د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ټپه ايزه او پښتو موسيقي

b_150_100_16777215_00_images_stories_01farid-ahmad-taskeen.jpg

 

 
 
 
ټپه ايزه د پښتو ادب ادب هغه نوی فورم دی چې په تېرو څو کلونو کې يې د تخليق جامې واغوستلې او نوي نوي قدمونه يې ايښي دي په ډېر کم وخت کې يې ډېر مينه وال پيدا کړل.     
 دغه فورم د موضوع په لحاظ نظم ته ورته شعر دی،چې هم قافيه او هم رديفه پنځه کړۍ لري او د ټپې په دويمه مصرعه چې ځينې ورته ټکی هم وايي پای ته رسيږي.                                
 د ټپه ايزې دغه فورم څومره چې زه خبر يم يا ډېر شمېر د ادب لارويان پرې متعقد او همغږي دي د دې فورم د تخليق او د هنريت زيور د نوښت ګام ډاکتر حنيف حيران ته رسيږي.                      
 يو شمېر شاعران د دې فورم نوښت او تخليق د ځان په ګټه بولي ولې ماچې د ټپه ايزې نوي فورم هغه مهال چې د دې فورم نوم نه چا اوريدلی و او نه مې د چا له خولې اورېدلې ده؛خو ټپه ايزې چې ما په لومړي ځل ولوستلې د ډاکتر صیب حيران په خپل شخصي ويبلاګ( پکتيا په ډاګ کې) وې.                                                                                                                
 د ټپه ايزې دغه فورم چې د موسيقي د ودې لپاره يې نن سبا خورا ارزښتمن رول لوبولی دی او هر سندر غاړی يې په موسيقي کې د يوه ځانګړي اسلوب سره زمزمه کوي.                          
 که له يوې خوا دغه فورم د موسيقي په وده کې د ذوق او پرمختګ ګامونه  کيښودل ؛خو له بلې خوا د ادب او موسيقي د بربادۍ لامل هم شول چې علتونه د خپل اصلي جوړښت ته نه پاملرنه او په زور ليکل يې غټې نمونې دي.                                                                               
 کله چې دغه فورم له موسيقي سره يو ځای په زمزمو بدرګه شو د موسيقۍ بازار مخ پر ودې روان شو او په موسيقۍ کې د دغه فورم تخليق بنسټګر کرن خان دی. کرن خان د ذوق دې تابلوته د نوښت رنګ ور ګډ کړ او هغه يې د يو ځانګړي خوند او کيف خاوند و ګرځاوه.                 
 ښاغلی کرن خان دغه فورم د خپل ځانګړي اسلوب او خپل تخليق سره تر خپلو مينه والو د خپل غږخواږه ورسول اوپر موسيقي کې يې د نوښت مشري خپله کړه.                                       
 د ټپه ايزې دغه نوی فورم چې ډېر شمېر شاعران يې تخليق نه ګڼي ولې ورسره ورسره داهم وايي چې ټپه ولسي مال دی او شاعر يې مالوم نه دی.
 دوئ وايي دڅلورو کړيو سره ټپه هم ور زياتيږي د ټپه ايزې خوند او کيف هم همدې ټپې پيدا کړی دی.                                                                                                                
 دغه ګوتنيوونکي شاعران دا هم وايي :د ټپې خوند د دې لامل شوی ،چې مينه وال په خپل کيف ماړه کړي.                                                                                                         
 زه پخپله دې فورم سره چندانې جوړ نه يمه،جوړ په دې نه يمه چې د دې فورم شاعر مالوميږي نه نو ځکه خوند نه راکوي ولې پښتو ادب ته د نوي فورم راتګ لپاره خوشبين يمه او د نوښت او تخليق هرکلی کوم.                                                                                                   
  نن سبا د ټپه ايزو بازار ښه ګرم دی. ځکه چې اسانه ليکل کيږي او بله داچې هغه هنريت چې ما وړاندې هم ورته نغوته وکړه چې نظم ته ورته موضوع لري؛خو اوس مهال زيات شمېر شاعران د ډاکتر صیب حيران هغه پوله هم ماته کړې کومه چې ښاغلي حيران  د خپل اصلي شکل لپاره ټاکلې وه او اوس مهال خو بيخي د غه فورم د ډېر زيات بې ذوقۍ له وجې مخ پر نابودۍ روان دی.                                                                                                                      
 ځيني شاعران خو بيا د څو نورو کړيو په زياتوالي سره بيلابېل نومونه ورکوي،چې ټکوريزې او غزليزې يې بولي.                                                                                                     
د دومره نومونو د بدلون او تقليد پايله دې ته رسيږي چې له ټپه ايزې چټيزه چوړه شي.
 د داسې مسايلو په راتګ سره چې د بې ذوقۍ طوفان هم ورسره دی  د ادب پالو هغه انديښنې چې ويل يې ادب د نابودۍ خواته روان دی اثبات ته رسيږي او د تخليق بڼه به تقليد ونيسي.                                                                                                                 
زه په دې عقيده يم چې که چېرته د دې فورم هغه اصلي  بڼه په هماغه خپل حالت کې پاتې نه شي نو لرې نه ده چې د دې فورم د بربادۍ لامل به هم شي او د پښتو ادب ملا به ماته شي.  
 زه چې ډېر شمېر رسنيو يا د چا له خولې کومه ټپه ايزه اورم د يوه او بل نه یې غلا کوي.          
نه يوازې چې په دې فورم کې هم غلا روانه ده بلکې د پښتو ادب په نورو صنفونو کې لکه غزل، نظم او نورو کې هم روانه ده.                                                                                       
هيله ده زموږ ځوان شاعران  او هنرمندان چې فکري انرژي او قوت ورسره دی د بې ذوقۍ او خمود لمنه ټوله کړي او د نويو نويو فورمو د تخليق لپاره مټې را بډ وهي او د خپل فکر د تخيل د چينې ورخونه را مات کړي او د مينه والو ادبي تنده خړوبه کړي.                                            
په همدې هيله
فريد احمد تسکين ـ کابل خير خانه مېنه
 
۱۳۹۲/
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…