د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

خبريال

b_150_100_16777215_00_images_Rafiullah-roshan.jpg

 

زه لا په مرکز کابل کې خبر نه وم چې له کومې راډيوڅخه يې اورېدلي و دکابل په استقلال لېسه کې چې دفرانسويانو فرهنګي مرکز هم پکې دی د يوه کنفرانس پر مهال ځانمرګی بريد شوی .
په خپله خو د مبايل په خلاصولو هم نه پوهېږي خو په کور کې يې له کوم يوه څخه  مرسته غوښتې وه ،دغه ده چې مبايل ته مې زنګ راغی ،په صنف کې وم استاد هم سخت دريځه و، پوهېدم چې اجازه نه راکوي نو ومې نه غوښتل چې دخولې خوند مې خراب کړم ،ناچاره مې د رد تڼۍ زور کړه او فون مې جېب ته کړ،لا مې مبايل له ګوتو پرې ايښی نه و چې بيا يې راته ګوتې و تخنولې، زنګ پرې راغی ،ددې لپاره چې تشويش ورته پيدا نشي ،په مخکې څوکۍ کې د ناست هلک شاته مې سر ټيټ کړ اوپه خپ او غلي اواز مې ځواب ورکړ:
سلام زه په صنف کې يم، وروسته درته زنګ وهم،له هغې خوا مې نا ارامه اواز تر غوږه شو چې ويې ويل : 
وۍ لکه چې خاورې مې په سر شوې، د نورخفګان او چيغو د مخنيوي لپاره مې فون بند کړ ،استاد ته مې خوله چينګه کړه چې بيرون د وتلو اجازه راکړي،هغه لومړی څه سپکې سپورې راته ډالۍ کړې او بيا يې د وتلو اجازه راکړه.
تر څو وتلم بيا زنګ راغی ژر مې اوکې کړ اوپه قهر مې وويل سل ځله مې درته ويلی چې په دې وخت کې صنف کې يم نو بيا ولې زنګونه راته وهۍ ستاسو له لاسه به دا موبايل مات کړم!
اوږده خو ستړې ساه يې واخسته ، په بند بند اواز يې شکر ووېست او زياته يې کړه:
ميراته راډيو يې کړې،  يوه ورځ هم داسې خبر نه  ورنه اورېدل کېږي چې زړه دې ورباندې ښه شي،اوس يې راډيوکې وويل چې کومه لېسه کې ځانمرګی بريد شوی ،ته هم ټوله ورځ کله په يوه اوکله بله جلسه او غونډوکې يې تشويش مې شو نږدې و چې ساه مې ووځي،خبرې يې وغزولې:
زويه نور غونډوته مه ورځه ښه!! خدای مکړه سبا به دې يو خبر جوړول په مرګ تمام شي.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…