د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتو لنډيو ژوند څلورنيمو زرو کلونو ته رسيږي

پښتو هغه منظوم شعر دى چې تر اوسه يې په بله ژبه كې سارى نه دى ليدل شوى، پښتو لنډۍ يو ځانګړى جوړښت لري، چې لومړى بيت يې ۹ سېلابه او دويم ۱۳‏يې سېلابه دى، چې په ټوليز ډول ۲۲ سېلابه كېږي. د دې لپاره چې د پښتو لنډيو په اړه مو د مالوماتو كچه لوړه شي، نو په دې اړه مو له ښاغلي استاد حبيب الله رفېع سره مركه كړې چې تاسې درنو لوستونكو ته يې د لوستلو لپاره وړاندې كوو.
حكيمي: که لومړی د لنډيو د نامه په اړه راته وواياست، په ځينو سيمو کې ورته لنډۍ وايي په ځينو کې مصرۍ او په ځينو سيمو کې ټپې وايي.
استاد: دا چې لنډۍ د يو لوی ملت، ګډه پانګه ده او دا ډېره ستره، قېمتي او ارزښتناکه پانګه ده، ما چې تر اوسه مطالعه کړې د نړۍ په ولسي ادب کې مې د لنډۍ جوړه نه ده پيداکړې. له همدې امله پښتنو ته ګرانې دي او داسې پښتانه به ډېر لږ پيداشي چې يا يې نه وي زده او يايې جوړې نه کړي، له همدې امله په هر ځاى کې پرې له شرايطو سره سم نومونه اېښودل شوي دي، البته دا د ولس نومونه دي، ځينو خلکو تعبيرونه ترې کړي لکه يو تعبير يې دا دی چې لنډۍ يو لنډ شعري ټولګى دی، يعنې نهه سېلابه يې لومړۍ مصرۍ ده او ديارلس سېلابه يې دويمه مصرۍ ده او دا ټول دوه ويشت سېلابه کېږي، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. بل تعبير يې دا کړى چې لنډۍ د مار يو ډول دی او هغه ډېر زهرجن مار دی يعنې ډېر اغېزمن دی او د چيچ زهر يې ډېر زر اغېز کوي. دوی د لنډۍ دا مطلب او هغه ښکلي الفاظ دوی ډېر اغېزمن بولي دومره موثر او اغېزمن يې بولي لکه لنډۍ چې په وجود ژر اغېز کوي، دا هم په احساساتو داسې اثر کوي او احساسات راپاروي، ويښوي او څپاند کوي يې، له همدې امله ورته لنډۍ وايي. او بل په لره پښتونخوا کې ورته ټپه وايي، د ټپې هم ډېر تعبيرونه شوي، دا چې له ټپ سره تړاو لري يعنې داسې اغېز لري چې په سړي کې ټپ جوړوي، زخم جوړوي دا معنا هم لري. مصرۍ هم ورته وايي ځکه دا دوه مصرۍ دي او سره راټولې شوې دا يې يوه معنا ده او بل مصرۍ يوه توره ده چې هغه په مصر کې جوړېده او په پښتنو کې ډېره مشهوره ده، ... په ما دې کړي د مصرۍ تورې واورونه... دا هم د اغېز له امله ورته د مصرۍ نوم اخيستل کېږي چې دا هم ډېر اغېز لري. په دې سربېره ځينې نور ولسي نومونه هم لري د بېلګې په توګه، غريبۍ، غريبۍ په هغه وخت کې چې يو څوک مسافر شي، يا کوم غم پرې راشي، له ځانه سره ناست وي او غمجن او لنډۍ وايي، دې ته غريبۍ وايي، غړنګې هم ورته وايي، ډېر نومونه يې نور هم شته چې ما اورېدلي دي. په هر حال دا ټول نومونه د لنډۍ له اغېز او تاثير څخه اخيستل شوي. په ټولو کې دا نغښتي چې لنډۍ يو ډېر اغېزمن شعر دی او په احساساتو او عواطفو ډېر ژور اغېز لري. د شکل له نظره هم په ډېرو ښکلو الفاظو جوړ شوی، او د موضوع له نظره يوه ژوندۍ موضوع په دې دوه مصرو کې ځای کېږي او لکه يو سر تړلی ځنځير دی چې موضوع بل ځای ته نه ترې ځي، په دوه مصروکې يو ښکلی مضمون ځايېږي او انسان ته يو ښکلی مفهوم لېږدوي. له همدې امله د لنډۍ اغېز هم د شکل او الفاظو له نظره او هم د معنا له نظره ډېر زيات دى ډېر اغېزمن دى، له همدې امله لنډۍ ته دوى زيات ارزښت ورکوي.
