د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ماخټکی وخوړئ

ژباړونکی او چمتوکوونکی : سراج الدین کلیوال هرات ښار

ماخټکی وخوړئ.

 

درې ملګري چي يو ئې کندهاری ،بل ئې کابلی او درېيم ئې هراتی ول ،  يوه دوکان ته ولاړل او يو دانه خټکی ئې رانيوه.

کله چي کور ته ورسېدل، نو يو هغه نورو ته وايي، چي داخټکی خو ډېر کوچنی دئ او زموږ درې وا ړو نه بسېږي ، داسي کار به وکړو، چي

اوس به بيده سو، هرچا چي ښه خوب وليدئ ، خټکی به هغه ته ورکړو، چي يوازي ئې وخوړي.

کله چي سهار سو، او درې واړه ملګري له خوبه راوپاڅېدل، نو يو بل ته ئې وويل چي څه خوب مو وليدئ.

کابلی وايي، چي ما په خوب کي وليدل چي زه په جنت کي يم ، او ډېري ښې مېوې راته پرتې وې.

هراتی وايي ، چي ما په خوب کي وليدل، چي ډېري پيسې مي پيداکړي وي او ډېر ښه ژوند باندي تېروم.

کندهاری ته وايي، اوس ته خپل دخوب کيسه وکړه، چي بيا ښه خوب مالوم کړو.

کندهاری ورته وايي، کله چي تاسو ويده واست، ما ته خوب نه راتللی، خوولاړسوم خټکی مي وخوړئ.s

 

 دکښ کولو فعل ګردان کړه 

ښوونکی : د کښ کولو فعل ګردان کړه ؟

زده کوونکی : ما کښ کړ، تاسو کښ کړ!.

ښوونکی : ولي چپ سوې ، هغه نور څنګه سوه ..

زده کوونکی : نورو ته نه رسېږي ، ځکه ما کښ کړ، تاسو کښ کړ، بالا پرې سو.

 

 زه تللی يم ، خو خبر نه يم 

يو سړی مسجد ته ولاړ سي او کله چي راوځي ، نو څپلۍ ئې نه وي ..

ځان ته وايي، عجبه ده ، زه تللی يم، خو خبر نه يم .

 

 دوې پيالې ما ته هم راوړه 

يو پنجاپی خپل مېرمني سره يوه  کاپي شاپ ته ولاړسي .

کله چي کاپي شاپ والا د فرمايش لپاره ورته راغئ ، او ورته ئې وويل چي څه شي غواړئ .

مېرمن ورته وايي، دوې پيالې قهوه (کافي ) راوړه .

پنجابی هم ډېر ژر ورته ووايي، چي دوې پيالې ما ته هم راوړه .

 

 پنځه دقيقې مخکي مي ولګاوه 

يو سړی داورلګيت خاشه ئې په لاس کي وه ، او غوښتل ئې چي اور پري ولګوي ، خو هرڅه ئې کوشش کاوه، نه لګېدی، ملګری ئې ورته

وويل ، کېدای سي خراب وي .

دی ورته وايي نه ، دغه پنځه دقيقې مخکي مي اور پرې  ولګوئ  .

 

زوکړي نېټه د ي کله ده .

ښوونکی : زوکړي نېټه دي کله ده ؟

زده کوونکی : د حمل په پنځلسمه .

ښوونکی : کوم کال؟

زده کوونکی  : هر کال .

 

   زړه دي دئ ، چي زه ئې وګټم او ته ئې وخوړې   

 

يوترک خپل نس وايي، ترکله به ئې زه ګټم او ته به ئې خورې .

نس لخوا ورته ځواب راغئ، زړه د ي دئ چي زه ئې وګټم او ته ئې وخوړې .

  پرېږده چي سقوط وکړي  

يوه طياره له  لندن څخه و افغانستان ته راروانه وه ، چي ناڅاپه د تخنيکي ستونزو سره مخامخ سوه ، ټولو نارې وهلې چي څه به کېږي ، يو

افغانی په خپل څوکی چپ ناست و، يوه  مسافر ورڅخه پوښتنه وکړه ، دلته خلک نارې وهي ، چي طياره سقوط کوي ، او ته چپ ناست ئې .

افغاني ورته وويل ، زما ئې په څه ، زمادپلار مال خو نه دئ ، پرېږده ئې چي سقوط وکړي .

 

 

 هغه هم زما سره دکالو په مينځلوکي مرسته کوي 

ديوه پنجاپي څخه خپل ملګري پوښتنه وکړه ، چي ته نه شرمېږې ، خپل دمېرمني سره دلوښو په مينځلو کي مرسته کوې .

هغه ورته وويل، څه وکړم، کله چي کالي مينځم ، بيا هغه هم راسره مرسته کوي .

 

 حيوان پېژندنه 

يوې ښوونکي په ټولګي کي زده کوونکو ته د حيوانانو دپېژندني په هکله درس ورکاوه .

ښوونکي  يوه زده کوونکي ته ديوه حيوان پښه ورښکاره کړه ، چي داپښه وګوره، او بياد حيوان نوم راته واخله .

