د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتو نظم ځیني توکي او اړخونه

b_150_100_16777215_00_images_abdul-bari-jahani.JPG

 

پښتو لیکلی نظم زیاتره د فارسي او عربي نظمونو سره توپیر نه لري او د نظم په قوانینو کي یې شریکه لاره ورسره نیولې ده. باید چي موږ د پښتو نظم پر ځای په عمومي صورت د نظم د توکو په باره کي ږغیدلي وای. خو څرنګه چي د پښتو په نظم کي فوکلوري نظمونه هم شامل دي او هغه له فارسي او عربي سره څرګند توپیر لري او وروسته به وګورو چي پښتو نظم، په تیره بیا د سیلابونو د شمیر په برخه کي، له فارسي نظمونو سره څرګند توپیر لري، نو ځکه په مشخصه توګه د پښتو نظم د جوړښت او ځینو اړخونو په باب لیکنه کوو.کله چي د نظم خبره رامنځته کوو،  نو لومړنی شی چي ورسره مخامخ کیږو او په وجود سره یې نظم له نثر څخه بیلیږي هغه قافیه ده. ځکه نو د قافیې په باب په عمومي صورت یو څه ویل لازم دي.
قافیه:Rhythm 
قافیه په لغت کي وروسته او د غاړي پای یا ورپسي تلونکي ته وایی او د نظم په اصطلاح هغه توري دي چي د یوه بیت په پای کي راوړل کیږي او د هر یوه بیت د پای توری یا توري د مخکني او وروستني بیت یا بیتونو سره د آواز او تورو له مخي یو شان وي. لکه نګار، قرار، بیمار، آبشار، خدمتګار او یا زرین، غمګین، ماپښین، لونګین او دغه راز نور کلمات چي هم یې وروستی توری سره مشترک او هم د آهنګ  rhymeاو آواز له مخي سره یو شان دي.  د آهنګ او اواز خبره ځکه کوو چي د نګار، مقرر، غفور او سپور ټول کلمات  د  « ر» په توري ختمیږي مګر په نظم کي یې ځکه نه سو قافیه کولای چي دا ټول توري جلا جلا آهنګونه   rhymesلري.
        په منظومو شعرونو کي قافیه تر هر څه مهمه ده. د قافیې غلطي او یا د قافیې نسته والی تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اوریدونکي توجه جلبوي. د قافیې غلطي پر غوږونو باندي ډیره بده پریوزي. اوریدونکی دې ته نه ګوري چي شاعر په خپل نظم کي څه ویل غواړي بلکه سمدستي په دې عقیده کیږي چي شاعر د نظم په جوړولو نه پوهیږي، او چي څه غواړي هغه په نظم، یا قانوني او دقیق نظم نه سي افاده کولای. بهتره به دا وای چي خپل مطلب یې په نثر افاده کړی وای. په دې توګه موږ ګورو چي یوازي د کلماتو د وروستي توري سره زموږ د قافیې د ترتیب کار پای ته نه رسیږي بلکه د قافیې د وروستي توري، چي روي ورته ویل کیږي، څخه مخکي تورو ته باید توجه وسي.
         پښتانه شاعران کله کله، په غزل کي د یوې قافیې پر ځای له دوو قافیو څخه کار اخلي، چي ذوقافیتین یې بولي. په کلاسیکو غزلونو کي، ذوقافیتین، زما چنداني په سترګه سوی نه دی او په نوي غزل کي هم دغه راز قافیې جوړول د ګوتو په شمیر دي. دوې قافیې د غزل له شرنګ سره چنداني مرسته نه کوي او داسي ښکاري لکه شاعرانو چي یوازي د خپلي طبع د آزمییلو په مقصد لیکلي او پر ځان باندي یې د یوې بلي قافیې بار تحمیل کړی او ځانته یې په زور مشکل ایجاد کړی وي. 
د سرې لمبې له ژبي یې رازونه رسوا نه دي
د شمعي له مذهب سره ګلونه آشنا نه دي
چي ګرځي له کچکول سره پر ښار د ګناهکارو
زاهده په خلوت کي دي سوالونه ریشتیا نه دي
چي هره شپه د نوي صنم لور ته قبله اوړي
یارانو په دې ښار کي مو لمونځونه روا نه دي
تر څو به دي په کاڼو له ناکامه ناتومه
تندیه په اورغوي کي فالونه پخلا نه دي
راځه جهاني مات کو د غزل په خُم کي غشي
پر زړو د غمازانو دي وارونه رسا نه دي.
په دې غزل کي موږ ګورو چي لومړی خو له دوو قافیو، رازونه رسوا، ګلونه   آشنا، سوالونه  ریشتیا او نورو څخه کار اخیستل سوی او له بلي خوا د غزل لومړۍ قافیه ټوله په دریو سیلابونو او دوهمه قافیه په دوو سیلابونو کي راغلې ده چي، د مناسبو کلماتو په پیدا کولو کي یې، د شاعر تکلیف نور هم زیات کړی دی. په دوو قافیو کي د غزل لیکل د غزل پر شرنګ باندي تقریبا د هیڅ په اندازه اغیزه لري. ښایی دغه علت وي چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، چي د غزل لیکلو ته یې تر هر څه زیاته توجه کړې ده، د ذوقافیتین د لیکلو تکلیف نه دی ګاللی. ما ته یوه ځوان شاعر وویل چي په دریو قافیو کي یې غزل لیکلې ده. ښایی ماته یې خپله غزل لوستې هم وي. خو زه یقین لرم چي په دې غزل به یې د څلورو پنځو غزلو د لیکلو په اندازه زحمت ایستلی او د ګوتو په شمیر کسانو توجه به ور اوښتې او د ده کمال ته به یې شاباسی ویلی وي. ګواکي د غزل په لیکلو کي تر دوو او دریو قافیو، د یوې بهتري او شرنګولي قافیې ټاکل او رعایتول تر هر څه مهم او بهتر دي.
له جهانه هسي زنګ دی یاران تللي          ته به وایې چه هرګز نه وو راغلي
نښانې یې په جهان کښي موندی نه شي        هسي ورک شول د هجران سپرو نتلي
د بریښنا غوندي ښکاره شول بیا فنا شول      په ځیر ځیر مو ورته هیڅ نه وو کتلي
نه مو سترګي په لیدو سره مړې کړې           نه مو وو په دکه خوله وبله خندلي
نه مو زړونه ځبله تش کړل په خبرو           نه مو پټ رازونه وو ځبله ښیلي
چه ناګاهه بیلتون ورته مخ ښکاره کړ           له موږ بیل شول په ارمان ټټر داغلي
عبدالقادر خان خټک
څه مزري کړل زمانې د تماشو                ننوزي یې په غار ګیدړ پشو
بې انصافه زمانې د ګل په پاڼو                څرنګ و اورول کاڼي په رشو
چي پخپلي ناترسیه فلک راشي             ولي کاڼي په پجه کي د شیشو
هغه سر کا زمانې  د سپو د لوبو             چي یې نه واهه مزري پل په ورشو
حمیدماشوخیل
چي په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نه شي
چري دي هم ستا د ښایست غوټۍ ګلونه نه شي
راشه مظلوم زړه مي په یو نظر یوه لمبه کړه
چي په ظالم زړګي دي پاته ارمانونه نه شي 
بیا د جنون ځواني مستي غواړي د مستي میني
رحمت شاه سایل
 
 روي:   د قافیې وروستي توري ته روي ویل کیږي. روي له روا څخه راغلی او په لغت کي هغه رسۍ یا تناو دی چي د اوښ بار په تړل کیږي. د نظم د قافیې په برخه کي دا مفهوم ځکه غوره سوی دی چي په دغه توري سره د نظم بیت پای ته رسیږي. لکه په زیار، وقار، شمار کي د « ر»  توری روي دی. د روي د توري د ټاکلو په وخت کي باید زاید توري له روي څخه لیري کړو لکه « ونه» په غرونه، کتابونه، کساتونه او نور کي. « ان» لکه په نوکران، پاچاهان، مالداران او نور کي. او کله چي د قافیې خبره منځته راځي نو بیا د روي څخه مخکي توري ته رجوع کیږي او د هغه په واسطه قافیه ټاکله کیږي. مثلا موږ ولیدل چي د بیمار او قرار سره ولي د غفور او سپور توري په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای. دا ځکه چي د بیمار په توري کي د روي څخه مخکي الف او د غفور په توري کي معروف واو او د سپور په توري کي د روي څخه مخکي مجهول واو راغلی دی.
هیڅ مي نه کړه په دا عمر کي حاصل       هسي پاتې شوم مردود و نا قابل
د دنیا په پلیتی مي ځان پلیت کړ             حیف دی دا چي نه عالم شوم نه عامل
توره ږیره مي شوه سپینه زه حیران یم          چي رحمان لا نه بالغ شوم نه عاقل
 په دې بیتونو کي ل د روي توری دی او په هغه سره قافیه تړله سوې ده.‍ د روي څخه مخکي ټول توري له زیر سره راغلي دي. ځکه نو که د دې تورو پر ځای او یا د نظم په یوه بیت کي بلبل، ویل او کاکل راسي د نظم قافیې ته تاوان رسیږي.
        د رحمن بابا او د پښتو ژبي د ډیرو شاعرانو په غزلو کي موږ ګورو چي په ځینو ځایونو کي   روي نه وي رعایت سوی، او یوازي قافیې ته توجه سوې وي. چي دا کار د فارسي ژبي په شعرونو کي چنداني نه په سترګه کیږي. البته د دې خبري معنی دا نه ده چي د رحمن بابا او خوشال خان یا ځینو نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو غزلونه او شعرونه د روي یا قافیې له مخي ناقص دي، بلکه د پښتو ژبي په غزلونو او نظمونو کي دغه راز  قافیو جوړولو ته جواز ورکړه سوی دی، چي دغه جواز په فارسي کي چنداني وجود نه لري، او د ژبي د جوړښت له امله ځکه منل کیدلای نه سي چي امکان یې موجود نه دی.
 
چیرته د یار شونډی چیرته غم د دل و جان  ( ن ) روي
چیرته کټي لال او چیرته لعل د بدخشان (ن) روي
لږ تفاوت نه دی د رندۍ د زاهدی
چیرته ځلمي جونه چیرته کونډي یتیمان (م) روي،  او ان زاید یا زاید توري دي
زار شه د هوا و حرص خیال تر قناعته
چیرته ملک د مصر چیرته ده د غلامان( م) روي دی،  او ان بیا هم زاید توري دي
دغه راز د رحمن بابا  په یوه بل غزل کي
خان سلطان د دې جهان          آخر درومي خوار حیران
د قضا په ځېل تړلی              په مثال د بندیوان
درمانده ورته ولاړ وي         وزیران او وکیلان
هیڅ دارو یې کړلای نه شي     کوز کوز ګوري حکیمان
چي یې روح له تنه بېل شي      نور پرې ژاړي فرزندان
په میند یې دعوې کاندي         هم دوستان هم دښمنان
بندیوان ، چي د روي توری یې  ي، او وان یې زاید دی. وکیلان، چي د ر وي توری یې ل او ان یې زاید دی،حکیمان، چي د روي توری یې   م  او ان یې زاید یا الحاقیه دی، فرزندان، چي د روي توری یې د،  او ان یې الحاقیه دی، دښمنان، چي د روي توری یې  ن او ان یې الحاقیه دی او دغه راز نور کلمات راغلي او جایز بلل سوي دي. 