حكيمي: استاده! سړی دعوه کولای شي چې د تراژيدۍ ډک يو ډول ژانر دی، ځکه چې له دريو نومونو څخه مصرۍ، چې له مصرۍ تورې اخيستل شوې، تاته به خاورې خولګۍ درکم، پر ډال دې نشته د مصرۍ تورې واورونه، يا لنډۍ چې له ماره اخيستل شوې يا هم ټپه چې دا هم له ټپ څخه اخيستل شوی دی، سړی دعوه کولای شي چې لنډۍ يوازې يو تراژيدي ډول شعر دی.
استاد: تاسې پوهېږۍ چې تراژيدي يوازې دغه حالت ته نه وايي، کله کله سړی ډېر خوشاله شي وژاړي، يعنې له دې څخه د لنډۍ اغېزمنتوب مطرح دی، ډېرې لنډۍ دي چې هغه تراژيدي نه دي خو ډېر اغېزمن او ښکلی تصوير لري:
په ګودر سور سالو ښکاره شو
ماوېل په تورو اوبو اور ولګېدنه
څومره لوی اغېزم پکې پروت دی.
بېلتونه راشه ستړی مشې
زړه مې پښتون دی مېلمه نه خپه کوينه
د پښتونولی ټوله فلسفه په دې يوه لنډۍ کې راځای شوې ده.
ځان يې زړو جامو كې جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه
دا د غربت يو لوی تصوير دی، د پښتنو د غربت خو په عين حال کې د ښکلي ذوق ښې ثليقې، يعنې غريب هم کولای شي چې د ژوند په مسايلو کې هم له ذوقه کار واخلي، نو په دې اساس لنډۍ يوازې تراژيدي نه دي، بلکې زما نظر دا دی چې په لنډۍ کې د پښتني ټولنې هر هغه څه چې دوی ورسره سروکار لري شته او پکې نغښتل شوي دي، يعنې دوی د پښتنو ټولو پوښتنو ته ځواب وايي، لنډۍ د پښتنو ټولې غوښتنې منعکسوي، او په لنډيو کې د ژوند ټول حالات را نغښتل شوي دي.
حكيمي: تاسې يو وخت ويل چې په لنډيو کې ډراماټيکې لنډۍ هم شته، چې په لنډيو کې خبرې اترې شوې، د يوې ډرامې بېلګه مو ورکوله، اوس مو په ذهن کې داسې كوم څه شته؟
استاد: هو بالکل ولې نه، ډېرې دي.
په سپينه خوله مې د پرار وکړ
زه به بخيلې مور ته څه ځواب کومه
مور ته دې داسې ځواب ووايه
زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه
كه مور دا وايي چې دا بې منطقه خبره ده، نو:
مور به مې داسې راته وايي
منګی دې روغ په خوله دې راوړل پرهارونه
دى بيا وايي
د مورکۍ ځواب دې ديه داسې
منګۍ په خټه زه په زغه ولګېدمه
او بيا چې ځواب منطقي هم وي ورته وايي چې،
د مورکۍ ځواب خودې اوس جوړ کړ
په دې ملاله خوله مې کېکاږه غاښونه
دا ډول دي لکه:
زړه مې له سترګو ګيله من شو
چې ديدن ته کړې، عبث غم زه تېرومه
سترګو له واره ځواب ورکړ
چې مين ته يې اوښکې بيا زه تويومه
دا ډول ډراماټيکې لنډۍ ډېرې زياتې دي، د ژوند ښکلې ښکلې صحنې چې په ژوند کې پېښېږي، هغه په هر ډول په لنډيو کې ځای شوې دي، د بېلګې په توګه ما مخکې وويل چې لنډۍ سرتړلی ځنځير دی، ليکن په پوښتنه او ځواب کې بيا سوال په يوه لنډۍ کې او ځواب په بله لنډۍ کې، بيرته يې هره يوه ځانګړی سرتړلی ځنځير دی.
