د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د PK هند لړزونه

b_150_100_16777215_00_images_Rafiullah-roshan.jpg

 

دهندي سينما نوموتي او دډېرو مينه والو لرونکي مسلمان لوبغاړي عامرخان چې د باليوډ سينما ځلانده ستورو په قطار کې لومړی ځای لري په هغه هېواد کې ټولوته داپه ثبات ورسوله چې په ځمکه او اسمان يواځې يو خدای جل جلاله بادشاهي کوي او تنها هماغه خدای جل جلاله دی چې يوڅه ورڅخه غوښتل کېږي ،عبادت او سجده ورته کېږي.
د عامر خان په ۲۰۱۴کې جوړ شوی    PK نومی فلم چې تازه په هندي او دنوري نړۍ په بېلابېلو سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شو دهندترڅنګ په شمالي امريکا،متحده عربي امارات،استراليآ،پاکستان،ماليزيا او نورو هېودونوکې له لوی استقبال سره مخ شو،pk په لومړيو دوه اونيوکې  ۳۰۰کروړه هندۍ کلدارې وګټلې چې دهندوستان دسينما په تاريځ کې يې د ډېرو پيسو ګټلو فلم مقام يې خپل کړ.
دفلم مرکزي لوبغاړي په خپله عامرخان ( pk) او انوشکا شرما ( جاګو) دي .
دفلم کيسه داسې شروع کېږي چې يو فضاييٍ شخص راکوزېږي او دځمکې په هکله تحقيقات او څېړنې کوي خو په ځمکه له عجيبه مذاهبو ،حالاتو،انسانانو او مجازي خدايانوسره مخ کېږي.
خو pk له استقبال او لاسته راوړنو سره سره لوی غبرګونونه هم را وپارول ،پرضد يې لاريونونه اوپه ځينو سينماګانو حملې هم وشوې، هندوان يې پر خپلو خدايانو شکي کړي دي او ښودل کېږي چې دهغوی خدايان (بګوانان) چې دوی ورته عبادت کوی ټول درغ دي او تنها دهغوی مشران يې دپيسو راټولو لپاره استعمالوي.
هندوان خپل ځانونه د خپلو خدايانو اولادونه بولي اوهرکله چې په ستونزوکې را ګېر شي او ځان ښکېل وويني بيا ددوی په لاس له خټو او نورو موادو څخه د جوړو شويو لويو او وړو نمونو(خدايانو) څخه مرسته غواړي او هغوی دخپلو مشکلاتو د حل کولو يواځينۍ وسيلې بولي ،حال داچې په حقيقت کې دهرڅه هغه که ځمکه او اسمان دی اوکه په ځمکه   کې ژوند کوي  پيداکوونکی او خالق يواځې يو الله جل جلاله دی چې په سترګو نه ليدل کېږی، مګر هرڅوک يې له قدرتونو او صفاتو پېژني، خو د هندوانو خدايآن (بګوانان) بيا دهغوی په لاسونو جوړېږي  او بېلابېل ډولونه او نومونه لري،حتی تر دې چې په بازارونوکې د توکو په ډول پلورل اوپېرل کېږي ،په همدې pk فلم کې يوځای کې عامر خان په مشکل کې د لتاړ کېدو په صورت کې له خلکو دمرستو غوښتنه کوي خو ځواب داسې ترلاسه کوي: زه خو څه بګوان نه يم چې ستا مشکل حل کړم ،دفلم دغه لوبغاړی بالاخره ځي او په هټۍ کې يو بګوان په ۱۵ هندي روپيو پېري او بيا ورڅخه دخپل مشکل د حل کولو غوښتنه کوي خو هغه دتراب صيب په وينا چې: (هغه خو مچ قدرې له ځانه هم شړلی نشي).
دفلم دکيسې ليکونکی راج کمار هيراني په  کيسه کې داڅرګندوي چې دټولو مخلوقاتو خالق او پيداکوونکی يوآځې يو الله جل جلاله دی خو هغوی ځانونه د بېلابېلو خدايانو بنده ګان بولي هماغه وي چې دفلم لوبغاړی د مندر اويا عبادتځای له مشر سره بحث او مناقشه کوي او ورته وايي چې  موږ خو ددې خدايانو بچيانو يو، د مندر مشر ورته وايي چې هو بې له شکه ،بيا عامرخان ورته وايي چې تاسوټول لباسونه وباسۍ چې څوک د کوم خدای اولاد دی اوپه چا يې ټاپه شته چې له هغه مشر څخه لاره ورکه شي.
نوعامرخان داثابته کړي چې داهرڅه دروغ دي او هسې خلکوته چل او ول ورکول دي.
زه وېره لرم چې عامرخان اود pk  فلم ليکونکي راج کمار ته به په دې فلم لويې ستونزې هم جوړې شي خو که هرڅه پيښ شي دوی په pk   کې د عبادت وړ او يګانه خدای په هغوی وپېژاند.
عامر خان د هندي سينما تر ټولو ډېر مينه وال لرونکی لوبغاړی دی او په کال ۱۹۶۵ميلادي د مارچ مياشتې په ۱۴مه نېته دهندوستان په  ممبيي ښار کې د طاهر حسين په مسلمانه کور کې زېږېدلی دی چې تر دې دمه يې په ۴۷فلمونوکې رول لوبولی دی او  pk فلم يې د هندي سينماپه تاريخ کې ټاپ فلم ونومول شو.
 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…