     خوشال خان خټک د پښتو په کلاسیک ادب کي تر ټولو شاعرانو زیاته او ښایسته شاعري کړې ده او د خپلي ټولي شاعرۍ په جریان کي د قافیې او  روي موضوع ته ښه ځیر او په ښه توګه یې رعایت کړې ده.
لیوني شول پښتانه په منصبونو              خدایه ما ژغورې له هسي غضبونو
پښتانه لره لوی عیب دی که یې ګورې       چي نازیږي د مغول په لقبونو
د خوشال خټک په دې ټوله غزل کي  ب  د روي توری دی. مکتب، مشرب، ذهب، سبب، قصب او نور کلمات یې په خورا احتیاط کارولي دي او د قافیې له جایزي اسانتیا څخه یې ګټه نه ده اخیستې. البته د 
یا په زړه کښي مهر ځای وی د بتا نو        یا یې ورکړی صبوري و عاشقانو 
یا حیران عاشق په مرګ ومړای چي خلاص شوای    یا یې هومره جور مه وای د چشمانو
چي ظاهر باطن یې دواړه سره جوړ وي         څه عجب خاصه مشرب دی د رندانو
د خپل یار په بدو خاندم هوسیږم              چیرته زړه نه شي راښه د رقیبانو
په دې غزل کي د بتانو د روي توری ت  او د عاشقانو د روي   توری  ق، چشمانو، د روي توری م، رندانو، د روي توری  د، رقیبانو د روي توری  ب  او دغه راز نور کلمات راغلي دي، او د پښتو په پخواني او اوسني نظم کي یې استعمال جایز ګڼل سوی دی خو د خوشال خان په دیوان کي دغه راز قافیې بیخي د ګوتو په شمیر دي. البته د دې معنی بیا هم دا نه ده چي موږ د خوشال خان پورتنۍ قافیې ته د انتقاد ګوته نیسو بلکه په پښتو نظم کي د دغه راز قافیو انتخاب  هم پخوا او هم اوس جایز دی. البته خوشحال خان خټک له دې جواز څخه، چي پر غوږونو په هیڅ توګه بد نه لګیږی، ډیره نادره استفاده کړې ده.
 موږ کولای سو چي د پښتو په نظم کي غرونه، کتابونه، قلمونه او رنګونه، چي د روي توري یې، په ترتیب سره، ر،ب، م، او ګ دی، په یوه غزل یا یوه قصیده کي سره قافیه کړو. خو په فارسي کي کوه ها، کتاب ها، قلم ها او رنګ ها له سره قافیه کیدلای نه سي ځکه چي د روي توري یې، هه، ب، م، او ګ په قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
    که څه هم چي د پښتو ژبي پخوانیو شاعرانو، په تیره بیا خوشال خان خټک، د روي د توري د استعمال په برخه کي له بشپړ احتیاط څخه کار اخیستی دی، خو کله کله یې د روي د توري پروا ځکه نه ده ساتلې  چي قافیې ته تاوان نه دی رسیدلی. د پښتو ژبي په زاړه او نوي غزل کي، د روي د توري له دې جواز څخه تقریبا ټولو شاعرانو کار اخیستی دی.
ستا له غمه شورش هسي را پیښیږي      چي پخپله مي دستار پر سر خلاصیږي
کې نظر د شاپیری وسي و مخ ته           تر ښیښې یې د فلک ناره تیریږي
بې له تا هسي ضعیف یم ګلرخساره        پر حباب باندي که پښه ږدم نه ماتیږي
حنان بارکزی
په دې غزل کي د روي توری ښ، ص، ر، ت، ن، ړ او نور راغلي دي او « یږي» د روي سره زاید توري دي. په پښتو کي دغه ډول قافیه او روي راتللای سي او بشپړ جواز لري خو په فارسي نظمونو کي یې نه جواز او نه امکان سته. د دې علت دا دی چي په فارسي  کي د استمرار حالت له اسم سره نه یو ځای کیږي بلکه د میشود، میکند او میشوند په ډول د ردیف ځای نیسي. طبیعي خبره ده چي باید په اسمونو او فعلونو کي، چي د قافیې د پاره کارول کیږي، د روي توری په نظر کي ونیول سي. 
زما سترګي یې د خیال مهمانخانه ده          که یې خیال پکښی مهمان شي عجب نه دی
چي په نیک حسن مطبوع شي له ازله       که تابع یې دلبران شي عجب نه دی
د عاشق و حیرانۍ ته چي ګورې        که ژړون پر مرغان شي عجب نه دی
یار چه دا رنګه الطاف کاندي پوهیږم           که سیه رویه رقیبان شي عجب نه دی
یونس
موږ ګورو چي په مهمان کي د روي توری  ن  په دلبران کي د روي  توری ر، په مرغان کي غ، او په رقیبان کي د ب توری دی. خو کله چي مرغه، رقیب او دلبر د جمع حالت غوره کړی دی، نظم قافیې ته برابر سوی دی. په فارسي کي د جمع حالت په قافیه کي نه داخلیږي بلکه ردیف ته ځي. رقیب، مرغ او دلبر په هیڅ توګه په یوه قافیه کي نه سي راوړل کیدلای.
    ردیف: ردیف هغه توری یا توري او کلمات دي چي د قافیې څخه وروسته راځي، او د غزل او قصیدې تر پایه پوري تکراریږي. د تورو او سیلابونو اندازه یې چنداني محدوده نه وي. کیدلای سي له یوه سیلابه تر شپږو او زیاتو سیلابونو پوري ورسیږی. 
تل د اوښو په اوبو کي لره تر مخ
په دغو اوبو کي لید شي د دلبر مخ
د یوسف د مخ ډیوه شوه هاله بله
چي یې سور کړ په څپیړو برادر مخ
د حمید بوالهوسي نا کسي نه ده
لټوي په خپله ورکه پسي هر مخ
له قافیې څخه وروسته په ټول غزل کي د « مخ» توری ردیف دی. 
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز اوس لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه  «پسرلیه»
د شعر ملکه مي څه دل خواه تله او راتله
تله او راتله په  غزل کي د قافیې له تورو ساه، اکراه، ګاه ګاه، دلخواه څخه وروسته راغلی او د ردیف کار ورکوي. 
د اوږدو ردیفونو کارول زیاتره په نویو غزلونو کي رواج سوي دي. شاعران کوښښ کوي چي د اوږدو ردیفونو په کارولو سره د غزلو شرنګ زیات کړي، او هره شیبه د خپلو لوستونکو او اوریدونکو پام د خپل غزل موضوع ته را وګرځوي.
راځه چي نن دي پر هجران باندي غزل ولیکم
يو څه پر تا یو څه پر ځان باندي غزل ولیکم
د خپلو هیلو له لحد سره مي ونڅیږم
د خپل جنون پر نیستان باندي غزل ولیکم
د خیال په کور کي مي تیشه د آذر ورنګوم
په خپل تندي کي پر جانان باندي غزل ولیکم
جهاني ځمه له قلم څخه کسات اخلمه
په زړه ظالم پر شنه اسمان باندي غزل ولیکم
موږ وینو چي په دې غزل کي له قافیې څخه وروسته ردیف په اوه سیلابه کي راغلی دی، او د قافیې له توري څخه وروسته  د « باندي غزل ولیکم » ردیف د دې لپاره تکرار سوی دی چی شاعر غواړي د خپلو اوریدونکو او لوستونکو توجه د خپل غزل موضوع ته واړوي.
چي غونچه وي غوړېدلې هومره ښه ده          یار تر خوله خبر یستلې هومره ښه ده
معامله د عشق سړی له پردې باسي             چي په زړه کي وي ساتلې هومره ښه ده
د مخ حسن دي د خط په راتلو زیات سو         صحیفه چي وي لیکلې هومره ښه ده
توري زلفي سراسر مضمون د کفر              دا نامه چي وي بېچلې هومره ښه ده
حنان بارکرزی
یاروې لیری سه له ما ماوې پر سترګو        مه راځه زما پر خوا ما وې پر سترګو
ما وې تاته به قریب په کوم سبب سم            ده وې ترک کړه ماسوی ما وې پر سترګو
ما وې ستا وصل په څه میسر کیږي           ده وې وښنده دنیا ما وې پر سترګو
ما وې نه لرم دنیا فقیر مفلس یم               ده وې سر په عوض را ما وې پر سترګو
ما وې سر به زه زر ځله تر تا جار کړم       ده وې خوښ په دا سودا ما وې پر سترګو
شمس الدین کاکړ
د کندهار یو مشهور شاعر عبدالسلام، چي په کندهار کي د ډیر شهرت او محبوبیت له امله عبدالسلام بابا بلل کیږي، دومره د خپل یوه غزل د ردیف د شرنګ تر اغیزې لاندي راغلی دی چی د غزل په ځینو بیتونو کي قافیه ورڅخه ورکه سوې ده او یایې ری نه دی پکښي وهلی. د دې غزل د ردیف شرنګ په ریشتیا هم دومره زیات دی چي په کندهار کي څه باندي پنځوس کاله هنرمندانو له سازونو سره ویلې او تقریبا هیڅوک یې دې نقیصې ته متوجه سوي نه دي.
دا امکان نسته چي پر دې بازار به بیا راځم
که دي په سپینه خولګۍ موړ کړم سبا بیا راځم
په قمار خانه کي د عشق زړه مي بایللی پر تا
عقل مي ولاړی چي پر هوښ به کله بیا راځم
خپل و پردی مي نه پریږدي ولي سهار و ماښام
لکه یتیم سهار شړلی ماښام بیا راځم
موږ ګورو چي د غزل ردیف بیا راځم دی. او د ردیف څخه مخکي به، سبا، کله او ماښام د قافیې د تورو پر ځای راغلي دي، چي سړی یې د دونه یوه لوی شاعر څخه هیڅ انتظار نه سي لرلای. البته، کله چي دا غزل د موسیقۍ غیږي ته ورغلې ده نو د بیا راځم ردیف دونه په مستي ویل سوی دی او د رباب او طبلې له آواز او شرنګ سره یې  دونه ښکلی اړخ لګولی دی چي تقریبا هیڅوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي نه دي. دا غزل په اوو بیتونو کي لیکل سوې ده او په باقي پاته څلورو بیتونو کي یې، په بشپړه توګه، قافیه رعایت سوې ده. د دې خبري څخه مو مطلب دا دی چی په غزل او قصیده کي یوازي په ردیف ګوزاره نه کیږي بلکه اصلي توجه باید د قافیې تورو ته واړوله سي. وروسته نو دا د شاعر اختیار دی چي څه ډول او په څه اندازه ردیف ور ته ټاکي. 
