د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د لنډيو ځانګړتياوې

د دیوانونو شعرونه که د عربی عروضو تابع دي خو دا شعرونه نه یوازې د عربي عروضو څخه بی نیازه دي بلکه د سېلاب (Syuable) سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه (۹) سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده (۱۳) سیلابه ده . د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق ، تاثیرات یې تر نر اغیزمن او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسی نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستی ، اټن ، غم او د خوښی د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سره لوستونکو ته وړاندې کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده . که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې دا راز شعرونه یوه بله مجموعه د ترجمی سره مينوالو ته وړاندی کړو . د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايې . لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لری . چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې (۱۳) سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو شعری فورمونو کې نه ليد ل کيږی . په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم ته يو ځانګړی فلسفه مو جوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم . لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايې چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :
 

د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

 
 

اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1583

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6341

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…