻮه ﻧﻪ ﻳﻮازې ﭘﻪ ﭘښتو ﺷﺎﻋﺮۍ، ﺑﻠﻜـﯥ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮاﻟﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺳﺎرى ﻟﻴﺪل ﺷﻮى ﻧﻪ دى. د ﻟﻨــډۍ ﻛﻤــﺎل ﭘــﻪ دې ﻛــﯥ دى، ﭼــﯥ ﻣﺠﻤﻮﻋــﺎً ﭘــﻪ ۲۲ څپو ﻳــﺎ دوو ﻣﺴﺮو ﻛﯥ دروﻧﺪ ﻣﺎﻧﻴﺰ ﺑﺎر او ښکلا  ﻟﯧږدوي. د ﻟﻨـډۍ ﻟـﻮ ﻣړۍ ﻣﺴـﺮه ۹ او دوﻳﻤﻪ ۱۳ څپې ﻟﺮي، ﻟﻨډۍ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﻧﻪ ﻟـﺮي، ﺧـﻮ د دوﻳﻤـﯥ ﻣﺴـﺮې ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ ﻳﻮه آهنګینه ﻛﻠﻤﻪ ﻟﺮي، ﭼﯥ د ﻟﻨډۍ ټول آﻫﻨګ ﺑﺸـﭙړوي. ﻫﺮه ﻟﻨډۍ ﺑﺎﻳﺪ د زور (ه) ﭘﻪ واول ﻳﺎ ﻏږن آواز ﭘﺎﻳﺘﻪ رﺳـﯧﺪﻟﯥ وي. که ﭘـﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ دا زور (ه) راﻧﻪ ﺷﻲ، ﻧﻮ آﻫﻨګ ﻳﯥ ﻧﻴﻤګړى ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧږي. ﻟﻨډۍ د ﭘښــﺘﻮ ژﺑــﯥ د ﻓﻮﻧﻮﻟــﻮژﻳﻜﻲ (ﻏږﻳــﺰ) ﺟﻮړښــﺖ ﺗــﺎﺑﻊ ده او د ﻫﻐــﯥ ﭘــﺮ ﺑﻨﺴټ ﺟﻮړﯦږي. ﭘﻪ ﻧﻮرو ژﺑﻮ ﻛﯥ د دې ډول ﺷﻌﺮ (اﻟﺒﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﻤـﺪې وزن او آﻫﻨګ) څرک ﻟﻴﺪل ﺷﻮى ﻧﻪ دى او ﻧﻪ ﻧﻮرو ژﺑﻮ ﺗﻪ د ﻟﻨډۍ ﭘـﻪ ژﺑـﺎړه ﻛﯥ د دې آﻫﻨګ ﺳﺎﺗﻞ ﺷﻮى دی(۳) 
پر لنډیو باندې د بحث په ترڅ کې د یون نوښت دا دی چې دلنډیو خجیز څپیز جوړښت یې په نښه کړی دی. ده د خپل عالمانه بحث په یوه برخه کې دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:
«ﭘــﺮ ټوﻟــﻮ ﻟﻨــډﻳﻮ ﺑﺎﻧــﺪې ﻳــﻮﻗــﺎﻧﻮن د ﺗﻄﺒﻴــﻖ وړ دى، ﻳــﺎﻧﯥ دا ﭼــﯥ د ﻫﺮې ﻟﻨډۍ ﻟﻮﻣړۍ ﻣﺴﺮه ﺑﺎﻳﺪ ﺣﺘﻤﻲ ۹ او دوﻳﻤﻪ ۱۳ څپې وي. د ﻫﺮې ﻟﻨــډۍ د ﻟــﻮﻣړۍ ﻣﺴــﺮې څلورﻣــﻪ او اﺗﻤــﻪ څپه او د دوﻳﻤــﯥ ﻣﺴــﺮې څلورﻣﻪ، اﺗﻤﻪ او دوﻟﺴﻤﻪ څپه، ﺧﺠﻨﻪ وي. ﻟﻜﻪ: 
اﻣﺎﻧﺘﻲ ﻣﯥ ګور ﻛﯥ ﻛﯧږدئ 
 ﻛﻪ ﻳﺎر ﺧﺒﺮ ﺷﻲ ﻣﺎ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ وړﻳﻨﻪ 
د دې ﻟﻨډۍ ځپیز- ﺧﺠﻴﺰ ﺟﻮړښت ﭘﻪ دې ډول دى: 
 U – UUU – UUU
 U – UUU -UUU – UUU  » (۳)
 
 
 
 
یون په خپل اثر(دپښتو شعر هندسي جوړښت) کې ددې په تر کې یې چې د پښتو شعر پر هندسي جوړښت خبرې کړي دي دهغو په لړ کې یې دپښتو لنډیو هندسي جوړښت هم شرح کړی دی ،هغه هم په دې ډول:
    (۳)
 