حكيمي: د کاکړيو غاړو سره که چېرې سړی لنډۍ پرتله کړي، کوم ډول به يې لوستونکي ته آسانه وي، کاکړۍ غاړې او که لنډۍ؟ د تصوير او موضوع له پلوه کوم ژانر پکې ځواكمن ښکاري؟
استاد: لنډۍ د ټولو پښتنو په ټوله پښتونخوا کې خپور ادبي ټولګى دی، نو داسې پښتون او پښتنه به پيدا نکړې چې يا يې لنډۍ ويلې نه وي او يا يې لنډۍ زده نه وي، نو په همدې اساس د کاکړيو يا د غاړو ساحه وړه ده، هغه په ټوله پښتونخوا کې خپرې نه دي، بل د کاکړۍ جوړښت ځانګړی دی، دا چې ته وايې چې لنډۍ دوه ويشت سېلابه ده او هغه يا څوارلس سېلابه دي يا شپاړس سېلابه دي هغه معمولا څوارلس او شپاړس سېلابه دي، مصرې يې يا اوه اوه سېلابه دي يا اته اته، هغه بېله موضوع ده په آسانۍ کې رول نلري، هغه خپله هماغه يو ټولګى دی، خپل مطالب او خپلې غوښتنې لري، هغه هم تقريبا د لنډيو په لار روان يو ټولګى دی، د ژوند ټول مسايل پکې رانغښتل شوي، حماسې لنډۍ پکې شته، ټولنيزې لنډۍ پکې شته، حتی تر کومه چې مامطالعه پکې کړې، په ځينو ځايونو کې له لنډۍ نه هم حساسې دي، په هغو کې د ژوند مسايل ډېر ژر ژر منعکس کېږي، په لنډۍ کې مسايل ډېر ورو ورو منعکس کېږي لکه:
د ښو ټوپکو استاکاره
د ښو ځوانانو مرګ به ستا له لاسه وينه
دا د ټوپک د وخت لنډۍ ده لېکن اوس د توپ او مزايل لنډۍ ډېرې کمې پيدا کېږي، خو غاړې چې دي هغه بيا روانې دي د ژوند نوې پېښې ټولې پکې نغاړل کېږي لکه:
راځه چې دواړه توکل کړو، زما چارګل په سګرېټ ورکړو
دی وايي:
زما دې خاورې شي ځواني، چې ستا چارګل په سګرېټ ځي.
نو په دې کې د سګرېټ، اورګاډی او نوي مسايل هم رانغاړل شوي دي، نوي مسايل چې راځي ډېر ژر په غاړو کې ځای شوي دي، په لنډيو کې لږ په ځنډ هغه راځي تر کومه چې ما مطالعه کړې، ليکن په هر صورت، د لنډيو كړۍ لويه ده، او د کاکړيو وړه ده، نو په همدې اساس يې هېڅکله له لنډيو سره په پرتله کې نشو اېښودلی.
حكيمي: تاسې د نوو خبرو يادونه وکړه چې په کاکړيو کې ځای شوې او په لنډيو کې تر اوسه نه دي ځای شوې، په لنډيو کې هم داسې بېلګې اوس شته، لکه يوه طنزيه لنډۍ وايي:
قبر مې سورى کړه حال مې ګوره
چې مبايل مې اوس آنتن نه ورکوينه
يا بله يوه وايي:
چې دې ياري په مسېجو شوه
له داسې مينې دې خپل ځان ډېلېټومه
د دغه ډول کلمو يا هم د نورو کلمو راوړل په لنډيو کې څرنګه کار دی؟
استاد: لنډۍ د ولس مال دی، دا چې ځينې کسان لنډۍ جوړوي، هغه بېله خبر ده، ډېر کسان په دې کلونو کې د لنډيو په څنګ کې يې خپله لنډۍ جوړې کړې او مجموعې يې جوړې کړې. لېکن هغه لنډۍ شوې نه دي، هغه وخت لنډۍ کېږي چې د ولس سايکل يا دوره ووهي له هغې وروسته ولسي ادب کېږي او ولسي لنډۍ ترې جوړېږي، لکه په لنډيو کې زياتې لنډۍ شته چې د طالبانو، يا د عالمانو لنډۍ دي:
کتاب تمام طالب روان شو
تر حجره ګرده تاوېدم په لمبو سومه
يا نور ژور ژور منطقي مسايل دي چې په لنډيو کې رانغښتل شوي دي، ليکن هغه عامې شوې نه دي، لا د ولس نه دې شوې او د ولس ادب ته نه دي ننوتې. ولسي لنډۍ هغه لنډۍ دي چې شاعر يې په ولس کې ووايي او شاعر يې په ولس کې ورک شي، لنډۍ په ولس کې خوره شي او بېرته يې موږ د ولس له خولې راواخلو.
