د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مصره

لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميو ند په جنګ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :
 
که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه
 
د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احسا سات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو .
 
او بر يې خپل کړ . زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې .يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :
 
باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه
 
د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي .بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ،چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی . د لنډيو کتا بونه چاپ شوی ،خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :
 
د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه
 
د لنډيو وو يو نکي ز يا تره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :
 
سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه (۱)
 
لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .
 
زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه
 
په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحا لی ،مينت ،پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حا لت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حا لت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :
 
جانانه دومره را سره واي
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1659

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1610

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1829

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2356

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6593

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…