د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتو لنډۍ په اړه یو څو خبرې

 

د پښتو لنډۍ په اړه یو څو خبرې
 

ګرانو لوستونکو لنډۍ د پښتو ژبې او پښتو آداب هغه ارزښتمنه شتمنۍ ده چې د نړۍ یوه ټولنه یې هم نه لري د پښــتنو په سیمه کې د ډیر پخوا ځخه ټپې ویل کیږي . دا چې ټپې یا لنډۍ ځانګړئ شاعر نه لري او هر چا په هر وخت کې هر رنګ لنډۍ ویلې دي نو همدا لامل دی چې د ویلو او او جوړیدو نیټه يې ښکاره نه ده خو ځنې داسې لنډۍ هم شته چې په هر ځل ویلو سره يې لمړی ویونکی په سترګو کې انځوریږي د بیلږې په ډول د افغاني تاریخ ځلانده ځیهرې او د میوند د جنګ فاتحه ملالۍ هغه لنډۍ یادوولی شو چې ( که په میوند کې شهید نه شوې ــــ خدایږو  لالیه بې ننګۍ ته د ساتینه) کله چې دا لنډۍ دغازیانو ترغواږ ورسیده لکه غوسه شوي زمریان له هرې خوا په دښمن را توئ شول او دښمن ته يې د شرمه ډکه ماتي ورکړه.
 
لنډۍ لکه ځنګه یې چې نوم دی داسې د دوه لنډو کرښونه جوړه چې لمړۍ کرښه يې تر۹ سیلابو او دوهمه کرښه یې اوږده او د تر ۱۳  سیلابو اوږده وي دا دوه کرښې د معنی او مفهوم له اړخه پوره دي خو د وزن او قافیې له پلوه نیمګړي دي . په لمړۍ کرښه کې د موضو پیل او په دوهمه کرښه کې یې پایله یا هدف معلوم وي
 
د پلټونکو په حواله د لنډۍ ډیره برخه د ښځو لخوا ویل شوي ٬ کله چې په کلیو او بانډو کې د وادونو او نورو ښادیو پنډې جوړي شي نو ښځې ځو شپې پرلپسې تر سهاره ناستې وي سندرې او ټپې بولي دوه ۲ یا ځو ډلې جوړې شي او د يو بل سره مُقبله کوي هره ډله هځه کوي چې زر او ښه ځواب ووایي دا سیالي د سوال او ځواب په شکل او یا هم د رنګارنګ مُصرۍ په ویلو سره تر سره کیږي لاندې ځو بیلږې را اخلو
 
ســـوال ( د دې مُصرۍ ځواب مې راکړه***کور مې د سیند په غاړه دی له تندې مرمه)
 
ځـــواب ( د دې مُصرۍ ځواب د دا دی *** ځوک چې مین شي اوبه خواند نه ورکوینه)
 
ســـــوال ( د دې مُصرۍ ځواب مې راکړه *** ګُلۍ یوه مرغۍ مې دوه ویشتلي دینه )
 
ځــــواب ( د دې مُصرۍ ځواب د دا دی *** جینۍ یوه یاران یې دوه نیولي دینه )
 
او
 
( جانانه راشه چې په خولا شو *** عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه
 
پیزوان مې ستا په بریت کې ښخ شو *** تر دروازې پورې جوړه در سره تلمه
 
تر مُشادۍ لونګۍ د جار شم *** په سر د ستا ده مزاه ما ته راکوینه )
 
په همدې ډول دا لړۍ تر هغه راوانه وي تر ځو چې یوه ډله پړه ومني او یا خو د سحر لمر را واخیږي
 
کله چې په وادونو کې سندرې ویل کیږي وایونکي ډیر وخت کوښښ کوي چې د هغو کسانو نومونه په لنډۍ کې یاد کړي کوم چې دوئ یې د ښادۍ په مراسو کې ګډون کړی لکه لاندې مُصرۍ
 
( دا نن ښادي د اکبر خان ده *** صبا ښادي به د ګلاب غیږې ته وړمه
 
د اکبر خان خواښۍ لپاره *** زه به سندرې تر صبا پورې کومه
 
دا نن واده د اکبر خان دی *** مبارکي به یې مور او پلار ته ورکومه )
 
په لرو پرتو کلیو او بانډو کې ځوانان په حجرو کې سره راټولیږي او سيباتونه او میلې جوړه وي او د ټپو په ویلو سره د ژمي اوږدې شپې رڼې کوي. هغوی هم دا د لنډیو سیالي تر سره کوي او پړه ډله د بل وار راټولیدو مصارف په غاړه اخلي او د یو یا دوه چرګانو اولا خو د لاندي غواښې په پخیدو سره د لنډیو سیالۍ ته لار جوړه وي ( له بده مرغه اوس دا ډول ناستې ډیرې کمې تر سترګو کیږی)
 
په ځنو سیمو کې د غم په ورځ هم د ویر ټپې ویل کیږي هغه داسې چې کله ځوک مړ شي نو د کورانۍ غړي يې او نور خواخوږي يې په ژاړا کې د غمجنو مُصرۍ په ویلو سره د زړه بړاس وباسي لاندې مُصرۍ ته ځیر شۍ
 