کله کله داسې کېږي چې يوه لنډۍ يو ځاي يو ډول ويل کېږي خو بل ځاى په بل ډول، لکه:
يار مې د خوست زه د تيرا يم
خدايه خوست وران کړې چې جوړه تيرا ته ځونه
خو دا لنډۍ بل ځاى داسې ويل کېږي چې:
يار مې د کوټ زه د تيرا يم
خدايه کوټ وران کړې چې جوړه تيرا ته ځونه
د دې بدلون لامل ستاسې په نظر په څه کې دی؟
استاد: دا د ژوند د کولو لپاره، هر شی هڅه کوي ژوند وکړي، د هر څه مبارزه روانه ده، لنډۍ شفاهي شی دی، له يوې خولې بلې خولې ته ځي، له يوې سيمې بلې سيمې ته ځي، په دې لېږد کې داسې بدلونونه پيدا کوي چې غواړي پکې د خپل پايښت لپاره له هغو څخه کار واخلي لکه دا لنډۍ چې يار مې د کوټ زه د تيرا يم دا لنډۍ که خوست ته ځي، دا لنډۍ که د کوټ او د تيرا وي پنځه ورځې وروسته يادېږي ځکه که له خپلې سيمې سره مينه لري، نو په همدې اساس دا منطقوي نومونه بدلېږي، سيمه ييز اتلان پکې بدلېږي، په يوه لنډۍ کې په يو ځاى کې يو کس اتل وي خو هغه لنډۍ چې بل ځاى ته ځي بل اتل مومي، د هغه ځاى مشهور اتل ورسره اچول کېږي چې دا لنډۍ ژوند ورسره وکړي. حتى لنډۍ يو بل کمال هم لري، لغتونه بدلوي، د لغتونو په بدلېدلو سره ژوند کوي اوس دا لنډۍ د زرګونو کلونو لنډۍ ده:
سپوږميه سر وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه
دا (جون زانولسونيو) يو پښتو پوه څېړونكى دى هغه وايي چې دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريايان به د شپې لخوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې سپوږمۍ راوخېژي او دوى د سوما بوټي لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوي واى شيره يې خرابېدله، نو دوى به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست او ټول به راټول وو بيا به يې د دې بوټي لو کاوه او له هغه به يې شيره ايستله او له هغه به يې مشروب جوړول چې دوى ته ډېر مقدس وو او له هغه به يې استفاده کوله. دا لنډۍ يا له څوارلسم وړاندې ويل شوې، يا په داسې ځاى کې ويل شوې چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخېژي يا هر څه چې دي د مينې لخوا دا لنډۍ ورته ويل شوې ده چې
سپوږميه سر وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه
نو په دې لنډۍ کې چې کوم لغتونه دي دا په ژبه کې عادي دي، فکر کېږي چې دا لغتونه يې هم د وخت په تېرېدو بدل شوي ځکه که هغه زاړه لغتونه واى نو په هغه څوک نه پوهېدل نو هغه يې همداسې پرې اېښي دي.
