د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښاغلي استاد بشیرمومن د چاپ شوي کتاب (برخی مسایل جامعه شناسی افغانی) په اړه یو څو خبرې :

b_150_100_16777215_00_images_khost.af_pen.jpg

 

 

 

 

د ښاغلي بشیر مومن کتاب چې د (برخی مسایل جامعه شناسی افغانی) په نوم  یادیږي پر (۲۰۰۸) زیږدیز کال کې چاپ شوی وُ، خو د دوستانو په سپارښتنه او له یو شمیر نویوڅیړنو او اصلاحاتو له کبله پر (۲۰۱۳) زیږدیز کال کې نوی له سره چاپ شو.
استاد بشیر مومن د خپل دغی کتاب یو ټوک ماته ډالۍ کړ ماهم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثر ولوست.
په دې کتاب کې (۲۹) ډیرې ګټورې لیکنې او په پای کې یې ټولنپوهیځې نومونې هم راغلې دي.
سره له دې چې زموږ  د افغاني ټولنې د بیلابیلو اړخونو پیژندنه او څیړنه بشپړو پلټنو او ژورو کتنو ته اړتیا لري خو ښاغلي بشیر مومن په خپل توان سره هڅه کړیده چې زموږ د ټولنې د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي اړوخونو په اړه په بیلابیلو لیکنو کې خپل ګټور نظریات خپلو هیوادوالو اولوستونکو ته وړاندې کړي.
دا کتاب زمو ږ د ټولنې د ولسونو د ویښتیا په موخه او د استعدادونو د لا غوړیدو او روزلو لپاره لیکل شوی دی. ښاغلي لیکوال په خپل کتاب کې د خپلې پوهې ، ژور فکر او هنر په وسیله د خپلې ټولنې بیلابیلې پیښې په ګوته کړې دي. ده په دې اثر کې د خپل افغاني او انساني موخو په اړه داسې ډیوې لګولې دي چې په لوستلو یې هر دردمن او با احساسه انسان کولای شي د خپلو اهدافو په تړاو ترینه ګټه پورته کړي. دا کتاب زموږ د هیواد په علمي ،سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه د نورو لیکوالو آثارو په څیر،  یو لارښوونکی ، ګتور او ارزښتمن  اثر دی، چې په څو واره  لوستلو ارزي.
په دې اثرکې د ژوند پر ناخوالو او نیمګړتیاوو د هوډمن تکلونو ، هڅو او بریو د لارې چارې لارښوونې څرګندې شوې دي.
زه ښاغلي بشیرمومن ته د دې ګټوراثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا زیاتو بریاوو او هستونو په هیله یم.
په مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…