 ۱۲ ــ ادبي هڅې،پښتون آقا شیرزاد:
دا د ښاغلي شیرزاد هغه کتاب دی چې په ۱۳۹۱ کال کې چاپ شوی دی. تاند ویبپاڼې یې په دې نږدې تیرو ورځو کې(د ۲۰۱۴ کال د جون لسمه) د مقالو په بڼه په پرله پسې ډول خپرول پیل کړل. د تاند په یاد داشت کې د کتاب د محتویاتو په باب داسې راغلي دي:
ادبي هڅې د پوهنوال پښتون آقا شیرزاد د بیلابیلو څیړنیزو مقالو ټولګه ده چې په کتابي بڼه په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ شوې ده. ښاغلي شیرزاد دا کتاب د تاند په لوستونکو پیرزو کړی. له دوی څخه په مننې یې تاسو لوستونکو ته پرله پسې خپروو. تاند(۴)
  ښاغلی پښتون آقا شیرزاد د خپلو ادبې بحثونو په لړ کې پر ادبي ژانرونو بحث کوي او کله  د ټپیزې بحث ته رسیږي، پر ټپيزې باندې د بحث په مقدمه کې وايي:
«دا چې په ټپيزه خبرې كوو، نو لازمه ده چې دټپې په اړه هم لږه رڼا واچوو:» (۴)
بیا خپل بحث په لنډیو باندې غځوي. د لنډیو په باب د ده مالومات کې کومه نوې خبره او نوښت نه شته، د تیرو څیړونکو لیکنې یې را اخیسټي دي.
یوه خبره چې د ده په لیکنه کې د پاملرنې وړ ده هغه دا ده چې ده پرته د مآخذ له ښوولو ویلي دي چې:
« زياتره څيړونكي وايي چې د پښتو شاعرې پيل هم له ټپې څخه شوى دى ...» (۴)
دا چې دا خبره څومره کره او نا کره ده او څوک به یې له ښاغلي شیرزاد سره ومني که نه، دا جلا بحث ته اړتیا لري.
پر لنډیو باندې د بحثونو په پای کې زه خپلې نوې را ټولې کړې لنډۍ لوستونکو ته وړاندې کوم. د اوس له پاره مې دغه لنډۍ برابرې کړې دي:
اوس دمنګیو وخت تیر شوی
شا لیلا ناسته په فیسبوک وخت تیروینه
 
د ریبار ځای یاري کې نه شته
ایمل، فیسبوک او سکایپ خو کار آسانوینه
 
آشنا دې پروت وي بستره کې
د نورو ګرځي زما بړستنې تودوینه
 
دی دې د زلفو ټال کې زانګي
د نورو ناست دي آنلاین وايي سبقونه
 
امانتي خو اسناد خو راکړئ
خدای به کرار کړي زموږ وطن کې دا جنګونه
 
دلته ګودر اوکلی نه شته
لیلا آیپد په لاس کې وړي نخرې کوینه
 
تکِ تنها ورته ولاړ یم
راباندې اوري دې د ټول جهان غمونه
 
پر موږ دې څه راوستل خدایه!
چنګیز امام شو اقتدا پسې کوونه
 
پر ما دې ګرد عمر روژه کړه
ستا د دیدن اختر به بیا کله راځینه
 
روژه خو هسکه لا ولاړه
زړګی مې غواړي ستا دسترګو اخترونه
 
د غم وریځې راپسې راغلې 
د ویر داوښکو به ژر راشي بارانونه
 
غم خو دې نه وي، جنګ دې نه وي
څومره جنګونه، څومره وګالو غمونه
 
عمر مې غم او جنګ کې تیر شو
خدایه نور ټول کړې د غم، جنګ دا ګلمونه
 
جنګونه څومره زورور دي
چې زړه له زړه او یار له یاره بیلوینه
 
نصیبه زه به دې بدل کړم
تر څو به ګالم ستا په نوم دا ټول غمونه
 
وجود مې ستړی نور له غمه
خوښي راولیږه چې غم مې در نه وړینه
 
دا په ځیر ځیر چې درته ګورم
تا کې مې نښې د کوم چا لیدلې دینه
 
داسې ځیر ځیر مه راته ګوره
زما د زړه بڼ کې دې وکرل غمونه
 
امید مې شته وطن به جوړ شي
پردي وطن کې زړه نه جوړ شول غلبیلونه
 
نن مې همځولي میلمانه دي
په کلي ګرځم بالښتونه ټولومه
 
ما ویل ملیمه دی اوس به لاړ شي
امریکا جانه؟ اوس اډې آبادوینه
 
 
 
مآخذونه: 
1_ http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_landy_aow_de_landy_you_3.pdf
۲- صادق،صادق الله(ټولونکی)، دمینې ټپې(د لنډیو ټولګه)، ګودر خپرندویه ټولنه،۱۳۸۷ ل کال، 
4- http://www.taand.com/archives/26693
 
                                                 دشپږمې برخې پای
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1256

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1412

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1910

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6134

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…