سيلاب Syllable هجا:
     هغه توری یا توري دي چي په ادا کولو سره یې خوله یو ځل خوځیږي. کیدلای سي چي سیلاب یو توری وي. کیدلای سي دوه توري وي لکه تا، ما، دی، او. درې توري وي لکه مور، خور، شور، پور، واټ، شین او کیدلای سي څلور توري وي لکه پلار، پراخ، سریښ، شلنډ، او نور. له یوه او دوو ټورو څخه جوړ سوي سیلابونه لنډ او له دریو او څلورو تورو څخه جوړ سوي سیلابونه زیاتره اوږده وي. خو که سیلاب اوږد هم وي په نظم کي بیا هم د یوه واحد په سترګه ورته کتل کیږي او د نظم په تول کي چنداني توپیر نه راولي. ټول نظمونه له بیتونو څخه جوړ دي او هجاوي د بیتونو دواړو خواوته، چي موږ یې نیم بیتی یا مصرع بولو، په مساوي توګه ور لویږي او د نظم انډول برابریږي.
له هغه چي پو هیدلی په ښه بد یم           رسیدلی د پنځه پنځوس تر حد یم
له- ه-غه-چي- پو-هې- د- لی- په- ښه- بد- یم  ۱۲سیلابه
ر-سې- د- لی – د- پن- ځه- پن- ځوس- تر- حد – یم ۱۲ سیلابه
ماشوخیل
زه له خپله بخته چا و ته فریاد کړم        چي پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه
زه- له- خپ- له- بخ- ته- چا – و- ته –فر-یاد- کړم         ۱۲ سیلابه
چي- پ- رون- یې- را- ته - مخ – وو- نن- یې- شا- کړه          ۱۲ سیلابه
خوشحال خان
 سیلاب د نظم کاڼی بلل سوی دی. ګواکي نظمونه د سیلابونو په واسطه تلل کیږي او د نظم، په تیره بیا پښتو نظم، منقدینو داسي انګیرلې ده چي که چیري په یوه نظم یا نظمونو کي د سیلابونو شمیر کم او زیات وي نو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي راځي. خو په پښتو نظم کي د هغو بیتونو شمیر زرهاوو ته رسیږي چي د یوه سیلاب توپیر یې منلی دی او په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. اوس نو دلته سوال پیدا کیږي، چي که خبره دا سي وي نو بیا د سیلاب اهمیت په څه کي دی او څرنګه یې موږ د نظم کاڼی بللای سو. خو توجه باید دې خبري ته وسي چي د سیلاب دغه کمبود د نظم په کوم ځای کي راغلی دی. کله کله د یوه سیلاب یا حتی نیمي هجا توپیر په یوه نظم کي ډیره لویه بیخوندي راوستلای سي، خو کله کله د یوه بشپړ نظم په هر بیت کي د یوه سیلاب زیاتوالي او کموالي ته د چا توجه قدر هم نه اوړي. په پښتو نظمونو کي د سیلاب دغه راز کموالی معمولا د غزلونو او نظمونو په مطلع او وروسته د نظم تر پایه پوري په دوهمه مصرع کي راځي. که د سیلاب دغه زیاتوالی او کموالی د مصرع یا نیم بیتي د وروستي توري پر ځای د نظم په منځ کي راسي ښایی نظم بیخونده کړي. 
البته پښتو نظم یوازي د یوه سېلاب د زیاتوالي او کموالي په برخه کي خاص قواعد لري.
لومړی: پښتو نظم، په تیره بیا غزل او قصیده یوازي د یوه سیلاب زیاتوالی او کموالی مني. که یې شمېر له یوه سیلاب څخه زیات سي په نظم کي بیخوندي او سکته ګي را ځي. په فارسي نظمونو کي دغه قاعده نسته او کله کله حتي تر څلورو سیلابونو پوري کموالی او زیاتوالی مني؛ خو په نظم کي سکته ګي او بیخوندي نه احساسیږي. موږ به یې وروسته مثالونه ورکړو.
دوهم: د پښتو غزل او قصیدو په مطلع کي هیڅ وخت په سېلاب کي کموالی او زیاتوالی نسته بلکه دواړه نیم بیتي مساوي سېلابونه لري. په داسي حال کي چي د فارسي نظم په ځينو غزلونو کي په مطلع کي، حتی، دوه سیلابونه کموالی او زیاتوالی وینو، چي وروسته به په مثالونو کي اشاره ورته وکړو.
د ریم: د یوه سیلاب زیاتوالی هر وخت د مطلع څخه وروسته په لومړیو مصرعو، یا د ښی خوا په مصرعو کي، راځي. دا سي هیڅ وحت نه پیښیږي چي د نظم د کیڼي خوا په مصرع کي د یوه سیلاب زیاتوالی راسي. فارسي نظم دغه قاعده نه ده منلې او کیدلای سي چي د نظم په دواړو خواوو کي د یوه یا زیاتو سیلابونو کموالی او زیاتوالی ووینو، چي مثالونه به یې وروسته ورکړو. اوس به د پښتو ژبي د هغو نظمونو مثالونه راوړو چي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی پکښي راغلی دی.
چي مي وکی ستا د عشق په کار آغاز          ۱۱ سیلابه
چي- مي- و-کی-ستا- د- عشق- په- کار – آ- غاز
سختي چاري سوې را پیښي راز په راز     ۱۱ سیلابه
سخ- تي- چا- ري- سوې- را- پې- ښي- راز- په- راز
هیڅ خبر نه وم د هجر له ماتمه        ۱۲ سیلابه
هیڅ- خ- بر- نه – وم- د- ه- جر- له – ما- ت- مه
چي غمونه زیات و کم لري دراز      ۱۱ سیلابه
چي- غ- مو- نه – زیات- و – کم – ل- ري – د - راز
ملا عبدالسلام
صبوري کاندي سړی آتش نفس       ۱۱ سیلابه
بدخواهان یې شي د اور په لمبه خس        ۱۱ سیلابه
د مظلوم د آزار غشی رسا لګي              ۱۲ سیلابه
هیڅ ګوزار یې  خطا نه درومي عبس       ۱۱  سیلابه
ماشوخیل
که دي تخت په هوا درومي چي مین یې        ۱۲ سیلابه
بندیوان یې کم قوته نه یې خلاص           ۱۱ سیلابه
لا دي زړه په ښکلیو نښتی دی  حمیده       ۱۲  سیلابه
چي د خلقو له تهمته نه یې خلاص          ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
هیڅ مي زړه له ساده رویو نه شو تور که مي سل ځله     ۱۶ سیلابه
په سینه پوري په ځله د مکې اطلس ومیښ              ۱۵ سیلابه
هر څو غشي چي نګار دي په سینه زما ویشتلي         ۱۶  سیلابه
دا پرهار مي په خوله هر یو د ګني په څیر و زبیښ       ۱۵   سیلابه
ماشوخیل
آب و تاب زما د داغ    ۷ سیلابه      کوز کړ نمر څخه دماغ   ۷ سیلایه
ستا د مخ له خجالته    ۸ سیلابه       مخ دیوال ته ونیو باغ    ۷   سیلابه
وچ کوګل لانده لیمه دي  ۸ سیلابه      د غمونو باغ و راغ     ۷   سیلابه
ماشوخیل
که درلودی دلبرانو څه انصاف  ۱۱  سیلابه
نشته ما غوندي په مینه کي څوک صاف     ۱۱  سیلابه
که شانه غوندي مي زړه شګاف شګاف شه    ۱۲  سیلابه
ځای یې نه مومم د زلفو په شګاف         ۱۱ سیلابه
هسي بد ایسي خوبان په رقیبانو       ۱۲ سیلابه
لکه واخلي سګ بازي په لاس اشراف      ۱۱ سیلابه
ماشوخیل
  د حمید ماشوخیل په دواړو لاندنیو شعرونو کي د قاف توری  د ردیف په پای کي ساکن راغلی دی خو په یوه شعر کي سیلاب کمبود او په بل کي بشپړ دی. یعني د دې لپاره کومه خاصه قاعده نه وضع سوې او نه یې موږ وضع کولای سو چي کوم نظمونه په کومو تورو پای ته ورسیږي نو د سیلابونو کموالی او زیاتوالی به نه پکښي راځي. البته یوازي هغه نظمونه چي د واو، او یا په تورو پاي ته رسیږي د غزل او قصیدې تر پایه پوري یې سېلابونه مساوي راځي. په دغه برخه کي استثنی نسته.
چي شهره شو ستا په مخ باندي زما عشق  ۱۲  سیلابه
مسخره شه د مجنون و د لیلی عشق        ۱۲ سیلابه
چي په هره سایې سر ځي لکه شمع       ۱۲     سیلابه
ځان دي هیڅوک معذور نه ګڼي په دا عشق     ۱۲    سیلابه
د دوهم شعر نمونه:
که شاهان و تخت و تاج ته لري شوق   ۱۱ سیلابه
عاشقان تاخت و تاراج ته لري شوق     ۱۱ سیلابه
د یوسف په دود به پریوځي و کوهي ته      ۱۲    سیلابه
چي د عیش و ښه معراج ته لري شوق    ۱۱ سیلابه
دغه راز په هغو دوو نورو شعرونو کي چي د یوه د ردیف وروستی توری ساکن  کاف او د بل د قافیې وروستی توری یا  روي ساکن کاف دی. په لومړي شعر کي سیلابونه بشپړ او په دوهم کي یو سیلاب کمبود دی.
