د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ښوونکی بله شمعه ده

b_150_100_16777215_00_images_rafiullah-roshan.jpg

 
 
 
 هر انسان په خپل ژوند کې په ښو او بدو د پوهېدلو او ترمنځ يې د فرق کولو لپاره ښوونکي ته اړتيا لري،داچې موږ وايو سليم عقل په سالم بدن کې وي،د سالم بدن جوړولو او دښې روزنې لپاره هم ښوونکي ته اړتيا شته ترڅو مو په دې وپوهوي چې څه مو د بدن لپاره اړين دی او له څه شي څخه بايد پرهيز وشي ترڅو مو له ستونزو سره مخ نکړي.
 په کور کې دماشوم د روزنې لپاره دزېږېدو له لومړۍ ورځې بيا ان ترهغه وخته چې واده وکړي اوپه خپله د ژوند شريک پيداکړي نو پلار اومور دهغوی لپاره مکلف دي چې هر ډول ستونزه يې ورحل کړي،دښو او بدو په تفکيک کې ورسره پوره مرسته وکړي ،له مشکلاتو سره د مبارزې کوولو هنراو حل لارې  ورته وښيي،او په راتلونکي ژوند کې يې له لوړو ژورو سره اشنا کړي ترڅو په هغه وخت کې چې دی په خپل چار چاپېره کې خپل مور اوپلار نه وينی خو له کومې لويې يا وړې ستونزې سره لاس او ګرېوان وی ورڅخه د خلاصېدو په هنر يې پوه شي،داد مو اوپلار له اساسي اومهمو مکلفيتونو څخه دي،چې ديوه ښوونکي په صفت يې دخپل اولاد پر وړاندې لري او اولاد هم مکلف دی چې په پوره غور سره دخپل مور اوپلار نېکو او سالمو مشورو ته غوږ ونيسي اوپه ځان يې عملي کړي ترڅو دخپل ژوند په بهبود وپوهېږي.
همدارنګه د تعليم او زده کړو په برخه کې هر انسان اړ دی چې ښوونکی ولري ترڅو په ژوند کې د پرمختګ مسير ته په هغه توګه چې لازمه ده برابر شي.
 داچې ښوونکی څوک دی راځئ په هکله يې پوه شو،ښوونکی د شاګرد يا زده کړيال معنوي پلار دی،ښوونکی هغه څوک دی چې زده کوونکی د علم او تعليم په ګاڼه سمبالوي،ښوونکی هغه څوک دی چې موږ له خپلې ټولنې،هېواد،جغرافيوی موقيت،اقليم ،دين ،مذهب،اسلام،کفر،نهي او منکر څخه خبروي او ښوونکی هغه څوک دی چې تل خپل ځان په ستونزو کې ورکوي خو زموږ له ستونزو څخه د وتلو لپاره کوشش کوي،تل يې هڅه داوي چې موږ زده کوونکی له ښوونځی،مدرسې،پوهنتون اوبل هر روزنځای څخه ډک دماغ کورته ستانه شو،ترڅو دوی خپله ايماني او اسلامي وجيبه اومسؤليت په سمه توګه سرته رسولی وی، نو ويلی شو چې ښوونکی د هغې شمعې په مثال دی کومه چې خپله تنه دخپل ملا تير په وسيله سوځوي خو نوروته رڼا ورکوي او په تيروکې دهدف تر لاسه کول ورته اسانه کوي.
ښوونکی خپل زده کوونکی ته د خپل اولاد په نظر ګوري تل په دې هڅه کې وي چې هغه خوښ او راضي وساتي ترڅو په خپلو درسونوکې کوښښ وکړي اوپه يوه مثبته او لوړه درجه بريالی شي،همدارنګه په کورنۍ،ښوونځي،مدرسه،پوهنتون،مسجد، لار هر او هغه محيط کې چې دوی پکې ژوند کوي د رفتار،سلوک اوادابو په هکله ورته هر اړخيزې لارښوونې او دعملي کېدو سپارښتنې کوي ترڅو يې له هغو اشخاصو او همزولو سره فرق وشي کوم چې له زده کړو او ښوونځي څخه لرې پاتې وي.
کله چې ددواړو جهانونو سردار، اولين او اخرين پيغمبر حضرت محمد مصطفی صل الله عليه وسلم په نړۍ کې سترګې وغړولې نو په دنيا کې د سلام مبارک دين زرينې وړانګې خورې   او هر طرف ځغلنده شوې دهغه په راتګ په نړۍ کې ټول غير اخلاقی،غير انساني اوغير اسلامي کړنوته دپای ټکی کېښودل شو په پغمبرۍ مبعوث شو او خپلو امتياتوته يې وويل چې زه ستاسو لپاره ښوونکی را استول شوی يم ،حضرت محمد صل الله عليه وسلم داسې يو ښوونکی  دی چې په ورځ د محشر به دخپل هر امتي شفاعت د الله جل جلاله په دربار کې کوي نوکله چې هغه صلی الله عليه وسلم ښوونکی دی اوهغه پر الله جل جلاله څومره ګران وو ځکه خو يې موږ ( انسانانو ( لپاره د ښوونکي (معلم ) په صفت را واستوه ،نو هر زده کوونکي ته لازمه ده چې دخپل ښوونکي سره ډېره زياته مينه وکړي،احترام يې وکړي او په هره خبره يې عمل وکړي ځکه ښوونکي هر وخت خپل زده کوونکی سمې لارې ته را بولي.
 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…