د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ژوند ادبي بهير له دې وروسته خپلې اوونيزې ناستې دجمعې په ورځ کوي.

ژوند ادبي بهير خپله شپږ اتيايمه اوونيزه ناسته دعبدالباسط اميرزوی پر تلاوت او داتل مشواڼي په وياندوی پيل کړه.
دتېرې ناستې راپور خوشال دراني ولوست،نقيب احمد عزيزي راپور وستايه،خو وړانديز يې وکړ،چې ادبي راپوربايددومره لنډ نه شي.
ادريس وقارزي ويل،چې راپور ژورنالستيک راپور ته ورته و،ادبي راپورکې ژورناليستيکي کلمې خوند نه کوي.
ادبي درس نقيب احمد عزيزي (سبکي اندازونه)ولوست.
فريدالله اکاخېل وړانديز وکړ،که ادبي درس په شفاهي ډول وړاندې شي ښه به وي.
ارشاد رغاند ادبي درس خوښ کړ،موضوع يې جالبه؛خو پېچلې ده،ده له خپل ليد لوري څخه بحث کړی ځينې داسې کلمې يې راوړې وې،چې دليکنې رنګ يې پېکه کړی و.موږ په پښتنو ليکوالوکې ځينې داسې ليکوال لرو،چې خپل سبک لري.لکه استاد اسدالله غضنفر،حبيب الله تږی او سعدالدين شپون.اتل مشواڼي دهغه شاعرانو يادونه وکړه،چې خپل سبک لري.حمزه بابا،خوشال خا ن خټک او غني خان.
خوشال دراني ادبي درس خوښ کړ،دسبک له پاره يې نوې پېژندې رواړې وې،چې دا د ليکوال ښه ځانګړنه ده،ځکه موږ لا اوس هم په پخوانيو پېژاندو باندې تکيه کوو.
کره کتنې ته دخوشال دراني يوه ليکنه(زموږ ناسم تعبيرونه)ترسرليک لاندې دملګرو مخې ته کېښودل شوه.
رحمت الله حکيمي ليکنه خوښه کړه،ده ويل که داسې ليکنې وشي زموږ به ډېری بد دودونه،چې موږ ته واړه ښکاري حل شي.
نقيب احمد عزيزي په ليکنه کې د تکراري تورو دکارولو سره جوړنه و،عبدالباسط اميرزوی وړانديز وکړ، ليکوال بايد له احساساتو کار وانه خلي،هرڅه په مسنده توګه وړاندې کړي.
ارشاد رغاند يې عنوان خوښ کړ،داسې ليکنو ته بايد داسې عناوين غوره شي،خو موږ هرڅه ته بايد له ايډيالوژيک له نظره ونه ګورو.
په کره کتنه ښه اوږ بحث وشو،ټولو په يوه خله ليکنه خوښه کړه.
وروسته ازاده مشاعره وشوه،چې هرشاعر پکې دخپلو احساساتو اظهاروکړ.
استاد رحمت الله حکيمي وړانديز وکړ،چې د ادبياتو دپوهنځي د دېوالي جريدې (روښان)مطالب بايدهره اونۍ بدل شي،که د بهير ديو ملګري سميع الله مجاهد پرکتابونو مخکتنه هم وکړئ،ښه به وي.
دغونډې ارزونه ارشاد رغاند وکړه،ده وويل زيات خوښ يم،چې له څومياشتو وروسته دژوند ادبي بهير په غونډه کې ګډون کوم،د ده بهير غونډې په ټول افغانستان کې بې سارې وګڼلې او د ادبياتو دپوهنځي زده کوونکوته يې ډېر ې اړينې وبللې.
وروسته پرېکړه وشوه،چې له دې وروسته به د ژوند ادبي بهير غونډې دجمعې په ورځ کېږي.
راتلونکې ناستې ته هلال عاجز د ادبي درس،سباوون خاموش دځانګړې موضوع او کره کتنې ته عبدالباسط اميرزوی دڅه راوړلو ژمنې وکړې.
غونډه په دعايه پای ته ورسېده.

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…