څو ایرې نه شي په مینه د حبیب څوک    ۱۲    سیلابه
تور به نه کا په بل شان مخ د رقیب څوک  ۱۲ سیلابه
کله شي له لیونیو روغي چاري      ۱۲    سیلابه
عاشقان څوک، ادبونه د ادیب څوک    ۱۲    سیلابه
ماشوخیل
د دوهم شعر مثال:
چي له غمه دي د ورځو خښوم په سینه نوک    ۱۵   سیلابه
هر پرهر د نوک هلال شي په سینه زما ملوک    ۱۵  سیلابه
هر چه خوب لکه غنچه کا په طلب د ګلندامو     ۱۶   سیلابه
په پیغور د هغو سترګي شبنم وکاږي په نوک     ۱۵   سیلابه
ماشوخیل
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده   ۱۲ سیلابه
اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان ۱۱ سیلابه 
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي     ۱۲ سیلابه
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان    ۱۱ سیلابه
موږ له دغه شعر څخه وروسته د خوشحال خان په دیوان کي د ساکن  نون په قافیه درې نور غزلونه لرو چي د ټولو مقطع او د غزلونو دوهمه مصرع یوولس سیلابه او له مطلع څخه روسته  لومړۍ مصرعی یا نیم بیتي یې دوولس سیلابونه لري. دغه راز د ساکن نون په قافیه یوبل غزل:
چي ترس یې د زړه نه وي نه عمل لري د نیکو  ۱۵   سیلابه
په دايې نظر مه کړه چي په یاد لولي قرآن       ۱۴   سیلابه
چه خدای یې په لار نه کا په ویل به په لار نه شي    ۱۵ سیلابه
که پاڅوې له ګوره و هغه و ته لقمان                 ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
و ګفتار و ته یې مه غړوه سترګي   ۱۲   سیلابه
په کرده په عمل ګوره کس ناکس    ۱۱   سیلابه
دوه سړي په باغ کي ګډ شي یو، ګل ګوري     ۱۲  سیلابه
دویم ګرځي په طلب د خارو خس         ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
دانشمند په خوارۍ خوار جاهل کامران دی  ۱۲ سیلابه
د سړي طالع په کار دی نه هنر             ۱۱ سیلابه
چه د زرکو ښکار په غره کښي پیدا کیږي        ۱۲ سیلابه
باز په داسبب نیولی دی لوی غر         ۱۱ سیلابه
خوشحال خان
خبر د هغو تللیو بیا په بیارته چا را نه وړو      ۱۵ سیلابه
له حاله له احواله یې هر څو که څوک پوښتم    ۱۴ سیلابه
دلې چي څوک لیده شي نن یې شپه په دا بانډه کښي     ۱۵  سیلابه
آخر یې له دې ځایه وار په وار واته ګڼم       ۱۴ سیلابه
خوشحال خان
چي غاښونه دي همیش په خندا سپین وي      ۱۲ سیلابه
زمانه به دي خوله ماته که په سوک       ۱۱ سیلابه
ته به څرنګ د روټۍ په چا خیر وکړې     ۱۲ سیلابه
چي محکم دي زړه تړلی دی په ټوک      ۱۱ سیلابه
معزالله خان
په صبا به توري خاوري پرې انبار شي      ۱۲ سیلابه
نن چي ځان څنډي له خاورو په رومال      ۱۱ سیلابه
عاقبت به یې خوله چپه لکه ګونګ شي     ۱۲ سیلابه
که څوک ډیر په ژوندانه که قیل و قال      ۱۱ سیلابه
معزالله خان
غم د دلبرانو وي ژوندون د عاشقانو              ۱۴  سیلابه
زړه مي سمندر شه سره لمبه وطن زما             ۱۳ سیلابه
زه چي کله ځیر شم د خوبانو و رخسار ته           ۱۴ سیلابه
پاتو شي تصویر غوندي بې روحه تن زما         ۱۳ سیلابه
سر زما لحد ته معزالله که دلبر کوز کا               ۱۴  سیلابه
سور به وي د زړه په وینو  سپین کفن زما           ۱۳  سیلابه
معزالله خان
د معزالله خان مومند په یوه بل غزل کي چي د پورتني غزل په څیر د زما په ردیف پای ته رسیږي او د « ز» توری یې د پورتني غزل په شکل پیښ لري، مګر سیلابونه یې په ټولو نیم بیتیو کي یو شان  او بشپړ دي. په داسي حال کي چي له دې څخه مخکي د هغه په اتو نورو هغو غزلونو کي چي د  زما  په ردیف پای ته رسیږي او د ز توری یې پیښ لري، او په عین شکل حرکت کوي، د ټولو په مطلع او دوهمه مصرع کي تر پایه پوري یو سیلاب کم دی. ګواکي د سیلاب د دغه راز کمبود د علت د تشخیصولو لپاره د خاصي قاعدې ایښودل هم ګران کار دی.
رنګ شه زیړ تر زر زما اوښي دُر ګوهر زما   ۱۴  سیلابه
کبر کا د لبر زما ناخلي مال و سر زما            ۱۴ سیلابه
صبر مي له زړه نه ځي نور مي له لیمه نه ځي    ۱۴   سیلابه
ولي بیا له څه نه ځي دا ښکلی دلبر زما         ۱۴ سیلابه
ښکلي پر آشوبه دي سترګي مي بیخوبه دي     ۱۴ سیلابه
دا له مین توبه دي کسي دي تل تر زما          ۱۴ سیلابه
يا د معزالله خان مومند په هغو دوو غزلونو کي چي د دواړو قافیه د  ج  د توري په سکون پای ته رسیږي، د یوه په مطلع او دوهمو مصرعو کي یو سیلاب کم او په بل غزل کي یې له سره تر پایه ټول سیلابونه پوره دي.
د زړه ملک وته رخنه بده پیدا شي      ۱۲    سیلابه
هر چي وازه کاندي خوله په احتیاج      ۱۱    سیلابه
چي په وصل کي یې هم قراري نه وي     ۱۲    سیلابه
د دې هسي زړه په چا وکړم علاج     ۱۱  سیلابه
بل غزل:
په خپل حسن مغرور شوی دی پوهیږم        ۱۲  سیلابه
له دماغه کا و هر چاته ګفتار کج      ۱۲   سیلابه
که دي قد په سترګو وویني یو ځله      ۱۲   سیلابه
له غیرته به قامت شي د چنار کج    ۱۲ سیلابه
د خوشحال خان خټک په هغو دوو غزلونو کي چي د دواړو قافیه د ل د توري په سکون پای ته رسیږي، په یوه کي په مطلع او دوهمو مصرعو کي یو سیلاب کم او په دوهم غزل کي ټول سیلابونه پوره دي.
د ښه یار دیدن وي تل   ۷ سیلابه
سره ځای چمن وي تل   ۷ سیلابه
رقیبان ولاړ له ورایه   ۸    سیلابه
له ما هم سخن وي تل     ۷ سیلابه
د خپل یار د کوڅې خاوري  ۸ سیلابه
د خوشحال وطن وي تل      ۷ سیلابه
په بل غزل کي:
خپل پردي چي د شمشیر شول   ۸ سیلابه
کشتني تر شماره ډیر شول     ۸ سیلابه
توره ونغاړه خوشحاله       ۸    سیلابه
اوس به څو وژنې چي ډیر شول    ۸   سیلابه
دا پیري ده که طالع ده         ۸   سیلابه
چي ګیدړ وو راته شیر شول    ۸   سیلابه
د عبدالقادر خان خټک په هغو دوو غزلونو کي چي قافیه یې په الف پای ته رسیږي، د یوه په مطلع او دوهمو مصرعو کي یو سیلاب کم او په بل کي ټول سیلابونه پوره دي. او بیا هم سړی د سیلاب د کمبود د علت په تشخیصولو کي له ستونزي سره مخامخ کیږي.  البته دواړه غزلونه دومره روان دي چي زه ګومان کوم پخپله عبدالقادر خان به هم د یوه سیلاب کموالي ته متوجه سوی نه وي.
څو قطرې ځموږ په یاد په مځکه توی کړه    ۱۲ سیلابه
چي په بزم د عشرت اخلې صهبا      ۱۱ سیلابه
ستا د زلفو بوی نسیم په چمن راووړ     ۱۲ سیلابه
له مستۍ شو د غنچې قمیص قبا         ۱۱ سیلابه
چي یې یار له غیږي ځي د مرګ ساعت وي    ۱۲  سیلابه
دریغه مه وای د وصال د شپې سبا       ۱۱ سیلابه
په بل غزل کي:
سرو لبانو یې قیمت د لعلو کم کړ            ۱۲ سیلابه
سپینو غاښو یې بې آب کړ ګوهر هم لا    ۱۲ سیلابه 
نه یواځي په صورت جدایی خوار کړم     ۱۲ سیلابه
په دا اور دننه سوځي ځګر هم لا               ۱۲ سیلابه
په لمانځه کښي د یار ورځي را په یاد شوې    ۱۲ سیلابه
د زړه آه مي محراب وسو منبر هم لا         ۱۲ سیلابه
سیلاب د فارسي په نظمونو کي:
        ما د پښتو په منظوم ادب کي داسي نظم نه دی لوستی چي د نظم په مطلع کي د سیلابونو توپیرموجود وي او نه مي داسي نظم په سترګه سوی دی چي د یوه او بل نیم بیتي ترمنځ دوه سیلابه زیات و کم وي او که چیري په کوم نظم کي د نیم بیتیو ترمنځ د دوو سیلابونو توپیر راغلی وي نو حتما به په نظم کي هم یوه بیخونده سکته ورسره ملګرې وي. البته د دریو سیلابونو خبره خو بیخي مطرح نه ده. خو د فارسي ژبي د ډیرو لویو شاعرانو په شعرونو کي دا درې واړه حالتونه لیدل کیدلای سي او موږ ګورو چي بیا هم په نظم کي هیڅ ډول سکته نه احساسیږي. د حافظ شیرازي د دیوان لومړی غزل، چي د یزید بن معاویه د هغه غزل چي وایی:
ان المسموم ما عندي بتریاق ولا راقي  ۱۶ سیلابه
ادر کاساً و ناولها الا یا ایهالساقي        ۱۶ سیلابه
په مطلع پیل کیږي، شپاړس او پنځه لس سیلابونه لري. د دوهم بیت دواړه مصرع یې شپاړس سیلابونه لري او د دریم بیت لومړۍ مصرع پنځه لس او دوهمه یې څوارلس سیلابه ده، چي د مخکني بیت څخه دوه سیلابونه کم لري.
الا یا ایهاالساقي ادر کاساً و ناولها      که عشق اسان نمود اوّل ولې افتاد مشکلها
اـ لا- یا – ای-یُ-هس- سا- قی - ا- در- کا- ساً- و- نا- ول- ها   ۱۶ سیلابه
که- عشق- آ- سان- ن- مود- او- وّل- و- لې- اُف- تاد- مش- کل- ها     ۱۵ سیلابه
ببوی نافهء کآخر صبا زان طره بکشاید   ۱۶ سیلابه
زتاب جعد مشکینش چه خون افتاد در دلها  ۱۶ سیلابه
مرا در منزل جانان چه امن عیش چون هر دم      ۱۵ سیلابه
جرس فریاد میدارد که بربندید محملها                ۱۴ سیلابه
د حافظ شیرازي د لاندي غزل د مطلع لومړۍ مصرع دوولس او دوهمه یې څوارلس سیلابونه لري، چي د پښتو په نظم کي یې هیڅ مثال نه لیده کیږي.
خوشست خلوت اګر یار یار من باشد       نه من بسوزم و او شمع انجمن باشد
خو- شست – خل- وت- ا- ګر- یار- یا- ر- من- با- شد    ۱۲ سیلابه
نه- من- ب- سو- زم- و- او- شم- ع- ان- ج- من- با- شد    ۱۴ سیلابه
من آن نګین سلیمان به هیچ نستانم       ۱۳ سیلابه
که ګاه ګاه برودست اهرمن باشد         ۱۲ سیلابه
بیان شوق چه حاجت که سوز آتش دل      ۱۴ سیلابه
توان شناخت ز سوزی که در سخن باشد     ۱۳ سیلابه
 د حافظ شیرازي، چي د فارسي په ادب کي، د پښتو ژبي د رحمن بابا په څير، په رواني او سلاست کي ډیر زیات شهرت لري، د یوه بل غزل په مطلع کي هم د دوو سیلابونو توپیر لیده کیږي. او په وروسته بیتونو او مقطع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو.
 
سحر ز هاتف غیبم رسید مژده بګوش      ۱۴ سیلابه
که دور شاه شجاعست می دلیر بنوش     ۱۲ سیلابه
بصوت چنګ بګوییم آن حکایتها     ۱۲  سیلابه
که از نهفتن آن دیګ سینه میزد جوش     ۱۴  سیلابه
رموز مصلحت ملک خسروان دانند       ۱۳ سیلابه
ګدای ګوشه نشیني تو حافظا مخروش     ۱۵ سیلابه
موږ ګورو چي د مقطع وروستۍ مصرع یا نیم بیتی د مطلع له دوهمي مصرع سره درې سیلابه توپیر لري. د حافظ شیرازي هغه غزل د سیلاب د اصولو او مطالعې له مخي ډیره په زړه پوري ده چي په مقطع کي د دریو سیلابونو توپیر لري او په وروسته کي یې، حتی، دوه بیتونه د مطلع له لومړۍ مصرع سره څلور سیلابه توپیر لري.
