د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

و لسې لنډۍ

 

اب کوثر جانانه راشه

د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه

اب و دانه مې شوه تمامه

ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه

الله دې تا په چا مين کړي

چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه

الله درې ژر تياره ماښام کړي

چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه

اباسين بيا پۀ څپو راغی

پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه

اباسين بيا څپې څپې دی

هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه

اباسين راغی غاړې غاړې

پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه

اپت وهلي کښت ته راغلم

نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه

اټې اټې زلفې دې توی شوې

د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه

اجر و جزا د عمل حق ده

څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه

احمده خدای دې جنتي که

تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه

اختر به بيا وطن ته راشي

زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه

اختر پرون ؤ پرون تېر شو

دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه

اختر پرون تېر شو عالمه

د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه

اختر په منډه منډه راغی

نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه

اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه

اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ

څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه

د اباسين څپې دې يوسه

چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه

د اسری منګولې نری غاړه

ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه

د اواړه ستا د زړه لپاره

چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه

د اوبو غړپ کولی نشم

په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه

د بې وفا جانان د لاسه

د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

د بې وفا نامه دې راکړه

تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه

د تور لحد نه مې زړه بد دی

ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه

د تورو زلفو په ځنګل کې

يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه

د تورو سترگو ديدن راکړه

راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه

د ټپو وار راسره کېده

ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه

د ټپې وار درباندې راغی

شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه

د ټولو بدو به توبه کړم

جانانه ستا دمينې نه توبه کومه

د جانان ژبې ته حيران يم

څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه

د جانان غم زما سايه ده

چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه

د جانان مرگ راته اسان دی

چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه

د جلا لا ګودره وران شې

په جنکودې سا لنډی ولګاو نه

د جنازې بازو مي نيسه

چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه

د جنکو کاپرې سترګې

لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه

د جنۍ څانګې وانګې ونه

ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

د چا په شنې سترګې خوښيږي

څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه

د خپل وطنه به دې ورک کړم

ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه

د خولې مې تورې وينې لاړې

زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه

د ډاره غږ کولی نشمه

د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

د روغيدو تمه مې نه شته

جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

د ريبارانو ځای جنت دی

خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه

د ريبارانو ځای دوزخ دی

خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه

د زړګي سره ناچاري ده

مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه

د زړه دپاسه مې امبار شه

د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه

د زلزلې پشانتې راغلی

زه دې محفل کې د خبرو وويستمه

د زلفو تار مې اوبو دروړو

په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه

د سپينې خولې قيمت دې وايه

که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه

د سپينې خولې ياران دې نور دي

شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه

د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه

کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه

د سور سالو مېرمن ته وايه

نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه

د طالبانو دا عادت دی

د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه

د غرغرې ميدان ته راشه

سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه

د غرور جام به دې نسکور شي

په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه

د فکر ټال دې راته جوړ کړو

ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه

د کبرجن جانان د لاسه

د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

د کشمالو منجيله وکړه

چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه

د کوه قاف غر ته ختل دي

څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه

د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي

چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه

د ګودر غاړه ورته نيسه

د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه

د لرې مرم د نږدې سوزم

افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه

د لنډۍ ونې نه دې ځار شم

لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه

د ماز د يګر ګودره وران شی

په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

د مازد يګر ګودر ته راشه

ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه

د مازد يګر ګودر له راشه

زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

د مازد يګر ګودر له مه ځه

پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه

د مرګي هسې نوم بدنام دی

زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

د مړوند خوب چې چا ليدلی

د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه

د مساپر يار زنکدن دی

مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه

د مسافرو ډلې راغلې

زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه

د ملکنډ د سر توتي وای

په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه

د ملنګانو سره مل وای

ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه

د ملنګۍ کچکوله مات شې

چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه

د منکو ټو کتار يې جوړ کړو

لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه

د منګوټو کتار يې جوړ کړو

لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه

د ناز کتو دې اثري کړم

د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه

د ناستې ځای دې راته ښايه

چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه

د نيمې شپې راتګ دې ورک شه

زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه

د نيمې شپې سندرې خوند کا

څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

د وطن تيګې مې خوراک وای

نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه

د وفا تمه ترېنه مکړه

بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه

د يار يوه شوه زما بله

نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه

د يدن دی سین کړه را لا هو کړه

زه په غاړه دګودر ولاړه يمه

دا اوسني زلمي د څه دي

د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه

دا به د پاک الله رضا وي

چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه

دا به له ما نه پوره نشي

چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه

سبا به لوړ چنار ته خيږم

باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه

سبا مې ستا په تهمت وژني

غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه

