د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مه مونځ کړه مه اودس خدای به درکړی سپین دیوس‏

b_150_100_16777215_00_images_stories_0schrijven455.jpg

 

 

 


ز موږ دکلی ګل مینه اني د اوس خدای (ج) وبښي ، دا دخپل کتاب او روایت میرمن وه، آني په ځوانۍ ډیره پیوره وه او په غوا هم مشهوره شوی وه، د ښائیست برخه یی هم کمه نه وه په رڼا ورځ یی له سړی زړه ایسته ، د کور کلی ډیرو ورکیو ته یی تیی ورکړی وه، دا کار دشیدو ورکولو یی د اخرت توښه باله، د هری دینی چاری د ترسره کولو حواله به یی په خپلی مور ورکوله مور می دا...او هغه کول، د کور کلی ښځوته به یی له خپه فکره سپارښتنی کولی، بلا شی نذرونه او ټوټکی ددی او هغی بی بی په نوم په خپله او په نور ترسره کول .
د ښیراو او دعاؤ ځانګړی الفاظ یی درلودل لکه که له چا به خوا بدی شوه په نا هیلی کی به وئیل ایری دخاورو همسایه شوی باد ګډی وډی ووړی ، ځوان ته په ښیراو کی ، شوله د بډګال پښه شی او د باد په مخه شی ، زړو ته په تخته وشرمیږی، پل د ایرو کی معلوم مه شه ، شوله بی بوله شی او څه په تول پوری متلونه یی لکه بړولی خلک خبروی او ګوزمولی کلی ورانوی ، د لغړزنی له بی شرمی د خدای ساته او نور .
لوی ځوان (پیرانو پیر) یی په سرکی د هر کار دپاره د ځانګړو زیارتونو را ننګول ، د لوی ځوان پسی یی بلا ډیری کسي تړلی وی ، د لوی ځوان له میړنیتوب او رسیندګی یی سترګی نه پټولی ، د لوی ځوان اثر یی په خپلو کارو کی په هغه دغه نوم په ګوته کاو ه ، کله به چې د لوی ځوان په مرسته قانع نه وه نو په غوسه به یی ویل ، د پیربابا له ډاګ یی وله له تاتیریږی دیوانه بابا ته ځینه ، د کمیس او د ټکری په ریښکیو خو یی د زیارتونو لکړی ډکی کړی وی ، اجی ملنګیانو ته د قلنګ په ورکولو کی تر هرچا ړومبی وه ، د نظر ماتی او پیریانی اثر په له منځه وړلو کی د رنګ په رنګ خوردو او تبرک کڅوړو په درلودو س
ره د شور بازار له هر امبر سنګ نه میړنی وه . ښائیسته ډیر پیروان یی لرل ، چې د انۍ د فال او شګوم برخه ورته مذهبی رنګ درلود.
د وړکیتوب یاد می نه هیریږی ، د شبرات په شپه د پاتو په نوم ناوکۍ جوړیده ، شا او خوا به یی زړی ، ځوانی او نجونی ناستی وی او د سپنی سپوږمۍ رڼا ته به یی ښه ښائیسته بازار ګرم کړی وه ، د پاتو ناوکئ مخته به له اوبو نه په ډګ جام کی د بنډاریو بیلا بیلا نښی پرتی وی ، ناوکۍ به چې د چا نښه په پټ مخ له جامه راښکله ، نو د آنۍ په متلونو او بیتو به بدرګه کیده ، رښتیا آنۍ ته د رحمان بابا کلیات په یادو زده وه ، د هری نښی په او چتیدلو د آنۍ هر بیت او متل ځانګړی تعبیر درلود لکه په دی بیت سره ، مه مونځ کړه مه اودس خدای به درکړی سپین دیوس ، د یاد فال میرمن به پرته له مانځه او اود
سه جنتی بلل کیده ، او که به له دی بیت سره بدرګه شوه ، زاړه زاړه ځواني زاړه ويښته دسپین ځواني د لاړه په تخته به دی بربنډ کړی کُل علم به په تا غونډ کړی، نودا به د آنۍ له لوری شوم فال بلل کیده .
د جهاد په لمړیو کی چې په ډاګ کی یی ببره توره کیږدۍ ولاړه وه ، مولانعیم ور پیښ شوی وه ، مولا وایی آنۍ راته کړه مولا ځویه ډیره بی شرمه زمانه شوه نن یی جلکۍ واده کړی وی او سبا یی کوزه په سر اړولی وی ، دي وایی آنۍ راته کړه چې دولس سره خیلخانه می پیدا شوی خداکه می سر لوند کړی یی ، مولا وایی ما ورته ویل آنۍ لمونځ او اودس دی هم کاوه ، دی راته کړه دا څّه وایی ځویه څه کافره خو نه وم ، خداکه می یو لمونځ قضآ کړی وي.
نن که آنۍ نشته خو پیروان یی لکه د پاتو ناوکۍ په څیر په پټوسترګو د خلکو د تور او سپین ، جنتی او دوزخی پریکړی د آنۍ په متلو او بیتو سره کوی ، د انسان جوړښت د چنایی فابریکی تر تولید سپک بولی .
څه ښه وایی : له ډاره غږکولای نشم د سوال یاری ده او به ګډه وډه شینه

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…