د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پښتو، ژبنې جوړښت اودپښتونولۍکلتوري منځپانګه

penb.gif

 

 
پښتو، ژبنې جوړښت اودپښتونولۍکلتوري منځپانګه،
دنړیوال ژبني او کلتوري دیالکتیک په محراق کې .
فلسفي ادبي بحث 
ډاکټر حرکت ۲۶.۱.۲۰۱۴
وایي اغیار ،چې د دوزخ ژبه ده
زه به  پښتوسره جنت ته ځمه
                                                                               حمزه شیوارې
زه نپوهېږم ،چې د غزل بابا ،حمزه شینواري به د پښتو ژبې په اړه ،  دغه استناد او استنباط په کوم بنیاد او کوم مفهوم سره کړې وي ،چې ماهم د خپل منظور په خاطر ترې ګټه اخیستې وې ،خو ددې لپاره ،چې غلط فهمي رامنځته نه شي او په غلطۍ سره مې د حمزه بابا د کلام تعبیر او تفسیر نه وي کړې ،په خپل منظور او آند کې به پاتې شم او  ددغه مو ضوع  زړې ، لکه څرنګه چې ، زما په ذهني خټه  کې راټوکېدلې  دې ، غواړم  همغسې یي وڅېړم او وارزوم او دحمزه بابا ددغه شعري راز او صنعت اظهاراو تفسیر  ،کاشکې هغه څوک وکړي،چې پخپله یي د شاعر له خولې اورېدلې وي . ډېر پوهان او  ژبپوهان په خپلو خبرو کې ،نپوهیږ م چې اګاهانه یا غېر اګاهانه دا مقوله ،چې ژبه ، که خپله ده او که پردۍ ، ګوندې « یواځې  د تفاهم وسیله ده »، ډېره استعمالوي او یوشان  ارزش ورته قایلیږي  . حال داچې  ، شک نه شته،د هرهیواد او اولس  مورنۍ ژبه ، د همغه هیواد او اولس ټولې کلتوري شتمنۍ او ارزشونه ،دټولو زماني اومکاني ابعادو او کلتوري فاکتورونودقېدیت  په تناسب ،په خپل  ژبني هډ ،پوست او اُرګانیزم کې ، ترڅو چې ژبه ژوندۍ وي ،  ژوندي ساتي ،او باید  نسل په نسل یي یو بل ته انتقال کړي  .همدا سبب دې ،چې استعماري هیوادونه ، د استعماري توسعه طلبانه پراختیایي سوق الجېش او حضور په موده کې ، لومړنۍ حمله ، دهمغه هیوادپه ژبه او کلتوري ارزشونو کوي او جبرا ًخپلې ژبې ، په مستعمره هیوادونو تحمیلوي ،تر څو محلي ځوان نسلونه ، دخپلو تاریخي کلتوري شتمنیو سره په بېګانګۍ کې رالوی شي . دهمدغه اصل او رسالت له مخې زه د پښتو ژبې ،ژبني جوړښت او د پښتونولۍ کلتوري ارزشونو ته متوجه شوم ،چې څرنګه، دکوم اعجاز او طلسم له مخې ، د ټولوتاریخي حوادثو،جبر او بدلونونوسره سره ، له نړیوال استعماري او استثماري تأثراتو څخه په ډډه او مصئون پاتې شوي او یا څه ډول ، د نړۍ پر مخ ، د ټولو ژبو تر منځ دې یواځې پښتو ژبه ، دومره پراخ بنسټه  ځانګړې غني او مستقل حروفي  غږیز طېف ولري ،چې هېڅ بله ژبه یي نه لري  .یواځې په پښتوژبه کې نژدې ۵۰  ځانګړي حروف د ځانګړو اوازونو لپاره موجود دي ،چې د نوموړې ژبې صرفي او نحوي تکلم او ادبي صنعتونو غنا بشپړوي او د نوروټولو ژبو سره هېڅکله د مقایسې وړ نه ده ،چې دنورو ژبود اوازونو لپاره ، په میخانیکي ډول ، دڅو حروفوغېر ارګانیک ترکیب استعمالوي او بیا هم لازم مناسب اوازونه ترې نه شي جوړېدلې. د مثال په ډول، په الماني ژبه کې  د (چ) اواز د ( tsch ) او په ځیني موادو کې، همدغه اواز په هغه کلماتو کې  ،چې د سلاوي ژبو څخه یي اخلي ،یواځې د (c ) په حرف افاده کیږي . په انګلیسي ژبه  کې د ( ف) اواز د (  ught  ) لکه د( laught )په کلمه کې او لکه د ( ph ) له  حروفو څخه ، د ( philosophy) او د ( Photo ) په کلمو کې،خو د ( forward )په کلمه کې  (ف) د ( F )، په واسطه افاده کیږي . همداسې  په فرانسوي ژبه کې(و) د  رینو په کلمه کې دault،لکه د Renault په کلمه کې ،چې یو ډول فرانسوي موټر دې او یا پیژو .اوهمداسې په نورو ژبو کې  هغوۍ ددغه ډول مشکلاتو سره مخامخ دي اوددغه کار تمیز او تفریق ،د نورو ژبو ویونکو لپاره څومره مشکل ګڼل کېدې شي ؟ د پښتو ژبې غږیز طېف ، صرفي ـ نحوي ګرامري جوړښت او د پښتونولۍ کلتوري منځپانګه دومره غني ، دومره هر اړخیزه او دومره رنګینۍ لري  ،چې بله هره  ژبه ، د پښتو ژبې، په دغومره غنا مندیو سره ،هېڅکله د هضم قابلیت  نه شي لرلې ،خو پښتو ژبه د همدغه ژبني او کلتوري غنامندیو په مټ حلاجي کوي او د خپلو ترکیبي  جوړښتونو په بڼه یي هضموي .د پښتو ژبې  هر حرف  او هره کلمه یواواز ، یو آهنګ او یو ټاکلې مفهوم ،تاریخچه او فلسفه افاده کوي ،تر شا یي خورا عالي  انساني ټولنیز ،مناسبات ،قوانین او د خود ګردانه پښتني او بشري سولئیز ګډ ژوند ټول اصول ، راشه درشه ، پېرزوینې ، روادارۍ او د متقابلې بشري خواخوږۍ ټول  «بلا تشبیه » ،جنتي منا سبات پراته دي او د پښتني ټولنې هر فرد په ځانګي توګه او پښتني ټولنه په کل کې ، د مسئولیت او رسالت دروند احساس لري . شک نه شته  ورونه قومونه، چې دافغان ملت دمشترک هویت په نامه یي  ستر مسئولیتونه اومحنتونه ګاللي او مشترک افتخارات یي لرلي دي وکلتوري مشترک اړخونه هم لري ،خو دنورو اولسونو لپاره به مشکله وي د پښتنودکلتوري ارزښتونو دروند بار او قیو دات پر ځان ومنلې شي .داچې افغاني دود اودستوراو ټولنیزه دموکراسي، د اسلامي هیواد په صفت د اسلامي دموکراسۍ ،الهی احکامو ، عدل او انصاف ، له ا صولو څخه سرچینه اخلي او بیا هم د هغې په بنیاد « بلاتشبیه » د یوه نسبي جنتي ژوند بنیاد جوړېدې شي ، نوبیا ولې کرکه ،نفرت ، دښمني ،جنګ ،ظلم ،ناروا ،حرص ،آز ،خساست ،بخل او دېته ورته نور ټول شېطاني خویونه ، دهمدغه حسنه مناسباتو له لارې په اسانۍ  ،په رحماني خویونواو مناسباتو بدلېدلې  ،رواجېدلې او پرته له عداوتونواو دښمنیود راشه درشې مناسبات جوړېدلې شي ، بدي یي  په څه کې ده  ؟ ولې دانتګونیز او دښمنۍ کلتور په دوستانه او هیومنیز په کلتور بدل نه شي ؟ پښتو ژبنې حروف ، کلمې او د هغوۍ اوازونه ، د پښتو ژبې د وجود د هډ او پوست سره په ارګانیک ډول تړلي او یوه نه بېلېدونکې برخه یي جوړوي یعنې نه په میخانیکي تړلي اونه په میخانیکي طریقه جلا کېدلې شي  .په فارسي او نورو ژبو کې دغه ترکیبونه هم په میخانیکي طریقه جوړېدلې او هم په میخانیکي طریقه بېلېدلې شي .. د مثال په ډول  ،په فارسی ژبه کې ،نان یوه عامه کلمه ده او یواځې د غله دانو د نوع په بدلېدو ، دنان مفهوم تغیر کوي مثلا ً نان ګندم، نان جواري ،نان جو ، نان جودر او نور . په پښتو کې داسې نه ده ، ډوډۍ  ، البته د غنمو د ډوډۍ مفهوم افاده کوي اوپه ځیني پښتني سیمو کې  ورته   «غلمینه »هم وایي. د (ډ) حرف پردې نه دې ، بلکه د ډوډۍ ،ډبره ،  ډاډ او ډېرو نورو  کلموکې د پښتو ژبې د هډ سره تړلې دې  یا د (ټ) حرف د( روټې )، یعنې نان جو په کلمه کې ، یاد (ړ) حرف د( سوکړک ) یعنې نان جواري  په کلمه کې ،یا زمونږ کوهستاني خلک یو قسم سفري ډوډۍ پخوي ،چې زر نه خرابیږي ، هغوۍ ورته  (پساټۍ ) وایي . د لغمان په منطقه کې یو ډول کوچني دال ،چې تور پوټکې لري او داخل یي سور رنګ لري او ډېر مزه دار دي او هغوۍ او مونږ هم ورته ( نسک )وایو . همدغه (نسک ) چې په باجوړ کې کیږي  ، دانه یي د لغماني نسکو څخه غټه ، رنګ یي خړ او هغه هم مزه دار دي  . کله چې دا نسک په ژرنده ، خو معمولا ً په مېچن دل کیږي ، اصل نسک ترې ټولیږي او د مېدګۍ څخه ، ښځې  ټیکلي پخوي او د خمچو ټیکلي ورته وایي .د باجرې په نامه هم یو بوټې دې ،چې د جوار غوندې پاڼه لري او معمو لا ً د حیواناتو لپاره کرل کیږ ي ،ما خو نه دي لیدلي ، خو داسې وایي چې د هغې څخه هم کوم ډول ډوډۍ یا سوکړک پخوي ، هغې ته هم (خمچ )  وایي . همداسې څمڅۍ ،چیڼچڼه ، چاړه ، ، تړ ، تړه ،ړوند ،کوڼ ،بېړا ، ځوې ،ځوګ او داسې ډېر نور د پښتو ژبې اصلي توري دي ،چې په صرفي او نحوي لحاظ  ،د پښتو ژبې د تکلم د دود او دستور له مخې ، دپښتني ټولني د هر اړخیزو ذات البېني مناسباتو په خټه کې  اخښل شوي دي . زه نه غواړم دغه بحث د مختلفو تورو ،د تکرار د ازدحام او تکاثف په واسطه دومره دروند کړم ،چې له پوهاوي څخه  ووځي . ما په څو لنډومثالونو کې ، فکر کوم ، وښودلې شوه ،چې د پښتو ژبې توري ،چې د هغوۍ مختلف غږونه د نړۍ د ټولو ژبو ،ټول غږونه په غېږ کې نیسي او لا تر هغې اضافي غږونه او اهنګونه هم لري ، ټول یي خپل او د پښتني ټولنې د هډ په هډ تړل شوو مناسباتو ، په خټه کې اخښل شوي دي .ټولې  اسیایي ،اروپایي اونورې  نړیوالې ژبې ، کله چې د خپلې محاورې له محیط څخه ووځي ، دنورو ژبو د ځانګړو غږونو د تکلم د  دقیق تلفظ لپاره مشخص توري نه لري او  هر حرف اول په دقیق ډول د بلې ژبې غږ نه شي افاده کولې او دوهم داچې د یوې کلمې په صرفي او نحوي شکلي بدلونونو کې خپل غږ بدلوي ، په دې معنا چې یو حرف په همغه یوه ژبه کې ،ځیني وختونه مختلف غږونه لري . د مثال په ډول عربي (ع) د عمر په کلمه کې په (o) او د عیسی په کلمه کې  (i) سره افاده کیږي خو د اسحق په کلمه کې (i.) د (الف) اواز لري  او لکه څرنګه مونږ پورته ځیني مثالونه راوړل ، ځیني اوازونه د څلور اویا له دې څخه هم زیاتو حروفو په ترکیب سره په اصطلاح افاده کیږي ، یعنې چې په حقیقت کې ، د هغه اواز سره هېڅ شباهت نه لري . امېد دې، پورتنۍ  ژبنۍ مغلقه او ډیره بغرنجه مسئله ما افاده کړي اوسي او محترم لوستونکي ترې مطلوب مفهوم تر لاسه کړې شي او هغه داچې ، څه ډول ممکنه وه ،چې یواځې  دپښتوژبې ، ژبنې جوړښت د همیشنۍ جنګي مستمرې وضعې په شرایطو کې ، غږیز ځانګړې وسیع طېف ، خود ګردانه ،خود کفا ء او خود بقاء هر اړخیز اداري ،حقوقي او قانونې  ټولنیز نظام او کلتوري بډایه منځپانګه  وساتلې شي . په رښتیا سره ، د پښتو ژبې ژبني جوړښت او د پښتو کلتوري منځپانګې ،د نړیوالوژبود ژبني جوړښت  او کلتوري منځپانګواو  منل شوؤ ارزشونو په  هرارشۍ (تسلسل ) کې ، په معجز ډول ، غوره ځای نیولې او بلکه ، بنیادي او محراقي موقف یي غوره کړې دې . د پښتو او پښتونولۍ کلتوري منځپانګې په  اړه، سره ددې  ،چې زه د خپل اساسي مسلک په څنګ کې  ،چې دټولنیزو علومو د یونیورسېټۍ لومړې درجه دیپلوم هم لرم او ډېرې لیکنې مې په کې کړیدي ، حق لرم څه ولیکم او ارزونې وکړم ،خو حقیقت دادې چې دا د یوه شخص او حتا دیوې ډلې د حوصلې او رسالت څخه وتلې کار دې ، او باید دهیواد د علومو اکادمۍ د ټولنیزو علومو پوهان ،د پوهنتونونو استادان،یا هغه کسان ،چې په همدغه مسلک کې یي په داخل او خارج کې علمي تحصیلات کړي  او په همدغه مسلک کې یي  خپلو څېړنو ته ، لکه پوهاند مجاور احمد زیار،خپل ټول ژوند وقف کړې او نور دغه ډول پوهان د موضوعاتودڅېړنو او ارزونوصلاحیت لرلې او مسئولیت یي په غاړه اخیستلې شي ..کاشکې ، په افغانستان کې ، زما د مسلک لپاره څېړنیز بېز او د زیاتو څېړنو لپاره امکانات موجود وې ، ما به څله ، په اصطلاح ، دنورو مسلکونو په زده کړه  ، عبث خپل وخت ضایع کولې ؟زه  د سړو اسپنو ډاکټر په صفت ،چې ټول هوایي ،زمیني او بحري عظیم  تخنیک ،وسایل او وسایط او هر ډول امکانات ترې د بشر د سعادت په خاطر جوړېدلې شي،نن په عمده ډول،  یواځې  د شر اوتباهۍ لپاره استعمالیږي .باور به ونه کړ ۍ ،نژدې۴۰ کاله کیږي ،چې د خپل  مسلک په لار مې بیا قدم نه دې پورته کړې ، خو نن هم د هغې انجړ بنجړ کثیر المجهوله معادلې،چې زمامغز یي ټول عمراوبه کړې،هڅېږم  خپل مسلک ته ستون او ګوندې ، زه د هغې مخ د بشر د سعادت اوسالمې استفادې ، په لور واړولې شم. ټول قوانین ، ټولې د استفادې لارې چارې یي ، اوس هم زما په ذهن کې امانت او محفوظې پرتې دي  .خو څرنګه چې په افغانستان کې زه ددغه ډول برنامو د تحقق او عملي کېدو امکانات نه وینم ، د افغاني ټولنې د وروسته پاتې والي د جبر له مخې مې خوا له اصلي مسلک څخه بلې خوا ګرځېدلې ده . کومه موضوع ،چې نن ما غوره کړې  او په خاص ډول ،د پښتني ټولنیز او کلتوري ارزشونوموضوع ،چې د هر ډول موضوعاتي ابعادو ، قیوداتو او محیط څخه سر باسې اوپه ټولو نړیوالو ټولنیزو ،حقوقي ،قانوني ،اقتصادي او نورو اړخونو د ژوند، تأثیر او تأثر لمن غوړوي او هېڅکله یي څوک په مینه او خوند نه مړیږي اویواځې ،پخپله په افغاني ټولنه او افغاني امکاناتو سره،د ډېروټولنیزو مشکلاتود حل ،حلال اوډېرو دردونو  دارو ګرځېدلي دي ، بلکه دهغه نړیوالو لپاره  ، چې  په خپلو بې باکانه کړو وړو سره یي ،خپل ټول معنوي  اوټولنیز خېرخواهانه  ارزشونه ، د سرمایي د قمارپه تخته ، له لاسه ورکړي، دخدای په لوی غضب اخته او نن په یوه لا علاجه ټولنیزه وباء اووختې دي،کولې شي، په خپله معاشره  کې ،د افغاني ټولنیزو ارزشونو او روشونو د راژوندي کولو له لارې ،دسر مشق او نمونې په توګه ، استفاده وکړي .