د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د کمزورو سیاستمدارانو، کمزورې پریکړې

b_150_100_16777215_00_images_stories_01siam-pasarlay.jpg

 

د سیاستمدارانو قدرت او هوډ د هغو له خبرو څخه معلومیږي، سیاستمدار چې ژمنه کوي او یا پریکړه کوي، نو باید تطبیق یې هم کړي. که د عملې کولو په وخت کې له خنډ او فشار سره مخ کېږي او خپل پریکړه بدلوي په اصل کې دا د سیاستمدار کمزورتیا په ګوته کوي. 
 
سیاستمدار یا مشر، چې کله پریکړه کوي، نو د هر څه د مخه باید د موضوع مختلفي خواوي وڅیړي، په دې ځان پوه کړي، چې د پریکړې د عملې کېدو پر وخت کې له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي، که ستونزي له منځه وړلای شي نو پریکړه وکړي او که لمنځه وړلای نه شي، نو بدیلي لارې  دې ورته ولټوي. 
 
که د مشر پریکړه د  مشورو او تقسیماتو په اساس وي، نو مخکې له دې چې اختلافات را وپاریږي باید مشوره وکړي بیا خپل پریکړه اعلان کړي.
 
د فشار په اساس د مشر د پریکړي په بدلولو سره لاندې منفي تاثیرات زیږول کېږي. 
 
اول: مخالفه ډله یا د فشار قوه ځآنته غره کېږي او د قدرت احساس کوي او ددې توان پیدا کوي، چې خپلې مداخلې ډېري کړي.
 
دوهم: د مشر ګمزورتیا ښکاره کوي، چې مشر د خپل پریکړي د عملې کولو توان نه لري او یا هم د تصمیم نیونې ښه مدیریت نه لري.
 
دریم: د دریمي ډلې یا شخص حیثیت او شخصیت جریحه داره کېږي.
 
څلورم: د مشر پر وړاندې عامه ذهنیت هم خرابیږي. 
 
پنځم: د ډلو او اشخاصو تر منځ اختلافات ډېریږي، په نتیجه کې ددې پر ځای چې دغه ډلې تعمیري او اساسي کارونه تر سره کړي، د غچ اخیستلو په فکر کې وي.
 
مشر باید د مشرتوب خاصیت ولري او په پخپلو پریکړو کې جدی او قاطع ووسي. پریکړه یې باید بې طرفه وي او داسې پریګړه دې نه کوي چې سبا پرې پښیمانه وي او د نورو د اختلافاتو سبب شي.
 
د مشر د ښو پریګړو د عملې کېدا په هیله
 
صیام الدین پسرلی
 
کابل
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…