د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ما ولولئ پوه به شئ!

b_150_100_16777215_00_images_think12.jpg

 

 

کله مو داسي کار کړی چې وروسته پري پښیمانه شوي یاست او نتیجه یې بیا څه شوي؟ 
پورتنۍ پوښتنه مې ددي لپاره وپوښتله چې موږ یو کار کوو خو نه پوهیږو چې داکار به منفی او یا مثبته پایله ولري او کنه، خو داسي کم کارونه وي چې تري خوشحاله اوسو. ځینې کارونه دي چې په پایله کې یې یو ډول سوچ او فکر راسره مل شي، چې په نتیجه کې مو ځای د رواني ناروغانو روغتون شي.
پوهیږی چې دا ناروغی کومه ده؟ هو سوداي ناورغي.
په ساده اصطلاح سودا دي ته وایي چې یو څه مو کړي وي او وروسته پري پښیمانه شوي یو او په دي سوچ کې یو چې کاش داسي نه وای شوي. ولي مي داسي وکړل؟ اف نور ددي ژوند نه ستړی راغلی یم. دا او دي ته ورته نوري جملي مو په زهن کې ګرځي راګرځي چې بیا سړي ته ذهنې ناروغي پيدا شي او بلاخره ځینې بیا دي ته مجبوره شي ځان وژنه وکړي.
څنګه ددي ناروغی څخه ځان خلاص کړو؟
لومړی دا چې موږ په دي عقیده او باور لرو، چې مشکل حل کوونکی الله ج دي او په هر حال باید شکر وباسو او صبر وکړو.
لومړی د پوهانو نظر او وروسته د ځینو تجربې درسره شریکوم چې څنګه ددي ناروغی په مقابل کې یې مقاومت کړی او ځان یي دځان وژنې نه بچ کړی.
ویلیام جمز وایي: (( پیښې هماغسې چې دي، وي منئ او ځان تیار کړئ چې دغسې یې ومنئ، ځکه د پیښو په ریښتني توګه منل د هغود بدو پایلو او بدمرغیو سره مبارزې لومړی ګام دی)).
لین یوتانک وای: ریښتینۍ ارام هغه وخت منځته راځې چې سړی ترټولو سختې پیښې او ترټولو بدې پایلې ومنې.
یو پوه وایي: (( د خپل ژوند په ټولو دورو کې د پرون پرمخ اوسپنیز ور کلک وتړئ( هغه پرون چې اوس نورنشته) او همداسي د راتلونکې په وړاندې یوه پولادي پرده وځړوه (هغ سبا چې لا نده راغلي) نو بیا د فکر په ډاډ نن ژوند تیرکړئ.
تیر پخپل حال پریږدئ چې په مرګ او نیستۍ کې ښخ شي. همغه پرون چې بې عقله خلکو ته د پناه کیدنې او مرګ په لور لارښود دی، لري وغورځوئ.
که مو د پرون او د راتلونکې ستونزي او مسایل سره یوځای کړل نو دا یو ډول رنځ دی او نتیجه یې هم داشي چې ترټولوقوې خلک هم له پښو غورځوي. راتلونکۍ همدا نن ورځ ده سبا نشته او هغه څوک چې د راتلونکې سودا کوي بیځایه زور اوبه کوي او ځانته فکري او عصبي بوختنیا او ستونزي پيداکوي.
یوه لنډۍ ده چې وایي: 
                            ارمان ارمان تیره سعته
                            پیدابه نه شي که ملنګ درپسي شمه
ریښتیا هم چې تیرشو هیرشو. هغه شیبه چې تیره شوه نو بیا نه راځې. پورتنۍ  وینا موږ ته دا راښی چې هغه پرون چې و، هغه تیره شو، که ته هرڅومره خواري وکړي نو په لاس نه راځې. موږ مسلمانان یو او په دي مو یقین دی چې په غیبو یواځې او یواځې الله ج پوهږي، نو د سبا په اړه زموږ فکر هسی بابیزه دی، ځکه نه پوهیږو چې یو څو شیبې وروسته به ژوندي یو او که به مو دي نړۍ سره خدای پامانې کړي وي، نو ځکه وایې چې همدا نن غنیمت وګڼه او خوند تري واخله او خپل کارونه دي په ښه ډول بې له کوم سودا پرمخ بوځه.
بل ځای کې وایي: (( د راتلونکي او تیرو دوه لویو بلاګانو پرمخ یو کلک ور وروتړئ)).