وښایي تاسې ،په کوم پرمخ تللي  «  متمدن  » هیوادکې ،لکه په افغانستان  کې چې اولسي خود ګردانه قوانین، اولسي خود ګردانه اداره ،اولسي خودګردانه قضایي ارګانونه ، څارنیز اولسي دفاعي کمېټې او اولسي عامه شتمنیووجود  درلود ، خود بن د نامیمونه کنفرانس اوپه افغانستان  د نړیوالوقوتونو د خاینانه یرغل څخه وروسته ، دغه ټولې شتمنۍ ، تالا تر غۍ شوې .ننني استعماري او استثماري حکومتونه  او خصوصي سرمایي ،چې  دواړه  دبشري ټولنې لپاره نه منونکې لعنتي پدیدې دي ، په پښتني حقیقي معاشره کې تر دانژدې  پرون پورې  هم وجود نه درلوداو پرته له شخصي کوچنیو شتمنیو څخه ، هر څه ، تر اوسه پورې  اکثرا ً، د اولسي درنې لمنې لاندې ساتل کیدل او د خارجي مداخلو په له منځه تلو سره به پښتني  دغه طرز تفکر او د ټولنیز عملي ژوند اصول په ټولو اوصافو او خصوصیاتو سره راژوندي کیږي او د الهی پېرزوینو په ملا تړ اوبشري. شعوري بلوغ په تکامل به د انساني جمعي ښېګڼو لوړو  پوړیو ته رسېږي  ، خوله بده مرغه ځیني حریص خود غرضه اقشار د ټولو سالمو امکاناتو سره سره ، بشري ټولنه د ناروا سرمایي او ناروا حکومتونود ارګاه اوبارګاه په نا مقدس تباني او ملاتړ سره د ځانګړنو ، ځانګړتیاوو  ،تعصباتو ،حرص ، ځان غوښتنو او وحشیانه هوا وهوس په خاطر دقهقرایي مسیر نزولي سقوط د درَز(Big Bang) د تباهۍ په لور کشوي . پښتني ټولنیز  نظام ،چې له بنیادڅخه د اسلامي عادلانه نظام اودالهی عدل و انصاف د قانون سره ډده لګولې ، په پوره باور او ایمان ،د تدریجې بهبود او پرمختګ لار خپله کړې او د تاریخ په اوږدو کې یي د هر بري ضامن ګرځېدلې ، تل یي د بري لار پر مخ وهلې او په راتلونکي کې به هم انشاء الله همداسې وي ،په دې شرط که دسرمایي لېونیان افغانانو د سولئیز ګډ ژوند امکان ورکړي .ایا دا  پخپله الهی معجزه نه ګڼۍ ،چې داسې یوکوچنې هیواد ، دنړۍ دلویو امپراطوریوپه مقابل کې ، دنه پخلاکېدونکو دښمنیو سره سره ، نه یواځې مستقل پاتې شوې،بلکه دغه ټولو امپراطوریو خپلې ناولې او شومې ارزوګانې ،هر یو ه ګور ته له ځانه  سره وړې دي ؟ دا څلوېښت کاله په یواځې ځان د ټولې نړۍ د جهنمي دستګاهو دمهیلانه دسایسو  او ټولو نظامي قوتونو د ټولو صنوفو د وسلو د خاینانه حملو په مقابل کې مقاومت او باالخصوص د داخلي خاینانو او مرتدو ګاونډیانو ،دنا اعلان شوي جنګ  فردي ،جبهیي  ،استخباراتي جنګونواومهیلانه تعرضاتو په مقابل کې ، د نژدې ۳۵۰۰کیلومتره سرحد په اوږدو او دننه د افغانسان په هره لویشت خاوره  کې د هر داخلي خاین وطنفروش،  هر جنایت ته سپر کېدل ، ایا اسان کار ګڼل کېدې شي ؟ نه ! دا یواځې دافغاني ،اسلامي هډ په هډ ارګانیک ،اوبه ورکړه شوې عقیدې،ارادې ،عزم ،هوډ او الهی استعانت سره ، ممکنه ده .افغان اولس ، په خپلو کمو امکاناتو،نیمګړتیاوو او مشکلاتو سره سره تل د نورو مستضعفو او لاچارو اولسونومرستې ته ،دډېرو خطرونو په زغملو سره ، وردنګلي او هغوۍ ته یي ،دشته مشکلاتو څخه ،نجات ورکړې دې او په کل کې د هغوۍ دمبارزو پایلې او محصلې د سیمي او حتا د نړیوالو سیاستونو ترینګلې کړۍ ماتې کړي او دلویوسیاستونونبض  ته یي بدلون ورکړې دې . افغانانو هېڅکله  حتا دښمن  د مشکل په وخت کې ، له خوږې ګوتې نه دې نیولی ، خو اکثره وختونه ، همدغه اولسونه ،په راتلونکي کې  د افغان اولس په ځان بلا ګرځېدلي دي . آبر قدرتونو او اشغالګرو نړیوالو امپراطوریو ،چې په ۲۴ ساعته کې به یي په خاوره لمر نه پرېووت ،هېڅکله په یواځې ځان د افغانانو مقابلې ته زړونه  نه دي  ښه کړي او اکثر وخت د ډلئیز غوبل په شکل ،چې نه به غل معلوم وو او نه مل ، نه دوست او نه دښمن ، نه به قانون موجود وو او نه نظام ، له هر چا څخه به لاره ورکه وه، دا که د ۱۸  او۲۰ م  پېړیوتر منځ  ،د منطقې په « لویه لوبه »، « بازي بزرګ »«Big game» ،که  د پخواني شوروي اتحاد د خاینانه یرغل څخه وروسته  وؤ ، ټوله نړۍ یوې خوا او افغانان یواځې بله خوا پاتې وو،بیا هم افغانان تل له دغه نا انډوله ،غېر عادلانه او ناروا جهنمي جنګونو  څخه بریالي وتلي  ،پخوانې شوروي اتحاد  ړنګ او نړیوال امپریالیزم یي د قدرت په ګدۍ کښېناوه .افغانان ،چې تردغه ګړۍ د هر امریکایي او اروپایي لپاره مایه دمباهاتو او سرمشق د هر ډول افتخاراتو وو ، دداخلي جنګونو په دوزخي اورونونو کې ،چې دوۍ پخپله بل کړي وو، یواځې پرېښودل او سره ددې چې ،ددغه جنګونو په اورونو به یي تېل پاشل ، بېشرمانه به یي ویل ،نه غواړو ، دافغانانو په کورنیوچارو کې مداخله وکړو .خو کله چې ددغه اورونو لمبې ، ددوۍ خپلو کورونو او دنړۍ په مخ ټولو نمایندګیو ته ورسېدلې ، خصوصا ًد ۲۰۰۱  م کال د سپتمبر له ۱۱ می   نېټې څخه وروسته ، ددې په عوض چې د افغانانو دفداکاریو، پاداش او د تباهیو ،کفاره ادا کړي ، د کروز او B-52په بدرګه  د افغانستان په پولو راواووختل او بیایي ، له همغه وخت څخه ،چې په افغانانو وړوکې قیامت جوړ کړ ېدې، تر دا نن ورځې پورې دوام لري ..د بن د تش په نامه  کنفرانس کې یي خاینانه هڅه وکړه ، په افغانستان کې ،خپل نړیوال ، غېر قانوني حضور ته ،چې دا ۱۳ کاله  ،دیوه جنګ ځپلي بېوزله هیواد افغانستان په مقابل کې د یوه غېر عادلانه وحشیانه جنګ له لارې ، د نړۍ دټولو امپریالیستي هیوادونو د ټولو، وسلو په استعمال او بر بریت سره دوام لري ،څه ناڅه مشروعیت ورکړي ،همدغه تش په نامه مشروعیت نن په افغانستان کې په لویه فاجعه اوپه ټوله نړۍکې په لویه رسوایي  اوحماقت بدل شوې دې .زه د محترمو لوستونکو توجه  دیوې لحظې لپاره ، دغه  حقیقت ته را ړول غواړم ، څه ډول دالوی قوتونه ، دومره بې ننګه ،بې موراله ،بې همته او بې وجدانه کېدلې شي ،چې دا څوپېړۍ او حتا تر هغې دمخه هم په ډلئیز ډول راپاڅیږي او هر وخت ، هېڅ موقع له لاسه نه ورکوي او دداسې یوه کوچني او جنګ ځپلي هیواد په مقابل کې نا مقدس غیرعادلانه جنګونه اعلانوي ، هر  وار دبې شرمانه  ماتې سره مخامخ کیږي ، خو ددوۍ د حیا او شرم سترګې ړندې دي او نن بیا ټول نړیوال په دې غریب او بېوزله هیواد کې ، دسوپر ګلوبالیزم په  ټول قوت او جنایت سره اخته دي ،تر څو په افغانستان کې خپل استعماري حاکمیت ټینګ او ګوندې د افغانانو هغه غرور ،چې د تاریخ په اوږدو کې یي پردې حاکمیت او استعماري بې ننګي نه ده منلې ،ورمات کړي .شک نه شته دغه قمار  هم لکه چې نورو په تېر تاریخ کې بایللې ، دوۍ  به یي هم دتل لپاره وبایلي .پوښتنه پېدا کیږي ،چې څه ډول یو کوچنې هیواد او کوچنې اولس ،په وروسته پاتې علمي ــ تخنیکي او اقتصادي امکاناتو سره ،د نړیوال نا مقدس ډلئیزمستمر نظامي  سوق الجېش او وضع الجېش په مقابل کې ،نه یواځې خپل د فاعي او تعرضي پوتنسیال او قابلیت پایداره ساتلې شي بلکه متعرض دښمن  په ژړا حتمي ماتې ته مجبوراودخپل ملک څخه تور مخونه وباسي.نن هم نړیوال قوتونه،خپلوخاینانه اونا 
  مېمونه پلانونو ته نارسیده ، په وېر ناست دي او د ټولو بشري ضد جنا یتونو سره سره ، دتېښتې لار نه شي پېدا کولې .اوس تاسې پخپله ووایي ، افغانانو دغه سحر ، جادو او بلا تشبیه  اعجاز له کومه کړ ،چې ددغه نړیوال ډلئیزو یرغلونو په مقابلکې نه یواځې دفاعي اوسپنیز مقاومت ساتلې شي ، بلکه د  تهاجمي یرغل په مقابل کې یي دښمنان ،د دسیسو او مهیلیتونو پرته  دبل هر ډول مقاومت هېڅ تاب  نه شي لرلې اومختوري به تر کوره داسې ځغلي ،چې بیا شاته د کتو ، اراده و نه شي کولې .؟ هو ! افغانان ، نړیوالو دهغه نژدې ۶۰۰۰ لویو او وړو جنګونو ،چې بشري  تاریخي دورې له ځانه سره تسجیل او اکثره د منځني ختیز او د افغانستان په چاپېریال کې واقع شوي ، قهرمانان ګڼلي دي .یو متل دې ،چې جنګ په سپینو دستکشو کې نه کیږي او په جنګونو کې ، حلوا هم نه ویشل کیږي ،  کوم نا اعلان شوي جنګونه ،چې د نورو له خوا خاینانه او  په غېر عادلانه شکل ، چې د قواوؤ،وسلو او وسایطو  تناسب په کې هېڅ د مقایسې وړنه وؤ، البته چې له افغانانو څخه یي نهایي شجاعت ،فداکاري او سر ښندنه غوښتله او همدا سبب وو ،چې هر رښتیني افغان   دخپل سنګر په څنګ کې ،خپل قبر هم کینیسته او باید ،  د ژوند تر اخیري شېبې  جنګېدلې وای،ځکه چې تر شا یي ملي نوامیس او ارزشونه وواو  دچا غوندې یي غلیم ته نه شو سپارلې او  ددې ټولو بې رحمیو سره سره ،چې په خپلو ځانو یي منلې وې ، حتاد مهیل غلیم په مقابل کې یي ،هېڅکله  دپښتني ،افغاني ،اسلامي او انساني منل شوي دود او دستور څخه پل بېرون نه دې ایستلې ، ټولو ملي او بین المللي تعهداتو ته ژمن اووفادار پاتې شوي ، نه یي د دښمن په ماشوم ،ښځه او سپین ګیري ماشه کش کړي او نه توره پورته کړې ، نه یي ددښمن له اسیرانو سره نا سم چلن کړې او نه یي دښمن  له خوږې ګوتې کش کړې دې .درانه لوستونکې  اوس پخپله قضاوت کولې شي ،چې له یوې خوا د افغانانو په  مقابل کې ، له هرې خوا نړیوال نا انډوله نامقدس جنګي ائتلافونه او داسې نا انډول جنګونه ،چې هر افغان مجبوریږي ، تر هر څه دمخه پر ځان د شهادت کلمه ووایي او سنګر ورته د مرګ اوژوندپه  پوله او سرحد بدلیږي او دغه هر دم شهید افغان ،که تاسې یا زه هم اوسم ، ټول دنیایي ژوند ،امېدونه ، ارزو ګانې  او ټول نژدي کسان ،چې مونږ د هغوۍ او هغوۍ زمونږ په خاطر غواړي لا اقل ژوندي اوسي او د بلې اسرې تصور هم نه شوکولې ، ورته شااړوو او بېن المللي قوتونه  ، چې د ځیني نا اهله ،بېګانه پرسته افغانانو په بلنه ،په  اصطلاح ځمونږ د «ډادمن امن » په خاطر په افغانستان او ټوله غمجنه نړۍ کې ، هرڅوک پوهیږي ،د څه په خاطر ،حضور لري او په حقیقت کې  له دغه نابللو مېلمنو څخه ،چې افغانانو ، دتاریخ په اوږدو کې کله هم نه دي منلي ، څه توقع یا ګیله لرلې شي ، په هغه صورت کې چې رابلونکي یي هم افغانان او نن هم د هېڅ ډول بې ننګه خوش خدمتۍ څخه نه عار لري او نه یي د بېوزله افغانانو په وژلو زړونه  دردیږي او نه دخپلو پنځه ټنګو منفعت په خاطر د خپل پلرني هیواد په ورانولوڅه پروا او باک لري .یعنې ،چې دغه تش په نامه د « ملل او بین الملل » په مقدسو نومونو     دواړه داخلي او خارجي غلیمان ،ټول  قوانین ،اصول ،عنعنات ،مقررات ،تعهدات او دېته ورته ټول منل شوي دساتیر اوحتا مقدسات هم ورته د منلو وړ نه دي ، پخپله هم حاکم دې ،هم قاضي او څارنوال او د هروخت لپاره ، د هرې قضیي په خاطر خپل خپل د بې قانونۍ او قانون شکنیو دوسیي  په تخرګ کې ګرځوي او په هره علني محکمه کې پرې هر ډول روا او ناروا یو په بل اړولې شي او هر یو  بريئ الذمه ، غیر مسئول او واجب الاحترام ګڼل کیږي ..خو یواځې اصیل افغانان، پښتون ، تاجک ، ازبک ،هزاره ،ترکمن ،بلوڅ ،نورستاني ،پشیي . . . د خپلو ملي او قومي اصولو ،قوانینو ،رواجونو او تعهداتو څخه سر غړونه  نه شي کولې او د ځان ، مال او اولاد څخه هم پرې تېر دي .همدغه ملې او قومي دود او دستوراو ډېر نور ټولنیز منل شوي عالي ارزشونو ته وفاداري ده ،چې  ټولنیز نظام خورا لوړ نه ماتېدونکي کمي او کېفي اوصاف او خواص تر لاسه کوي .پکار دادي ، افغاني ټولنې او ټولنیز نظام چې د تاریخ په اوږدو کې د خپلې بقا په خاطر  ،کوم اخلاقي اوکلتوري اوصاف او خواص تر لاسه کړي او د یوه مقدس تاریخي امانت په حېث یي  نسل په نسل یو بل ته انتقال کړيدي ،موجوده ځوان نسل هم باید د نوي علمي لاسته راوړنو  ، نړیوالو مناسباتو ، وسایلواو تخنیکي  امکاناتو په مرسته ، خپل نوې کلتوري مناسبات په نوې  بڼه ،ماهیت او کېفیت راتلونکي نسل ته وسپاري . ماپه همدې خاطر لازمه وګڼله ،چې د پښتو ژبې،ژبنې جوړښت ،ادبي کلتوري لاسته راړنې ، پښتني خود ګردانه ټولنیز نظام ، مناسبات ، دموکراسي او ډېر نور ځانګړې پښتني قومي منل شوي ارزشونه ، نه یواځې د افغان ملي ورورولیز  نظام د قومي ورورلۍ دمناسباتو په ورشوکې،بلکه په نړیواله کچه د ټولوملګرو ملتونو سره د ژبني ــ کلتوري انډول په سیالۍ کې وڅېړم او وارزوم .