ما د اوږدې لارې شمارلې *** زه د دې لنډو لارو ځه خبره ومه
 
ما د قیامت تمه لرله *** ظالم مرګي را نه جُدا په دنیا کړېنه
 
لنډۍ په لیکونو کې هم غټه ونډه لري دوستان ٬اشنایان ٬خپل خپلوان ٬ مسافر او عاشقان یو بل ته په خطونو کې په زړه پورې مُصرۍ لیږي دوستان د خپلې دوستۍ اظهار کوي اشنایان٬ خپلوان د یو بل په پیژاند ګلوي او خپلوي فخر کوي ٬ مسافر د خپلې روغتیا ٬ کار او راتګ حال بایانوي او عاشقان خپلې ګیلې ٬ غمونه ٬ ناخوالې ٬ کړاونه ٬ د کلیوالو او غمازانو ظلمونه او د ریبار د دوه رنګۍ ځخه سر ټکونه د لنډۍ په ژیبه کې لیکي. دلته یې ځو مثالونه را اخلو
 
دوستانو یو تر بل ځاریږۍ *** ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شوونه
 
دوستانو ما ته دعا وکړۍ *** چې مې په خپل وطن کې وشي نصیبونه
 
زما خواږو خواږو دوستانو *** له تاسو بیل یمه ژوند خواند نه راکوینه
 
کاغذا لاړ شه په هوا شه *** په مسافر اشنا مې وایه سلامونه
 
سالو به حالا خپل په سر کړم *** چې د اشنا وطن کې کیږدم قدمونه
 
په بسم الله به د اشنا کړم *** په کلیمه به د یارۍ ته راضا کړمه
 
اشنا زما نه مرور دی **** په ځه خبره به په خولا راسره شینه
 
خدایه ته ما ګل د ګلاب کړې *** چې د اشنا په غیږ کې پاڼې پاڼې شمه
 
وطن د زیړو ګلو باغ دی *** د مسافرو په کې نه شته نصیبونه
 
مسافري مې کړي نه وی *** ځان مې د سیند په اوبو وړی وی مینه
 
روژا به تیره په سفر کړم *** اختر ته کلي ته درځم خوشاله یمه
 
چې خط مې درشي ور ته ژاړه *** ما چې لیکه ورته مې ډیر ژاړلي دینه
 
تا ته یوه کړي ما ته بله *** رویبا د خپلې یارۍ دم پکې تړینه
 
قلمه زر زر پرې چلیګه *** خط مې د یار په لوري ځي ناوخته شونه
 
چې خط مې در شي اور په بل کړه *** چې زما مینه پکې شنه لوخړه شینه
 
سلام د راغی ته را نه غلې *** په کار مې نه دي بې دیدنه سلامونه
 
کاغذ ه بخت کې تر ما ښه یې **** زما سلام دی ته به وکړې دیدنونه
 
خدایه دا پورې کلی وران کړې *** د دوه مینو یې ناغې تړلي دینه
 
تر مونږه ښکته پنجاب ښه دی *** په دوه مینو باندې نشته بندیزونه
 
همداسې د ساز او ټنګ ټکور په برخه کې مُصرۍ ځانګړی ځای او خواند لري د پښتو ژبې ډیرو سندرغاړو په خپلو کسیټونو او سي ډي ګانو کې په بیلابیلو طرزونو او کمپوزونو کې ټپې ویلي دي ځنې سندرغاړي مستې ټپې د مست ساز سره ځنې د اتڼیز ساز او ځنې بیا غمګینې ټپې په داسې انداز سره بللي چې نیغ په نیغه د اوریدونکي په زړه اثر کوي په سترګو کې د اوښکو چینې تاندې کوي او د ګریوان دښتې خړوبه وي.
 
لکه ځنګه مو چې وویل ډیرو سندرغاړو ټپې ویلي دي خو د پښتو ژبې خوږ غږيې سندربول هاروون بادشاه ټپو ته نوی رنګ او ښکلا ورکړه هغه د ( اول به کله کله غم وو *** اوس مې پټي شوؤ کاروندې پکې کرمه) په ویلو سره په لنډيو کې نوي ساه را ژوندۍ کړه وروسته د ټولو د مینې وړ سندرغاړی رحیم شاه دا ساه پسې اوږده او ځانګې ځانګې خواره کړه او په همدې کمپوز يې په اُردو کې چې ( پهلې تو کبي کبي غم تا *** ابي هر پل مې تیرې یاد ستاتي هې) د یو ښکلي موزیک سره ټپې وویلې چې دا وخت ټپو خپل وزرونه تر هندوستان٬ ایران او تاجکستان پورې وغړول د هند نامتو سندرغاړي اُلتاف راجا هم ټپې زمزمه کړې او نورو داري او فارسي ژبو سندرغاړو هم
 
د اوس لپاره همدومره......‏
 
چې پښــــتانه پکې اوسیږي *** زړګی مې غواړي چې پرې وشیندم ګلونه
 
دا اخیري مُصرۍ د دا وي *** اخیر یې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
 
په مینه «« ځدراڼ »» سویډن
 

اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1256

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1412

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1910

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6134

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…