د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

زه يې هم جوړوم

b_150_100_16777215_00_images_rafiullah-roshan.jpg

 

ادبي ټوټه ::: 
ماشوم په حيرانتيا د موټر پر هنداره په لاس کې د رسمې شوې شمعې انځور ته کتل، کله چې به څوک راغلل دموټر شا وګرځېد او د غاښونو د پاکولو تمثيل به يې وکړ، د هيچا ورته فکر نه کېده، همدا چې به په لاره پلي شخص ورنه تېر شو ،ډاډه به د انځور په طرف راغي، څوځله يې خپل لاس په هنداره د لګول شوي انځور په ډول ونيو خو،فکر يې پرې ونه رسېده،څوشېبې د کوچني د نندارې لپاره د يوه بل ولاړ سوپرکېسټم موټر تر شا ودرېدم،خو مجبور وم چې تللی وای،ځکه کار مې درلود، همداسې را روان شوم، خوکوچني زماپه ليدو د انځور څنګ پرېنښود اونه يې دکوم بل تمثيل هڅه وکړه، ورڅخه په تېرېدوکې وم ،ماشوم سترګې په داسې حال کې را واړولې چې له پوښتنو ډکې وې،ماهم ور کتل ،نه هغه څه وويل اونه ما.
ورڅخه تېر شوم  چې غږ يې کړ.
کاکا !
ماچې همدا انتظار درلود ور وګرځېدم څه وايې؟
هلک ورته ولاړ انځور ته لاس وغزاوه.
داچا جوړ کړی؟
داستاپشان يوه ګلالي ماشوم.
زه هم غواړم جوړ يې کړم خوڅنګه؟
په همدې ورځ مې يوه ښکلې کتابچه اخستې وه، دبيک کشک مې کش کړ،کوچنی راته متوجه و چې څه کوم، کتابچه مې ماشوم ته ورکړه،ترڅنګ دکان نه مې ورته پنسل،قلم او يو قوطۍ رنګې واخستې،دموټر پر هنداره لګول شوي انځور ته ورته ډېر د رسامۍ انځورونه په دکان کې پلورل کېدل هماغه انځور مې ورته واخست.
هه داواخله ،ته هم دې انځور ته ګوره او جوړ يې کړه.
ماشوم ډېرخوشحاله شو،کورته د ننوتوپه وخت کې يې له دکانه اخستل شوی او دموټر پرهنداره نسب انځور سره مقايسه اوله سترګو تېر کړل او بيا په دروازه ننوت.
دريمه ورځ دفتر ته روان وم چې هماغه ځای ته را ورسيدم ،خبرنه وم چې هره ورځ مې کوچنی تعقيبوي،له کوره په تېرېدو وم چې انځور په لاس مخې ته ودرېد.
دا ما جوړ کړي .
هوبه هو هماغه شان انځور يې کښلی وم کوم چې ده د موټر پرهنداره ليدلی و.
ډېرښکلی رسامي شوي و،ماورته وويل نه داتا ندی جوړ کړی.
ښه همدا اوس ستاپه مخ کې بل جوړ کړم.
هو
ماشوم داځل له انځور څخه نقل نه کاوه په څو دقيقوکې يې هماغه شان بل انځور هم جوړ کړ.
دادی کاکا جوړ مې کړ.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1064

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1067

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1678

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5879

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…