مادمخه ، دې خبرې ته په وضاحت سره اشاره کړې ،چې دغه ډول څېړنې د یوه کس ،هغه هم چې عمر یي همدا نن پرون،د۲۰۱۴ م کال د دسمبر دمیاشتې په پنځمه نېټه ، تر ۷۱ کلونو قدم واړوه،او وروسته  له دې مشکله ده څوک په یوه ورځ ژوند هم باور ولرلې شي ، خو زه هره بله ورځ ژوند اوږدول یواځې په دې خاطر غواړم ،چې د الله(ج) په علمي قانونمندیو کې لا زیاتې څېړنې او ارزونې وکړم او د الله درضا په خاطریي د بشر د خدمت لپاره وکاروم ، نو زماهڅې به په دې لارکې تر وروستۍ شېبې پورې وي،خوبیا هم دا ددې معنا نه لري ،چې زما هڅې دې ددې کار لپار بسنه وکړي ، بلکه  دا څېړنه د ټول روشنفکر قشر ، مختصو مؤسسو ، اکادمیو، پوهنتونونو ،دیپارټمنټونو او مسلکي کارپوهانو ،چې ټول عمر یي ټولنیزو ادبي او کلتوري مسایلو او چارو ته وقف کړې  وي ،کار دې او په هغوۍ پورې اړه لري . ما دغه کار ته د نهایت مجبوریت او ډېرې بېکارۍ له مخې خپل لاس اوږ کړې دې . که ماته په افغانستان کې ، په خپل مسلک کې ، دکار ،فعالیت او دڅېړنو او ارزونو امکانات  موجود وې ، زما د کار نتایج او پایلې به سل کرته له دې زیاتې وې . زه د خپلو اوسنیو څېړنو ، ارزونواو کار له پایلو څخه  هم راضي او د الله (ج) له پېرزوینو څخه شکر ګذاره یم .سره ددې چې د الله (ج) د خلقتونو ،نعماتو او ټولو جهاني پدیدو په باره کې ، دالله (ج) په کلام کې مشهودې قانونمندې څرګندونې ،نتایج او نخښې نښانې وجود لري ، پوهانو اکثرا ً دخپلو نظري څېړنو فورمولبندۍ او نتیجګیرۍ د تخیلي ، تصوري او د ګوتو د جنګولو د اټکل له مخې کړي دي او دالله احکام یي په پام کې نه دي نیولي او یا نه دي پوه شوي ،ځکه خو مطلوبو پایلو ته هم نه دي رسېدلي ..ما د فلسفې او بلکه د علمي اساسي مسئلې  ،چې « شعور مقدم دې  که ماده »په تردید سره، ټولې موجوده اټکلي تخیلي او تصوري تش په نامه علمي بنیادونه ړنګ او د تجربي  ثبوتي حقایقو او واقعیتونو په قانونمند بنیاد باندې په درولو سره مې، لاځوابه پوښتنو ځوابونه موندلي دي او ددغه لارې علمي څېړنې د تل لپاره قانونمندې علمې مجرا او مسیر ته ،کومې چې د الله (ج) کلام حکم کړې دې ، پرېوتې دي..دابحث په همدې ځای پرېږدم . مینه وال کولې شي ولولي : ( دعېنیت  فلسفه ،څېړنه اوارزونه ،ډاکټر حرکت ، د چاپ کال ۱۳۹۰ هـ ش مطابق ۲۰۱۱ م ) . په دې لیکنه کې ما  هڅه کړې  ځیني مطالب دپوهانواو ځوانو روڼآندو د توجه دراګرځولو ،ددغه موضوعاتو داتمام ،اکمال او بشپړولوپه خاطر پدې لنډه لیکنه کې د اړونده مسایلو لنډ تذکر وړاندې کړم .هیله ده دورونو قومونو پوهان اوځوان روڼآندي هم خپل قومي ژبني ادبي او کلتوري  لاسته راوړنې  ،چې د ټول افغان ملت د کلتوري منځپانګې دانڅکلپېدي په بشپړتیا کې یي خپل بې بدیله ارزشمند رول لوبولې دې ،وړاندې کړي . ما د پښتوژبنې جوړښت او دپښتونولۍ د کلتوري منځپانګې په اړه بحث ، دمخه پېل کړې او بعدي مطالب مې د   ( Peter  Scholl  La tour )   الماني  بوډا ژور نالیست ،چې د افغانستان هره لوېشت خاوره یي ګز و ګام کړې او دافغانستان په باره کې یي ډېر کتابونه ، راپورونه  او راپور تاژونه برابر او خپاره کړیدي ، څه موده دمخه یي له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې شوې . په وروستیو وختونو کې ترې چا پوښتنه کړې وه ، ډېر عمر دې په افغانستان کې تېر کړې ، کوم شیان به  دې دزیاتې توجه وړ ګرځېدلي وي ؟ هغه په ځواب کې ویلي وو ،یواځې یو شې ،چې مې ډېر خوښ شوې دې ،هغه د  پښتنو « پښتونولي » ده . نو دغه غمجن هم لکه چې د پښتونولۍ د دود او دستور په لویو او درنو منا سباتو کې پرېوتې وو ،خوددغه دروند بار د پاللو په خاطر یي فرصتونه ډېر زرله لاسه ورکړل .                                                                                                                      تاریخ ګواه دې ،چې دنړۍ په مخ نژدې ټولې شخړې په اسیا او په خاص ډول د افغانستان په چاپېریال کې پېښې شویدي ، ځکه چې د اروپا او هند تر منځ تجارت له پخوا زمانو څخه رواج درلوداو د ورېښمود لارې یواځینې معبرد افغانستان د خېبر له درې څخه تېرېده .ددې جنګونو مېدان هم افغانستان او د سونګ مواد یي افغانان او په خاصه توګه پښتانه وو ، ځکه یواځې پښتانه وو ،چې په دې منطقه کې یي ترټولو لوی اکثریت قوم جوړوه ،هم دمقاومت اساسي غوټه ، هم د خپل هیواد میراثي ساتونکې او هم د هر فاتح د فتوحاتو جنګیالې لښکر ګڼل کېده ..تصور به ونه شۍ کولې ،همدغسې چې نن هر غلیم ،پښتانه د سترګو اغزې او د خپل سر نه پخلا کېدونکي دښمنان ګڼي او ټوله نړۍ یي د هغوۍ د سرکوب په خاطر افغانستان ته سفر بري کړې او بیا هم مختوري او پرته له اندکترین موفقیته له افغانستان څخه ووځې ، د تاریخ په اوږدو کې همداسې وه ، دغه لویولویو مملکتونو هېڅکله جرئت نه دې کړې ، په یواځې ځان په افغانستان حمله وکړي او تل لکه د مردارې قجیران او ټپوسان ، ډله ډله ګرځېدلي دي،خود پښتنو د جګړئیز بري ستر عامل په دې کې دې ،چې په یواځې ځان هم ،که موقع برابریږي ، د جګړې څخه ډډه نه کوي، ځکه چې د یواځېتوب احساس نه کوي ، په دې ډاډ چې که بل څوک ورسره نه شته ، پښتو او پښتونولي خو یي ورسره ده ،نوپه حقیقت کې هر پښتون په یواځې ځان هم یوه درې کسیزه مفرزه ګڼل کیږي او دا د سوریاني ژبې  هغه مقدس اقنوم او مثلث ته ورته دې ،چې د انسان د شخصیت بالا حصار جوړوي او په ځانګړي ځان هم  د خپل پېدایښت ، پایښت او هدف په فلسفه عقیده او باور پېداکوي . « په دې ډول پښتون ،پښتو او پښتونولي ،درې واړه یو مکمل فلسفي مفهوم او نظام  افاده کوي » . دغه کوچنې پښتني نظام ،چې په حقیقت کې د پښتني ټولنیز ژونداو مناسباتو لوی سمندر جوړوي ، د یوه نظام په صفت ،د نورو الهی خلقتي نظامونو سره ، په سیال مناسبت کې ، د خپلې بقا  لپاره ،ابدي ارزش تر لاسه کوي او په یوه پایداره قانونمندۍ بدلیږي او د فولادو ،تیږې او الماسو څخه هم کلک پایداره خواص ،اوصاف او وړتیاوې په لاس راوړې ،ځکه چې پښتون ،پښتو ، پښتونولي او پښتون قومي وحدت یي د حراست ضامن او ذمه وار  اوالله (ج)یي حافظ او ناصرګڼل کیږي ،  په کل او جز کې د نورو نظامونو د کل او اجزاوو سره ،لکه ټولنه ،نظام ،اداره ،قانون ،جنګ ،سنګر ،علم ،ادب او نورو ټولو پدیدو سره په مستقل دیالکتیکي مناسبتونه کې.د افغان ملت او پښتون قومي وحدت په ذات البېني مناسباتو خارق العاده ټولنیز او فردي کمي او کېفي ،د « یک مرد جنګي به از صد هزار » اوصاف ،خواص او جوهر پېدا کوي او د پښتون ، پښتو او  پښتونولۍ درې ضلعي  بالا حصار د تاریخ په اوږدو کې په تسخیر ناپزیره سنګر بدل شوې  او افغان ملت ،چې تر اوسه پورې پردې حاکمیت پر ځان  نه دې منلې ، په راتلونکي کې  به یي هم ونه منلي شي او یواځې د هغه سولئیز  ګډ ژوند نظام به ورته د منلووړ وي ، په کوم کې ،چې ټول انسانان دمتناسبو مساوي حقوقوڅخه برخمن اوسي . دا یو حقیقت او واقعیت دې او باید د تعارفاتو په حېث وپېژندل شي او ومنل شي . دا ډول فاکتونه او حقایق ثبوت ، فور مولبندۍ او اضافي استدلال ته هم ضرورت نه لري .په رښتیا هم ، که دغه مسایل اوحقایق چا ،د یوه تعارف او فاکت په حېث درک او منلې نه وي ،  بل ډول ممکنه هم نه ده ،چې څوک يي چاته توضیح  اوتعریف کړې .که څوک چاته ، خصوصا ً، یوه غېر پښتون ته ووایي ،چې احمد ، د محمود سره ښه پښتو وکړه .سره ددې ،چې همدغه یوه ساده کلمه په پښتو ژبه کې د زرونو او ملیونونو ښېګڼو ، نېکیو ، ملاتړ ، ننګې ، طرفدارۍ ،کومک ،روادارۍ او نور بې شمېره مفاهیم او معناوې افاده کوي ، یوه غېر پښتون ته که دا خبره شوې وي ،غېر له  دې ،چې په تعجب سره ورته ځیر ځیر وګوري ، یا هېڅ ونه وایي او یا به فکر وکړي ،چې دا څه وایي ؟ وګورۍ ، ما  یو ډېر ساده مثال ،چې بل ساده مې ترې پېدا نه کړې شو ،دلته راووړاو داهم مبالغه نه کوم ، بې شمېره د خېر ښېګڼې او نېکۍ مفاهیم او معناافاده کوي .رابه شو دې مسئلې ته ،چې څه ډول دغسې یوه ساده کلمه په یوه ژبه کې ، دومره لوی ارزش او بې شمېره مفاهیم افاده کولې شي ؟ زه غواړم یو بل ډېر ساده مثال د نمونې په بڼه دلته وارزوم . « تړ » ( سنګلاخ ) یوه بله دپښتو ژبې دوه حرفي کلمه ده  ،چې نه پرې کوم بوټې شین کیږي ،نه پرې لار جوړیږي او نه یي څوک له ځایه خوځولې شي .څه فکر کوۍ ، کېدې شي ،داسې یوه کوچنۍ کلمه په کوم منظور  داستفادې وړ وګرځي ؟ هو !پښتنو همدغه وچ کلک ،متحجر مفهوم په اندک نحوي تحرک سره  ،یعنې  «تړه »په نوم ،خپل پښتني مر کزي قانون ،چې د پښتو ،پښتون او پښتونولۍ د ټولو ټولنیزو مناسباتو ، ټولنیزي خود ګردانه دموکراسۍ ،او بې شمېره معجزو ارزشونو ،په بنیاد ،چې د هر پښتون لپاره د تقدس حېثیت لري او له خپل سر،مال او اولاد څخه پرې تېر دي ، نومولې دې د همدغه قانون له مخې پښتانه ، په پښتني حکمي «جرګه»کې ، د هیواد او اولس لپاره د یوې ډېرې حیاتي مسئلې په اړه ، دپرېکړې «تیږه» (سنګ ) ږدي او پرته له اندکه تغیر ، د پرېکړې په ټولو منل شوو شرایطو سره عملي کیږي .په دې هم سوچ او فکر کول پکار دي ،چې د پښتو ژبې هره کلمه ، څه ډول د پښتني مناسباتو اود پښتونولۍ منځپانګې د قوانینو په ټغر کې ،څه ډول اڅڼل شوي او هرې ساده کلمې څومره عالي ارزش او مفهوم پېداکړې دې .پښتانه ،څرنګه چې قاطع اکثریت یي مسلمانان دي ،  د جرګې مفهوم او ټول اصول او حتا ټول اسلامي بنیادي عقیدوي اساسات ،اوامر او نواهي یي د اسلامي  شورا له مفهوم ،احکامو او اساساتو سره یو تر بله ډډه لګوي او څرنګه چې پښتانه د نړیوالو سره  په ګډ متقابل اجباري سختګیره ژوند کې سختګیره پاتې شویدي او حتا کوم انعطاف ،چې په اسلامي اصولو کې ،لازم هم ګڼل شوې ، پښتنو د خپل پښتني قانون په پلوۍحتا ددغه انعطاف څخه هم لا سختګیره پاتې شوي ، نه چې  ، څوک یي دپښتني دود ، دستور او مناسباتو څخه د سر غړونې په تور تورن کړي .خو  غېر وغماز د پښتنو دغه ډول دریز بل ډول تعبیر کړې ،چې  ګوندې «پښتانه نیم قرآن مني او نیم نه ».دا خبره ځکه د منلووړ نه ده  ،چې  د پښتني ژوند اصول  د اسلامي  احکامو او اصولو سره په کل کې ډډه لګوي ،اوپه کامل  توافق کې دي . البته ،چې له یو نیم  یاغي باغي ،مرتد او ګناه کار څخه هېڅ اولس او ټولنه مستثنی نه شي ګڼل کیدلې  . ما دهمدغه ډول پښتني دود او دستور پر خلاف ،دا دنن پرون سازشي ، نمایشي او فرمایشي مشورتي  جرګې غندلي او د (جرګه ــ مشورتي ؟ که حکمي ؟  )تر عنوان لاندې مې یو مطلب لیکلې دې . وګورۍ( سیاست د سیالانو لوبه ،سیاسي فلسفه ، څېړنه او ارزونه ،ډاکټر سید شیرآقا حرکت ، د چاپ کال ۱۳۹۰ هـ ش ،یا ۲۰۱۱ م کال،۳۲۸ مخ ) . د جرګې په پای کې ، کله چې لازم تصمیم نیول کیږي اود ټولو لپاره دمنلو وړ هم وي ، د جرګې مشر غږ کوي ،که څوک اعتراض نه لري ، تیږه پرې کښیږدۍ تېږه هم  په پښتنې دود او دستور کې له یوې خوا ډیر ساده مفهوم دې ،خو داچې ولې ورته پښتانه دومره لوړ ارزش قایل شوي دي ، زما په عقیده حتا ،چې دا بې سواده او کم سواده سپینګیري پښتانه ،چې کله وایي  تیږه پرې کښیږدۍ ،هدف یي دادې ،چې تیږه د پاو ، چارک او من د معیاري مقیاس  په صفت ، د حق او عدالت سمبول په پښتني ژوند کې ستر ارزش لري او درغلي په کې د بې ایمانۍنخښه بولي او البته په هره  اسلا مي ټولنه کې باید همداسې وي . تیږه ده ،کله چې د کومې بناء په تهداب کې کښېښودل کېږي، پایداره یي ساتي او تېږه ده ،چې ټول غرونه ترې جوړ او ټولې  نړۍ ته له ړنګېدوڅخه نجات ورکوي . دا زما عقیده وه او درانه لوستونکي هم کولي شي   ،خپل عقاید ،په دې اړه څرګند کړي.که محترم لوستونکي  متوجه شوي اوسي ، له دې درې کلمو ،چې یوه د ژبې نوم ، دومه تړ او دریمه هم تیږه ،چې وروستۍ دواړه کلمې د تیږي معنا لري ، نورې ساده کلمې ما نه شوې پېدا کولې ، وګورۍ په لومړي مفهوم کې یي خپله ژبه نومولې ،چې خپل سر پرې ورکوي ،قسم پرې یادوي او د نړۍ د مخ د خېر، ښېګڼې اونېک او با ارزښته مفاهیم ددغه نوم پورې اړوند ګڼي .