د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ښه وکړه، چې ښه درسره وشي

b_150_100_16777215_00_images_khost.af_pen.jpg

 

 

 

دنیا
 ښوونځي کې ښوونکی یم او تعليم و تربيې پوهنتون کې محصل. هره ورځ د ښوونځي
له موټره ښکته کېږم، نو د مساپرۍ خونې ته ځم، بيا په ستړي ځان يو څه خواړه
تياروم. زما غوندې لټ انسان ته د ډوډۍ تيارول هم وړه خبره نه ده، خو چې سړی
 مجبوره شي بيا به ځان ته يو څه تياروي، ځکه له خېټې ډکولو پرته هم نه
کېږي. بيا يوه شېبه خوب کوم بيا پوهنتون ته روانېږم.

تېره
 پنجشنبې د ښوونځې له رخصتیدو وروسته د ښوونځي په موټر کې کېناستم. په دغه
ورځ زما پوهنتون په یوه بجه شروع کېده، د ورځې څه کم دوه بجې وې، د ښوونځي
له موټره میروس میدان څلور لاری ته ورڅېرمه له موټره کوز شوم، لږ وړاندې مې
 د کراچۍ له سره یو پیرکی پورته کړ، کراچيوان راته کړه چې «اینجه میخوری یا
 میبری» ما چې ډېروخت نه درلوده، ورته مې ویل مېبرم، نو پیرکی يې راته په
اخبار کې تاو کړ، ما يې پيسې ورکړې او ترې روان شوم. په موټر کې مې پېرکی
خلاص کړ، څو غټې مړۍ مې نه وې تېرې کړې چې پر یوه ماشوم مې سترګې ولګېدې،
توره وړه بوشکه یې په غاړه وه پنځه ګون  په لاس موټروان پسې ښکته او پورته
 منډې وهي او ورته وایي «کا کاجان خیراست اي پنجي ره بګي مه ره ده داله
بشان» خو موټروان هیڅ خیال هم نه پرې راوړه، زما نظرپرې ولګېده، ورغږ مې کړ
 «راځه راوخېژه» له ځان سره مې جوخت په سیټ کینا وه.

دغه
 مهال په فکرونو کې ډوب شوم، یو سړی سترګو ته ودرېده او خبره یې رایاده
شوه.. یوه ورځ همداسې په موټر کې ناست وم، د پوهنتون له مخې تېرېدو، درې
نجونې ولاړې وې، موټروان ورته موټر ودراوه او د تلو ست یې وکړ، یوې غږ کړ
«پنج پنج روپه متیم اګه میبری» پر موټروان دغه خبره بده لګېده، خو ګومان
کاوه چې مسخره کوي يې، خو له دغو نجونو سره به په رښتيا پیسې نه ځکه چې
محصلې وې او د محصلينو جېبونه خو عموما تش وي. په موټر کې ناست سپين ږيرې
ته د موټروان دې سلوک خوند ورنه کړ، نو ورته یې وویل «استاذه ښه دې، ونه
کړل تا به راخېژولې وې، ما یې کرایه درکوله. له بلې خوا بل پرې غږ وکړ چې
ښه دې ونه کړل. بیا نو سپین ږیري ته خدای ورکړه او خپله خاطره یې وویله.
ویل یوه ورځ پغمان ته تلم، په موټر کې ناست وم، همداسې یوه ښځه له خپلې وړې
 لور سره ټکسي وان ته ودرېده، ورته یې کړه چې زه دغه شل روپۍ لرم، که مې
وړې چې سپره شم. موټروان ورته ویل نه دې وړم. ما له موټره سر ور اوږد کړ،
په ښځه مې غږ وکړ راخیژه. ښځه د خپل لور سره موټر ته راوختله. پر لاره کې
یو بل سړی موټر ته راوخوت، کله چې زه له موټره ښکته شوم موټروان ته مې پیسې
 ونیولې، ورته مې وویل واخله، راته یې ویل ستا پیسې شوي دي. ما ورته ویل چې
 د دغې ښځې پیسې واخله، راته یې وویل د دې پیسې هم شوي دې. هغه کس چې پر
لار راوخوت او بېرته له مونږ نه وړاندې ښکته شو، هغه ما نه پیژنده خو، زه
یې پیژندم. زما ا و د دې ښځې کرایه یې ورکړې وه».

له
 ما سره کټ مټ د بوډا کيسې ته ورته کيسه تکرار شوه. دغه وخت کې زما یو
ټولګیوال موټر ته راوخوت او د ښکته کېدو په وخت کې زما خپله او د دغه وړوکي
 ماشوم کرایه يې ورکړه. د غني خان راياد شو چې وايي مستي او نیکي په ځوانۍ
کې خوند کوي، په ریښتیا هم ډېر خوند یې وکړ او زما د ژوند د خاطراتو کتاب
کې يوه نه هېرېدونکې کيسه ثبت شوه. همالته مې له ځان سره وويل: «ښه وکړه،
چې ښه درسره وشي»

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…