د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

سربازه ! نن دې نازوم

b_150_100_16777215_00_images_rafiullah-roshan.jpg

 

 

 
 
 
 
په دفتر کې ناست وم ،هسې بې څه دهېواد ملي پوليس ،ملي اردو او بېلابېل ساتونکي په زړه را وګرځېدل له ځانسره مې وويل راځه نن ددوی لپاره ګوتې وخوځوم ،بس په همغه لحظه مې ځان سرتېری کړ اوخپلو هېوادوالوته مخاطب شوم.
ای زما ددين اوکليمې خوږ وروره او خوږې خورې!  زه هم ستاسو پشان وجود،روح او زنده ګي لرم،خو فرق مو دادی چې ستاسو وجود خوشبويه،روح مو ارام او زنده ګي مو په خوښۍ تېرېږی،خوزما وجود نه د ښولو او ستړتياوو بوی راځي،زما روح نا ارامه  دی او  زما ژوند په خوښۍ نه بلکې په  خفګان تېرېږي ، زه هم ستاسو پشان دخپل پلار او مور اولادونه خويندې او وروڼه لرم خو لکه نن چې تاسې سره په يوه انګړ کې راټول ياست اوسره ديوبل په ليدو خپله خوښي لمانځۍ ،زه بيا داسې نه يم،زه له خپلو خويندو او وروڼو څخه دېر لرې يم ،زه هغوی نه وينم،هغوی مانه ويني او يودبل ديدن ډېر وخت وروسته کوو،مګر زما خوښي ستاسو ارام ژوند او خوښۍ کې ده او وياړم چې ستاسو دخوښۍ لپاره هڅه کوم او زه ستاسو لپاره په امنيت کې د ژوند تېرولو وسيله ګرځېدلی يم.
ای زما درنو او عزتمندو مورګانو! زه هم ستاسو پشان فرشته  مور لرم خو فرق دادی چې تاسې شپه او ورځ په ارام سره ساه اخلئ ځکه چې ستاسې اولادونه ستاسې  تر سترګو لاندې ګرځي راګرځي،خو زما مور شپه او ورځ نا ارامه وي اوخوب نلري ځکه چې زه ورڅخه  په سلګونو کيلو مټره لرې يم،هغه هر وخت زما پشان له کوره لرې او مسافرو بچيانو جنازې وينې چې ورته راوړل کېږی او د تورو خاورو بنديوان کېږی ،نو ای درنو ميندو ! اوس تاسو ووايۍ چې زما مور به څنګه ارام کړي،هغه به څنګه خوب وکړي ،هغې ته به خوراک اوڅښاک څنګه خوند ورکړي ، خو دهغې ارامښت او خوشحالي  په دې کې ده چې ځوی يې د نورو د ارامښت لپاره خپل ژوند په خطر کې کوي خو هغوی ته دخوښئ په لټه کې دی او زما مورجانه په همدې وياړي چې زه يې دخپل هېواد لپاره دخدمت مصدر ګرځولی يم اوماته يې په خپلو سپېڅلو شيدوکې له وطن او وطنوالوسره دمينې غذا  راکړې ده او خپله مينه يې له ماسره دوطن په مينه وينځلې ده.
ای ګلاليه اوښايسته ګل ماشومه!  زه هم ستا پشان ښکلی ځوی او ستاپشان ښکلې لورکۍ لرمه ،ستاپلار چې کله تاته وګوري نو له سترګو يې دخوښۍ اوښکې راشي،زړه يې ستا په ليدو دخوښۍ ټوپکې وهي،لاسونه يې ستا دخوښۍ لپاره ستا له ملا را تاو شي او خپلې سينې ته دې راپورته کړي زړه يې ستا له کوچني زړه څخه سکون واخلي دمه شي او بېرته دې په ډېر احتياط سره دځمکې پر مخ پرېږدي ستا هغه په کوچنيو پښو وړه منډه دهغه ناروغ صحت ورته برابر کړي او درمل يې وګرځي، خو زماله سترګو دخپلې خوږې لور او خوږ ځوی په بېلتون کې د درد او خفګان اوښکې راتويې شي،زړه مې له خپلو خوږو بچيانو څخه د هجران په لمبوکې سوځي او له درده ټوپونه وهي،زه همېش له هواڅخه لاسونه را تاو کړم خو چې وګورم په هېڅ شي مې غېږه نه ډکېږی او تنها خپل لاسونه مې خالي په خپله سينه ولګېږی،زما ناروغي نوره هم زياته شي،زه دخپل خوږ ځوی په کوچنيو پښو منډې نشم ليدلای خو زما هره خوښي ددې لپاره ده چې تا ګلالی ماشوم دخپل پلار په غېږ کې خوښ وينم په همدې زما زړه هم تکيه شي.
ای ورېندارې! زما مېرمن هم ستا پشان د زړه سر ،ژوند ملګری خاوند لري کله چې دلمر دپرېوتو وخت شي او سرخي په غرونو واوړي بيا ته لاس تندی ته پورته کوی اخوا دېځوا ګورې او ددروازې کړپ اوکړوپ درباندې ښه لګي په دې خاطر چې اوس به دې خاوند له بېرون څخه راشي او ستا زړه به په هغه اودهغه زړه به په تا دمه شي،ته به هغه ته خوږه موسکا وکړې اوهغه به تاته اوپه دې سره به ستاسو دواړو د ورځې په جريان کې په برخه شوې ستړتيا له منځه ولاړه شي،خو ورېندارې! پوهېږم چې زما مېرمن له لمر پرېوتو څخه بد وړی،هغه نه خوښوي چې شپه راشي داځکه هغه څوک چې په برکت يې په تا د دروازې د زنځير شرنګ ښه لګي په هغې بدلګي ځکه چې له هغې څخه تورو غرونو پناه کړی دی،هغه داسې څوک نلري چې خوژه موسکاه ورته وکړي او د ورځې د جريان ستړتيا يې ورباندې رفعه شي ،خو هغه خپله ستړتيا په دې له منځه وړي چې خاوند او دخوږ ژوند ملګری يې ستاسو لپاره د ارام خوب کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي خو ستاسو دخوښۍ په زياتولوکې کوښښ کوي دادهغې لپاره تر ټولو لويه خوښی او سکون دی .
نو اوس به مو زه پېژندلی يم چې څوک يم او زما دندې خو مې درته وويلې چې څه دی خو بيا هم درته ووايم چې زه سرباز يم،زه ستاسو اوخپل خوږ هېواد ساتوکی يم ،زه وياړم چې داسې څوک شته چې زه  ورلپاره خدمت کوم او هېڅکله به هم پرې نه ږدم چې ستاسو خوښي څوک درڅخه واخلي ،هغه که زما په مرګ هم تمامه شي اودا له پيله تر ننه زما نورو خوږو وروڼو او همسنګرو تاسوته معلومه کړې چې دخپل ژوندپه بيه يې ستاسو د خوښي مسکا ستاسوپه خوله کې ساتلې ده.
زه دامنم چې زموږ په منځ کې به هم داسې څوک وي چې تاسو به ورڅخه ناراضه اوسۍ،تاسوبه يې له کړنو خوښ نه ياست او تاسوبه دهغوئ لپاره له موږ ټولو څخه زړه بد وي مګر داسې نده،په لاس کې پنځه ګوتې برابرې ندي،هيله کوم تاسو ټولو ته ديوه له نظره مه ګورۍ او حساب مه ورباندې کوئ.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…