د تړې په نوم دپښتونولۍ د خود ګردان دموکراسۍ هغه قانون ،چې ددنیا په مخ  بل هرقانون یي له عادلانه پرېکړې څخه عاجز وي ، نومولې دې او په پښتني ټولنه کې د بې سواده او نیمه باسواده جرګې له خواد هر ډول مشکلو قضایاوو په اړه پرېکړې کیږي اوعملي کیږي . وګورۍ د نړۍ په مخ تاسې  هېڅ  یو ه بله داسې ژبه نه شۍ پېدا کولې ،چې د هغې دغه ډول ساده کلمات دې دومره بې شمېره  علمي ،ټولنیز ،قانوني ،حقوقي ،سیاسي ، ادبي ، کلتوري او دېته ورته نور ډېر  با ارزشه مفاهیم افاده کړې شي . تاسې به هېڅکله نه وي اورېدلي ،چې احمد د محمود سره ښه « اردو » وکړه ، نواز شریف ښه  « پنجابې  »سړې دې او حتا د لطیف پدرام او محمد محقق څخه به کله هم چا نه وي اورېدلي ،چې ځما دې په  «فارسي  » یا  «ازبکي »ِ قسم وي او که دا کار چا کړې هم وي ، اورېدونکو به حتما ً دا فکر کړې وي ،چې ګوندې دا کسان باوساري شوي دي او عقل یي له لاسه ورکړې دې ،اصلا ً دغه ډول مفاهیم په ژبه راوړل رواج نه لري ، یا په بل عبارت ، دغه اصل ته څوک دومره ارزش قایلېدل نه غواړي .شاید داسې پوښتنه پېدا شي ،چې : ولې د پښتون قوم او ټولنې دود ، دستور  او قوانین نه ماتېدونکي اواولس یي د خپل دود ،دستور او قوانینو څخه سر غړونه نه شي کولې ،خو نور قومونه او اولسونه د خپل دود او دستور او ظوابطو دومره ساتنه او پاملرنه نه کوي .د پښتني دود او دستور بنیاد په اولس ولاړ دې او ساتونکې یي هم اولس دې . اولس همېشه رښتینې ،صادق او مسئولیت پذیره ذمه وار دې .،خکه چې دهغې تر شا د پښتون،پښتو او پښتونولۍ ، نه ماتېدونکې ټولنیز  قانو پروت دې او هره پرېکړه یي یواځې ، بې قد و شرطه منل او عملي کول غواړي . په غېر صورت کې د کلي کور څخه په کډه مجبورېدل ، د کور سېزل ،سخته او درنه جریمه پرېکول ، د خور ،لور او نورو په بدو کې ورکول اوداسې نورو جریمو ته غاړه کښېښودل او په پای کې د پښتو او پښتونولۍ څخه د وتلو تور او تهمت پرځان منل دي .  نورې ټولنې او اولسونه ، له یوې خواتر دې کچې جدي نه دي او  مختلفې مذهبي ټولنې ،چې  په مجازي بنیا دونوایجادشوي او بشري ذهني منشأ لري او حتا ،داسلام د اکمل او اتمم  مبین دین ،ځیني سست عنصره پېروان  ،چې د اسلام د دين په باره کې کافي اګاهي هم لري ، مادي ګټو ته پر الهی احکامو تر جیح ورکوي او د نفس ،شېطان او غرایزوپه ناولو قدمونو د الهی عدل ،انصاف ،توازن او تناسب د مقدس نظام په ورشو قدم اړوي او دخپل دلخواه چیناق نظام جوړول غواړي .په نړیواله کچه هم ، بشري نړیوال نظام دپخوانې شوروي اتحاد کمونیستي ،نړیوال سوسیا لیستي او کارګري نړیوال ازادي بخښونکو غورځنګونو په ړنګېدو ،خپل  انقطاب ،تعادل ، توازن او تناسب له لاسه ورکړې او په یوه ناپایداره عطالت سره د سرمایداري ناپایدره نظام په قاعده باندې په ډډه لګولو ، د سرمایداري بحرانزاء نړیوال حکومتي،نظامي ،پولیسي ،جاسوسي  او  مافیایي نامقدسه ائتلاف ،چې تر ټولو ائتلافونو خورا اسیب پذیره او خورا ناپایداره نظام، یو بل ته غله ، یوبل ته په کمین  او باالذاتهِ هریوپه ذوال محکوم ،څه ډول دنړیوال بشري نظام د بقاء او تکامل ذمه واري په غاړه اخلي ،چې  یو ځل بیا د قطعي ذوال د محکومیت په معنا ګڼل کېدې شي .په دې توګه یواځې افغان ملي او پښتون قومي وحدت نظام دې ،چې ماهیتا ً د نسبي  اولسي  او ټولنیز ډاډمن ملاتړ په مصئونیت کې هم د ځان او هم دنورو د بقاء قابلیت لرلې شي او تاریخي حقایق هم د همدغه ډول یوه رسالت دایفاء ګواه دې. همدغې ته ویل کېدې شي د افغاني ټولنې د فولادي نه ماتېدونکي مقاومت راز او په افغانانو د الهی بې درېغه پېرزوینو اعجاز . داسلام د مقدس دین دبعث او ظهور په اوایلو کې  دفارس او روم  دوه لویي امپراطورۍ وې ،چې تقریبا ټوله اسیا او اروپایي تر حاکمیت لاندې وې..لاتیني ژبه  ،چې په حقیقت کې داروپایي ژبو مور، دسقراط ،افلاطون ارسطو او تر هغوۍ دمخه پوهانو،لکه طالس ،هراقلیطوس،فیثاغورث، ذیمقراطیس  د فلسفې متماتیک اونورو علومو  د علمي افادې ژبه  اود ترمنولوژۍ او اصطلاحاتو حاکمیت او امپراطوري  ، لکه څرنګه چې هغه وخت لاتیني ژبې په دغه مناطقوکې ، په خپل واک کې لرله ، نن هم ټول لاتیني اصطلاحات په ټولو علومو ،خصوصا ً په طب کي زیات رواج لري ، لکن ویونکي یي له لاسه ورکړي دي .فارس بله ، تر ټولو لویه امپراطوري وه،چې له ډېرو پخوا زمانو څخه یي په دې منطقه کې اداري او فرهنګي حاکمیت درلود او د اسیایي هیوادونو سره د نور جهان اطلاعاتي او فرهنګي تبادله ، یواځې د فارسي ژبې له لارې ممکنه وه .فارسي ژبه نه یواځې د تفاهم د وسیلي په حېث ،بلکه د علم په صفت تدریس کېدله او دا ځکه ،چې ټول علمي اروپایي ، ټول عربي او ټول امریکایي کتابونه په فارسي ژبه توجمه او ټول اسیایي کتابونه په فارسي ژبه لیکل کېدل او په ټوله دغه منطقه کې فارسي ژبي دولتونه او حکومتونه او په هر ښار اومرکز کې ،په حقیقت کې ، فارسي ژبې شاعرانه او ډول ډول نور مرکزونو وجود درلود . دغه ډول مرکزونو ، حتا د هند د لویي وچې په ساحه هم لمن غوړولې وه او د فارسي  ژبو لیکوالو او شاعرانو په تناسب  ، د غېر فارسي ژبو لیکوالو او شاعرانو اثار ، په دغه منطقو کې ،د هر کور ،هر مسجد ،معبد ،او کلیسا په تاخچو (طاقچو ) کې زیات پېدا کېدل او ویونکي ، ارزوونکي او څېړونکي یي هم زیات وو .د ننني افغانستان دغزني ،بلخ ،بخارا او هند کې د مختلفو امپراطوریو او سلطنتونو دربارونه له یوه سره د فارسي ژبې د ادبیاتو او شاعرۍ په اکاډمیو بدل شوي وو اود هرشعري بېت په بدل کې به د شاعر خوله ، په اشرپیو ډکېدله ، خو کله چې به کوم پښتون شاعرخپل شعر لوستلې وو ، سره ددې چې شعري ارزش او پوخوالي به یي  هم لوړوو ، پاداش یي د ژبې داغل وو ،چې دوباره شعر ونه وایي .فارسی ژبه په دې منطقه اوپه افغانستان کې  د ټولو پښتنو شاهانوددربار رسمي ژبه هم وه او شاهي کورنۍ ،سره ددې چې پښتانه وو ، یوه یي هم په پښتوژبه خبرې نه کولې. د دوۍ دغه ډول لویه اشتباه او ګناه ددې سبب ګرځېدلې وه ،چې ټول افغان اولس ،له پښتون څخه نیولې ،چې د ټول ملک د نفوسو له نیم څخه  زیاته برخه جوړوي تر کوچني اقلیتونو پورې ،چې هېڅ په فیصدي کې نه شي راتلای ،د ټولو ملي او بین المللي منل شوو قوانینو ،اصولو او مقرراتو په خلاف ،یوشان مجبور وو او دي ،ولو که په فارسي ژبه هم پوه  نه شي ،باید په فارسي ژبه خبرې وکړي . دغه ډول بې کلتوره نا اډول ،یوخانداني جبر ، د ټول افغان ملت ټولنیز نظام  په هر لحاظ  دړې وړې کړې او ملي وفاق او ورورولیز وحدت یي په ملي نفاق او دښمنۍ اړولې دې . همدغه نا انډول ټولنیز هرج ومرج اونامتناسب ټولنیز نطام ، تل د تاریخ په اوږدو کې د بهرني یرغلګرو ،مغرضو ګاونډیانو او کورني ضعیف النفسه،نااهله اوبې استعداده بېګانه پرسته افغانانو د سوء استفادې وړ ګرځېدلې او کورنۍ دښمنۍ یي رامنځته کړي دي . جوړښت او ګرامري قیوداتو په حلاجي،حلاجي کړي او پښتني ژبنۍ بڼه اود کلتوري منځپانګې اوبه یي ورکړي، هم الهی پېرزوینه او اعجاز ګڼل کیدې شي . فارسي ژبه هغه وخت غریبه شوه ،چې له دری فارسی ژبې یي خپله لار بېله کړه او هغه وخت د انقراض او انحطاط له ګړنګه راپرېوته ،کله چې په شاهنشاهي اکسپانسیونیستي ( توسعه طلبانه )او سیاسي هوا او هوس باندې ککړه شوه او په بې مفهومه ژبني تعصباتو،ځانګړ تیاوو او سوچه والي په لا علاجه مرض اخته شوه. ما د کوم چا د فیسبوک د لېکنې په اړه خپل نظر په لاندې ډول وړاندې کړې وو ، په همغه بڼه یي راوړم :
شکی نیست که ایران در ایام ګذشته با وسعت نظر هاو برخورد های سالم خود ، منحیث نقطهً تقاطع ،مجرا  و مسیر عبور ومرور فرهنګها ، علوم ، تجارب و دیګر داشته های  انسانی ازاسیا ،اروپا ،و جهان اسلام،بهرهً بزرگی در داخل کشور خود برده وهم تاثیر و تأثر متقابل در گسترش دامن   فرهنگی واجتماعی خود ، به تمام اکناف و اطراف منطقه وجهان  مستفید ګردیده است  . از ایام خیزش  و فوران تعصبات مذهبی ،لسانی و هوس های توسعه طلبانه ً شاهنشاهی ایران، بدون در نظرداشت حقایق تاریخی ،و درین ایام هوا وهوس امپراطوری بزرگ ، ازهمه جوانب زندګی اجتماعی وکلتوری شان دستخوش تأثرات و تخریب فرهنګهای اجانب ګردیده، به زوال محکوم بوده ودر مناسبات اجتماعی ــ سیاسی نیز،به  عکس العمل هاو مقاومت های بین المللی مؤجه میباشد.فرهنگ ،کلتور ،صرف ،نحوو لهجه های  زیبا واصیل دری ــ فارسی ، املا ،انشاء و ادبیات عالی این زبان خوش لحن ،که در مناسبات حسنه ًذات البینی با ممالک اسیای مرکزی ،شرقی ،جنوبی ، جنوب غربی ، ممالک عربی و حتا بعضی از ممالک اروپای شرقی و غربی ،شکل و ماهیت ارګانیک دیالکتیکي و انتګراسیون  فرهنګی ،پذیرفته بود  ازهر روز به روز دیګر سائیده شده ، تمام داشته های غنی فرهنګی  خودرا از دست میدهد و بعید نیست  لسان شیرین فارسی ، به بهانه های سوچه سازی به  کدام لسان دیګر عوض شود و با ګذشته های تاریخی خودفاصله پیدا نموده، از خود بیګانه ګردد .در ایام مهاجرت ها، بعضی از اقوام افغانی ، به عین امراض دچار ګردیده ، لهجه های شیرین دری کابلی را فراموش نموده و کلمات معرب و حروف مختص عربی از محاوره و املا وانشاء حذف نموده ، اصطلاحات و کلمات وطنی را بی معنا و بی مفهوم ساخته است . مانند عزیز (هزیز) ؛ عزم (هزم ) یااګر به (ض) نوشته شود (هضم  ) ؛ افغانستان  (هفغانستان) ؛ اقلا ً ( هقلاً) ،علم (هلم) اول (هول ) ،امروز (همروز )،انار (هنار )،انګور (هنګور)،قرآن (قرهان )و غیره . اګر خوانندګان محترم بعد ازین به ګفتار های وزیر صاحبان ،ادیبان ،علماء متوجه شوند ، انها  هم مرتکب چنین اشتباهات میشوند .همچنان بعضی از اصطلاحات فلسفی مانند انګار ګرایی ، مصلحت ګرایي ،تکامل ګرایي ،انضمامیت ،صیروریت ،واقع ګرایي ،اثبات ګرایی ،وجود ګرایی ،ماده ګرایی  و دیګر بدعت ګرایی های مختلف . در نتیجه ً این چنین بدعت ها با ترمنولوژی مروج بین المللی ابعاد و دوری میخانیکی ایجاد میګردد و کدورت های فهمی ولفظی حایل میشود . زبانهای جداګانه ومختص ،کلتور و فرهنګ جداګانه از ابتدا وجود نداشت و امروز که افاده های  غم ودرد وخوشی  توسط حیوانات و انسانها به ګریه و خنده اظهار می شود ، مشترکات زیادی در ابتدا وجود داشت و یا بګویم یک لسان مشترک بدون ګرامر  اشارات ،علایم ، صدا ها و دیګر افاده ها وجود داشت ، که بعدا ً تقریبا ً به یک لسان مشترک وبمرور زمان به هزارها ا لسنه ً متباین و متفاوت تقسیم و تفکیک ګردیدند و امروز ما می بینیم که مناسبات ،تفاهمات و ارتباطات جمعی و بین المللی هم درین اواخر توسط علایم قبول شده برای همه ،در رشته های مختلف استفاده ګردیده ، افهام و تفهیم متقابل صورت میګیرد و در مستقبل نه چندان دور به یک لسان مشترک ، برای اکثریت قاطع مردم روی زمین استفاده خواهد شد .به هر صورت تعصبات وخرافات نزدیک بینانه با مناسبات همه جانبه و ګلُُُبالایزیشن امروزي که هنوز وضعیت ها به وخامت نګرایده ،املا ،انشاء، صرف ،نحو ، اشتقاقات و دیګر اصول بنیادی تعمیری لسانی فارسی رخت بسته و بعید نیست که تکلم وتفاهم  به   
آن به  مشکل ګراید .خوشا به حال آن  جوانان ایرانی ،که به همزیستی مسالمت امیز ، برادری اسلامی ،انکشاف مشترک فرهنگی و وحدت  نظر وعمل به خاطر منافع مشترک و داشته های تاریخی خود ، به مقابل اشغالگران اجنبی استادګی نموده ،ازارزش های مشترک و حقوق مهاجرین افغان درایران دفاع و حراست می نمایند .اما حاکمان نادان ،بی مسئولیت ، بی احساس وحریص افغانستان که تقریبا ً نیم قرن ، دارایی های عامه ،خصوصی و شخصی مردم افغانستان را چور وچپاول نموده وبلیونها دالر  « کومک های » خارجی را نیز ازآن خود ساخته ، روزمره به بانکهای خارجی انتقال مینمایند ، ملیونها مهاجر افغان ،که از ظلم وتعدی این حاکمان مزدور و متولیان جفاکار انان ،مجبور به ترک دیار ابائي شان شده ،برعلاوهً اینکه از حقوق مهاجرت انها حراست و دفاع نمی نمایند و هر روز مورد تحقیر، تعجیز و لت وکوب پولیس ممالک مُغرض همجوار  قرار میګیرند ، بر خلاف به خاطر بی سرنوشتی وتوهین هرچه بیشتر ملت غیور افغان ،  نیز مغرضانه  معامله ودادو ستد قرار نموده ، مهر خاموشی بر لب میزند واز حق السکوت خود ، هم توشه ً « ناچیزی » در بغل جیب خود میزنند. چنین تنګ نظریها ،تعصبها ،افراط وتفریط ها ، مګر چه دلیلی ، بدون جهالت وحماقت و نتایج اسف بارداشته باشند ؟.
