د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د یار او یارۍ په اړه ټپې

وخت نه وخت په یارۍ باندې رنګا رنګ ټپې او مُصرۍ ویلي شوي دي چې ځنې یاري ستايي او د ژوندانه ټولې ښیګڼې په یارۍ کې لټوي او هر ځه ترېنه قُربان او صدقه کوي . خو ځینې بیا ټول کړاونه او ستونځې په یارۍ پورې تړي ګڼي    او نورو ته هم لارښونه کوي چې له دې غذاب ځخه ځان وساتي. تاسو درانو لوستونکو ته د یارۍ په هکله په لاندې ډول لنډۍ وړاندې کوم او هځه به وکړم چې ډیرې لنډۍ برابرې کړم


 

یار په یارۍ کـــــې ضامن غواړ ***  زه په پرادي وطن کې ځوک ضامن لرمه
یار مې دُبۍ کــــې مسا فر شو  ***  نور به باقي عمر په غـم کــې تیره ومه
یار مې زرګر دې پیښور دی  ***  ما ته به جوړ کړي د سروزرو پایزیبونه
یاره قسم را سره وکــــړه  ****  که نزاولـــــــي مې ساتې در سره ځــــــــمه
یاري دې نه کــــــــوم ډاریږم  ***  د لـــــــرې لـــــــرې تماشې به دې کــومه
یاري د جیګې جینۍ خواند کړي*** چې په ملا ماته شي تر ځټ خوله درکوینه
یاري د جیګې جینۍ خـواند کـــــــړي *** د پلو لاندې ســړی غلــــی تیر وینه
یاره راځه چې سـره لاړ شو  ***  وروستۍ خبرې به سپـیـنږیري خلاسه وینه
یاره وفــا را ســره وکــــړه *** کــه بـــې وافا شې زه به مـــړه له غمه شمه
عمر مې ټول غُربت کې تیر کړ *** یار مې راضا شو اوس بادشاه د وطن شومه
وطــن د یار سـره مـزاه کــړي  ***  چــې یار د نه وي ځه وطـــن ځه بې وطنه

ټګـــي د وکـــــــــــــړه ټګه یاره  ***  د ستا کــم اصله په یارۍ وشــــرمیدمه
خلـک جـوړه جــوړه ګــــرځیږي ***  زه مې د یار قبر ته ځــــــم ژاړه راځینه
یار مې په شنو سترګــو مین دی  *** زه به دا تورې سترګـــې چیرې بدلومه
لږ را نیږدې شه ښکلیه یاره  *** چې د ښایسته سترګو دې وکــړم دیدانونه
جینۍ وړوکــــي په یارۍ شوه ***  لـــویه به نه شي لاس وهینې شوه مینه
چې د یارۍ مطلب د نه وؤ  ***  زما وده زړګۍ د ولې ویښه ونه
زما د مینې یار ملنــګ شو  ***  اوس به دیرې د ملنګانو لـــټومه
ما ویل یواځې زما یار يې  *** د اختر ټال یې هر سړی د زنګوینه
یاره آینه دستمال د واخله  *** نه د یاري کړم نه د نښې ګـرځومه
ما د یاري کله کوله *** ســــــر تور ولاړ وې له ښیرو د ویریدمه
ما ته له ډنډ نه خټه راوړه  *** د اوسنۍ زمانې یار ترې وړه ومه
ستا د قسم په حُسن خپل وي*** که یار د بل وي ما ته راکړه ځوابونه
یار مې د جیګو غرو شپونکی دی*** ما ته به راوړي د وطن د غرو ګلونه
یار ته مې بد ولـــــي نه دي ***  نا حــــقه زړه زما نه ولې بدوینه
که لیونی یې زما یار یې  ***  دا لیوانیان د کلي چا ایستلي دینه
ستا یارانه د ونې سیوری *** کله په کله په نورو خلکو وینه
مخ په قبله مې د یار کور دی  ***  لمنځ بهانه کړم د خپل یار دیدن کومه

اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1583

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6341

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…