يادا چې:
مازديګرۍ دى ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه
دا د لمر پالنې د وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لوېده نو په دې وخت کې به لمر پالونكو عبادت کاوه دوى باور درلود چې په دې وخت کې هره دعا قبلېږي، نو په همدې اساس ګوري چې مينه (معشوقه) ښېرې کوي او هلته مازيګر دى نو وايي چې:
مازديګرۍ دې ښېرې مه کړه
ته به د ناز ښېرې کوې ريښتيا به شينه
دا د هغه وختونو لنډۍ دی خو کليمې يې نوې دي او ټولې بدلې شوې يوازې فکر يې را لېږدولی دی، ما وويل، چې هغه يو کس جوړوي، ليکن د کس په نامه ځکه نه وي چې هغه ټولنې ته ځي، ټولنه يې لکه شعر هسې نقد کوي، ټولنه پرې نقد کوي، ډېر شيان ترې توږي، او خلک پکې ښکلي ښکلي لغتونه اچوي او خراب ترې باسي، نومونه پکې بدلېږي، ځايونه پکې بدلېږي په ټوله پښتونخوا ګرځي او ژوند کوي او ټول پښتانه ورسره بلدېږي.
حكيمي: تاسې د څو لرغونو لنډيو يادونه وکړه د تاريخ له نظره څېړونکو دا خبره تر کومه ځايه رسولې چې لنډۍ له کوم مهال راهيسې ويل کېږي.
استاد: د لنډيو لرغونتوب د آريايي سندرو له لرغونتوب سره سم دى، علامه کهزاد دې خداى وبښي هغو د افغانستان په تاريخ کې يو عجيب ابتکاري کار کړى هغه وايي چې په نړۍ کې د هېوادونو ژوند دوه برخې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، ليکن د افغانستان ژوند درې دورې لري، يوه تر تاريخ وړاندې دوره ده، يوه د سرودونو او داستانونو دوره ده او يوه هم تاريخي دوره ده، د سرودونو او سندرو دوره داسې مهال ده چې خط لا ندې رامنځته شوى، لېکن د ولس شعور د شعر په ژبه رامنځته شوي چې هغه لومړى ويدي سندرې دي، ويدي ورکې سندرې دي د آريانا ويجه په خاوره کې کابو څلورنيم پنځه زره کاله پخوا ويل شوې دي، بل د ريګوېدا ده چې دا هغه مهال دى، چې کله له بلخ څخه لېږدېدنې پيل شوې او آريايان له هندوکش څخه را واوښتل او پښتانه په موجوده پښتونخوا کې مېشت شول، يوه برخه آريايان پاس ته ولاړل يوه بله برخه هند ته لاړل په دې وخت کې د ريګويدا سرودونه ويل شوي چې پکې د پښتني سيمو د قبيلو، سيمو، سيندونو او ځايونو نومونه راغلي، په همدې دوره کې د پښتو ژبې کليمې هم ليدل کېږي او دا هغه وخت دى چې پښتو ژبې هم تشکل کړى، او دغه ادبيات پښتو ژبې ته له آريايي ژبو څخه له ويدا او اوستا څخه رالېږدېدلي دي، په دې اساس د پښتو لومړنۍ سندرې د ماشومانو او ميندو سندرې ورپسې لنډۍ دي، دا له همغو آريايي سندرو څخه ډايرکټ يا نېغ په نېغه رالېږدېدلي دي، ځکه موږ د ماشومانو او ميندو په سندرو کې داسې مصرې لرو چې هغه سګنالونه دي او معنا نلري، چې دا ترې ښکاري دا د هغه وخت د ژبې لغتونه دي چې مستقيما راغلي او په پښتو کې پاتې دي:
اکو بکو سرسيندکو... هېڅ معنا نلري، يا هم اللؤ لؤ...
بل د ويدي سرودونو يوه برخه داسې هم شته چې هغه دوه ويشت سېلابه دي، شمېر يې نه او ديارلس نه دى خو ټولګه يې دوه ويشت سېلابه ده، بل غاړې دي چې د هغو زيات وزنونه په اوستا کې شته، اوستايي سندرې دي چې د هغو زياتره په اوو او اتو سېلابو کې ويل شوې دي، د ماشومانو او نورې ورته سندرې شته چې وروستني وزنونه يې په هغو ژبو کې هم لېدل کېږي. نو په همدې اساس د پښتو د ولسي ادب ژوند د پښتو له پيدايښت سره سم دى کله چې پښتو د آريايي ژبو په کورنۍ كې سترګې غړولې ورسره سم پښتو ولسي ادب هم سترګې غړولې او ځينې شيان يې تيار له هغه ځايه را اخيستي او په څپله ژبه کې يې حل کړي دي، او ساتلي يې دي چې تر ننه پورې رارسېدلې دي، نو د لنډيو ژوند ډېرو لومړيو کلونو يعنې څلورو څلورنيمو زرو کلونو ته رسولاى شو.