سپوږميه سر وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه

چې شين خالۍ زلفې په شا راواړوينه

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه

که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه

سپوږمۍ راوخته رنا شوه

په سپين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه

سپوږمۍ سلام به درته وکړم

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

ستا به ګيله له ما نه کيږي

ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه

ستا په بڼو مې زړه زخمي شو

د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه

ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې

اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه

ستا په جفا مې پروا نشته

ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه

ستا خو به تمه د ديدن شي

په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه

ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو

زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه

ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده

زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه

ستا لوپټه زما کفن شه

چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه

ستادښايست دوران به تېرشي

جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه

سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ

اوس به ی د باز پشان تړلې ګرځومه

سترگې په چل غړوه ياره

دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه

سترگې خو تا ورکړې خدايه

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

سترگې دا ستا سترگې زما دي

ما درته کله د يارۍ ويلي دينه

سترگې دې تورې په رنجو کړه

شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه

سترگې دې تورې کړه راووځه

سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه

سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې

دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه

سترګه وهل مې درنه زده کړل

اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه

سترګي خو تا ورکړې خدايه

کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه

سترګي دي ډکي تو مانچي دي

چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه

سترګې به هر چا تورولی

په ټول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه

سترګې په چل غړوه ياره

اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه

سترګې ديدن وکړي مړې شي

شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه

سترګې دې تورې کړه راووځه

د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه

سترګې دې ولې واړولې

د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه

سترګې مې اوباسئ لايق يم

چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه

سترګې نرۍ تورې مزه کا

دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه

سترګی هوسۍ صراحی غاړه

بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه

سر په تېشه وهل اسان دي

فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه

سر لاندې غټه تيګه کېده

پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه

سلام زما په ځان منظور کړه

د مسافرو سلام کله کله وينه

سورت ياسين راباندې وايه

په ما خولې د زنکدن راغلي دينه

سورت ياسين راباندې وايه

چې مي سختۍ د زنکدن اسانې شه

شال يې په سر اوږی په غاړه

ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه

شاه دګودر له لوری راغله

لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه

شاه دګودره روانيږه

زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه

شاه دګودره روانيږه

لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه

شو ماز د يګر ګودر له لاړه

په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه

شو ماز د يګر ګودر له لاړه

لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه

شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو

خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې

چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه

شونډې به يې ولې پستې نه وې

مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه

شونډې شربت کړه ماته يې راکړه

زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه

ښه ده چې ته له خيره راغلې

کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه

ښه ده چې ستا له لورې وشوه

چې ملامته درته زه نه شوم مينه

ښه ده چې سترګې دې وړې دي

که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه

ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې

د زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه

ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم

د شرم باز به مې په ولو ګرځونه

ما په ګودر د جنو ښخ کړی

ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه

ما خو د ليرې نه صحي کړې

نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه

ما د کوچي د عمره ځار کړې

د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه

ما د کونړ د سيند نه ځار کړي

زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه

ما د ګودر په غاړه خښ کړئ

چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه

ما د نصيب نه تېښته وکړه

نصيب زما د لارې مل راسره ځينه

ما دګودر په غاړه ښخ کړی

چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه

ما دې ټوپۍ په سر ګڼله

د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه

ما زد يګر تل لری خاونده

چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه

ما سره سم ګودر له لاړ شه

منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه

ما سره سمه سيالي مه کړه

ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه

ما له مې وړی زړگی راکړه

زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه

ما له وړوکي ريبار ځار کړې

چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه

ما ويل يوازې زما يار يې

د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه

ما وې د غمه به دې مړ شم

قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه

ما يارانه کله کوله

سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه

ما يې د ورور د سترګو ځار کړې

ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه

ما يې د ورور د سترګور ځار کړې

دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه

ماته دې دومره ديدن بس دی

چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه

ماته رباب په لاس کې راکړئ

چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه

مازديگر چېرته وې چې نه وې

خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه

مازديګر پيغلی ښی اغلی

منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه

مازديګر لمونځ دې قبول مشه

ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه

مازديګر لمونځ رانه قضا شو

نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه

مازديګری دی سوال قبليږي

خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه

مازديګری دی ښېرې مکړه

ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه

مبارکي راکړئ عالمه

چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه

مبارکي راکړئ عالمه

د تهمتونو سره يار قبوله کړمه

مبارکي راکړئ عالمه

نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه

مخ په قبله مې د يار کور دی

لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه

مخې ته راغله راته ژاړي

د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه

مرګيه دومره صبر وکړه

يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه

مرګی په تنګه کوڅه راغی

ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه

مړ مې د يار په کوڅه يوسئ

چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه

مساپري په بې غمي کړه

زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه

مساپري دې ډېره وکړه

راځه راځه روزي به خدای رارسوينه