زده کوونکي ورته وويل چي زه ئې نه سم پېژ ندلی.

لږ وروسته ښوونکې له زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه ، چي نوم دي څه دئ ، چي يوغټ صفر درکړم ؟

زده کوونکي خپله پښه ورته ښکاره کړه ، او ورته ئې وويل زما نوم هم زما دپښې څخه پيداکړه .

 

 

تردې ځايه خو په خير راورسېدم

يوه سړي خپل ځان له سل پوړيزي ودانۍ څخه راواچوه، کله چي پنځوسم پوړيز ته راورسېد، ځان سره ئې وويل ، تردې ځايه خو په خير راغلم .
 
 

ويل ئې چکش نه لرم .

ملي اردو يوسړی دخپل ماندينې او خواښي د وژلو په تور ونيسي او محاکمې ته ئې وړاندي کړي .

کله چي محاکمه پيل سوه، قاضي وسړي ته وايي، چي ته په دې تورن سوی ئې چي خپل ماندينه او خواښې دي دچکش په ذريعه وژلي دي .

محاکمه کي دننه، دسړي ګاوندي نارې کړه ، چي ای ، آی ....

قاضي بيا هم داخبره وکړه ، چي ته په دې تورن ئې چي خپله ماندينه او خواښې دي دچکش په ذريعه وژلي ...
 

بيا دسړي ګاوندي چيغي کړې ، چي آی ، آی...

قاضي مخ دسړي و ګاوندي ته کړ، او ورته ئې وويل زه پوهېږم، چي ددې قاتل په هکله عصباني ئې، او بايد ډېره لويه جزا ورکړل سي ، خو

ددې نه وروسته به نارې نه وهې، که نه بيا دي دمحاکمې څخه باسو..

دسړي ګاوندي ورته وويل، زه په دې نه يم عصباني ، چي دڅه کړي او تاسو ورته څه سزا ورکوئ .

زه په دې عصباني يم، چي په تېرو پنځلسو کلونو کي چي زه به کورته ورغلم، چي چکش راکړه، راته ويل ئې چي موږ چکش نه لرو.

 

پرده ورته جوړه کړي

ديوه سړي ديخچال دروازه خرابه سي ، اخير ورته يوه پرده جوړه کړي .

 

تبه مي ښکېدلې ده .

يوسړی خپل دملګر ي دعيادت لپاره  ولاړئ .

ملګری :  اوس څنګه ياست ؟

ناروغ : اوس مي تبه ښکېدلې ده ، يوازي غاړه مي درد کوي .

ملګری : غم مه کوه ، هغه به هم انشاء الله وښکېږي .

 

مخکي درې وو او س څلور سولو

 

يوځوان خپل دمور او پلار سره يوځای د مرکې لپاره يو کور ته ولاړسي .

کله چي خبري وسوې، نو دنجلۍ او هلک پلار ومور وايي، چي هلک اونجلۍ دي يوازي خبري وکړي ، چي يو او بل سره ښه وپېژني .

هلک  نجلۍ ته وايي، خوري تاسو څو خويندي او وروڼه ياست ؟

نجلۍ ورته وايي، مخکي درې وو، اوس څلور سولو .

 

دلېوني مالومول

يوه پلار غوښتل چي خپل زوی وډاکټر ته ښکاره کړي ، چي لېونۍ دئ که نه .

کله چي مرستون ته ولاړسي ، ډاکټر دسړي وزوی ته وايي، دغه  کبکير يوسه او اوبه ماته راوړه  

سړی ورته وايي، زما زوی اوس بيخي ستړی دئ ، رائې کړه ،چي زه ئې درته راوړم .

 

 

ښه ، دټلفون کتاب تاسو وړی وو

يوه زده کوونکي وړل سوی کتاب بيرته کتابتون ته يووړ، کله چي ئې تسليم کړ، دکتابتون مسؤلي ورڅخه پوښتنه وکړه ، چي کتاب څنګه و،

جالبه وه که نه؟

هغه ورته وويل، کتاب کي  داشخاصو ذکر ډېر سوی وو، خو ما کوم خاص داستان پکي ونه ليدی .

مسؤله ورته وايي، ښه زما دټلفون کتاب تاسو وړی وو.

 

بيابه پوه سې .

افغانستان کي يوه آمريکايي ته د مرګ سزا واورول سي .

کله چي داعدام وخت راسي، نو قاضي ورڅخه پوښتنه کوي ، چي ته دلته يو مېلمه ئې ، نو تاته ددې اجازه درکوو، چي خپل دمرګ نوعيت په

خپله انتخاب کړئ .

امريکايي له څوډولونو څخه دګازپه ذريعه خپل مرګ ته ترجيع ورکړي .

آمريکائي د ګاز ويوې کوټې ته بوزي ، کله چي هلته ولاړسي، په خندا پيل وکړي ، چي داڅنګه ښه کوټه ده ، چي سر ئې خلاص دئ .

قاضي ورته وايي، خانده ، هرکله چي دګاز ډبې دي پر سر راووريږ ي ، بيا به پوه سې .

اساسي برخه: ټوكې ټكالې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1654

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1820

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2343

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6582

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…