د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

خاطره (چې زړه تنگ نه شي ځای نه تنگېږي)

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png
 
 
 
 
یوه ورځ د جلال اباد ښار نه تگاب ولسوالۍ (د کاپیسا ولایت پورې اړوند ولسوالۍ) ته تللم، د تگاب اډه په جلال اباد ښار کې د کابل اډې سره ده کله چې
هلته ورسېدم یوازې یو سراچه موټر پاتې وو، د تگاب چلوونکې معمولاً په مخکې سیټ کې دوه او په وروسته سیټ کې څلور کسان کښېنوي، وروسته سیټ پوره وو یوازې یو کس ته چلوونکی په انتظار وو، زه هم همدا شان په مخکې سیټ کې یو مشرحاجي صیب سره کښېناستم، حاجي صیب د دوبۍ نه تازه راغلی وو په تنه هم ښه وو، د وزن په مقابله کې يې شاید له ډېرو گټلی وای، په دغه وخت کې د ژوند څوارلسم پسرلی ته داخل شوی وم، پته نشته چې ډېر بې زړه وم او که د مشرانو احترام راته واړاندې وو.
 
 د جلال اباد نه مو حرکت وکړ په لاره روان وو، ډېره گرمې وه زړه مې دومره تنگ شو نږدې وو چې بې هوښي را باندې راشي په دې وخت کې په تنگې (د جلال اباد او کابل په لویه لاره د یوځای نوم دی) کې وو، خو دلته خدای راباندې رحم وکړ چلوونکي موټر د سرک غاړې ته ودروه ویل يې راځئ چې دلته لږ شخي وباسو، مخ او لاسونه به هم ووینځو، وروسته له دې بیا په موټر کې سپاره شوو.
 
 کله چې د سروبي بازار څخه ووتلو د نغلو بند نه لاندې او باندې ډېر پرله پسې کږلېڅونه دي د موټر سرعت هم نسبت هغه سرک او کږلیڅو ته ډېر گړندی وو، په هر موړ کې چې به موټر په سرعت سره تاویده حاجې صیب به پر ما تکیه شو، دومره فشار به يې پر ما راوړ چې زړه به مې خولې ته راغی لکه په تواف او لاریونو کې چې کومه ټیله او ټمبه وي، په همدې وخت کې حاجې صیب ښه په سور کې ویده وو، حوصیله مې له لاسه ورکړې وه چلوونکی هم راباندې پوه شو چې ځای مې تنگ دی، حاجي صیب ته يې غږ کړ، څه کوې هلک دې ووژه، ویښ شو لږ یو خوا ته شو خو ځای مې بیا هم تنگ وو.
هلته مې په ذهن کې دامتل متل ناسم ثابت شو چې وایي (چې زړه تنگ نه شي ځای نه تنگېږي).
 
لیکوال: ضمیر فروتن ساپی
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…