دوش با من ګفت پیر کاردان تیز هوش          ۱۱ سیلابه
دوش- با- من- ګفت- پی- ر- کار- دا- ن – تیز- هوش
کزشما پنهان نشاید داشت راز می فروش            ۱۴ سیلابه
کز- ش- ما- پن- هان- ن- شا- ید- داشت - را- ز – می- ف- روش 
ګفت آسان ګیر بر خود کارها کز روی طبع             ۱۲ سیلابه
سخت میګیرد جهان بر مردمان سخت کوش            ۱۳ سیلابه
با دل خونین لب خندان بیاور همچو جام                 ۱۵  سیلابه
نې ګرت زخمې رسد آیی چو چنګ اندر خروش            ۱۵ سیلابه
تا نګردي آشنا زین پرده رمزې نشنوي                    ۱۵ سیلابه
ګوش نا محرم نباشد جای پیغام سروش                     ۱۵  سیلابه
د حافظ شیرازي په یوه بل غزل کي هم په مطلع کي د سیلاب توپیر وینو او هم په وروسته کي د مطلع له دوهمي مصرع سره درې سیلابه توپیر وینو. خو د سیلابونو دغه راز لوی توپیر د غزل روانۍ ته چنداني تاوان نه دی رسولی.
دیدار شد میسر و بوس و کنار هم   ۱۲   سیلابه
از بخت شکر دارم و از روز ګار هم   ۱۱  سیلابه
زاهد برو که طالع اګر طالع منست      ۱۴ سیلابه
جامم بدست باشد و زلف نګار هم        ۱۲ سیلابه
ما عیب کس بمستي و رندي نمیکنیم      ۱۴   سیلابه
لعل بتان خوشست و می خوشګوار هم    ۱۳ سیلابه
 د عصمت بخارایی د یوه ډیر مشهور غزل په مطلع کي د دوو سیلابونو توپیر وینو او کله چي غزل دوام کوي نو د مطلع له دوهمي مصرع سره د سیلابونو د توپیر خبره ، بیاهم، دریو ته رسیږي.
سرخوش از کوی خرابات ګذر کردم دوش   ۱۳ سیلابه
به طلبګاري ترسا بچه باده فروش            ۱۵ سیلابه
سر- خوش- از- کو-ی- خ- را- بات- ګ- ذر- کر- دم- دوش   ۱۳
به-ط- لب- ګا- ری-ی- تر- سا- ب- چه-ی- با- ده- ف- روش   ۱۵
پیشم آمد به سر کوچه پری رخساری              ۱۴     سیلابه
کافري عشوه ګری زلف چو زنار بدوش            ۱۳ سیلابه
ګفتم این کوی چه کوی است و ترا خانه کجاست     ۱۴  سیلابه
ای مه نو خم ابروی ترا حلقه بګوش                ۱۵ سیلابه
این نه کعبه است که بې پاو سر آیی به طواف    ۱۴  سیلابه
وین نه مسجد که در او بې ادب آیی به خروش   ۱۵  سیلابه
این خرابات مغان است در او رندانند         ۱۳   سیلابه
از دم روز ازل تا به قیامت مدهوش             ۱۴  سیلابه
ګفت تسبیح به خاک افګن و زنار ببند             ۱۲ سیلابه
سنګ بر شیشه تقوا زن و پیمانه بنوش          ۱۴ سیلابه
بعد ازآن پیش من آ تا به تو ګویم رمزې       ۱۴ سیلابه
ره این است اګر بر سخنم داري ګوش               ۱۲ سیلابه
دغه راز د نظامي ګنجوي د یوه مشهور غزل ، چي په هغه وخت کي یې ځینو شاعرانو جوابونه لا هم ورته لیکلي دي، په مطلع کي دوه سیلابونه توپیر وینو او د غزل د یوه بیت د دوهمي مصرع او د مطلع د لومړنۍ مصرع ترمنځ درې سیلابه توپیر موجود دی. وروسته خبره په یوه بیت کي د څلورو سیلابونو توپیر ته رسیږي.
دوش رفتم به خرابات مرا راه نبود    ۱۲ سیلابه
دوش- رف- تم- به- خ- را- بات- م- را- راه- ن- بود   ۱۲ 
می زدم ناله و فریاد کس از من نشنود      ۱۴ سیلابه
 می- ز- دم- نا- له- و- فر- یاد- کس- از- من- ن- ش- نود ۱۴
پاسی از شب که بشد بیشترک یا کمتر           ۱۳ سیلابه
پا- سی- از- شب- که – ب- شد- بیش- ت- رک- یا- کم- تر 
رندي از غرفه برون کرد سر و ورخ بنمود          ۱۴ سیلابه
رن- دی- از-غر- فه- ب- رون- کرد- سر- و- رخ- ب- ن- مود
ګفت خیر است در این وقت کرا می خواهي        ۱۱ سیلابه
ګفت- خیر- است- در- این- وقت – ک- را- می- خوا- هی 
بی محل آمدنت بر در ما بهر چه بود                 ۱۵ سیلابه
بی- محل- آ- م- د- نت- بر- د - ر- ما- به- ر- چه- بود
سرو زر هیچ ندارند در این بقعه محل           ۱۳ سیلابه
سر- و- زر- هیچ- ن- دا- رند- در- این- بق- عه- م- حل  ۱۳
سود شان جمله زیانست و زیانش همه سود         ۱۵ سیلابه
سو- د- شان- جم- له- ز- یا- نست- و- ز- یا- نش- ه- مه- سود    ۱۵
هر چه در جمله آفاق در اینجا حاضر                          ۱۳ سیلابه
مومن و ارمني و ګبرو نصارا و یهود                     ۱۵  سیلابه
سر کویش عرفاتست و مقامش کعبه                    ۱۴   سیلابه
دوستان همچو خلیلند و رقیبان نمرود                   ۱۳   سیلابه
د مولنا جلال الدین رومي د یوې غزلي په مطلع کي د یوه سیلاب توپیر موجود دی، خو په وروسته بیتونو کي له مطلع سره توپیر کله یو او کله دوه سیلابه دی، البته بیا هم د غزل په شرنګ او رواني کي هیڅ توپیر نه لیده کیږي.
باده نمی بایدم فارغم از دُرد و صاف          ۱۴ سیلابه
تشنهء خون خودم آمد وقت مصاف         ۱۳  سیلابه
برکش شمشیر تیز خون حسودان بریز      ۱۳  سیلابه
تا سر بې تن کند ګرد تن خود طواف       ۱۴ سیلابه
کوه کن از کلّه ها بحر کن از خون ما       ۱۲ سیلابه
تا بخورد خاک و ریګ جرعهء خون از ګزاف  ۱۴   سیلابه
در دل آتش روم لقمه اتش شوم            ۱۴ سیلابه
جان چو کبریت را برچه بریدند ناف     ۱۲    سیلابه
      دغه راز د میرزا عبالقادر بیدل، سعدي، جامي، انوري، صایب تبریزي او د فارسي ژبي د نورو شاعرانو په زرهاوو غزلونو کي د سیلابونو دونه زیاته بې انډولي لیده کیږي، چي د پښتو ژبي د غزلونو او قصیدو سره بیخي مقایسه کیدلای نه سي. موږ ښایی د فارسي نظم په اړه دغه راز په زرګونو مثالونه ولرو، خو څرنګه چي دا لیکنه، زیاتره، د پښتو ژبي د نظم په باره کي ده نو د فارسي ژبي د نظمونو د زیاتو مثالونو راوړلو څخه تیریږو.
       د پښتو ژبي په غزلونو او نظمونو کي تر یوه سیلاب زیاته بې انډولي نه سته او نه یې امکان موجود دی. که چیري د پښتو په کوم نظم کي دوه سیلابه یا کم او یا زیات سي حتما سکته راولي، او دغه علت دی چي زموږ ټولو شاعرانو ځانونه ور څخه ژغورلي دي. مګر موږ په خپلو پورتنیو مثالونو کي ولیدل چي د فارسي ژبي په نظم کي د دوو یا دریو او حتی څلورو  سیلابونو په کمولو او زیاتولو سره هیڅ بې نظمي نه ده راغلې، او د نظم او غزلي روانۍ ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی. که څوک حتما د دې پورتنیو غزلونو او نظمونو د سیلابونو شمیرلو ته ملا ونه تړي نو په تش اوریدلو سره يې ښایی کموالي او زیاتوالي ته په هیڅ توګه متوجه نه سي، او پر غوږونو یې بد نه لګیږي. 
      اوس نو که خبره دا سي وي بیا د سیلاب وظیفه څشي ده. موږ هر وخت اوریدلي دي چي سیلاب د نظم کاڼی دی. موږ د غزلونو او نظمونو دواړي خواوي د سیلابونو په تول تلو او بې انډولۍ ته یې متوجه کیږو. دا خبره ښایی د پښتو نظمونو په برخه کي صدق وکړي ځکه چي دې ژبي یوازي د یوه سیلاب کموالی او زیاتوالی منلی دی. مګر د فارسي ژبي نظمونو تر دریو،او حتی تر څلورو،  سیلابونو پوري توپیر منلی او رواني یې ساتلې ده. نو ګواکي په نظم کي، په تیره بیا د فارسي ژبي په نظم کي، د سیلاب شمیر هغومره مهم نه دی لکه د سیلاب یا هجا پر ځای کارول چي اهمیت لري. د فارسي ژبي د لویو شاعرانو د نظمونو د څو پورتنیو مثالونو څخه څرګندیږي چي که د سیلاب او هجا شمیر زیات او کم وي مګر پر ځای کارول سوي وي، د نظم روانۍ ته تاوان نه رسیږي خو که سیلابونه په شمیر پوره او انډول یې برابر هم وي او پر ځای کارول سوي نه وي، د شعر روانۍ ته تاوان رسیږي او پر غوږونو ښه نه لګیږي، او اصلا د شعر خوند نه کوي. 
لنډۍ او نارې:
 په فوکلوري نظمونو کي یوازي لنډۍ دي چي د سیلاب په برخه کي هیڅ ډول کموالی او زیاتوالی نه مني. لومړۍ برخه یې باید حتما نهه سیلابه او دوهمه برخه یې باید هرو مرو دیارلس سیلابه وي. که داسي نه وي نو په هغي لنډۍ کي د اصیلي لنډۍ خوند نه پاته کیږي. د بلي خوا، که هر څو یو شعر د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړ سوی وي چي د« نه» او «مه» په تورو پای ته رسیدلی نه وي هغه ته نه لنډۍ ویل کیږي او نه د لنډۍ خوند کوي.
