د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

اختریزی لنډی

ګرانو لوستونکو ! هیله ده لاندی څو اختریزی لنډۍ می اختر ته ( برګ سبز تحفه درویش ) و منی :
 
اختر خو راغی  روژه لاړه  ـــ   ليلا بۀ څوک په سرو منګلو ښکاروينه
اختر خو  بی نکریزو  راغی ــــ  زه به می سری شونډی تر یاره پوری وړمه
اختر پۀ ورځ دې لاس سره نکړه ــــ یار دی رانغی که نکریزی ګرانی دینه
اختره ژر ژر را رسیږه  ــــ  زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر نژدې دی ياره راشه ـــــ د دروازی پر ځای به غیږ در خلاصومه
که په اختر کی ته رانغلی   ــــــ  زه په سرو لاسو د چا غیږی ته ځمه
په اختر تا ته سینګار ښایی ـــــ  چی دی اشنا کلونه پس درته راځینه 
یار می اختر کی مسافر دی ــــــــــــ   زه  په نکریزو دیوالونه رنګومه
ته د اختر په سهار راشه ــــــــــــــ  په سرو لاسو به سلامی ولاړه یمه 
په اختر ډیر مه راته ګوره ــــــــ مور می میره ده په ما کلی خبروینه
اختر د کومی کوڅی راغی ـــــــ ور سره نسته په نکریزو سره لاسونه  
ستا د اختر مبارکۍ ته ــــــ زه به په تور پیکي کي سره ګلونه ږدمه 
لاس می ایله که خوله می واخله  ـــــ  لاس می میرې او شونډي ما سری کړي دینه 
کاشکي نکریزي د اختر شم ــــــــ  چي هره پیغله مي پر لاس تر شونډو وړینه
اختر ملنګ کچکول یی راوړ ـــــــ له ما نه غواړي د نکریزو خیراتونه 
اختره څومره بختور یی ـــــــ  چی چټی پیغلی هرکلی لره درځینه 
نکریزی لږ غوندی لمدی کړه ــــــ زه می پر لپو د لالي نوم رسمومه 
رنګ د نکریزو جنتی دی ــــــ په سرو لاسونو تور اوربل شانه کومه 
 
 
 
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1155

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1286

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1777

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5978

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…