مساپري سخته خواري ده

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه

مسافر ته شوې خواره زه شوم

خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه

مسافر مه وژنئ عالمه

چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه

مسافري دې روزي مه شه

زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه

مسافرۍ خوړليه ياره

پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه

مسافرۍ خوړلی راغلی

قربان قربان دې د زړو جامونه شمه

مسافرۍ مې زړه نری کړ

چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه

مسافرۍ نه ستړی مشې

اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه

مسلماني په چاكې نشته

مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه

ملنګه دوه ګټې دې وکړې

يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه

منگيه بخت ته دې حيران يم

اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه

منګي کې موری اوبه نه شتهخ

زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه

منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل

د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه

منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم

د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه

منګی به تخرګ ګودر له ځمه

دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه

مور يې د کلي شومړې غواړي

لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه

مور يې د کلي شومړې غواړي

لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه

مور يې ماڼو ورته لوګی کړې

زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه

مورې توپک کمربند راکړه

په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه

مورې د مخه دې شرمېږم

ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه

چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه

مورې کوچيانو ته مې ورکړه

کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه

مورې لنډۍ توپك مې راكړه

په مامينه جينۍ بل ته وركوينه

مورې لنډۍ توره مې راکړه

په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه

مين زړګي ته مې سلام دی

چې تمامي عمر په صبر تېرومه

مينه په تګ راتګ زياتيږي

مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه

مينه په تلو راتلو زياتيږي

کله راځه کله به زه درځم مينه

مينه د مينې پيدا کيږي

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه د مينې پيدا کيږي

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مينه دروغو زړونوكاردى

زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه

مينه کې هر څه هر څه کيږي

په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه

مينې دې داسې لېونی کړم

په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه

نارې وهم نارې مې نه اورې

هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه

نجلۍ په سر دې منګی مات شه

چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه

نجلۍ د بام په سر کږه شوه

ورسره کوږ شومه د پانډه ولوېدمه

نجلۍ کږه شوه ماته نشوه

د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه

نجلۍ که ټوکی د بخمل دی

يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه

نجلۍ وړه د يارۍ نه ده

کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه

نجلۍ ولاړه په لمانځه ده

پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه

نری نری لوګی ترې خيږي

د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه

نړۍ مريح ته رسيدلې

موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه

نښې دې ډېرې ما سره دي

نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه

نصيب مې خپل دی رارسيږي

مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه

نصيبه وسوزې ايره شي

تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه

نن خو مې ډير ياديږې ياره

خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه

نن د ګودر په لاره مه ځه

ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه

نن مې د قبر خواله راشه

مبارکي د نوي کور راکړه مينه

نه به انځر د ورځې ګل شي

نه به زما زړگی د غمه خالي شينه

نه دې د ځان نه دې د بل کړم

د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه

وايم چې داسې ځای ته لاړ وای

چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه

وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو

يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه

ودرېدی نشمه غورزيږم

تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه

ودې ويشتم پورته دې نه کړم

خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه

وربل يې پوړې پوړې راغی

بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه

ورشه د يار خبر دې واخله

چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه

ورکه د کور کلي ياري شه

د زنې سر مې دېوالو وسولاونه

وطن به ستا لپاره پرېږدم

چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه

وطن د مور او پلاره خوږ دی

جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه

وطن مې تن ،تن مې وطن دي

دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه

وطن مې ستا له غمه پرېښود

خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه

ولاړه اوسه چې دې وينمه

چا دې صفت راته کوو راغلی يمه

ولې دې سر په زنګنو کړ

ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه

ولې دې مخ زما نه پټ کړ

اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه

ولی به زه ور پسی نه مر م

اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه

هر کله راشې د يار غمه

که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه

هر مازد يګردی لوی اختر دی

ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه

هغه دې هېر دي که دې ياد دي

چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

هغه ساعت به کله راشی

چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه

يا خو زما په زړه تياره ده

يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه

يا خو زما نصيب خراب دی

يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه

يار مې په اوم کې زه اتم کې

يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه

يار مې په شنو سترګو مين دی

زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې هندو زه مسلمان يم

د يار لپاره درمسال جارو کومه

ياره زموږكلي ته راشه

يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه

ياري په تور او په سپين نه ده

دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه

ياري په تور او په سپين نه ده

زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه

ياري خو تا پرې کړه کمبخته

که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه

ياري خو تا کړه ما خو نکړه

اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه

ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي

د پلو لاندې سړی غلی تېروينه

ياري د زور خبره نه ده

که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه

ياري د شنې لښتې ګوزار دی

چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه

ياري دې ټوله د ټګۍ وه

ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه

ياري دې نه کوم ډاريږم

د لرې لرې نندراې به دې کومه

ياري دې نه وه خوب ليدل و

څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه

يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی

خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه

يو اخيري مصره دې داوي

اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه

اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1659

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1610

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1829

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2356

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6593

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…