تر دا بوړي توپک دي جار سم             پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
دا پیغلتوب مي په غم زوړ کې           خیالي ځوانان راباندي مري خونکاره شومه
سپیني سپوږمۍ ته به خوله درکم           د قلا سیوري ته مي مه بیایه ډارنه
مسافري دي روزي مه سه                زه دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه
زیارت و تاته نه رسیږي                 تر تا دمخه ما پر ایښې دي لاسونه
زما جانان دي دوري بند کی           تر زنګانه سې د اټک روده ظالمه
تر دیوالی دوې ګوتي سر لوړ که          د زني خال به دي دیوالی ورژوینه
لنډۍ ښایی د پښتنو د کلتور او عنعناتو، د هغوی د ټولني او د هغوی د خپلو خصوصیاتو تر ټولو ښه او لرغونی ښکارندوی وي. که د پښتو نظم نورو شکلونو لکه غزل، رباعي، قصیدې او مثنوي، په یوه او بل رنګ، د ګاونډیو نظمونو تر اغیزې لاندي وده کړې وي، نو دا په پوره جرأت سره ویلای سو چي لنډۍ تقریباً د هیڅ کلتور تر اغیزې لاندي نه ده راغلې او بشپړه مستقله وده یې کړې ده. د یوې لنډۍ په همدغو نهو او دیارلسو سیلابونو کي هدف او موضوع، په مستقله توګه، داسي افاده کیږي چي د بلي لنډۍ سره تړلو ته ضرورت نه پاتیږي.  لنډۍ د موضوعاتو له پلوه دونه غني ده چي د جنګونو له تودو سنګرونو څخه نیولې، تر مړاني او نامردۍ، د میني تر راز و نیاز، د ښکلا تر ستایلو، د خیالي ګودرونو سره د پیغلو تر پیزوانونو او پایزیبونو، تربورګلویو او تقریبا ټولو اجتماعي او اخلاقي موضوعاتو پوري پکښي نغښتي دي. زموږ په ګاونډیو کلتورونو کي د سیلابونو په دغه ترکیب او نظم او د موضاعتو په دغه غنا او ښکلا د فوکلوري نظمونو مثال نه لیده کیږي.
ټوټې ټوټې په تورو راسې          چی پرهارونه دي ګنډم خوله درکومه
ستا دي قسم په ذوالجلال وي         یو یار دي زه یم نور دي څو نیولي دینه
د ګودر هر بوټی دارو دی            پرې لګیدلي دي د پیغلو پلوونه
زیارت کوم نه را رسیږي            خدایه که ګډ کې دا د کاڼو زیارتونه
سرله کتابه که راپورته               په سترګو ړوند سې پر کتاب در وختمه
دا چي ویل کیږي چي اکثریت لنډۍ د پښتنو ښځو ویلي دي، دا خبره زما په عقیده د تامل وړ ده. زه فکر کوم چي د پښتنو مخ پوټو، له معاشرې څخه لیري ساتليو سويو او بیسواده ښځو، په دې ښایست، د نظمونو د لیکلو توان نه درلود. دا لنډۍ، زیاتره، پخپله نارینه وو لیکلي او ښځو ته یې منسوبي کړي دي. شاعرانو دا غوره بللې ده چي خپل جنګي میړونه د ښایستو پیغلانو په واسطه جنګ ته وهڅوي، او بیا نو وعده ورکړي چي که په جنګ کي ټپي سو نو، پر هغه باندي مینه او د هغه په نامه ناسته ښایسته پیغله، به د هر پرهار د ګنډلو سره یو ځل خوله ورکوي. او که چیري شهید سو نو دا به خپل سور شال د هغه پر زیارت وغوړوي او که یې چیري په جنګ کي بې ایماني وکړه او پر شا راغی نو هغه ښایسته پیغله به چي د ده په تمه ناسته ده په همزولو کي څوړي سترګي ګرځي. نارینه شاعرانو د میني په برخه کي خپل د زړه بړاس ایستلی او ښځو ته منسوبول یې غوره بللي دي. وروسته داسي فکر سوی دی چي دا لنډۍ په حقیقت کي هم ښځو ویلي دي. البته احتمال لري چي ښځو هم د لنډیو د جوړولو په برخه کي یو څه ونډه اخیستې وي، خو زه فکر نه کوم چي د پښتني ماحول شرمیندوکو، حیاناکو، او له تقریبا ټولو اجتماعي حقوقو څخه محرومو ښځو دي د لنډیو په ژبه د میني د اظهارولو زړه کړی وي. هغه پیغلاني به چي حتی نن ورځ د یوه مشروع میړه د انتخابولو حق نه ورکول کیږي او که چیري د پلار او مشرانو د اجازې او خوښي پرته ځانته د ژوند ملګری انتخاب کړي د وژل کیدلو له خطر سره مخامخ کیږي، هغوی به څرنګه په دومره ښایستو کلماتو د خپلي سوځنده میني د اظهارولو جرأت وکړي. په هغه اندازه چي د پښتنو په تاریخ کي ښځینه شاعراني د ګوتو په شمیر دي، په هغه اندازه يې د لنډیو شاعري هم کمه ده او که یې چیري لنډۍ جوړي کړي وي هم به د ګوتو په شمیر وي.
 دغه راز ګودرونه د ښایستو نجونو او زلمیانو تر منځ د پټو دیدنونو او عاشقانه لیدنو ډیر مهم مرکزونه معرفي سوي دي.
که دیدن کړې ګودر ته راسه          زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
خو په حقیقت کي په ګودر کي د ښایستو پیغلو سره لیدل او مینه کول له امکانه لیري خبره ده او په واقعیت کي یوازي هغه زلمي د نجونو ګودر ته ورتللای سي چي له ژونده ماړه وي، کنه نو هیڅوک د ګودر نیژدې علاقې ته سترګي اړولای نه سي. ګودرونه یوازي په نجونو اړه لري او نارینه شاعرانو د خوبونو او خیالونو په دنیا کي له هغوی سره، په ګودرونو کي، د میني داستانونه پیل کړي او لنډۍ یې ورته ویلي دي. ګواکي هغسي چي په ګودرونو کي د ښایستو پیغلو او مستو زلمیانو ترمنځ د میني راز و نیاز خیالي دی هغسي د ښایستو پیغلو له خولو څخه د لنډیو نقلول د نارینه شاعرانو د خیالونو ایجاد دی.
لنډۍ د پښتنو اصیل فوکلوري میراث دی، او ښایی ډیرو پخوا زمانو ته منسوبي وي. دا چي سر یې څومره پخوانیو زمانو ته رسیږي، موږ ځکه څه نه سو ویلای چي په لنډیو کي د پخوانیو زمانو کومي ټاکلي پیښي یا پیښو ته مشخصه اشاره نه ده سوې چي موږ د هغې په اساس د یوې یا څو لنډیو تاریخي قدامت وټاکلای سو. او نه د لنډیو په شکل او کلماتو کي داسي ټاکلي توپیرونه موجود دي چي موږ د هغو توپیرونو په اساس ځیني خاصي لنډۍ ځینو خاصو زمانو ته منسوبي کړو. البته دا چي موږ په دغه، یا دغه ته په نیژدې، وزن د پښتنو پر شاوخوا باندي پرتو کلتوري حوزو کي فوکلوري شعرونه نه لرو، او په دغه وزن فوکلوري شعرونه یوازي د پښتنو مال دی، نو ویلای سو چي پښتنو به له خپل دغه فوکلوري صنف سره ډیره پخوانۍ اشنایی درلودلې وي. او په دغه قالب کي به یې له جنګ څخه نیولې، تر میني پوري د هر څه اظهار کړی وي. ځکه هغه چاربیتي او فوکلوري سندري چي د تاریخي پیښو یادونه پکښی سوې ده ښایی ایله دوې پیړۍ عمر ولري او تر دغه دمخه موږ د پښتنو د فوکلوري نظمونو څرک نه لرو. نو د فوکلور په برخه کي بیرته موږ او لنډۍ سره پاتیږو.
   محترم حبیب الله رفیع د ځوان ژور نالیسټ او شاعر محمد هارون حکیمي سره په خپله یوه مرکه کي ویلي دي چي لنډۍ له څلور نیم زرو څخه تر پنځو زرو کالو پوري عمر لري. البته د دونه یوې لویی ادعا د اثبات لپاره موږ یوازي پر تاریخي اټکلونو او قیاسونو باندي تکیه نه سو کولای، بلکه ډیرو اسنادو او شواهدو ته ضرورت لرو. له دومره پخوانیو زمانو څخه تر اوسه پوري د پښتنو د ژوند په هره  برخه کي دومره ژور تغیرات راغلي دي چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لا ورباندي ولیکل کیدلای سي. په دې پنځه زره کلونو کي پښتنو زر ځله داخلي او خارجي جنګونه کړي دي. د هستوګني ځایونه، ښارونه او سیمي یې  بدلي کړي دي، مذهبونه یې بدل کړي دي او د ژوند داسي ساحه یې نسته چي په هغې کي دي ژور او د پام وړ تغیرات راغلي نه وي. دا امکان نه لري چي دومره لویو او ژورو تحولاتو دي د پښتنو په اصیل فوکلور کي انعکاس نه وای کړی. خو که موږ په زرهاوو لنډۍ تر نطر تیري کړو نو موږ به د شکل له مخي هیڅ تغیر پکښی ونه وینو او د متن له مخي به له ډیر لږ تغیر سره مخامخ سو. د دې خبري معنی به داوي چي له دوو دریو سوو کالو څخه مخکي ټولي لنډۍ ټولي هیري سوي او د وروستیو پیړیو لنډۍ په میراث راپاته دي. د دې خبري احتمال ډیر کم دی او که داسي پیښه سوې وي نو بیا موږ په کوم استناد د لنډیو د پنځه زره کلن عمر ادعا کولای سو. زه دا نه وایم چي لنډۍ به زیات عمر نه لري خو کله چي موږ د کلونو، او دومره زیاتو کلونو، خبره کوو نو باید چي لږترلږه شل مثالونه خو ولرو. 
 د مومن خان او شیرینو او ملا عباس او ګل بشرې یا طالب جان په هغو نکلونو کي چي په کندهار کي ترتیب سوي او مشهور فوکلوریسټ محمد ګل نوري د ملي هینداري په کتاب کي قید کړي دي، ټولي نارې د لنډیو پر وزم راغلي دي. دا نکلونه پخپله څومره پخواني دي، سړی یې په دقیق صورت د زمانې په باره کي څه نه سي ویلای. د مومن خان نکل د مغولو زمانې ته منسوب دی. په دې حساب باید دا نکل لږ ترلږه څلور پنځه سوه کاله عمر ولري. خو کله چي په دغه نکل کي د ښامار افسانې ته ګورو، چي د پښتنو په ټولو فوکلوري نکلونو کي یوازي د مومن خان په نکل کي تبارز کوي، نو ویلای سو چي دا نکل، تر هغه چي موږ یې اټکل کوو، ښایی ډیر لرغونی وي. د ښامار افسانه د اروپایی فوکلور څخه راغلې ده. په اروپاکي د دې افسانې په لس هاوو او یا ښایی په سل هاوو شکلونه موجود وي، او په اروپایی فوکلور کي یې عمر تر زرو کالو زیات دی. په دې حساب باید د مومن خان نکل هم، لږ ترلږه، شپږ اووه پیړۍ عمر ولري. البته دا نه سو ویلای چي د لنډیو پر وزم نارې به دغه نکل ته کله ور لویدلي یا ور اچول سوي وي. خو دونه په جرأت سره ویلای سو چي دا دواړه نکلونه به، د نارو لپاره، د لنډۍ د وزن د انتخابولو په دلیل، تر نورو هغو نکلونو ډیر زاړه وي چي د نارو لپاره یې بیل بیل وزمونه ټاکلي او په وروسته کي نکلچیانو دونه زیات او بیخونده تغیرات پکښي راوستلي دي چي د نظمونو حیثیت یې له لاسه ورکړی دی.
