د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هغه وخت چې زه ولسمشر وم

b_150_100_16777215_00_images_rafiullah-roshan.jpg

 

 

دټاکنو خپلواک کمېسيو له لوري ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندانو د نوم ثبتونې پروسې له اعلانېدو وروسته څلورم کس وم چې له يو لک کارتونو سره کمېسيون ته ولاړم،دکمېسيون دمسؤولينو له لوري له په زړه پورې ښه راغلاست او پالنې سره مخ شوم، ترڅه مراحلو طی کولو وروسته دکور  په لوري را وګرځېدم،نږدې او لرې ملګرو هم پرته له کومې تمې اوموقف غوښتلو تمې راکولې چې د زړه له اخلاصه مرسته او کمپاينونه به راته کوي،داستور دی چې هرڅوک خپل نوماند که هرڅومره بې کاره ،بې سواده او دهېواد او ولس له حاله ناخبره وي زمری او دکار وړ نوماند او شخص يې معرفي کوی ،زه هم همداسې وم په ټولو نوماندانوکې بهتر اوپه کار پوه شخصيت وم په يوه نيمه ټلويزيوني خپرونه کې هم ناست وم.

 دکمپاينونو ورځې هم پيل شوې دهېواد په څلور دېرش ولاياتوکې مې په له ګڼه ګوڼې ډکو ځايونوکې لوی لوی پوسټرونه نسب شول،ولاياتوته مې سفرونه پيل کړل لويې لويې غونډې را بلل کېدې دهريوه له خولې به (زموږ رايه ستا ده)(زموږ ولسمشر ته يې) اوازونه راوتل زه هم ډېر خوشحاله وم او دامې انګېرلې وه که خير وي بې له شکه اوکومې وېرې همدازه ولسمشر يم،که رښتيا ووايم له نورو  نوماندانو مې هم سترګه نه سوزېده،درې تنو خو راسره ژمنه هم کړې وه چې له خپلې نوماندۍ څخه راته تېرېږي اوکلک ملاتړ به مې هم کوي، اوس مې نو بېخي لاړې تېرې وي،هغه ورځ هم راغله چې کمپاينونه بند شول او يوه ورځ تر ټاکنو وقفه اعلان شوه چې دويمه ورځ به ټاکنې وي.

له ناظرينو او سايتونو څخه هم پوره اطمنان راکړل شوی و،ټاکنې پيل شوې سهار له هر چا دمخه دخپلې کورنۍ له واجد شرايط غړيو ياهغه چا چې قانوني سن يې پوره کړی و د رايه ورکولو محل ته ولاړم او رايه مې استعمال کړه ډېره استقبال مې شو،دهمدې ورځې په مازيګر په ټاکلي وخت ټول محلونه وتړل شول اوس نو رايه شمېرل پيل شول هر محل او سايټ څخه ډېر ښه خبرونه او زيري راکول کېده زه هم له خوښيو په جاموکې نه ځايدم خو ظاهراً مې ځان ډېر عادي ښوده.

احتمالي رايو په اعلان کې هم مخکښ وم څه  به مو سر خوږوم  درېيمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس اعلان شوم،ډېر زيات خوښ وم ځکه اوس تنها دخپلې ۱۸کسيزې کورنۍ نه بلکې ۳۰ميليوني هېواد مشر وم،په لسګونو معتبرواو نړيوالو رسنيو هم هره ورځ لارې را غلطولې او انټرويو ګانې به وې، يوبل ډول ژوند و ډېر خوښ وم خلکوته مې خدمت هم په پوره صداقت او ايماندارۍ سره کاوه په ډېرو کمو ورځوکې مې دهېواد په ټولو ولاياتوکې د مثبتو کارونو نښې وليدل شوې د يو ډول بدلون احساس مې خلکوته ورکړ.

يوه ورځ يوه بهرني ژورنالست رانه وپوښتل: ايا کله دې له ځانسره داسې فکر کړی و چې دهېواد ولسمشر دې شې؟

ورته ومې ويل چې نه! فکر خو لاڅه  ان په خوب کې هم کله نه وم ولسمشر شوی اونه مې داهيله لرله ،ځکه دهېواد په اوسنيو کړکېچنو حالاتوکې راته ولسمشري ډېر يو سخت او زما تر توان لوړ کار ښکارېده،ځکه ماويل چې ترما مخکې هم دېر ولسمشران تېرشوي او داهېواد هېڅ بدلون ندی کړی پرته له دې چې ورځ تر بلې پکې بدتري ده نو زه به څنګه وشم کولای چې ددې ناروغ ولس درمل وګرځم خو اوس وايم چې شايد زه دې خلکوته يو خادم ثابت شم او په درد يې وخورم خو که څوک مې پرېږدي دهمدې خبرې له کولو سره اواز راباندې وشو!

نن دې لکه چې هېڅ خوب نه پوره کېږي ،همداچې سترګې مې وغړولې نوپه خپله له خټو جوړه جونکړه کې په يوه نرۍ توشکه پروت وم.

رفيع الله روشن

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…