ریښتنې ژوند هم همدا شیبه ده چې موږ یې په ښه خوشحالیو تیرکړو. لوبرت لولي استونتون وایي: (( هرڅوک کولی شي چې خپل بار ترماښامه یوسي که ډير دروند هم وي. هرڅوک کولای شي خپل کار که ډیر ګران هم وي وکړي، هرژوندی موجود کولای شي ژوند په خوند، شوق، صبر، حوصله او مینه او پاکۍ له سهاره ترماښامه تیر کړي؛ د ژوند مانا او ریښتیا تردي بل څه نه دي هو، دا هماغه څه دي چې ژوند یې له موږ غواړي)).
اوس غواړم چې د هغه چا تجربې درسره شریکې کړم چې په یوه ستونزه کې راګیر شوي دي او څنګه یې ددي ستونزو څخه ځان خلاص کړی او پایله یې څه شوي:
میرمن شلیدز، د مشیګان اوسیدونکي، مخکې لدي چې پوه شي ژوند له سهاره ترماښامه ښه تیریدای شي دومره نهلیې شوه چې د ځان وژنې هوډ یې کړي و خپله کیسه داسي کوي: په ۱۹۳۷ کال کې چې میړه مي له لاسه ورکړ او دغم په یوي ځواکمنې پيښې کې ونښتم، له بلې خوا نیستۍ او غریبۍ راباندې چپاو راوړ، خپل پخواني بادار ته مې لیک ولیکه او سیمه ایزو کلیو په ښوونځیو کې د کتابونو د پلورلو خپل پخواني کار مې تري بیا وغوښت، د میړه ترناروغۍ دوه کاله مخکې مو
خپل موټر پلورلی و، په ډير تکلیف مې دومره پیسي پيداکړي چې د یوکاریدلي موټرد کرایې له پاره بس وي او د کتاب پلورل مې بیا پيل کړل.
فکر مې کاوه په سیمه ایزو کلیو کې به ګرځیدنه زما غم ټکور کړي خو یوازې والی ترپخوا ډیره زورولم او دا راته ترزغم لوړ ښکاریدل، نورو خلکو ډیر څه ګټل او ما د موټرکرایه هم نه پوره کوله. په ۱۹۳۷ کال کې په مسیوري کې پرکار بوخته وم، نیستمنې، ضعیفې، خرابتیا او یوازي والی راباندې دومره زور راوړی و چې د ځان وژنې تکل مې وکړ، د هیلو هیڅ رڼا نه ښکاریده، د ژوند د دوام هیڅ وسیله نه وه هره ورځ به چې کار ته تلم، ویریدم به چې د موټر کرایه به ورنکړای شم او د کور اجاره به وځنډيږي، د ولږي د ارامولو لپاره به یوه مړی ډوډۍ پیداکړم او دا چې ورځ په ورځ کمزوري کیږم، د ډاکټر او د دوا پیسې به پیداکړم، یوازيني شي چې زه د دغې ناسمې کړنې نه ایساره کړم هغه زما د خور مینه وه چې زما سره یې لره پوهیدم چې زما په مړینه به سخته خفه شي او ترټولو بد دا چې زما د ګور او کفن خرڅ به یې له کومه کولای، په همدې وخت کې یوه مقاله ولوسته چې د غم او سودا له لوی دریاب نه یې راوویستم او د ژوند په هواره لاره یې د نیکمرغۍ او سکون لور ته روانه کړم. 
زه د هغې لیکنې یوه جمله نه  هیروم(( هره ورځ هوښیار سړي ته د نوي ژوند د پيل ټکې دي))، ما له ورځپاڼې دا جمله بیله کړه او د موټر مخامخ ښیښه کې مې ونښلوله چې تل مې سترګوته مخ وي، ورورو وپوهیدم چې تیر هیرکړم او د راتلونکې سودا ونکړم او هره ورځ سهار ځان ته ووایم چې نن یو نوی ژوند پیلیږي. په دي طریقه وتوانیدم چې د یوازي والي او اړتیا له ویري او سودا ځان وژغورم، نن په ګرمۍ او پوره شوق ژوند تیروم. په خپل کار کي بریالۍ یم)).
دا سمه ده چې هریو باید یو مشخص هدف ولري او ترخپلې وسي دي کوشش کوي خو چې نه کیږي نو نه دي کیږي بیانو ولی یې په اړه سوچ وهو. هلک وای کله چې ځوان شم. ځوان د پخوانې فکر کوياو بیا د واده خبرې کوي او بیا هم نه پوهیږي چې تردي شاته څه دي ورو ورو یوازي والي ته ځې او بیا په ډیره ناهیلۍ هغې لاري ته ګوري چې وهلې یې ده بیا پوهیږي چې د هیلو په ګلبڼ کې یې سوړ ژمنی باد الوتی دی او عمر یې بې ګټې تیر شوی دی.