.په دې ډول په پښتني ټولنه کې ،د ډېرونورو ساده مفاهیموپه اړه ،چې د تقدس تر کچې ارزشونو ته رسېدلي،پښتنو د محنتونو ،مارکونډیو او سکروټوپه شدیارو  کې ، په خپل هډ او پوست، د ژوند په ټولو تودو او سړو کې ،تجربه کړي  او کوم ساده ،پوچ او عبث  بحث باید ونه ګڼل شي .دمخه ما وویل ،چې د پښتني جرګې دود دالهی حکم شورا او  پښتني خود ګردانه ټولنیز دموکراتیک اصول ،دود او دستور د اسلامې عادلانه او منصفانه الهی احکامو سره ډډه لګوي او پښتانه ،څرنګه چې په خپلو عقایدو کې تر زیاتې اندازې بنیادګرا او صادق هم دي ،ځکه خو اسلامي او پښتني حقایق او واقعیتونه په خپل ټولنیز ارګانیک ترکیب کې ،په یوه خارق العاده باکیفیته جوهرداره او نه ماتېدونکي اوسپنخړي بدل شوې دې .یو ساده مثال  ،الهی احکام دخپل مقضي او مقدر قاطعیت سره سره ، په عدل ، انصاف اواسلامي صله رحمۍ کې ،په کافي اندازه ګذشت او انعطاف هم موجود د  ې.  په الهی احکامو کې سره ددې چې  «أَشِدّاءُ عَلَى الكُفّارِ رُحَماءُ بَينَهُم» ( سورة التوبه  ،ایه ۱۲۳ )  کې راغلي دي ، خو په اسلامي احکامو کې د  بالمثل عمل له حدودو څخه دتېرېدلو جواز هم جدا ً منع شوېدې . همغسې ،چې په اسلام کې په  ښځو ،کوچنیانو او سپینګیرو لاس پورته کول جواز نه لري ،په  پښتني نظام کې هم،په ښځو،کوچنیانو او سپينګیرو ماشه کش کول او دتورې وار ممنوع دي . په خاصو شرایطو کې ،لکه د ځمکو د کر کیلې ،لو او فصل راټولول،مریضۍ او نورو خاصو حالتونو په وخت کې، تیږه کښېښودل کیږي اوتر څوچې مشکل نه وي حل شوي ، یو په بل غرض نه لري  .اسلام دتقوا ،صداقت ،نېکۍ او رښتینولۍ دین دې او پښتانه په خپلو کړو وړو ، کردار او ګفتار کې ډېر رښتیني او صادق دي او هېڅ ډول ټګي او برګي په کې نه شي لیدل کېدې او دکله کشک والا هم نه دي .دپښتنوقبایلودخود ګردانه دموکراتیک نظام  په اصولو کې د ۳۰ کلونو په موده ،یعنې یوې هـ ق پېړۍکې ،د قبایلو تر منځ د للمي او آبي او ښو او بدوځمکو ادلون بدلون رواج هم تر دا نژدې تېرې مودې پورې  موجود وو. ښاغلې سید شمس الدین مجروح په دې باره کې لیکي :  پښتنو ،د خپلو پښتني عناناتو،رسومو او عقایدواوسلامي احکامو ،اوامرو اوهدایاتو سره  د تباني په نسبت، په خپله ژبه ،قوم اوقومي اصولو ، د تقدس تر کچې ارزش قایل دي او بدعتګرانه ،ددې په عوض ،چې د الله (ج) په نوم سوګند یاد او تعهد ومني  ، د خپلې ژبې ،قوم او قومي اصولو ،په نومونو  تعهد مني او پخپله هم سوګند یادوي . شته دې دغه ډول ډېر نورپښتني ارزشونه ،لکه رښتینولي ، صداقت، لوز، قول ،شجاعت ،زړورتوب ، مېلمه پالنه ، د پناه وروړونکې څخه  پالنه او حمایت ،چې په پښتني ذهني خټه کې اخښل شوي  او د دیني عقایدو سره یي کلکه  ډډه لګولې ،چې شمېر یي له شمېره ووځي ،  او کېدلې شي، پښتانه  تر هر چا زیات ، له دغه طریقه، انشاءلله،اهل  د جنت وګرځي ،پښتو ویونکي په جنت کې اکثریت پېداکړي او شاید،چې حمزه با با به هم په همدغه استنباط او استناد ، پښتو دجنت ژبه ګڼلې وي ! الله (ج) ټول انسانان په دې دنیا کې  ،پرته له هر ډول تبعیض څخه ، خپل اخلاف ګڼلي دي .هغوۍ یو شان د  دالله (ج) د ذات ،صفاتو ، لوی جهان  او ټولوخلقتونو  په معرفت مؤظف او مکلف ګرځېدلي دي ،همغسې ،چې الله (ج) او جهان یي واحددې ، دین یي هم واحد او کېدلې شي ټول انسانان په واحدې عقیدوې مشترک مخرج سره راټول ،بشري ټولو بنیادي تضادونو او نه پخلا کېدونکو دښمنیو ته دپای ټکې کښېښودل شي او په راتلونکي کې په نړیوالو مناسباتوکې دذات البېني  دښمنۍ پرځای ، دوستي اود جنګ پر ځای سولئیز ګډ ژوند تجربه شي او په دې ډول یو ځل بیا د پښتو او پښتونولۍ غوره انساني اسلامي دود او دستور د ټول بشریت لپاره سر مشق جوړ شي . خو د سرمایو لېونیان هرڅه د وسلو د ګودامونو په مقیاسونو اندازه کوي . دمخه هم ما اشاره کړې ،چې  کارل مارکس لیکلي وو :« ایده په مادي قوت بدلیږي ،کله  چې د اولسونو په عقیده بدل شي » .ایزنهاور هم په خپل وخت ( ۱۹۵۳ م )  ولیکل ،چې :« یواځي کمونیستان احمقان  فکر کوي،چې په جهان ایده او مفکوره ،حکمروایي کوي ، حال دا چې نړیواله حکمروایي ،د توپ  ،راکټ ،الوتکو، قاره پېما او دېته ورته  نورووسلو په مټ دساتلو وړ  ده » . خو لا ډیره موده تېره نه وه ،چې دامریکې ځوانیمرګ  دموکرات جمهور رئیس ( کندی ) ، دایزنهاور پسې ، په خپله نیګړې دوره کې اعتراف وکړ،چې که کارل مارکس ، خپل بل هېڅ یو اثر هم نه وې لیکلې ، همدا یو شعار چې : «د نړې کارګرانو سره یوشۍ » ، کافي وو  ،چې دسرمایداري ناروا ،نا پایداره او همېشه په زوال محکوم نظام  ،قبر وکني .د وسلو په ګودامونوباوراو ځان ساتنه ،د جبن او نهایت ضعف نخښه او اراده  ، مورال ، عزم ، ډاډ او پرځان باور ، یواځینې ایدیال او محک دې ،چې په هر سنګر کې د بري ضامن ګڼل کېدې شي . امریکا د یوه غېر فطري ملک په صفت باید په ځان باور ونه لري او د هر پوس پوسک څخه ، که د نړۍ په هره لیرې سیمه کې هم وي ، هغوۍ د ځان پرضد دسیسه ګڼي او ورته د ځغملو وړنه دې .افغانستان ، دفطري هیوادپه صفت ،هېڅکله په ځان بې باوره نه وو او یواځې باور دې چې د انسان د ارادی ، مورال  او شخصیت کمي او کېفي ارزشونه ټاکي . پښتون شاعر او لوی فېلسوف رحمان بابا په لاندې  شعر کې، په خپل ځان ټینګ باور ، نه ماتېدونکې ارادې ، استغنا او لوړ ایدیال  داسې اظهار کړې دې :
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دې     *  پټ ددرست جهان پپاد شاه ظاهر ګدا یم                                                                                                               د د   لبرو    صدقې   لره   یي    غواړم      *         داسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
هو ! افغانان ،له څېلمه په ځانګړي او ټولنیز لحاط ، د خپلې ارادې ،عزم ، هوډ ، تصمیم لرونکي سیال خلک دي او په همدغه هویت او ادرس . د تاریخ په اوږدوکې،  په خپل چاپریال او نړۍ کې سیال پاتې شوېدې  .څه وشول که نن د رنګ پاڼه ، له بده مرغه، د بې هویته ، بې ارادې او بې عزمه محقق وارواو پدرام وارواو نورو غوندې کسانو په ادرس پرېوتې ،چې خپلې  بغدادۍ سپارې  ، د دکتورا ، معادل ګڼي  اود هر غلیم درګاه ته حق او ناحق ځغلي او د خپلې بې هویتۍ ، بې شخصیتۍ او بې کفایتۍ د تلافي او اقناع په خاطر د خپلې آبرو په بدل کې خېر ټولوي او هر میکروفون ته ولاړ و ي ،چې د خپلو جنایتونو ګناه او تهمتونه په نورو بېګناه انسانانو واړوي، خو په دې هم  نه پوهیږ ي چې څه ووایي ؟ همداسې دا دحامد کرزي صاحب بې شمېره، بې سواده  مشاورین ، چې د پېښور د قصه خوانۍ د بازار  د دکتورا ،پروفېسرۍ ، اکادمیسنۍ او نورودغه ډول ناچلو اسنادو پېټي، چې له هرې ناچلې مرجع څخه ترلاسه کېدې شي ، په شاګرځوي  او د مېږیانو  د لښکر غوندې لا له یوې سوړې راوتلي نه وې ،په بله ننووزي ، دوۍ خو خپل پت او عزت نه لري ، د خپل اولس پت او عزت ، به په ناڅیزه متاع پلوري او سبا نه ،بله ورځ  ( د ۲۰۱۴ م کال د دېستبر په ۴ نېټه ) به هم ،همدوی د لندن په کنفرانس کې، د افغان اولس پر ځای ،د خپلې ډلې په ګټه  فضیحت باره او له شرمه ډکې سناریواو نمایشونه وړاندې کوي او په اصطلاح د نړیوالو مرستو او نعماتو ویش به ، د غلو او ملو تر منځ په همغه ځای کې پای ته رسیږي . زه په دې عقیده یم ،چې افغان اولس د الله (ج) په پېرزوینه ،چې ښکلې ، بډای او دمینې وړ هیواد یي ورپه برخه کړې ، کاملا ً باور او یقین لري او د خپل پروردګار څخه د زړه له کومي شکر ګزاره دي او په بدل کې یي ،د  خپل دغه جنت نشانه هیواد څخه ، تل قهرمانانه دفاع کړې او کوي به  یي .هغه کسان ،چې په خپل افغانیت  ،بې باوره ، شک او د افغاني خواصو نیمګړ تیاوې لري او د پردۍ لکړې او مرستې پرته اړدي، په افغاني چاپریال کې ورته سیال ژوند ناشونې ګڼل کیږي او د تاریخ په اوږدو کې دغه ډول نامردان ، په هره ټولنه کې چې وو ، د خپلې ټولنې د سولئیز ژوند د تباهۍ ، عاملین ګرځېدلي اودخلکو له خوا د ملي خاینانو په نومونو یادشوي دي او دداسې کسانوسزا هم معلمه ده. خو نن دوۍ ته څوک پورته نه شي کتلې او برخلاف ، دوۍ ټول افغان اولس ګروګان نیولې او هر څوک ، پخپله ، د هرې سزا ، سزاوار ګرځولې شي .له بده مرغه ، په سرمایداري ناپایایداره لعنتي نظام کې ، یو ناروا جواز وجود لري ، چې « پېسې بوی نه لري »، یعنې چې تمیز یي پکار نه دې  او حلال او حرام په یوه امیانۍ کې ساتل کېدلې شي . دې کارخصوصاً ، ځیني لویو جهادي پروفیسرانو لپاره ، د ناروا فتوا وؤ لپاره لار هواره کړې او خپلې ټولې تورې  ( حرامې ) پېسې ، بلا تشبه ، په سپینو بدلوي او نن په دغه  متقابله ناروا تبانۍ سره ، د نارواوؤ د خاوندانو او ملي خاینانو ائتلاف ډېر خطرناک شوېدې ؟ له نېکه مرغه ، وروستیو حوادثو، لکه د ګوشتې په اولسوالۍ کې د پاکستاني قواوؤ په مقابل کې د قاسم خان قهرمانانه هجوم او دهغوۍ سنګرونه دړې وړې کول ،د بدخشان په ولایت ارګوپه اولسوالۍکې د ، د غره د خوئیدو ناورین .مهمه داده ،چې په عام ډول ، په ټول افغان  ملت او په ځانګړي ډول ، په هر قومي واحد کې ،ټول هغه ظرفیتونه ،چې د انساني ،دیني افغاني او نورو ارزشونو په نومونو یادیږي ، په افغانانو کې ، په ملي او قومي لحاظ ژوندي پاتې دي .مونږ اوتاسې شاهد یو ،چې په ځیني هیوادونو کې  ،ټول دغه ارزشونه  ، دپېسو په مقابل کې پېرودل او پلورل کیږي او په حقیقت کې ددغه هیوادونو خلک ، ددغه ټولو ارزشونو په مقا بل کې فاقد د هر ډول عکس العمل او احساس ګڼل کیږي . یا په بل عبارت ، په دغه لحاظ دغه ټولنې  تاسې  په هېڅ صورت سره ددغه ارزشونو په بنیاد نه شۍ تحریکولې اودا مسئله دسرمایداري  نظام په مضمن لعنتي خصلت بدل شوې   ،چې هرڅه باید یواځې د پو لي ارزشونو، ولوکه ناچله هم وي ، وارزول شي . له نېکه مرغه ، دغه ارزشونه په اسلامي هیوادونو او خصوصا ً د افغانستان په اسلامي هیواد کې ، هغه کسان ،چې لا د سرمایدارۍ په لعنتي مرض نه دي اخته شوي ، د الله (ج) په پېرزوینه  ، ژوندي پاتې دي او باید چې زمونږ راتلونکي ځوان نسلونه  ، خپله زیاته سرمایه ګذاري او توجه، دهمدغه ارزشونو په ژوندي ساتلو کې ولري .څوک دا خطا وکړي ، چې واړه قومونه ، ولو که ډېر واړه هم وي ، خپل مال او متاع وګڼي او په قومي تشخص او حقوقو باندي یي څوک سترګې پټې کړي  لکه چې ځیني  بهرني او کورني مغرضان ، ملي او قومي مسایل ، تشخصات ، ارزشونه ،حقوق اووجایب د« فارسی زبان »،«دری زبان »او« پښتو زبان»او یا نوروبې بنیاده ارزشونو ، له مخې حلول غواړي ،ځکه چې  ژبه په ځانګړي ډول هېڅکله معیار او محک د قومي هویت ،وحدت ، انتګرېشن یادیفرنسییشن او نورو تشخصاتو د تباني او تباین ، وسیله او دلیل نه شي ګڼل کېدلې او په دغه ډول مسایلوکې تل د افادې د وسیلې رول لوبولې شي . زه په دې عقیده او پوره باور یم، همغسې چې د قومي اکثریت او اقلیت د حقوقو مسئله ،دهغوۍ د کمیت د تناسب د اکثریت پورې اړه لري او د افرادو او اشخاصو حقوق او وجایب  هم،همغسې چې د اسلام په دین کې ،د هر چا د تقواله مخې تعینېدلې او ارزول کېدلې شي ، په بشري نړیواله او ملي کچه د افرادو او اشخاصو حقوق هم،د هر شخص  داهلیت ،شخصیت ،علمیت ،تجربې او تقوا په تناسب منل شوي دي او زه هم په پوره تقوا او صداقت ، دغه اصولو ته وفادار یم  او منلي مې دي . د افغان ملي  او پښتون قومي وحدت مسئله ،ما دانګریزي امپریالیزم د هغه پرنسیب او طرحې په مقابل کې مطرح کړې ،چې غوښتل یي ، دپښتنو او بلوڅو قومونو ملي مسئله او وېش ،احمقانه ،د جغرافیایي وېش په بنیاد عملي کړي او په دې وسیله یي ، د پښتنو او بلوڅو قومونو حقه حقوق غصب کړي  دي.