    د مومن خان نکل ته منسوبي لنډۍ زیاتره خپل فوکلوري رنګ لري. په لره پښتونخوا کي د مومن خان شیرینۍ په قیصه کی، چي جمال شاعر د سنګر منظومه کړې ده، د نکل په بیلو بیلو برخو کي څو لنډۍ راغلي دي، چي پخپله د جمال شاعري معلومیږی. خو د تعجب خبره دا ده چي په دوو کلتوري حوزو کي، چي له یوې بلي څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده، څرنګه یوه نکل ته د نارو پر ځای لنډۍ انتخاب سوي دي. دا مثال په نورو هغو نکلونو کي چي په دواړو کلتوري حوزو کي رواج لري نسته. 
په ملي هینداره کي د طالب جان نکل ته منسوبي لنډۍ، په تیره بیا هغه لنډۍ چي طالب جان او ګل بشرې یوه بل ته په لیکونو کي لیږلي دي، د مومن خان د نکل په خلاف، ساختګي او وروسته جوړی سوي ښکاري. ځیني خو یې هیڅ فوکلوري خوند نه لري او یوازي شکل یې د لنډیو دی. 
جانان به لیري له ما نه ځي               که یې د زړه ولې زما له باغه وینه
زړه مي د تورو وینو ډک دی              که غرغړې کم ملک به ټول په وینو کمه
سترګي مي زړه ته ور نیژدې که          چي پکښي ووینې د سرو وینو ډنډونه
مخ دي فقط شکل رابع دی                 په نتیجه مي زړګی دړي وړي سونه
په تصور کي مي زړه شین دی               څو د تصدیق مقام راځي خاوري به یمه
 البته د دې معنی دا نه ده چي د طالب جان نکل ته ټولي او یا ډیري زیاتي لنډۍ به د وروستیو نکلچیانو ایجاد وي، بلکه ډیري زیاتي نارې یې فوکلوري رنګ لري او، په سیمه کي، د دې نکل له شهرت څخه ښکاري چي ډیرو پخوا زمانو ته به منسوب وي او د زمانو په اوږدو کي به یې هم په نکل او هم په نارو کي تغیرات راغلي وي.
    که د طالب جان په نکل کي، په وروسته کي، جوړي سوي لنډۍ ډیري راغلي دي نو داسي لنډۍ هم پکښی سته چي هغه، د دې نکل څخه په مستقله توګه، په تقریبا ټولو پښتني سیمو کي شهرت لري او نکلچیانو وروسته پر دغه نکل باندي زیاتي کړي دي. او یا احتمال لري چي د ډیري لرغوني زمانې څخه د دې نکل سره ملګري سوي وي. او وروسته یې د همدغه نکل له لاري په اولس کي رواج موندلی وي.
ګل د ګلاب بوی د سنځلي           سیوری د ولي خوب د پیغلي پر ورنونه
په ګل ګلاب دي وویشتمه            تر لاس دي جار سم دښمنانو ولیدمه
 د طالب جان نکل د پيښور په فرهنګي سیمه کي یا نه دی لیکل سوی او یا ما نه دی لیدلی. او تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم دا نکل یوازي د افغانستان د کندهار په کلتوري حوزه کي شهرت او اوریدونکي لري . مشهور مستشرق جیمز ډارمسټټر په خپل مشهور کتاب، د پښتونخوا د شعر هارو بهار کي، چي زیاتره فوکلوري نظمونه یې د پیښور په شاوخوا علاقه پوري اړه لري، د مصرعها په نوم، دوې لنډۍ لري، چي د پښتنو په تقریبا ټولو سیمو کي مشهوري دي، او هغه دواړي لنډۍ د طالب جان په نکل کي راغلي دي.
سلام علیک زه درنه ولاړم          بیا به دیدن په آخرت سره کوونه
په تور لحد کي به نارې کړم         زه له دنیا نه ارماني راغلی یمه
 په دې دواړو، یوه له بله لیري پرتو، کلتوري حوزو کي د دې لنډیو په تقریبا عین شکل موجودیت، د دې لنډیو د لرغونتوب یو لوی دلیل دی. البته موږ بیا هم یوازي د لنډیو د لرغونتوب حکم کولای سو او په دقیق صورت، حتی، دا هم نه سو ویلای چي دا دوې او هغه مخکي یادي سوي دوې لنډۍ به لرغوني وي او که به د طالب جان نکل. او که به نکل او لنډۍ دواړه په یوه وخت کي منځته راغلي او د نکلچیانو خولو ته ورغلي وي.
 موږ، له دغو دوو فوکلوري نکلونو څخه پرته، په نورو نکلونو کي، د نارو پر وزم، چنداني د لنډیو مثالونه نه لرو. خو په دونه زړو نکلونو کي د لنډیو پر وزم د نکلونو د نارو وجود، او له یوه بل څخه د لیري پرتو ښارونو ترمنځ د سفر کولو په ترڅ کي د شکل ساتل، پخپله د دې خبري ثبوت دی چي لنډیو به د پښتنو په حجرو او ټولنه کي ډیر زیات وخت تیر کړی وي، چي وروسته یې فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده.  
  د طالب جان په نکل کي د اټک د رود یادونه سوې ده. پخپله د اټک د قلا د جوړیدلو څخه څه باندي څلور نیمي پیړۍ تیري سوي دي. دا چي په وروسته کي ټول اباسیند د اټک د قلا په نوم یاد سوی او هغه سیند اه اټک ویل سوی دی او دا نوم دونه مشهور سوی دی چي د پښتنو لنډیو او نکلونو ته یې لاره پیدا کړې ده نو دا نکل به تر درې سوه کلونو زیات عمر نه لري. خو د دې خبري احتمال ډیر زیات دی چي دا نکل به ډیر پخوا جوړ سوی او خوله پر خوله سوی وي او وروسته به د اټک رود ورباندي زیات سوی وي. موږ په هرصورت ویلای سو چي دا نکلونه او ورسره ملګري لنډۍ که د ډیر وخت نه وي نو لږ ترلږه پنځه شپږ پیړۍ عمر خو لري.
   د پښتني فوکلور ځیني خواخوږي او منقدین د نویو لنډیو د جوړیدلو سره سخت مخالفت کوي او د ګناه کبیره په سترګه ورته ګوري. دوی فکر کوي چي د نویو لنډیو په جوړیدلو سره اصلي لنډیو ته تاوان رسیږي او یو وخت به یې له خلکو څخه حساب ورک وي چي کومو لنډیو ته اصلي او کومو ته نقلي ووایی. خو زه په دې عقیده یم چي لنډۍ د اولس مال دی، او اولس ایجاد کړي او غوره کړي دي. اولس نن هم ژوندی دی، او سبا به هم ژوندی وي. که یې پرون په لنډیو کي د خپلو زلمیو د مړاني ستاینه کوله. که یې د خپلو ښایستو پیغلوټو ښکلا او پیزوانونه ستایل، او که یې پرون پر ګودرونو باندي د ښکلیو نجونو سره د خیالي میني اظهار په لنډیو کي کاوه، نن هم هغه میړونه دي، هغه ښکلي او ساده پیغلي دي او لا اوس هم ګودرونه پاته دي او لا سبا ښایی د ګودرونو ځای د پوهنتونونو انګړونه ونیسي؛ او زلمي د پوهنتونونو او کالیجونو کي د لوڅ مخو، فیشني او تعلیم یافته نجونو د ښکلا ستاینه وکړي؛ او ګودر خپل مفهوم له لاسه ورکړي.  پښتنو ښایی په دې څو پیړیو کي په سل هاوو زره لنډه ۍ ویلي وي خو د هغو لنډیو شمیر چي په ریشتیا هم د لنډیو خوند کوي او د لنډیو سوز او ښایست پکښي پروت دی ښایی تر دوه درې سوه وانه وړي. په داسي حال کي چي یوازي سلما شاهین د روهي سندرو په دوه ټوکه کتاب کي د زیات و کم اته لس زره پنځه سوه لنډیو په شاوخوا کي راغونډي کړي دي. زه یقین لرم چي د دې لنډیو څخه به څه باندي اته لس زره په کتابونو کي قید پاته وي او یوازي درې څلور سوه به یې فوکلوري ارزښت ولري او اولس به یې خپل مال وګڼي. او که ټولي هغه لنډۍ چي نورو فوکلوریسټانو به راټولي کړي وي وشمیرو خبره ښایی سلو زرو ته ورسیږي، خو ډیري لږي به یې د اولس انتخاب وي او ډیر لږي به یې د فوکلوري ارزښت د پیدا کولو او تر ډیره وخته د ژوندي پاته کیدلو وړتیا ولري. 
  زما په فکر له دې ناحیې څخه هیڅ انديښنه په کار نه ده. پریږده چي نوي زلمي او زاړه شاعران او شاعراني( چي پخوا مو یا نه درلودلې او یا د ګوتو په شمیر وې) د لنډیو د جوړلو او لیکلو په برخه کي خپله طبع و آزمیې. پریږدۍ چي وروستیو غمیزو او پیښو ته په لنډیو کي انعکاس ورکړي او سبا نیو نسلونو ته یې د تاریخي میراث په توګه ورسوي. هغه پیښي چي په نویو لنډیو کي به راځي او یا به یې یاودونه سوې وي، په پخوا زمانو کي یې چا تصور نه سو کولای. موږ نه د فوکلور د ځای پر ځای درولو د قوماندې ورکولو صلاحیت او نه یې توان لرو. دا کار په هیڅ کلتوري حوزه کي سابقه نه لري او په پښتني ټولنه کي هم نه عملي او نه علمي دی. په نویو لنډیو کي به ټانک او راکټ راسي، کابل به سوځي، د خلقیانو او پرچمیانو پلچرخي او پولي ګون به راسي، د مجاهدینو ناتار او تیری به وژاړو، ځانمرګي به حملې کوي، زموږ سرتوري به په بیګانه کمپونو کي کړیږي. دا هغه پېښي دي چي څلوېښت کاله مخکي یې چا تصور قدر نه سو کولای . که په دې اړه لنډۍ نه لیکلي سي نو موږ به د لنډیو په دې ښایسته فوکلوري قالب کي خپلو راتلونکو نسلونو ته څه پریږدو. په دې اړه به په زرهاوو لنډۍ لیکلي سوي وي او نوري به هم ولیکل سي خو بیا هم ښایی یوازي څو سوه لنډۍ اولسي او فوکلوري ارزښت پیدا کړي او له خلکو سره پاته سي. باقي پاته پخپله په ارشیفونو او کتابونو کي ځای نیسي. 
نارې یا غاړي:
نارې، چي کاکړۍ غاړي هم ورته ویل کیږي، د پښتني فوکلوري نظمونو یو بل صنف دی، چي زیاتره د پاکستان د کاکړستان له سیمي څخه نیولې د افغانستان تر جنوب لویدیځو سیمو پوري رواج لري. مضمون یې د لنډیو په څير غني دی او هر څه ته ځای پکښي ورکول سوی دی. نارې زیاتره له شپاړسو سیلابونو څخه جوړي سوي او اکثري محلي پیښي پکښی خوندي سوي وي. د برټانوي هند څخه د پښتنو سیمي ته د اورګاډي له راتګ سره  پښتنو، د کاروبار او خوارۍ غریبۍ لپاره، د هند او پنجاب نسبتا لیري سیمو ته سفرونه پیل کړل. پښتنو میرمنو، چي تر دغه وخته یې د خپلو میړونو او د کورنۍ د نورو نارینه وو اوږدې مسافرۍ نه وې لیدلي، د اورګاډي په مقابل کي عکس العمل وښود، او په سل ګونو نارو کي یې د اورګاډي او پردیسۍ یادونه کړې ده، چي خاص زماني شرایط پکښي خوندي سوي دي. دکوټي د زلزلې په باره کي، په چمن کي د انګریزي پوځ د یوه پښتانه سپاهي، شیرجان، د یاغي کیدلو په باب، د هزاره ګانو سره د لنډو او مولاداد د جنګونو په باره کي او نورو محلي پیښو په باب په زړه پوري عکس العملونه او احساسات پکښي خوندي سوي دي. 
