د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات

په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ،ساده دول راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود فورم ورته يو خاص خو ند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ :
 
زلفی دی بی شماله ښوري
لکه استاد شاګرد ته لښته خو ځو ينه
 
دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سره تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرافت با يد د يوي لښتی سره تشبيی نه شی ،خو د لښتی تا ندوالی او د ګوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړاو ته يې ځیر شو . که د استاد د لښتی خو ځول شاګرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خودا هم بی ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې :
 
بدرګه که محبت راسره نه وايې
يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک
 
که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی او ارز ښتنا که پا نګه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ،چې دغه پا نګه خداي (ج) يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی دی او کمال يې په دی کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پير يال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږی ،حتی کلتوري مسا يل په ډيره ساده ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ :
 
که مور او پلار دی خداي رضا کړل
د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه
 
زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دادود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او دهغوی د رضا حا صلول يوه حتمې خبره ده ،خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماګان هم ددي صلا حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ :
 
په ما دی ټول کلۍ خبر کړ
په تا دې يو دادا خبر دی زړه دی چو ينه
 
دلته هم دکليمو درواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .اوکه دغه راز په ډاګه شی ،نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی . چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه سر غړاويې ته مجبوروی . لکه دا لنډۍ :
 
په توراور بل مې جنګ جوړ يږی
زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه
 
چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مر حله ده چې سړی خپل استو ګنځی پر يږدی .او دنا خوالو له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملا متيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه ده . ځکه هغه دچا خبره ده . (دمينې نازولی حا لت ته جنون وايې ) نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ،نوهغه به ولی نه جنون کيږی .دوی چې جنون شی ،نو ددونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او بلا خره د جنون په سمندر لا هو شی .او خپل هر څه دخپلی ميني نه قر بان کړی . هغه د اختر و صيب خبره چې
 
سرو مال به درته دوه په ميدان کيږدم
کو مه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه
 
نو دغسی پښتا نه مينان هم ځان یو له بله قر بانوی . او داخو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ :
 
د غرغری ميدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دار ته خيژوينه
 
خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال فخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې :
 
خاونده ټوله مې تری زار کړی
زما په سر يې غرغري منلی دينه
 
په بای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا فی وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې وې او پښتون دی اباد وې . او خدای (ج) به پری د ابدی عمر پيزو وکړی
 
عمر دی ډير شه خپله ياره
زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1583

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6341

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…