په دې باره کې زما غږ پور ته کول او اعتراض کول ، له یوې خواد انګریزي امپریالیزم دغه ناروا او غېرقانوني احمقانه او غېر انساني عمل ، چې نن هم پرې کلک ولاړ دي ، نه منل او له بلې خوا د لر او بر پښتنو ، بلوڅواو افغانانو، د خپلو حقوقو دغوښتلو په هکله ،په  پټه خوله پاتې  کېدلو ، تعجب کول دي .تر هر څه زیاته ،د تعجب خبره داده ،چې ځیني تش په نامه روشنفکران ، چې په ښکاره ډول ځانونه قومي نماینده ګان هم ګڼي ، همغسې چې ، دخپل افغاني هویت څخه منکریږي او پرې شرمیږي اود افغانیستاني او د« پښتو زبان » ، « دری زبان «او « فارسي زبان » مسایل ،لکه د مردارې په څېر،هر محفل ته ، له ځانونو سره کشوي او چې په اصطلاح ، په ځانونو کې د افغانیت اوصاف اواخلاق نه ویني ، غواړي مهیلانه د نورو اقلیتونو په حقه حقوقو ، خېټه واچوي او په دغه مهمه قومي ذات لبېني مسایلو کې یي د خپلو کرغېړنو اهدافو لپاره وسیله وګرځوي او ددغه لارې ، په پوره سپین سترګتوب سره ،د۴۰ ملیونو څخه زیات ، پښتنو او بلوڅو اوټولو افغانانو ورونو قومونو حقه حقوق او سرنوشت تر پوښتنې لاندې راولي اوپردو ملکونو ته یي وسپاري ، چې که ګوندې ، دا د اکثریت کچه ،چې ډېره لوړه ده ،له قاطعیت څخه پرېووځي .زه څرنګه چې په دغه باره کې ،هېڅ تشویش نه لرم ،اوسنې بحث مې هم په دغه اړه نه دې .خو د اکثریت د قاطعیت ددرجې په هکله ، دومره ویلې شم ،چې په لږ وډېر پورې اړه نه لري او کوم حقوق ،چې  نړیوال ورته په ټولنیز لحاظ قایل شویدي ،په دغه تجاهل العارفانه سترګو پټولو سره ، په کې تغیر نه شي راتلای او نه  دلږ او ډېر اقلیت کچه هم ،د فردي حقوقو په کمیت او کېفیت کې ،څه رول ، لوبولې شي او حتا که یو کس هم او سي ،همغسې چې  په ټولنیز لحاظ ، هر مقام ته دکاندیدو حق لري ، دتأئید او رد په مسئله کې هم د ټولو حقوقو  څخه برخمن او  د خپل اهلیت ، علمیت او تقوا په تناسب ،هر مقام ته ، د کاندیدېدو حق هم لرلې شي. د مثال په ډول ، د افغان اهل هنودوپه نماینده ګۍ ،انار کلی هنریار،دخپل اهلیت او شخصیت له مخې په پارلمان کې ناسته ده او دخپل کوچني اقلیت په نماینده ګۍ ،چې په وروستیو جنګونو کې ،ډېر ځپل شوي هم دي ، په پوره مېړانه او جسارت سره غړیتوب لري او شاید نور کسان یي هم ،دغه ډول امتیازات تر لاسه کړي . له بده مرغه ،ځیني افغاني قومي اقلیتونوژبې ،چې دپښتو ،دری  او فارسي ژبو ،په سیمو کې اوسیږي ، خصوصاً د فارس دفرهنګي تفوق له کبله ،چې یي د اروپا یي او عربي علمي ـ فرهنګي پرمختګونو د انتقال له لارې  ، په اسیایي نورو سیموکې ، دتاریخ په اوږدو او خصوصا ً د فارس د امپراطوریو ، دحاکمیت په دوروکې یي ،لرلې دې  ،ډېرې متأثرې شوي دي . د بلې خوا ، پښتو ژبه څرنګه چې د ګرامري صرفي او نحوي جوړښتونو،د مؤنث او مذکر، جمع او مفرد ،زمان او مکان په واضح تفکیک  ،د اوازونو ، تکلم خورا  پراخه طېف، د ادبي مختلف النوع  صنعتونو ،غني زېرمو ، شعري بېساري ، رنګارنګ ترکیبونو او اهنګونو ، په نسبت یي زده کول مشکل دي ، تقریبا ً ټولو ژبني اقلیتونو او پښتني اکثریت هم ،چې د هرې ژبې زده کول ورته ، ډېر مشکل نه ګڼل کېږي ، فارسي ژبې ته ،چې د یوه سیال ورور قوم ژبې او چې په سیمه کې ،یعنې فارس او تاجکستان کې هم معموله ده ،زده کړې ته ،مخه کړې ده . خو دا هېڅکله ددې معنی ،چې څوک دغه پردلوګ او دلیل ، د خپلو ناوړه اهدافو ،تعصباتو او تنګ نظریو لپاره وسیله وګرځوياو د«پښتو ژبي» ، « دری ژبي » او« فارسي ژبي » تر عناوینو لاندې سوء استفاده  وکړي او  بنیاد ي ملي قومي مسایل، په دغه ناچله بنیاد د واقعیت په خلاف  حل کړي . حال داچې  د اقلیتونو منافع ، یواځې  د اکثریت د حاکمیت په سیوري کې تضمېنېدلې شي ،ځکه یو اقلیت ، چې پخپله  د بېګانه طاقت په لکړه ګرځي اوپخپله  د بېګانه پرستۍ په ځنځیر کې ، دزنګ وهلې کړۍ حېثیت لري،څه ډول ممکنه ده ، د نورو اقلیتونو دحقه حقوقوحامي او متضمن وګرځي؟  شک نه شته ،چې ایراني ،فارسی ژبې او د فارس امپراطورۍ د خپل جغرافیایي ، فرهنګي  اقتدار په لویه ستراتېژۍ سره وکولې شول دفارسي ژبې او ایراني کلتور لمن ، تر ډېره وخته پورې د منځنۍ اسیا، افغانستان اوآن د هند تر لویي وچې پورې غوړېدلې وساتي او په واقعي ډول داروپایي او خلیج او اسیایي ملکونوتر منځ د کلتوري ــ فرهنګي پل په حیث منځګړې پاتې شي او په دغه ټوله سیمه کې ، هر ډول تأثیر او تأثر ولري .په دغه متقابل  تأثیر اوتأثر کې ځیني امپراطوریو ،چې په افغاني خاوره کې یي د اقتدار سرونه پورته کړي وو ، هم ستر رول لوبولې دې دربارونو یي د فارسي او باالخصوص ،د دری خوږې لهجې  او دیالکت ، د اکاډیمیو حېثیت درلود لې او په سلګونو او زرګونو ادیبانو ،شاعرانو او ملک الشعراوؤاو  افغاني پوهانو د کلتوري ــ فرهنګي زیرمو اوثروت او علمي ، سیاسي ،اجتماعي ، دیني او نورو ډول ډول فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ، خپله ګټه پورته کړې او په نورو سیمو کې د سترو علمي او فرهنګي فعالیتونو مصدر ګرځېدلي دي ، چې نه باید دغه سترې  افغاني علمي شتمنې  ، په نړیواله کچه کمرنګه او بد رنګه وګڼل شي  . زه ددغه بحث تل ته نه ننوځم ،ځکه چې ځما ددې لیکنې  د بحث موضوع 
نه ګڼل کیږي ،خو دومره حتما ً ویل غواړم ،چې په ټوله دغه سیمه کې د  فارسي ژبې  تدریس اوخط وکتابت په همدغه بنیادونو رواج پېداکړې وؤاودسعدی شیرازی،حافظ،جامي او نورو فارسی ژبو لیکوالانو اوشاعرانو بې شمېره کتابونه ،چې همغه وخت په دغه سیمو کې توزیع شوي وو ، نن هم  د هرمسجد په طاقچو کې وړیا ، دلوستلو لپاره پېداکیدل او نن هم لا د فارسی ژبې  وړیا تدریس او خط و کتابت  دافغاني عالمانو  ،میرزایانو او مدرسینو له خوا ، په مسجدونواوحتا حجرو کې دوام لري ..زه  پخپله هم ددغه ډلې شاګردانو له جملې څخه وم ،چې د ښوونځي د زده کړو سرهمې په موازي ډول ، دفارسي ژبې د سترو لیکوالو اثار، دافغاني پوهانو په مرسته لوستلياوچې ، لا په هغه وخت کې  ،دډېرو پخوا زمانو څخه فارسی ژبه ،منطق ،علم الکلام ، صرف ،نحو ،چې صِرف ژبني قواعد ګڼل کېدې شي ،خو د سقراط ،افلاطون او خصوصا ً د ارسطو له زمانې څخه ،چې د منطق لومړې معلم ګڼل کیده ، دغه کذبي تیوریواو قانونمندیو ،چې په همغه وخت کې یي ، ناوړه  رواج پېدا کړي وو او تر اوسه پورې ، په کې سپیناوې نه دې راغلې ، په همغه کاذبه بڼه ، لا چلیږي .پخوا دا کار معمول وؤ، ددې په عوض چې هر څوک  خپلې څېړنې ،ارزونې او علمي اثار په خپلو خپلو ، ساده مروجه ترمنولوژۍ ،متودولوژۍ او فورمولبندیو سره ،په نثر  افاده کړي ، هغه  به یي ،د مجازي ښکلا او ارزش په خاطر ،په شعري ژبه، د شعري تشبېهاتو ،مبالغې ،غلو ،اغراق، رمانتیزم ، سوریالیزم ،استعارو او ډول ډول نورو ادبي صنعتونو په رنګینیو ،رنګول اوحتا عمداً اواغماضاً به یي خپل لوستونکيد شک اوتردید په څلورلاري کې درول ،چې نن هم ،له بده مرغه، دغه ډول  هڅې لا دوام لري .ارسطو یوناني ستر عالم ، فېلسوف او په اصطلاح دمنطق دعلم مبتکر ، د لومړي معلم او ابو نصر محمد بن محمد فارابي ، داسلامي فلسفې مؤسس ، د همدغه لارې ددوهم معلم لقب حاصل کړې دې .او نپوهیږم ،چې ولې دمنطق د دریم استاد لقب  ، هګل ته نه دي ورکړل شوې،چې دخپل قوي منطق، بې بدیله فلسفي استاد ،د دیالکتیکي قوانینو  مبتکر او په وروستيو څو  پېړیوکې ، داروپایي معاصرې فلسفې سلطان وو، چې د المان ستر هیواد ، دهغه او دده د دوه نوروملګرو ،ګوېته او شوپنهاور، چې یو په بل پسې ، په نژدې وختونو کې زېږېدلي وو ،کلیزي یي  یوځای ، هرکال درې ورځې ،مسلسل ،د عمومي رخصتي او سراسري ملي جشن په حېث ، لمانځل کېدلې . خو له بده مرغه ددې درېواړو استادانو خورا قوي او بې رقیبه منطق ، په فلسفي علمي قانونمند منطق کي ، پخپله د همدوی ،د فلسفي  منطق په ضعف او ګمراهۍ  بدلې شوې دې .په دې ډول ، ژبه ،چې د تصادفي اوازونو او نومونو تصادفي مجموعه او د علم سره ،  دافادې د وسیلې او انتقال  پرته ، بله اړیکه نه لري ، دتش په نامه علومو د تشکل خټه برابره او د  متکلمینو، ادیبانو ،شاعرانو،صرفي ، نحوي او ډول ډول نورو بې شمېره نومونو ، دتش په نامه ،پوهانو د لښکرو د جوړولو لپاره بهانيجوړې کړيدي .هو ! رښتیا ،شعر چې د ژبنۍ افادې، یوه ښکلې ،خو په څو لحاظه مقیده ،بڼه ګڼل کیږي ، تر اوسه پورې ، ډېرې کسان ورته ، د ځانګړي علم حېثیت قایل دي او ډېرو کسانو ، په خپلو بې سواده شعرونو ، د اکاډمېسنۍ القاب هم ترلاسه کړې دي !شک نه شته ،د نړۍ ډېر ستر علمي اثار چې ،نه باید په شعري  سر تر پایه  مقیده ژبه لیکل شوي وای ، بیا هم لیکل شویدي ، قرآنکریم الهی کلام ، په مسجع نثر سره لیکل شوې او کله ،چې په ترتیل سره لوستل کیږي ، بلا تشبیه ، مړې په پښو دروي او په حرکت یي راولي ، خو د الله (ج) د بې مثله معجز کلام لپاره همدغه ډول ، بې مثله اعجاز پکار وؤ ، چې په محمد (ص) امي انسان نازل ، بې کم و کاسته ولیکل شي او بل څوک یي ، د مثال وړاندې کولو څخه هم عاجز اوسي .دې کې هم شکنه شته ،چې ځیني اشعار ، په دومره سپېڅلي طینت ، علمي ژورې پوهې اود ډېرو پاکو احساساتو له مخې لیکل شوي وي ، چې هر ویده بې احساسه انسان ته ، احساس ورکوي ، د مېوند د ډګر فاتح ګرځي او هر ګبر او ترسا په ګونډو کوي ،خو دومره هم نه ،چې څوک دې هر تجاهل العارفانه ، ګستاخانه او حتا بیباکانه کور کورانه ، غیر قانونمندې پدیدې ، په قانونمنده عامو قوانینو واړوي او بلا تشبیه اهل علم او پوهو  اشخاصوته دې ، د حقارت په سترګو وګوري .  وَقُلۡ جَآءَ ٱلۡحَقُّ وَزَهَقَ ٱلۡبَـٰطِلُ‌ۚ إِنَّ ٱلۡبَـٰطِلَ كَانَ زَهُوقً۬ا (٨١) ترجمه  ووایه (اې محمده! دوۍ ته ، کله چې  بېرته ننوتې مکې ته فاتحا ً) راغې حق (اسلام )او په تېښته ورک شوباطل  (کفر او شرک )بېشکه باطل دېورکېدونکې.ذکر او بحث پرې ددې لنډې مقالې  له حوصلې ، وتلې برېښي .زه په دې عقیده یم ،همغسې چې الله(ج)او دخپل برحق پېغمبر محمد (ص) ، په خپل برحق دین کې ، تبعیض او امتیازته ،نه دي قایل شوي او دهغې په منلو اونه منلوکې د لَآ إِكۡرَاهَ فِى ٱلدِّينِ‌ۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشۡدُ مِنَ ٱلۡغَىّترجمه : نشته هېڅ زوراو جبر په (منلو)د دین کې .په تحقیق سره ښکاره شوې ده سمه لاره ( دایمان )له ګمراهۍ(کفر)ځنې  (جز ۲  ، سورةالبقره ،ایه ۲۵۶ ) او یاوَمَا عَلَيۡنَآ إِلَّا ٱلۡبَلَـٰغُ ٱلۡمُبِينُترجمه :او نشته پر مونږ مګر (پېغام) رسونه ښکارهاو واضحه  (جز۲۲ ،سورة یس  ۳۶ ،ایه ۱۷ ) ، پر اصولو تأ کید شوېدې او بل هېڅ ډول امتیاز او جبر ته ، په دې باره کې اشاره نه ده شوې .که چېرې علمي مسایل تش د ښکلا ،  شعري رنګینیواو امتیازاتوپه خاطر ضروري وې ،نو الله (ج) به ،چې د هر ډول اشتباه څخه مراء ذات دې ،پرې خپل کلام نوشته کړې وې . ژبې چې اصلا ً ، دتصادفيارزونو او  نومونو په بنیاد رامنځته شوي دي او یواځې د علمي مفاهیمو دافادو له مخې علمي مفهوم او ماهیت ، پېداکولې شي ، هېڅکله د تنګ نظرۍ او تعصب ارزش نه شي لرلېاو همغسې ،چې ټولې ژبې ، په قدیم کې ، د دوامداره اُرګانیک دیفرنسییشن او ریفورم ،په پروسه کې ،له یوې ژبې څخه ، په زرګونو او بې شمېره ژبو وېشل شوي ، همغسې به د دوامداره علمي منطقي اُرګانیک انتګرېشپه بنیاد ، د عامه سراسري تفاهم بڼه او محتوا  پېدا کوي او زمونږ په دې کوچنۍ او ډېرې ښکلې نړۍ کې به، دټول بشریت لپاره د منلو وړ ،په واحده ژبه بدلیږي . همغسې ،چې بشري ټولنې او نظامونه ،څوک ، په جبري او میخانیکي ډول ، نه  جوړولې شي او نه ساتلې شي ،جبري  ژبنې میخانیکي ترکیبونه او وېش هم ، له ناممکناتو څخه ګڼل کیږي او هغه کسان لوی جاهلان دي ، چې په دغه پروسه او یا دغه ډول نورو طبیعي خلقتي او فطري پروسوکې ، د یوې ګړۍ د مخته والي او یا پرشا تمبولو هڅه کوي .