د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښاغلي حمیدي ناولیز مزل

b_150_100_16777215_00_images_7wrono_khor_book.jpg

 

 

 
دتیرې یوې لسیزې په اوږدو کې زمونږ په هیواد کې دپښتو ادب د بډاینې لپاره په بیلابېلو برخو کې دپام وړکار شوی ، خصوصا دشعر په ډګر کې زمونږ شاعرانو وروڼو په لسګونو کتابونه د چاپ په ګاڼه پوسللې دي. خو له نیکه مرغه ددې ترڅنګ د نثر په برخه  کې د پښتنو قلموالو ونډه هم دزیاتې ستاینې وړ ده. خوست دګران افغانستان یو مهم سرحدي ولایت دی 
 چې په ټولو برخو کې یې دپرمختګ پړاوونه وهلي دي د طالبانود واکمنۍ پرمهال داستقلال په نوم دادبي ټولنې جوړیدل ،دشاعرانو منظمې غونډې دخوست په نوم مجله او دخوستیو شاعرانو ګډې دوې شعري ټولګې ددې سبب شوې، چې پدې ولایت کې د ادب او فرهنګ نغره وډنګېده او ډیر شمیر ویده ځوان شاعرانه استعدادونه راويښ شول . 
هغه وخت  نثر لیکونکي دګوتو په شمار وو همدا وجه وه چې دنثر اړتیا ډېره محصوصیده. خو دخوښۍ خبره ده ، چې تیر لس کال دپرمختګ کالونه وو، چې   دفرهنګي تحول لسیزې په نوم به یې یاد کړو په زیات شمیر سره  مجلې ،ورځپاڼې چاپ او ګڼ شمیر غږيزو او انځوریزو رسنیوپه  خپرونو پیل وکړ د ادب او فرهنګ په برخه کې شعري او نثري ټولګې دګڼو قلموالو له لوري خپرې شوې. چې د پښتني ادب اوفرهنګ له غنا سره یې ډیره مرسته وکړه. 
په یاده  لسېزه کې داسې ځوان استعدادونه راوټوکیدل ،چې دشعر ترڅنګ يې نثرې ټولګې دلنډو کیسو ،ادبي ټوټو او ناولونو په بڼه چاپ کړي  ددغو ټولګو شمیر لسګونو ته رسیږي ،چې دمینه والو ادبي ذوقونه یې په لوستلو سره خړوب کړل. دخوست په علمي ، فرهنګي او غزلېزه  غېږه کې دنورو تاندو او تنکیو زلمیو قلموالو له ډلې څخه تاند شاعر ،لیکوال اوژورنالست شکورالرحمن حمیدي دی ، چې نوموتي پنځونې یې کړي دي (زما مینه شهیده شوه) ناول،  (ګله ګلاب مې ګل ته یوسه) شعري ټولګه ،او تازه ناولیزه بریالۍ هڅه یې د( اوو وروڼو خور او که داخترغوا )په نوم ده ،چې تازه دچاپ په ګاڼه پوسلل شوې ده. دغه ناول دیوې مظلومې خور دژوند حقیقي داستان په خپلو پاڼو کې رانغښتی داسماني رنګه پښتۍ په درلودلو سره په ښکلي کچه او ښه سکښت سره یې کتابي بڼه خپله کړیده .په لومړي مخ یې دیوې جینۍ داسې انځور ښکل شوی ،چې سره یې په زنګونو ایښی او په خپلو او ښکو کې یې لمبلي، چې دلوستونکي په ذهن کې دپښتني کلتوردناوړه کړنو انځور رسموي.  دغه ناول په یوسلو نولسو مخو نو کې دزرو ټوکو په شمیر خپور شوی، چې لومړنۍ سریزه پرې رحمن ګل اسرار لیکلي او دناول لیکنې د ځانګړتیاوو په اړه یې پوره معلومات راغونډ کړي دسریزې په پیل کې یې داسې راغلي دي ( ناول لاتیني کلمه ده د عجیبه څیزه په ماناده او په ادبي اصطلاح کې دهغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي، چې په اظهار یې دنورو انسانانو همدردي پیداشي په ناول کې دانساني ژوند لوړې ژورې ، مو جودې وي  دانسان له پیدایښت څخه ترپایښت پورې چې کوم واقیعات پیښیږي دټولو تصویرونه دخپل فن موضوع ګرځوي دناول نړۍ د رښتوني نړۍ په شان د زمان او مکان اوپه نړۍ کې دپیښو درښتینوالی پربنا ولاړه وي .) ددې ترڅنګ تکړه لیکوال او ژورنالست عابد احمدزي هم دناول دموضوع په تړاو په خپله سریزه کې په زړه پورې څرګندونې کړي ،چې کتاب ته يې وزن اودرنښت وربښلی دی . درنولوستونکو ! داچې دناول تعریف موپه پورتنیو جملو کې وړاندې کړ دغه تغریف ته په پام سره ښاغلي حمیدي هڅه کړي، چې دموضوع رښتینوالي ثابته کړي او دناول اصول مراعت کړي  ما دغه ناول له سره ترپایه په مینه ،مینه او په پوره لیوالتیا سره ولوست، خدای شته که له یوې خوا یې زما ناولیزه تنده راخړوبه کړه خو له بله پلوه یې ډیر و دردولم  ځکه دیوې پښتنې پیغلې د ژوند دلوړو ژورو داستان پکې نغښتی و دناول کریکټره په خپله یوه پښتنه پیغله بريښنا ده ،چې د ستړي او نا کراره ژوند په بهیر کې له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ شویده ،دپښتني چاپیریال دنفرتونو، کینه وو او جهالتونو ښکار شوي ده .دځوانۍ خوږې شیبې یې دسختو ګواښونو سره مخ شوي د ژوند په اوږدو کې له ډیرو ازغنو لارو څخه ترخپل رنګین محله رسیدلي خو له بدمرغه ،چې د غم او دردونو څخه یې د ژوند اوږې لانه وې سپکې شوې  چې بیایی هم دخوښۍ او ګډژوند دباغ ګلونه سپیره خزان ترو ړلي دي او دژوند ټولې ترخې او خوږې شیبې یې دملنګۍ سره همغاړي کړي درنولوستونکو! د ناول ژبه ساده او روانه ده ځای پرځای پکې شاعرانه هنري کلمات او شعري توکي کارول شوي ،چې ناول ته  یې خوند وربښلی دی. ناول دتخنیک له پلوه تر ډيره ښه دی او هغه اصول چې په معیاری ناول کې مراعت شي ښاغلي حمیدي تر ډیره بریده هڅه کړی ،چې ورته پا م وکړي دناول موضوع ریښتوني ده خود پېښو او څپرکو دتسلسل لپاره او دناول د لا خوندور کیفیت په خاطر حمیدي صیب په زیاته پیمان دخیال هنري خواږه ورګډ کړي چې ناول ته يې بیل رنګ ورکړی دی .دناول په  اوږدو کې ځای، ځای غمجنې او دخوښۍ ډکې صحنې راغلي ،چې دهر لوستونکې لیوالتیا او تلوسه راپارولی شي ترڅو یوه په بله پسې يې ولولي پدې ناول کې دپیغلې بريښنا په څیر کټ مټ د نورو ګڼو پښتنو پیغلو ارمانونو او هیلې سره  یو خیل دي  په ځانګړي توګه دپښتون قوم له پاره یو په زړه پورې پیغام لري او د یو ښه بدلون او سمون لپاره  ترې ګټه پورته کیدای شي.
 
