د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د زړې ښځې اولاد / د خاطراتو لړۍ ۲

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

ساعت ته چې مې کتل پوره شل دقیقې د ټاکلي وخت څخه تیرې شوې وې ، زر زر مې ځان برابر کړ او ځان سره لګیا یم چې خداېه ګڼه ګوڼه ډيره کړی چې هغه موټر چې زمونږ کور په لورې ځي زما ورتللو څخه د مخه لاړ نشي، خو چې کله کاري دفتر څخه د باندې راووتم نو شړګنده باران وریده،هغه متل رایاد شو چې باران نه پټيدمه د ناوې لاندې مې شپه شوه، اف خدایه دا څه وشول، چترۍ هم راسره نه وه چې ځان مې د بارانه ساتلی وې.
ځکه چې څو ورځې کیدې چې ځانته مې د اتلس کلنو ځوانانو غوندې ښه لوکس جامپر پدې شنه غریبۍ کې په څلور نیم زره روبله باندې اخیستې وو ، د ځان غم راسره نه وو ، بلکې د چامپر غم راسره وو.خو څله به مو سر خوږوم، بس ځان سره مې وویل چې غورځنګه عمومي سړک نه تیریږه ، نن پدې کلي کوڅو کې ځان بس تم ځاې ته ورسوه ،دوه پښې مې خپلې وې او دوه مې د پردې کړی، بس د کلي کوڅو کې راخوشې شوم، خداې مې دې ګناهګاروي چې د کلي نیمایې برخه به مې وهلی او کنه ، نو له لرې څخه یوه زړه ښځه مې ترسترګو شوه چې په دواړو لاسونو کې پلاستیکي ګڅوړی ورسره دې او را روانه ده .
چې ناڅاپه یې پښه راخوې شوه ، او په اوبو کې راپریوته، بس ورمنډه مې کړه او له ځایه مې راپوته او ورته مې وویل چې )موژنا تې بیا پاموچ( زه تاسو سره مرسته کولی شم، نو په ډير ټیټ غږ یې راته وویل چې ( دا موژنا) هو اجازه ده ، دواړه پلاستیګي کڅوړی مې ترې راوخیستې او روان شولو، په لاره کې مې ترې پوښتنه وکړه چې کور مو چیرته دې نو راته یې وویل چې د هغه څلور نامه شفاخانې شاته مو کور دې ، بس په شړګنده باران کې روان شولو ، چامپر خو مې هسې هم سر وخوړو، په روانیدو کې مې ترې پوښتنې شروع کړی، پدې شړګنده باران کې او بیا دومره ډیره سودا د څه لپاره ؟!!!!
په موسکه اندازه یې وویل چې نن مې زوې پینځه کاله وروسته کور ته راځي ، او د هغه لپاره مې سودا اخیستې ده ، ځان سره مې وویل چې کیداې شي چیرته به کوم پوهنتون څخه فارغیږي، خو ورته مې وویل چې له کوم پوهنتون څخه فارغیږي، نو راته یې وویل چې پوهنتون څخه شپږ کاله پخوا فارغ شوې دی ، ښه نو بیا پینځه کاله وروسته څنګه کور ته راځي،
سوړ اسویلی یې ویست او کیسه یې شروع کړه،اینګور مې په هوټل کې خدمتګاره وه او زوې به مې هر شپه د هغې څنګ ته ورتلو،او هماغه وو چې دواړو ترمنځ د یارانۍ تار وغځيده، یو کال وروسته مې ورته ښه په شور ماشور سره واده وکړ، څو میاشتې به تیریدلی چې زه په نفس تنګۍ او سینه بغلۍ په مرضونو اخته شوم، په ډيرو ډاګټرانو وګرځیدم، خو څه سر یې ونه خوړ، زه به ټوله شپه د سینې څخه ناراحته وم، نو زوې به مې چې کله له بیرون څخه کور ته راته، نو ما به په غیږ کې نیولو او خپله مینه به مې پرې ماتوله او خپله نارحتیا به مې په راحت بدلوله، نو اینګور به مې کوښښ کولو چې زما زوې له ما څخه لرې وساتي.
خو یوه شپه زه ډيره ناراحته وم ، نو چې کله مې زوې له کاره راغئ، نو اینګور مې ورته وویل نن به دا پریګړه هتمآ کوې یا به دا مرضۍ مور پریږدې یا به ما ، خو زوې مې خپلې ښځې سره بل ښار ته لاړو، او زه یې ځانته پریښودم، تیره شپه یې زنګ راوهلی وو چې ښځې سره مې جنګ کړیدی او زه یې د کوره راویستې یم ، زه در روان یم، نو د هغه راتګ لپاره د هغه د خوښې شیان چې په ماشومتوب کې به یې ډیر زیات خوښیدل هغه مې ټول ورته واخیستل، وایم هسې نه چې کور ته راشي او کور کې یې د خوښې خوراکونه نه وي هسې نه چې خفه شي.
خبرو خبرو سره کور ته راورسیدو، نو راغبرګه یې کړه چې بس همدغه دریم پوړ کې مې کور دې ، بس له تانه ډيره مننه چې مرسته دې راسره وکړه، خو دا چې ډیر باران دې راځه چې یوه پیاله ګرمه کافي درباندې وڅښم، باران به غلی شي بیا به لاړ شې، خو ماترې مننه وکړه چې نه زه باید لاړ شم ترڅو موټر رانه لاړ نشي، خو په تللو کې راته د کڅوړۍ څخه یوه غټه د مڼې دانه راویستله او راته یې راکړه دا د هغو مڼو له ډلو څخه ده چې په مارکیټ کې مې خوښې شوې او زوې ته مې دوه دانې واخیستلی دغه یوه یې ستا او یوه مې دې زوې..
ما ترې هم مننه وکړه او خداې پاماني مو سره وکړه په لاره کې سوچونو کې ډوب وم چې یو داسې اولاد لپاره چې پینځه کاله یې خپله زړه مور په کور کې ځانته پریښې وه او د ښځې سره بل ښار ته لاړو، نن یې چې دا زړه مور خبره شوې چې اولاد یې را روان دې ، په ملا کړوپه مارکيټ ته پدې خاطر راځي چې د زوې لپاره د هغه خوښې شیان واخلي، هغه ریښتیا ویلی دي چې دمور زړه په اولاد او د اولاد زړه په وچه تیږه.
 
روسیه،ایوانوا ښار
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…