حكيمي: کله مو د لنډيو په تاثر کې کوم شعر ليکلى دى او يا له لنډيو سره کومه خاطره لرئ لکه الفت صاحب چې په خپلو خاطرو کې يوه خاطره ليکلې،
تا چې پرمخ څپېړه راکړه
د اوښکو ډکې سترګې چا ته واړومه
استاد: زه د ولسي سندرو او لنډيو په غېږ کې لوى شوى يم زه تر لس کلنۍ او دولس کلنۍ پورې په کلي کې وم زه بالکل د فلکوري او ولسي ادب په غېږ کې را لوى شوى يم ما په هغو محفلونو کې چې ښځو به پکې راز راز سندرې ويلې يا به اتڼونه وو، زموږ کلۍ درې برخې دى، په منځ کې يو ځاى شګه ده، په دې شګه کې به د شپې اتڼ وو دلته به يې په منځ کې اور بل شوى وو او شاوخوا به يې اتڼونه کول، ډولونه به وهل کېدل، د دغو خلکو څېرې به د لوړو لوړو کلاګانو باندې لويې لويې ښکارېدې زه به هم ورته په بام ناست وم او د دې خلکو هغه لويې لويې څېرې به مې ليدلې چې تر اوسه يې زما هغه تصوير په ذهن کې پاتې دى، نو ما په کلي کې ژوند کړى، له لنډيو سره مې ژوند کړى او د لومړي ځل لپاره چې ما د شعر په نامه کاغذونه تورول، ما لنډۍ، غاړې او نورې ولسي سندرې هم ليکلې، يوه لنډۍ چې هغه وخت ما ليکلې وه او بيا يې د ځينو خلکو له خولې اورم.
بېلتون ټوپک شو را ته ډک شو
ناڅاپه ټک شو په زړګي يې وويشتمه
دا لنډۍ کابو پنځوس کاله وړاندې ما ليکلې وه او اوس يې د ځينو ځينو له خولو اورم، نو زه ويلي شم چې زه د لنډيو په غېږه کې رالوی شوی يم او له لنډيو څخه ډېر خوند اخلم زه فکر کوم چې لنډۍ ډير موجز او موجز ادبي ټولګى دی، زه يې هېڅ ټولګى ساری نه وينم، زه يې د نړۍ په پرمختللي ادب کې هم سارى نه وينم، نه دا چې زه پښتون يم او پښتو لنډۍ مې اورېدلې، دا خبره د پښتو لنډيو د هغو اعجاز له امله کوم چې په درويشتو سېلابونو کې يې سمندر را نغاړلي دي هغه په کوزه کې سمندر کيسه ده، ځوانانو ته زما توصيه داده چې د لنډيو په ټولولو کې په ډېره امانتدارۍ هڅه وکړي، راټولې يې کړي او ويې ليکي ځکه يو شمېر د لنډيو ټولګې چې خپرې شوې دي يو څه مصنوعي لنډۍ پکې ټولې شوې، خو بيا هم د اصلي او مصنوعي لنډيو تر منځ توپير شته، داد ځوانو فولکلوريستانو دنده ده چې دې ته پوره پام وکړي په لنډۍ هر اړخيزې څېړنې وکړي، لنډۍ د هره اړخه، د جوړښت، موضوع او صراحت له اړخه ورته کار وکړي، پښتو ټولنه دوديزه ده خو لنډۍ هغه هرڅه په ډېر صراحت بيانولاى شي:
سبامې ستا په تومت وژني
ځاى دې راستۍ دى چې منکر نشې مينه
سبا مې ستا په تومت وژني
غولی جارو کړه چې په شړک مې وينې ځينه
ډېر داسې مسايل دي چې ډېر په جرئت سره هر څوک، معشوقه او هر څوک خپلې خبرې بيانولاى شي، دغه راز نور مسايل هم بې له وېرې او محدوديت پرته مطرح کېدلاى شي.
اساسي برخه: پښتو لنډۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1256

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1412

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1910

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6134

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…