 دښاغلي حمیدي دغه ناول ډېرې خوبۍ لري دوې مهمې ښیګړې  چې پکې نغښتي دي هغه  دپښتني ټولنې د ناوړه دودونو ، کرکو او بد بینیو پرضد پراخ کمپاین کول او دپښتنو د اذهانو روښانول دي له بله پلوه  د پښتني فرهنګ دبډاینې په برخه کې موثر تمامیدای شي.  پدې هیله چې  ښاغلی حمیدي به خپل  ناولیز مزل همداسې د پښتوادب په لار دوامدار  وساتي او په ټولنه کې دشته ناخوالو اوټولنیزو ستونزو د کمیدوپه  له منځه وړو کې به خپل اسلامي او ولسي مسولیت اداکړي.  مونږ اېله بېله څو کرښې د ګران حمیدي  سره دمینې داظهار په توګه تورې کړي  ګنې دده پرشخصیت اوهنري کړنو ډيرې شننې ته اړتیا لیدل کیږي ،ولې متاسفانه  ذهنې او فزیکي بوختیاوو پرې نښودو چې لا ډيرې ځواکمنې ،هنري جملې او کلمات دقلم په څوکه وکاږم ، هیله ده چې ګران حمیدي او لوستونکي به مې دکمزورو کرښو په لیکلو سره وبښي په پای کې ګران حمید ي صيب ته ددغه ناولیزې پنځونې  مرغ ورښه کوم او ټولو پښتنو لوستونکو ته يې د لوستلو بلنه ورکوو. ترڅو دپښتني چاپیریال خواږې ترخې پکې ولولي.
  دګران حمیدي دنورو هنري او حقیقي بریاوو په هیله 
 ورو مو نورشاه نوراني 
ـ۳ـ۱۱ـ۱۳۹۳  خوست ښار دټاکنیز کمپاین دفتر 
 
 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…