د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سترګو په هکله ټپې

خواږولوستنکواو د ټپو مینوالو سترګې د انسان د بدن یوه ډیره  اړینه برخه ده ٬ سترګې دي چې  د الله (ج) د خلقت د ښایستونو په قدر او لمسولو پوهیږي او  د انسانانو تر منځ د دوستۍ او مینې محبت اړیکې ټینګه وي او کرکې له منځه وړي سترګې په یوه کاته سره د زړونو رازونه را پټه وي او په بدل کې خپل راز ورته پریږدي ٬ سترګې کتابونه دي او سترګې لوستونکي  هغه څه چې ویل یې د خولې په ژبه ګران او یا نا ممکن وي د سترګو په ژبه ویل کیدای شي ٬ سترګې په مجلسونو کې چوپتیا ماتولی شي  سترګې هر ځه هر ځه  کولی شي ځکه خو  کله طبیبې شي او کله قاتلې ٬ کله په زړو پرهارونه جوړ کړي او کله بیا هغه پرهارونو ته ګنډونکي شي ٬ کله  څارونکي شي  او کله غلا کوي ...  دا چې سترګې نور ځه کوي په لاندې لنډیو کې په يې ولولو
   
 
  سترګې د سرې لکه د زرکې  *** په پیښور کې د ثاني نشته مینه
سترګې د باغ بڼه د غنې  *** زړګی مې غنې ماتوي باغ ته درڅینه
سترګې د تورې په رانجو کړه  *** شونډو ته رنګ د دنداسې ورکه مینه
سترګې د تورې کړه را وؤځه  ***  د تورې سترګې سوداګر راغلي دینه
سترګې د ښې دي چې واړې دي  *** که لږڅه غټې وی خواړلی به د ومه
سترګې د بې اثره نه دي ***  لکه د کوډې مرۍ برګې برګې دینه
سترګې راواړوه جانانه  ***  د ستا د سترګو مې ډیر کړي ارمانونه
سترګې د وې وتلي نه وې ***  چې په کوڅه مو تیریدم نه د لیدمه
سترګې د ډیرې ښایسته دي  *** په شوګیرو به یې خرابې کړې مینه
سترګې مې ډیرې ولیدلې  ***  زما د یار سترګې منګلې لږوینه
سترګې مې ډیرې ولیدلې  *** چې پرې مین یم هغه سترګې نه وینمه
سترګې مې ډیرې ولیدلې  *** ما د جانان سترګې په خوب کې ژاړه وینه
سترګې خو تا ورکړي خدایه  ***  دا تور باڼه يې په زرګر جوړکړي دینه
سترګې راپورته کړه جانانه *** د زیړو ونه د په سر ولاړه یمه
سترګې مې تا لا توره ولې  ***  چې ته رانه غلې ما پرې اور ولږونه
سترګې مې پټې پټې کیږی *** د دیدن تږیه یاره خوب مې زنګوینه
سترګې د پټې که وده شه  ***  زه د دیدن ته تر سحره ناسته یمه
سترګو ته یوه سُلايي بس ده  ***  د ظالم لور پکې کڅوړې تشه وینه
سترګې نرۍ او تورې خواند کړي  ***  دا ګډې وډې سترګې ډمې توره وینه
سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه *** چې په کې ووینې ر سرو وینو ډنډونه
جینۍ وړه د یارۍ نه ده  ***  کم عقله مور یې ورته سترګې توره وینه
د کلا برج کړکي کړکي  دی  ***  په هر کړکي کې لیلا سترګې توره وینه
ما ته په سترګو کې حال وایه  ***  لارې کوڅې د غمازانو ډکې دینه
ما ته د سترګو تاوان راکه  ***  چې ته به نه وې ما به لارې ته کتنه
د ستا په سترګو کې پیریان دي***  چې په تا راشي جوټې ما ته راکوینه
پریږده چې دوه سترګې څلور شي  ***  لا به پیغور شي لا به مېنه شي مینه
نن مې د یار سترګې یادیږي *** خدایه ماښام کړې چې په خوب یې ووینمه
نن مې د یار سترګې یادیږي *** لکه سپین باز لوړې ژؤرې لټومه
د یار مې شنې سترګې خواښیږي ***  زه به دا تورې سترګې چیرته بدلومه
په زنکدن کې را حاضر شه ***  په خُمارو سترګو مې ته کیږده لاسونه
د جینۍ غټې غټې سترګې  *** چې رانجه ورکړي عالمونه غرقوینه
د سترګو جنګ د را ته زده کړ *** اوس به را زده کړې د باڼو اشارتونه
د جینۍ مړاوې مړاوې سترګې  ***  لکه ګلاب چې د دوه نیمو ورځو وینه
ګلاب چې مړاوی شي وچیږي *** سترګې چې مړاوې شي مُلکونه ورانه وینه
چینار به ولې پاڼې نه کړي  *** چې شاه لیلا ترې لاندې سترګې توره وینه
د جینۍ غټې غټې سترګې *** ډیره مې خواښه ده که پلار يې راکوینه
که مې څوک ښه شمیري یا بده  *** دا مې عدت دی نرۍ سترګې توره ومه
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1155

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1286

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1777

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5978

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…