    نارې هم د جوړښت له مخي تر لنډیو اسانه او هم د ښایست له مخي لنډیو ته نه سي رسیدلای. کله کله داسي ښکاري لکه د لنډیو په جوړولو کي چي لوستو او نالوستو شاعرانو برخه اخیستې وي، او نارې زیاتره نالوستو نارینه وو او ښځو سمدستي جوړي کړي وي. دغه علت دی چي کله کله یې قافیې ته چنداني توجه نه وي سوې، خو څرنګه چي اوریدونکي او تکرارونکي یې هم د کلیو ساده نارینه او ښځینه وي نو د قافیې دغه راز نیمګړتیاوو ته یې څوک چنداني متوجه سوي نه وي.
چي سایکل وهې په دوړه                 مور دي نه سي پر تا بوره
د ګاډۍ پیچونه لوړ دي                  ګله مړه دي زورور دي
یوه سره ده یوه بوره                     پر کاذب راځي اوبو له
د خاصې پر توګ در ټول که      ستا په غیږ کي ځای را جوړکه
ږیره وخورې دا ببره                بوره تا وبیروله
دوړه د بوره په مقابل کي، لوړ دي د زورور دي په مقابل کي، بوره د اوبو له په مقابل کي ټول که د جوړ که په مقابل کي، ببره د وبیروله په مقابل کي راغلي دي. خو څرنګه چي د ساده زلمیانو په مجلسونو کي د نارو په شرنګ کي چنداني بیخوندي نه راځي نو څوک یې د قافیې نقص ته متوجه سوي هم نه دي. له بلي خوا، د زرهاوو او ښايي لس هاوو زرو نارو په منځ کي د هغو نارو شمیر تر لس هاوو وانه وړي چي دغه راز نواقص ولري نو ځکه د تحقیق په وخت کي چنداني په توجه نه ارزي.
  نارې هم له شپاړسو سیلابونو څخه جوړي سوي، یعني دواړو خواته اته اته سیلابه لري او هم له پنځه لسو سیلابونو څخه جوړي دي چي یوې خواته یې اووه او بلي خواته یې اته سیلابونه وي .
ګاډۍ مه لره چیغکی    ۷ سیلابه                 تر تا پردیس دی زما لالی  ۸ سیلابه
سترګي مه راته وهه    ۷ سیلابه                مور مي ښکاره ولاړه ده     ۸ سیلابه
د بوټو تڼۍ تړې         ۷  سیلابه               ګله پر کمه راڅه ځې        ۸ سیلابه
د بوټو تڼې تړم       ۷ سیلابه                 د شالمار میلې ته ځم           ۸ سیلابه
شل یې مړه کړه شل ټپیان   ۷ سیلابه       جاغور لا ډک راوی شیرجان     ۸ سیلابه
و پانسۍ تې خیژاوی      ۷ سیلابه         شیرجان سګریټ ولګاوی        ۸ سیلابه
میمه ګوري تر کړکۍ      ۷ سیلابه          شیرجان تیرې ولي ګولۍ     ۸ سیلابه
سپینه خوله لکه د ورۍ       ۷ سیلابه             تر پلو ګوري شین خالۍ      ۸ سیلابه
کوټي خود به نړیدې        ۷ سیلابه               په تا کي څه نخرې کیدې      ۸ سیلابه
ګله مه کوه دیغت        ۷ سیلابه                 پر مړو تل ورځي زحمت         ۸ سیلابه
د ګاډۍ پر اربو         ۷ سیلابه               کالي دي باد وهي ژړو           ۸ سیلابه
البته دا هغه نارې دي چي زه یې له خپلي حافظې څخه لیکم. زما سره د نارو په اړه کتاب او مواد نسته. کنه نو ښایی د هغو نارو شمیر هم سل ګونو ته ورسیږي چي له اوو او تو سیلابونو څخه جوړي سوي وي. داسي ښکاري چي د هغو نارو شمیر به زیات وي چي دواړه خواوو ته اته سیلابونه لري. کنه دواړه ډولونه پر غوږونو باندي یو شان لګیږي او که څوک یې سیلابونه ونه شمیري نو فکر نه کوي چي په انډول کي به یې توپیر موجود وي. د لاندنیو نارو، چي دواړو خواوو ته اته اته سیلابه راغلي دي، په لوستلو کي، د پورتنیو نارو په څير،څوک نه ټکنی کیږي، او په رواني کي یې، له پورتنیو ناروڅخه، هیڅ ډول توپير نه ویني.
سپینه خوله دي غونډه منډه    ۸ سیلابه          بوري رب دي که را کونډه      ۸ سیلابه
سترګي توري کې نو راسې           موږ خواران له کارو باسې 
سترګي توري که دا غټي              نن دي یار راځي له کوټي
یوه سره ده یوه بله                      زړونه کاږي له کوګله
ږیره وخورې دا ببره                     بوره تا وبیروله
د ګیزو په تورو غرو کي                   لنډو ناست دی په خزو کي
د ګیزو ناوه اوږده ده                       لنډو مه بیایه غرمه ده
د محبس سپیني هینداري                  لنډو ماتي کړې پر لاري
د محبس په دروازو کي                    لنډو ناست بیړۍ په پښو کي
د ګیزو علاقه داره                            لنډو پریږده زما د پاره
د موټر په سر کي سپور دی               خط وهي هغه زما ورور دی
د ګاډۍ پیچونه تا دي                      ګله مړه دي بې وفا دي 
اسمعیل یون د پښتو شعر هندسي جوړښت په کتاب کي، د سیلابونو د شمیر او توپیر له مخي، څلور ډوله نارې معرفي کوي. دوه ډولونه یې موږ مخکي معرفي کړل خو دی وایی چي یو ډول نارې اته او بله نهه سیلابه لري. دی یو مثال ورکوي چي ښایی دغه یکي یو مثال به یې تر غوږ سوی او یا به یې سم اوریدلی نه وي:
شین خالۍ نجوني لا ښې دي             په لاره ځي له خندا شنې دي
که د دې نارې سیلابونه وشمیرل سي نو ریشتیا چي هم اته او نهه سیلابه جوړوي. خو لومړی د کاکړستان او د افغانستان د جنوب لویدیځ خلک هیڅ وخت  په لاره ځي نه وایی بلکه پر لارځي وایی او بل که چیري په لوی لاس د لار څخه وروسته د ها  توری ورزیات کړو نو په ناره کي په لوی لاس سکته ګي راولو او ناره له کاره غورځوو. اصلي شکل یې دا سي دی.
شین خالۍ نجوني لا ښې دي         پر لار ځي له خندا شنې دي
زه ګومان کوم چي ښاغلي اسماعیل یون به په خپل ټول عمر کي دغه یوه، د  ده په اند، نهه سیلابي ناره اوریدلې وي او که یې بله ناره اوریدلې او مثال یې ورکړي نو هغه به هم د همدې نارې په څیر غلط او د تامل وړ وي.
اسماعیل یون وایی داسي نارې هم سته چي دواړو خواووته یې اووه اووه سیلابه راغلي وي. 
د بوټو تڼۍ تړم                         د شاکار میلې ته ځم
که ناره لکه څرنګه چي ده هغسي ولولو نو په ریشتیا چي دواړو خواو ته اووه اووه سیلابه راغلي دي. خو که په همدغه شکل ولوستل سي په ناره کي سکته ګي راځي. په داسي حال کي چي ما د سیمي د یوه اوسیدونکي او د نارو د اوریدونکي په حیث هیڅ وخت په نارو کي استثنایی سکته ګي نه ده تر غوږ سوې. د بلي خوا په هغه سیمه کي چي دا ناره جوړه سوې یا ویل سوې ده هلته د شاکار په نوم میله د سره نسته. بلکه هغه د ارغنداب په تاریخي سیمه کي د شالمار په نوم ډیري پخوانۍ پسرلنۍ میلې دي، چي د ډیرو لیري لیري ځایونو څخه به نارینه ورته ورتلل او کله کله به یې پوره څلویښت شپې او ورځي د ارغنداب په باغونو او د ارغنداب د سیند په شاوخوا کي تیرولې.  او ناره داسي ده:
د بوټو تڼۍ تړې                   ګله پر کمه راڅه ځې
د بوټو تڼۍ تړم                   د شالمار مېلې ته ځم
په دې توګه موږ ګورو چي د نارې یوه خوا اوه سیلابه او بله یې اته سیلابه کیږي. او په نارو کي ، د سیلابونو د شمیر له مخي، یوازي دغه دوه ډوله موجودي دي. که موږ چیري غواړو دا خبره ثابته کړو چي په نارو کي اووه اووه سیلابه یا اته او نهه سیلابه نارې هم سته نو د خپلي ادعا د ثبوت لپاره باید د یوه مثال په راوړلو بسیا نه سو، او لږ ترلږه شپږ اووه مثالونه ورکړو، تر څو لوستونکو ته یو څه وښیو او په نوي تصنیف یې قانع کړو.
  ښاغلی اسماعیل یون په خپل کتاب کي د کاکړي نارو یا غاړو په باب لیکي چي په نارو کي د دواړو برخو وروستي توري سره یو شان وي. موږ پورته پنځه مثالونه یاد کړل چي په هغو کي د دواړو خواوو توري یو شان نه وه بلکه یوازي د آهنګ او آواز له مخي سره مشابه وه. په غاړو کي د داسي قافیوي توپیرونو مثالونه سل هاوو ته رسیږي. داسي ښکاري چي ښاغلي یون زیاتو کاکړي غاړو ته پوره دقت نه دی کړی کنه نو دغه راز توپیرونه به یې ډیر زیات په سترګه سوي وای.
 په هرصورت، نارې یا غاړي د پښتني فوکلور ډیر سپیڅلی شکل دی، چي هم د نظم له مخي ډیر اسانه او هم د ښکلا له مخي دونه ساده دي چي جوړول یې د ډیرو نالوستو نارینه وو او حتی په کورونو کي اوسیدونکو نالوستو ښځو په وس پوره دي. څرنګه چي له یوې خوا یې نظم ډیر ساده دی او له بلي خوا یې تاریخي او محلي پیښي، د ساده او سپیڅلي میني اظهار او له ټولني سره تړلي ښې او بدي په ډیره ساده ژبه بیان کړي دي نو حافظې ته سپارل یې هم اسانه دي. ما په لومړۍ ځواني کي خپل داسي همزولي پیژندل چي په سل ګونو نارې به یې په یاد وې؛ او د بوري، شین خالۍ، لنډو او مولاداد، شیرجان، اورګاډي او شالمار د میلو په اړه ویل سویو نارو کي به یې مسابقې کولې.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…