د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي پر یوه داستاني ټولګه چې د (رژیدلي ارمانونه) په نامه یادیږي یو څو لنډې خبرې

b_150_100_16777215_00_images_luddinsafi_razidali.jpg

 

 
د ښاغلي مفتاح الدین ساپي  پر یوه داستاني  ټولګه چې  د (رژیدلي ارمانونه) په نامه یادیږي یو څو لنډې خبرې
زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب  پاله هیواد افغانستان کې پښتو  ژبه  د نورو ژبوپه څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، پیاوړې او دعلم د پراخو سر چینو لرونکې اود سترو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ژبه  ده .
 که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو،  ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې  پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په  وسیله  د علم، کلتور، ادب  او هنر رنګینه  نړۍ، روښانه  او ځلانده  ساتلی  ده .
ښاغلی مفتاح الدین ساپي له هغو علمي او ادبي سټو څخه دی چې زموږ د پښتو ادب  د پرمختګ او پراختیا په  برخه کې یې  د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له  لارې ګټوره  او اغیزناکه  ونډه اخیستې ده .
ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان  زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په  مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې  زیږیدلې دی .
ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل اوامریکې کې پای ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته  په  بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .
ساپي صاحب  یو پیاوړې  لیکوال، خوږ  ژبې شاعر، غښتلی او پوخ  داستان لیکونکی ،  تکړه   ډرامه  لیکونکې او وتلې  ژباړونکې دی .
ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه  ژباړلي اوخپاره کړي دي . د ده ادبي اوفرهنګي  سټه   نه یوازی په  هیواد کې د ننه  بلکې په  بهر کې هم  پیژندل شوې ده . دی په انګریزي  ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .
دساپي صاحب  چاپ شوي اثار دا دي :
-   نړیوالې سندرې (ژباړه)
-  سپیدې- نړیوال شعرونه ( ژباړه)
-  مات وزر- نړیوال  لنډې کیسې  ( ژباړه)
-  ادبي او هنري څیړنې
-  نیمګړي انځورونه – (شعري ټولګه)
-  رژیدلي ارمانونه  د ( لنډو کیسو ټولګه) 
او همداسې د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او مطبوعاتو کې  د ده ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې خپرې شوې دي .
د ښاغلي  مفتاح الدین  ساپي  د ( رژیدلي ارمانونه) په  نامه د لنډو کیسو ټولګه   پر (۲۰۱۵ ) زیږدیز کال کې چاپ  شوې  ده . 
ښاغلي ساپي  په  ډیر اخلاص سره  د خپل دغی کتاب  یو ټوک ماته  ډالۍ کړ ، ماهم په  ډیره  مینه او پاملرنې سره  دا اثر  ولوست .
په دې کتاب کې (۶)  غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي .  ده  په خپلو  کیسو کې  زموږ  په  جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې  د لوټمارو،  تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې او د دوی  وحشت او دهشت، وژل ، ترور او بې پتي،  جنایت او ظلمونه  ، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول،  د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدلو او ځوریدلو  هیوادوالو  فریاد، اوښکې، ویرونه،  سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه  او همداسې  د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو  زړه  بوږنوونکو پیښو تصویرونه  چې د بشریت  په  تاریخ کې ساری  نه  لري  په  ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې  داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي  په  زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې،  ولولې، انساني، اخلاقي عواطف  او احساسات  راپاروي .
 د ادب  قدرمنو او درنو  مینه والو ! 
دا داستاني ټولګه   زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه  د نورو لیکوالو اثارو په  څیر،  هغه  اغیزمن  او ارزښتمن  اثر دی، چې په څو واره  لوستلو ارزي .
زه ښاغلي  مفتاح الدین ساپي  ته  د دې  ګټور  اثر  د چاپولو له  کبله مبارکي  وړاندې کوم اود ده  دلا نورو  بریوو او هستونو په هیله یم .
په  ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…