بل ادوارد اوانز مخکې تردي چې وپوهیږي ژوند یعنې هماغه شیبې او ساعتونه چې په چټکی تیریږي نزدي وو چې ځان په بې ځایه سودا او خپګان له پښتو وغورځوي.
په بیوزلې کورنۍ کې وزیږید، ورځپاڼې یې پلورلې بیا په مغازه کې شاګرد و.کله چې یې فامیل اوه کسو ته ورسید نو په کتابتون کې په کار بوخت شو. اته کاله یې دا کار وکړ. ددي کار د پریخودلو لپاره یې هوډ وکړ چې دا کار پریږدي نو یې ۴۵ ډالر یې چې په پور اخیستې و په یو کال کې ۲۰ زره ډالر وګټل. ملګری  بندي شو ده یې ضمانت وکړ او هغه کوم بانک کې چې ده سپما(ذخیره) کړه وه سقوط شو نه یوازي یوه ټنګه ورسهر نه وه بلکې ۱۶زره ډالر پوروړی هم شو. 
اعصابو یې ددي دمره ناکامیو او ماتو زغم نه درلود. خپله وایي: (( اوبه او خوړل راباندې حرام شوي وو، ناخوښي او کمزورۍ مې ګریوان نیولی و او د یوي ناشنا ناروغۍ نښې چې هماغه سودا وه په بدن کې مي راپیدا شوي وه، یوه ورځ په کوڅه کې روان وم او د تلو ځواک مې له لاسه ورکړی وو او ولویدلم، ورځ په ورځ مې حالت خرابیدو، هره ورځ به کمزوری کیدم، یوه ورځ راته ډاکټر وویل چې تر دوه اونیو مې ډير ژوند نه دی پاتې، دي خبري سخت وجړقولم نور مې ددي بیځایه کوښښونو او سوداګانو څه ګټه نشته او ښه ده چې د تقدیر ته ځان وسپارم او په سړه سینه د مرګ انتظار کې چې هغه توري بلا زه په دي حال کړی وم کیناستم، ورو ورو خوب راغی، وروځې مې سره ورغلي. دغه شپه ددي خاورینې نړۍ غمونه زما نه لري شول، ومي کولای شو چې د بې غمه او ارام ماشوم په شان ارام ویده شم. زر تر زره مې له لاسه تللې ځواک خپل کړ او خوړلو ته مې اشتها د پخوا په شان پیداشو، څو اونۍ وروسته د امسا په واسطه په تللو وتوانیدم، یوه نیمه میاشت وروسته کارته په تلو وتوانیدم ا وډير خوښ وم چې په اونۍ کې ۳۵ډالره وګټم.
مهه خبره داده که هغې خپل ژوند ته همداسی دوام ورکړی وای او دا خبره یې په یاد نه وای چې(( یوازې په نن ورځ کې ژوند وکړئ)) نو ډير زر به یې له ژوند سره مخه ښه کړي وای.
یونانې فیلسوف هراکلتوس خپل شاګرد ته وویل: د بدلون دنه له منځه تلونکې قانون پرته هر څه بدلیږي تاسو نه شئ کولای دیوه دریاب په اوبو دوه ځل پښه کیږدئ ځکه د د دریاب اوبه د انسان د ژوند په شان هره شیبه په تیریدو کې ده. ژوند یو نه پري کیدونکی بدلون دی او هغه څه چې ریښتیا دي همدا نن ورځ ده.
لرغونو رومیانو په دي باب ده لاښونې درلودي:
 له نن نه خوند واخله، نن له لاسه مه ورکوه، هو نن واخله څومره چې کیدای شي ګټه ترې واخلئ
توماس له زبور نه یوه جمله په یوه ښکلي قاب کې نښلولې او د خپل کار د کوټې پردیوال یې ځړولې وه چې هره شیبه ورته وګوري(( دا هغه ورځ ده چې الله ج پيدا کړي ده ګټه به تري واخلم او په خوښۍ به یې تیره کړم)).
اوس نو که کله هم درسره د کوم کار په کولو او یا د تیر په وخت افسوس کول شروع کړل نو د پورته خلکو تجربې درپه یادي کړئ اویا د پوهانو هغه وړي وړي جملې په زهن کې رسمې کړي چې پورته مو یادونه وکړه..

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1775

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1727

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1981

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2547

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6771

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…