سره ددې ،چې دالهی کلام ، ټول الهی احکام ،په ټول علمي قانونمندماهیت سره په عربي ژبه افاده او دبشر د ذات البېني تفاهم په خاطر ، په محمد (ص) نازل او عربي ژبې ته یي ، دالهی کلام د اعجاز په تناسب ، علمي اعجاز په برخه کړې دې، خو کله چې بحث د الهی کلام د علمي او ټولنیزوخېر ښېګڼو ،او عدالت له محیط څخه خارجیږي او  په ساده اولسي بحثونو او مناسبتونو ،بدلیږي ، د الهی کلام داعجاز اثار او تأثر ،په کې کم  احساسېدلې شي . یعنې، سره ددې چې ژبه د تصادفي اوازونو او نومونو څخه جوړه ده ، د علمي قانونمند پایداره ماهیت،کلتوري بډایه منځپانګې ،رښتیولۍ،عدل او انصاف  په لرلو سره، پایداره ارزشونه پېداکوي اوتر څو پورې چې دغه ارزشونه ژوندي وي،  د موجوده نظام اوژبې د پایښت زړې به هم په پوره امانتدارۍ او صداقت سره په نوموړې ژبه کې ،ساتل کیږي او هر څوک به ترې ، د خپل درک او فهم په تناسب لازمه ګټه پورته کوي .خو دا هېڅکله ددې معنا نه لري ،چې څوک دېپه هره موقع او د هرې چار ې د سرته رسېدو او سمون لپاره ،هره  بې کېفیته او نا مناسبه وسله او وسیله وکاروي او لازم مطلوب نتایج دې تر لاسه کړي .مونږ نه شو کولې ، فزیکي میخانیکي قوانین ، د نور د فزیکي قوانینو او یا دغه دواړه د کوانت د میخانیکیتونو او قوانینو د ارزونو لپاره وکارولې شو .هایدرودینامیک ،آیرودینامیک او ترمودینامیک ،چې ورته محیطونه ، قوانین او ترمنولوژۍ  هم لري ، څوک نه شي کولې ، د هغوۍ د شباهتونو او تفاوتونوددقیقو خصوصیاتو ، په نظرکې  نه نیولو سره، سمې څېړنې او ارزونې ،سرته ورسوې .کیمیا ،بیولوژي ،فزیولوژي ،فزیک او نور مختلف علوم او حتا مختلفې پدیدې ، مختلف خصوصیات ،تفاوتونه ،شباهتونه ،کېفیتونه ، ځانګړتیاوې ،ترمنولوژۍ ،متودولوژۍ او قانونمند منطق  لري ، چې یواځې دالهی علم اوقانونمندیو،له مخې یي تفکیک او تمیز ممکن دې او بشري درک او فهم ، یواځې د خپلو ضرورتونو ، مجبوریتواو مقدراتو په تناسب، یواځې نسبې نتایج او پایلې تر لاسه کولې شي .په دې ترتیب ،کله چې د الهی تکویني علم ،قانونمند منطق ، په اندکه تفاوتونو سره ،د علمي مسایلو لپاره ،قابل د افادې او استفادې نه اوسي ،څه ډولژبنې تصادفي خأتیک (بې نظمه ) ،انجړ بنجړ افواهي ژبنېمخلوط ،چې فاقد د علمي منطق ګڼل کیږي ، د الهی علمي قانونمندو پدیدو د ارزونود وسیلې  په صفت ، علمي سرمشق وګرځي او یا څوک ورته علمي ارزش  قایل شي .زه غواړم دغه موضوع ، د مثال په توګه، د علم الکلام په اړه ، په لنډ ډول وارزوم.په دغه باره کې ، دعېنیت په فلسفه کې ، هر اړخیزې ارزونې شوې دي .شک نشته ،چې الهی کلام د انسان په ژبه ،د انسان د مقدراتو ،ضرورتونو او مجبوریتونو په تناسب ،د الهی لوی جهان او ټولو خلقتونو د علمي قانونمند پېدایښت ،پایښت او تکاملي بدلون ،افاده ګڼل کېږي او عربي  ژبې هم د الهی  کلام په تناسب علمي ارزش  پېداکړې دې ،چې دغه کار نن د بېړاګانو ،ړندو او نورو کسانواو حیواناتو لپاره ، دلاسونو ، ګوتواو سر په خوځولو او نورو نخښواو نښانو ، علایمواو اوازونو  په وسیله هم سرته رسیږي ،خوکله چې موضوع له علمي بحث څخه خارجیږي ،نوموړې اشارې او علایم ،هېڅ ډول ،علمي مفهوم نه افاده کوي .په « تاریخ فلسفه درجهان اسلام » ،دحنا فخوري اوخلیل جر ،لیکنه ، کې لیکي ،چې په قدیمي موتونو کې د علم الکلام په نوم کوم مستقل علم وجود نه لري.د لومړي ځل لپاره د کلام  لغوي کلمه ــ د الهی نطق په صفت ، په قرآنکریم کې ، د الفتح په سورة ،۴۱۵ آیه کې ، دا البته اشتباه ده ، ځکه دالفتح سورة ټولې ۲۹ آیي لري او د التوبه سورة  په ۷ آیه کې هم الهی عام احکام ذکر شوي او د علم الکلام په باره کې په مشخص ډول څه نهدي ویل شوي .وروسته د فقې لفظ ،چې د فهم معنا  او د شرعي نظریاتو پورې اړه لري او د عقل او علم د کلمو ، دشرعي نصوصو، روایاتو ،یعنې قرآن،احادیثو سره مترادف او په نتیجه کې فقه دشرعي احکامو د علم ،اجتهاد او تأمل په صفت استنباطیږي .با الاخره ،نپوهېږم څه ډول ، کلام دالهی نظام، دآغاز څخه تر انجام (ابتدا څخه تر انتها ) پورې ، داسلام د قانون له مخې ، دالله (ج) د ذات ،صفاتو او ممکناتو د احوال د څېړلو د علم په صفت منل کیږي او دا هر څه ، یواځي په انساني مقدراتو،ممکناتو،روادارۍ ،تصور،تخیل ،ذهنیګریو،نفساو شېطان   پورې اړه پېداکوي (۱۴۱ مخ ).. له همدې کبله ،بشري تخیلي بې شمېره مجازي عقاید ،ادیان ،مذاهب ، خدایان ، نېکان ،بدان  ،ملحدان ، مشرکان ، اړونده مختلف معابد ایجادیږي او بشریت په رنګارنګ خپلمنځي دښمنیو ،عداوتونو او نه پخلاکېدونکو بدبختیو اخته کېږي  .شک نه شته ،چې ژبه د تفاهم وسیله ده او د همدغه تفاهم له لارې ، انسانان یو تر بله سره خپل علمي تجارب تبادله کوي ، داشرف المخلوقات او د الله(ج) د خلافت لقب حاصلوي ،خو بیا هم ژبه باالذاتهِ علمي ماهیت نه پېداکوي ، مګر،کله چې  د کوم عالم د علمي برنامې دافادې وسیله وګرځي .خو ددې ټولو خبرو سره سره  ،ابن ندیم  په  خپل کتاب  «الفهرست»کې د خپل وخت متکلمین ،معتزله ،شیعهً امامیه ،زېدیه ،مشبه او صوفیه معرفي کړي دي . ابن خلدون ، بیا د علم الکلام مؤسس اشعري مني ، چې دا ټولې ډلې ټپلې په خپلو منځونوکې  سخت مخالف او یو پر بل د کفر تورونه لګوي ،خو بیا هم په همدغه بنیاد ، په اصطلاح کلامې علوم ،لکه  منطق ،علم الکلام ،خطابه ،فقه ،صرف ،نحو او نور دغه ډول علوم ظهور کوي او علم الکلام د عقلي دلایلو په واسطه ، دایماني عقایدو د ذمه وار علم په صفت معرفي کوي او په حقیقت کې دغه ټولې بشري هڅې او هلې ځلې ، پرته له تخیلي ذهنیګرانه مېتافیزیکیت څخه بل مفهوم او ماهیت نه شي لرلې . ابن خلدون، داخبره هم کوي ،چې ځیني آیات د قرآن محکمات دي ،یعنې په اسانۍ دپوهې وړ او ځیني نو متشابهات دي،یعنې په سختۍ سره د پوهې وړ ګڼل کیږي او په دې ډول دعلمي قانونمندۍ، جهاني لوی نظام ، ټولو خلقتونواونعماتو  د تکوین ، تصاحب او ویش سر نوشت ، همدغه انساني حرص،آز او ذهنیګرانه میتا فیزیکیت ته سپارل کیږي ، حال داچې دا ټولې پدیدې الهی مخلوق او هېڅ موجود ، له کوچنۍ ذرې څخه نیولې تر لویو سماوي اجرامو پورې ،حرکت نه شي کولې ،مګر په اذن د الله (ج) سره .علم یواځې الهی مخلوق دې او هر هغه څه چې د علم او قانونمندۍ پور تړلې دي لکه د الهی لوی جهاني نظام ، دټولو خلقتونواو پدیدو تکوین ، پېدایښت ، پایښت او تکاملي بدلون ،هم یواځې د الهی مقضي الامر ارادې پورې اړه لري او انسان ،یواځې  د خپلو مقدراتو په تناسب ، په هغې کې تصرف لرلې شي .هو ! علم او قانونمندي ، یواځې الهی خلقت او انسان د الهی خلف مخلوق په صفت ، د الهی علمي قانونمند جهان اوخلقتونو په معرفت مؤظف او مکلف ګرځېدلې دې .ځانګړي علوم په نسبي ډول وجودلري ،چې د انسان لپاره یي ، دهغه د مقدراتو ، ضرورتونو او مجبوریتونوپه کچه او تناسب ، دمختلفو پدیدو څېړنه او ارزونه اسانه کړې ده .دلته زه ددې لنډ تذکر کول هم ضرورې ګڼم  ،چې نه یواځې په افغانستان ، بلکه د نړۍ په ټولو ملکونو کې ،د علم او قانون مفاهیم ، لکه څرنګه چې ،پورته د ژبو په اړه مسئله کې مونږ ورته اشاره وکړه ، ډېر بېځایه او بې مورده ، استعمالیږي اوپه کل کې ، د افهام او تفهیم په پروسه کې ستر مشکلات او غلط فهمۍ رامنځته کوي .په دې باره کې ، په تېرو بحثونوکې ، ځیني ارزونې شوي دي او په راتلونکي کې هم که مساعده موقع تر لاسه کیږي،دریغ به ونکړو. ژبني مسایلو سره ،د لومړي ځل لپاره  ،زه  دکابل ښار ، دمیوند په جاده کې ،کله چېزه د تخنیکي علوموپه پوهنتون کې محصل وم او دژبني مسایلو سره  مې کمه اشنایي لرله ،په یوه نااشنامحفل کې مخامخ شوم .د بلې خوا ، په دغه محفل کې یواځې  زه د ننګرهار او پخپله کور به او نور دوستان یي  ،د کابل اوسېدونکي وو . زه په دې هم پوره پوه نه وم ،چې زه یي د هغوۍ او که هغوۍ یي زما په خاطر دعوت کړي وو ؟ هغوۍ په دې باره کې  بحث پېلاو تقریباً.هر یوه  په خپل نوبت ، د مختلفو ژبو په باره کې خپل نظریات وړاندې کول . په پای کې یوه تن وویل ، زما په نظر فرانسوي ډېره خوږه ، پرمختللې ژبه ده اود نړۍ  په ځیني  ملکونو او دربارونو کې مروجه  ده . ښه به دا وي ،چې په خپل ملک کې یي ، رواج کړو .دوهم کس ، د انګلیسي ژبې پېشنهاد وکړ او نورو ورسره ومنله . په دغه وخت کې ،ټول  زما هوکړې یا نه ته یو غوږ شول .ماپه ځواب کې خپل پورتنې نظر ورته واوروه اودمورنۍ ژبې په ارزش او ضرورت ، چې د یوه اولس ټولې کلتوري شتمنۍ ساتي او دنماینده حېثیت یي لري ، تأکید وکړ . له همغه وخت څخه ، دغه تصمیم  زماپه ذهن کې راپاتې وو او کله ،چې مې عزم وکړ د عېنیت د فلسفې تر عنوان لا ندې څه ولیکم ، د هغې د چاپ په وخت کې مې د « دادب د فلسفي څېړنې »تر عنوان لاندې د نا چاپ اثر په نوم ،وعده هم ورکړې وه ، ځکه چې په دغه وخت کې  ما ځیني موضوعات  لیکلي هم وو ، چې نور یي زما د کتابونو سره په کابل کې له منځه تللي وؤ او یواځې دوه پاتې موضوعګانې  «دشعري تیورۍ علمي څېړنه»  او د «کلتور او دهغې صحیح او غلط تعبیرونه »،چې ما وروسته په المان کې لیکلي دي ، د عېنیت د فلسفې سره یوځای چاپ شوي دي. دلته پخبله دا پوښتنه ،راولاړېدې شي ،کله چې زه ژبه او ژبنې جوړښت د تصادفي اوازونواو نومَونو ، مېخانیکي خأتیکه مجموعه بولم ، څه ډول د هغې ، فلسفي ارزونو ته قایلېدلې شم  ؟ په دې باره کې ، پورته ما یوه لنډه اشاره کړې ،خو په تېرو بحثونو کې په دې اړه هر اړخیزه ارزونې شوې دي ،چې کومې ارزونې ، کوم بحثونه ، کومې قانونمندۍ ، کوم علوم ،کوم احساسات ،کوم عواطف ، کوم غرایز،کوم تخیلات ، دکوم ژبني ادب ،کوم ژبني کلام ،کومې ژبنۍ ترمنولوژۍ او متودولوژۍ او داسې نورو له مخې  ، دښې افادې او استفادې وړ ګڼل کېدې شي ؟ دې کې شک نشته ،چې عاشقانه او مینګرکي پټ پټوونې، اظهار او انکار ، صراحت او اغماض،غولونه او تېرایستنه ،وعدې او انې بهانې ،شاعرانه مبالغه آمېزه تشبېهات او یا بل هرډول نا او نه کړي کول د پېغلتوب او ځلمیتوب سره  ،ښایي او د ممانعت وړ نه ګڼل کیږي .خو که څوک غواړي حقایق او واقعیتونه  د مقیدو ادبي او شاعرانه کلام د صنعتونو ،مبالغو او استغراق په خټو او رنګونو،  پرده پوښي او تحریف ،یا څوک خپل خام ، ناچله او نارسه موادو او نیمګړتیاوؤ ته مجازي شاعرانه او ادبي رنګ او کېفیت ورکول غواړي ،هېڅکله د منلو وړنه دي .ژور علمي بحثونه، تفاسیر ،توضیحات او دقیقې څېړنې او ارزونې د شاعرانه او ادبي صنعتونو د مقیدو عباراتو او هنري ظرافتونو او کنجکاویو په طریقه او اصولو ارزول او څېړل عبث او بېمفهومه کار بریښي . د ژورو بحثونو ،ژورو څېړنو او ژوروارزونو لپاره اصیله وسله او وسیله ، همغه ساده ، اسان نثر دې ،چې موضوع او مطلوب مطلب پرې باید افاده شي او پرته له هر ډول چل او چلوټو ، د مخاطب او لوستونکي  تر ذهنه پورې، په خپله اصلي بڼه ورسیږي .نبوغ ،اعجاز ،بشري تخلیق او کرامات، د الهی ذات له پېرزوینواو بشري مقدراتو  له امکاناتو څخه ګڼل کېږي،چې انسان پرې مقدر ګرځېدلې او د علمي استعداد او بشري بشارت په بنیاد ، العیاذبالله الهی پنځونې او تمثالونه ایجادوي . هو !