د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ارواښاد ملنګ جان زموږ دهیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01loggoforkhost.jpg

 

 

خدای بښلې ملنګ جان د پښتو ژبې  میړنې، حساس ،  حماس او  اور ژبې شاعر وو.ارواښادملنګ جان د پښتو ژبې په عامیانه شاعرۍ کې د ژور سیاسي شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره په خپلوپاروونکیو او هڅوونکیو خوږو نغمواو ترانو کې د وخت حاد موضاعات،خپل ملي فکر، خیال او احساسات، ملي او پښتني پیغامونه په ډیره ساده،  روانه او ظریفانه ژبه خپل اولس  ته ورسول . د ده شاعرانه احساس، درک او استعداد د ده په شعرونو کې له ورایه معلومیږي . دی هغه پیاوړې اونامتو  اولسي  شاعروو، چې  ده په خپلو شعرونو کې خپله   مینه او محبت، خلوص او صداقت د پاک الله سره، د وطن سره، د قام او اولس سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، له انسان او انسانیت سره ، د سیاست ، ننګ ،  ټولنیزې او علمي ودې او پرمختیا سره په ډیر عالي شکل انځور کړې دي .
 دی یو پرهیزګار، ریښتین او سپیڅلې انسان وو. دی دمهر، محبت  اومینې،  یوه ځلانده څیره وه . د ده نوم د پښتو ادب په ډګر کې  نه  هیریدونکې او نه ورکیدونکې  دی .
ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ دهیواد یوتکړه او نامتوادیب، شاعر او لیکوال دی ، د ارواښادملنګ جان په  اړه په خپل یو شعر کې داسی وایي :


ملنګ جان  زموږ د عصر یو آواز و
د وطن  د خوارو خلکو د زړه راز و
په  خوږو  نغمو  بیداره  یې اولس  کړ
رازو نیاز، دردو ګداز او سوزوساز و


ما د ارواښاد ملنګ جان یو شمیر شعرونه  د انځور په شکل ترتیب کړې دي چې ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را  اړوم .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 
 
پرون  وصل کې سلطان  وم
پرون  وصل کې سلطان  وم  نن په  هجر  کې ملنګ  یم
خوږ  وطن  را پورې  اور  شو  چې  له خوږ  یار نه په څنګ یم
***
خلکه!  ولید عاشقۍ کې ما جنت  او  دوزخ  دواړه
ناست  په ګل لکه بورا  وم  نن په  اور ستي  پتنګ یم
دا  دنیا په  دنیا دارو  مبارک  دې  وي  عالمه!
زه  دیار په  چرګۍ خوښ یم، بې  پروا  له  نام و ننګ  یم
د وصال شپې  که  هزار وي، دقیقې غوندې  شوې  تېرې
اوس  دهجر په  لمبو کې تل  تر تله  په  زړه  تنګ یم
ترحم  وکړئ  یه  خلکو نن  په ((ملنګ جان)) باندې
ټول د  زړه په  وینو سور  یم  له غماز  سره  په جنګ یم
شاعر : ارواښاد ملنګ جان
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***

 


څه پیژنم!
مجنون  دې  رانه  جوړ  کړو  ننګ  و عار  څه پیژنم؟
د هجر  په زندان کې زیست  روزګار څه پیژنم
د ننه  په عالم کې له عالم  ځنې  جدا یم
ډوب ستا په تصور کې دشت  و ښار  څه پیژنم
د زړه  د پاسه  وایم  چا ته  خان  چا ته  بادار
بادار  مې په  زړه ته  یې  بل  بادار څه پیژنم
ځار ستا تر  زوړ  انګړ  شه  د بل  چا  قصر و ماڼۍ
چې ته  نه یې   ګلشن کې  زه ګلزار څه پیژنم
حیران  دی  زما اوښکو ته  باران  د نو بهار
په  خپلو اوښکو لوند یم  نو بهار څه پیژنم
ملنګ نه ومه، زه  ملنګ جان  تا  کړمه ملنګ
په مینه  چې  ملنګ شوم  کسب و کار څه پیژنم
شاعر : ارواښاد ملنګ جان
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1546

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1506

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1708

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2209

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6460

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…