دپښتو ژبني جوړښت ،پښتني ټولنیزو مناسباتو ، د پښتني سولئیز ګډ ژوند لارو چارو او طرز تفکر ، پښتني ټولنیزي ،سراسري، سم سمکۍ دموکراسۍ اوټولنیز  قانون ،دپښتونولۍ کلتوري منځپانګې معجز مفهوم او نور وبې شمېره ارزښتو نو ،چې په کوم دلیل  ،د نړیوال ژبني کلتوري دیالکتیک محور ،شمزۍ او داتکاء نقطه جوړوي  او څه ډول ،پهاصطلاح ،یوه ورکه او بې هویته  ژبه ، په وروسته پاتې ټولنیزو ، علمي ــ تخنیکي او اقتصادي مناسباتو سره دغه ټول بې بدیله ارزښتونه خپلولې شي ؟څه ډول ممکنه ده ،چې ژبه ، په ګرم سنګر کې ، همزمان د یوه اولس تېره توره او خورا لوړ نظامي مورال ، اخلاقاو د عدل او انصاف په محکمه کې ،دفاعي وکیل او د هر نیکوکار عمل دافادېمأنوسه وسیله ګرځېدلې شي ؟ څه ډول ممکنه ده ،چې د ژبېخأ تیک ، غېر قانونمند ، مېخانیکي کانګلمیرات (مخلوط) دې د هرقانونمند  ارزش او هرې  ټکۍ سر او  هر واده ورئیز جوړشي ؟زه نپوهېږم ،څه ډول پورتني عنوان زما په ذهن کې ددغه ټولو قانونمندو ارزشونو ، د یوې کاملې او جامع  هر اړخیزې افادې ، په صفت خطور وکړ ، راوټوکېده او د بې  شمېره معجز و قانونمندو واقعیتونو  په صفت مې ، له ځانه سره یادداشت ، ومې منلې شوه او لا غواړم ویي ارزوم؟ بل ډول ، اصلا ً هېڅ ممکنه نه وه . ما به هم څه لیدلي وؤ ،احساس کړي وؤ ، درک کړي وؤ او باور به مې پرې پېدا کړې وؤ . چا  فکر کولې شو ،چې یو امي انسان به دخپل پروردګار  الله(ج) د اعتبار وړ او دداسې ستر ابدي رسالت جوګه وګرځي ؟ که چېرې   د امي محمد(ص) په عوض ، په کوم بل لوی عالم ، دالله(ج)کلام  نازل شوې وې ، شاید بشریت ، حتا دالهی کلام لوی اعجاز ته هم نه وې متوجه شوي او یابهدا لوی عالم د کبر او غرور په مرض اخته او دا هر څه به یي خپل ذهني خلقت ګڼلې وې او یا به نورو خلکو په هغه پورې تړلې وې او ددغه لوی الهی خلقت اعجاز به هم یوه عادي پېښه ګڼل شوې وې . نه به ، دغه لوی عالم اونه به دهغه په څېر ، بې شمېره نورو عالمانو، په بې شمېره کلونو کې ، دهغه لوی رسالت جوګه ګرځېدلي وې ، کوم یوچې دمحمد (ص) په وجودکې په ۲۳ کلونو کې،په ډېرو سختو شرایطو او ناڅیزه امکاناتو سره ، د خارق العاده علمي قانونمندې برنامې او عملي لارښود په بڼه د کمال او اکمال تر سرحده ورسېده او تحقق یي پېدا کړ . دوستانو ! حقیقت تریخ دې ،خو منل یي ، حتا د ډېرو متعصبو او ډېرو بدبختو تنګ نظرو لپاره هم  حتمي دې . ( په دې باره کې زما یوه اوږده لیکنه  نشر شوې ، سیاست د سیالانو لوبه ، سیاسي فلسفه ، ډاکټر  حرکت ، ۹۵ مخ ) دبلې خوا ، ما خپلې لومړنۍ فلسفي ارزونې په دې جمله پېل کړي دي « ذهنیت نسبي عېنیت او هر مشخص ذهنیت عېني واقعیت دې »، یعنې چې د بشر لپاره ، دعالم الاباب واقعیتونه ټول نسبي او کامل واقعبین ذات ، یواځې الله (ج)  ،ګڼل کېدلې شي .په دې ډول ،علمي ارزونې ،چې دالهی قوانینو او اصولو په بنیاد سرته رسېدلې وي ، ولو چې نسبي هم دي ، علمي ارزش لري او علم تبعیض نه مني او نه عالم تبعیض ته ضرورت لري . د عالم وسله او وسیله قانونمند منطق او علمي استدلال دې ،چې هېڅوک یي په مقابل کې د مقاومت او ضدیت تاب نه شي لرلې . تبعیض او تنګ نظري د ناپوهانو  او جاهلانو کار دې ،ځکه چې ،هغوۍ د واقعیتونو په بنیاد ، دژوند او مناسباتو د لرلو جوګه نه دي  او  یواځې دتحریفاتو او ناروا سازشونو له لارې کولې شي ، دعلمي استدلال او قانونمند منطق ، له مېدان څخه وتښتي او د ګونګيانوغوندې ، په تورتم کې ، تري تم او بې هویته ، ژوند اختیار کړي . هیڅوک ، ځان ته عالم نشي ویلې  ، ځکه حقیقي عالم یواځې ،الهی لوی ذات دې او یواځینې علمي سند ، الهی معجز  کلام  ،قرآنکریم دې ،چې د الهی لوی جهان او بې شمېره خلقتونو د علمي قانونمندې عملي افادې په حېث ،نژدې ۱۴۰۰ کاله دمخه په محمد (ص) ، نازل شوې دې او معرفت یي په ټول بشریت ، ښځه او نر فرض ګر ځېدلې دې .زما مورنۍ ژبه ،سره ددې چې پښتو ده ، په پښتني سیمه کې زېږېدلې یم ، په پښتني سیمه کې مې په پښتو ژبه تعلیم کړې ، خو ددې ټولو خبرو سره سره ، زه به ډېر خوښ وې ، که مې د ټولو افغاني ورونو قومونو ژبې زده وې او خبرې مې پرې کولې شوې . ما د ښوونځي څخه دمخه ، فارسي ژبي کتابونو لکه پنج کتاب ،ګلستان ،بوستان ، یوسف زلیخا ، سکندرنامه ، . . . لوستل پېل کړي وو او کله چې په ښوونځي  کې شامل هم شوم ، دفارسي ژبې کتابونو لوستلو او خط او کتابت ته ، تر شپږم ټولګي پورې دوام ورکړ .په دې معنا ،چې د شپږم ټولګي څخه په فارغېدو سره ، زه  دفارسي ژبې قوي ملا هم ګڼل کېدلې شوم . لکن تر څو پورې ،چې زه د کابل پوهنتون ته نه وم راغلې ، ما په فارسی ژبه خبرې نه کولې او یواځې هغه وخت به مو مداخله کوله ، کله چې به د کلي کور خلکو مشکل ، له فارسي زبان  سپاهي سره پېداکېده .کله ،چې د تحصیل څخه وروسته ، زه په هوایي پوهنځي کې استاد شوم او  خورا مشکل مضامینما د رس ورکاوه، مجبور وم محصلینو لپاره ، درسي کتابونه تألیف کړم ، خپله ستره پروژه ،چې فکر مې کاوه ، زما د ژوند تر اخره به دوام پېداکوي ، ما په فار سي ژبه پېل کړه او خپل ډېر مهم کتاب مې په فارسي ژبه ، په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې د ملي دفاع وزارت په مطبعه کې طبع شو .په ۱۳۵۲ کال کې  زه ،د هوایي پوهنځي قوماندان مقرر شوم  او سره ددې ،چې پیلوټانو ، دقطعاتو قوماندانانو او نورو لوړ رتبه افسرانو ته ،چې د مسلکي تقویي کورسونو ته راتلل ، داساسي مضامینو ، د تدریس مسئول به زه وم ،خو وروسته له څه مودې څخه د اکراین جمهوریت ته د دکتورا لپاره واستول شوم .د دکتورا له دفاع څخه یوه ورځ وروسته ، مخکې له دې چې وطن ته راستون شم ، ماسره له مشورې پرته ، دکابل ښاروال په صفت مقرر او په سبا یي د کابل ښاروال په حېث معرفي شوم .د روسانو له یرغل څخه وروسته له وظیفې څخه ګوښه او۱۸ میاشتې  نه یواځې ،چې کوم مصروفیت مې نه درلود ، ډېره موده مې ، معاش  هم نه درلود .دغه وخت هم ما د مطبوعاتو سره همکاري درلودله ،خو اکثره لیکنې مې فلسفي او د رواني مسایلو پورې یي اړه درلودله او په پښتو ژبه وې .دا مشوره راته زما یوه دري زبان  دوست راکړې وه،ځکه د هغه په آند، په پښتو ژبه ، دغه ډول لیکنې کمې پېدا کیږي. زه اوس هم ژبنې تعصب نه لرم او نه ورته ضرورت لرم ، ځکه زه نه یواځې په پښتو او فارسي  ژبه یو شان خبري ،لیکل او لوستل کولې شم ، په روسي ژبه هم لکه مورنۍ ژبه خبرې او هر ډول فلسفي لیکنې کولې شم . په المانې او انګلیسي ژبو هم پوهیږم ،ځکه زه تعصب ته ضرورت نه لرم . د بلې خوا زه ، په پښتني قاطع اکثریت پورې اړه لرم او اکثریتونه باید ژبنې او بل هرډول تعصب ونه لري ، ځکه اکثریت د ټول ملک ستر مسئولیتونه په غاړه لري . که اکثریت تعصب ولري ،معنا داچې ، هغوۍ په خپلو مسئولیتونو نه دې پوهېدلي .معمولا ً اقلیتونه د ځیني مغرضو بهرنیانو ، ګاونډیانو او ځیني مغرضو مرتجعو روشنفکرو هیواد والو له خوا لمسیږي او کله نا کله ، پخپله هم هوسیږي .زما په عقیده ، تعصب او تنګ نظري د اکثریت لپاره ،که روشنفکروي او که اولسي وګړي ، د ټولو لپاره ګناه او العیاذباالله کفر ګڼل کیږي .یواځې د اکثریت په حاکمیت کې داقلیتونو بنیادي حقوق محفوظ پاتې کېدلې شي . تبعیض او تنګ نظري که د اکثریت یا اقلیت له خوا وي ، هغه دوزخي اوردې ،چې ښه او بد ، وچ او لامده یو شان سېزي او غالب او مغلوب په کې وجود نه لري .عامل یي فقر او بې سوادي او علاج یي ،سواد ،پوهه ، قانونمند منطق او ملي او نړیوالو منل شوؤ قوانینو ته غاړه ایښودل دي .تبعیض او ناپوهي ، زمونږ د ټولو مشترک دښمن ، مشترکه تباهي ،مشترک غم ودرد ،مشترکه نیمګړتیااو دغه ډول ټول نور کلمات او مفاهیم ،چې زمونږ ددغه بد بختې عامل ګرځېدلي دي ، راشۍ چې په جمعي تعهد ، جمعي صداقت ،جمعي ورور ولۍ او جمعي لېوالتیا سره ، د تبعیض زېږنده ،ټولې تاریخي بد بختۍ له افغاني خاورې او ټولنې او بلکه له جهان او انساني محیط څخه  وباسو .«افغان ملي او پښتون قومي وحدت ، په سیمه او نړۍ کې د سولې ضامن دې »،تر عنوان لاندې  ما،یوه اوږده مقاله لیکلې وه .دا هم دتعجب وړ خبره ده ،چې څه ډول دغسې یوه ژبه ،چې  ویونکي یي ،په خپل هیواد کې ستراکثریت جوړوي ، نه یواځې د دولتي او اولسيپروګرامونو له مخې ورته کار نه دې شوې،بلکه اکثره کسانو د شخصي او فردي سیالۍ په خاطر ، خصوصي زده کړې اولیک او لوست په پردیو ژبو زده کړي دي او په دولتي کچه ،ګاونډي هیوادونو او په افغانستان کې دننه ، پښتو ژبو او پردي ژبو، په عصابانیت سره د پښتو ژبې په مقابل کې تنګ نظرانه دریز  درلودلې،ایامعجز رسالتونه ، په داسې یوه هیواد او داسې یوه نامتجانسه او بې اتفاقه ټولنه کې تحقق پېدا کولې شي ؟ کسبیان  به یي متکلمین  ګڼل کېدل ، موجود وؤ .هره لوبه ،چې د ژبې د شکلي بدلون سره ، که هر ډول علمي یا غېر علمي ، بڼه او ماهیت  هم ولري ،باالذاتهِ، علمي ارزش  ،قایلیږي . ددې مقولې سره ، په سطحي برخورد او کړو وړوکې ، شایدډېر پوه  کسان هم دغه نزاکت ته متوجه نه شي اود خپلو او یا د نوروددغه ډول اظهاراتو په هکله  بې تفاوته پاتې شي . خو کله ،چې  د خپلې او پردۍ ژبې ، دخپلو او پردیو او د شخصي او ملي ګټو ،تر منځ  د توپیر پوښتنه رامنځته  کیږي ،فکر نه کوم ، ټول کسان په دې باره کې یوشان نظر ولري .او نن ،چې په افغانستان کې ډېر داسې کسان شته ،چې خپلو ګټو ته پر ملي او حتا د اجنبیانو ګټوته ، دخپل منفعت په خاطر رجحان قایل دي هم د همدغه ډول بې باکیواو عاقبت نا اندېشیو،خاینانه ملي ناوړه قضاوتونه او موضعګیرۍ ګڼل کېدلې شي. مونږ په ورځني ژوند او مناسباتو کې د مختلفو اولسونو،قومونواو حتا افرادو او اشخاصو ،حساسیتونه او تأثرات ، د دغه ډول نورو ټولنیزو ،کلتوري ،ملي ،وطني او اخلاقي ارزشونو په مقابل کې ،چېتر ۱۸۰ درجو پورې ،  یوتر بله سره فرق لر ي ،د همدغه ډول موضعګیریو ، د یوه اولس ،قوم ، اشخاصو او افرادو دریز ، یا باالمقابل ، بې تفاوتي ،د یوه اولس د ملي وطني ارزشونو سره دقوي اسپنیز عزم ، دریز او  مینې او یا د بې تفاوتۍ معیار او محک ګڼل کیږ ي . یو متل دې « اختر  پټ مېړه نه دې »،سیاست په افغانستان کې خو لا څه ،چې په ټوله نړې کې ، پټه معامله نه ده . ډول ډول فشارونه او حتا خیانتونه ، د ټولنیز ژوند  په مختلفو ساحو کې ، ښکاره او پرته له پردې ، دوام لري او اولسونه ،که څه په پرمختللوهیوادونو کې دي او یا په وروسته پاتې ، دغه دلخرا شه او د صبر اوحوصلې څخه وتلې صحنې ، په بې وسۍ او مجبوریت سره تحمل کوي .کاشکې دغه پروسې د استقراریت او تعادل په لور حرکت کولې ، برخلاف په دغه ناپایدار ه پروسه کې ، دهېڅ ډول  انعطاف کګلېچ نه په سترګو کیږي او له یوې ورځې څخه بلې ته ، ددغه  سقوط زاویه ، د ازاد سقوط په لور ، په نزدې کېدو ده . په افغانسان کې ، نړیوال ،سیمه ئيز اوګاونډي هیوادونه اوځیني داخلي عناصراو ډلې  ټپلې، دخپلو منافعو په خاطر ، د هېڅ ډول سیاسي ، قومي مذهبي ،ټولنیزو او حتا ژبني او کلتوري خاینانه  اغېز څخه هم ډده نه کوي او په څرګندو ، د ملي سود اوزیان او د افغان اولس او هیواد دبود ونبود په حیاتي مسایلو کې ، واقعي وطندوسته او ملي افرادو او اشخاص ته مجال نه ورکوي ،چې د هیواد د چارو په سمون کې اندکترینه ونډه  ولري . نړیوالو چې دا ۱۳ کاله په افغانانو ، د همدوی په اصطلاح یو نا بکار ه ، مفسد ،د جنګي مجرمینو ،ناقض د بشر د حقوقو ،د مخدره موادو قاچاقبر،اختلاسګر ، اختطافګر 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…